طالبان په روژه کي هم د بريدونو هڅه کوي
جنرال محمدنعیم مومن وايې چې وسله وال طالبان هڅه كوي چې دروژې په مياشت كې هم خپلوبريدونوته دوام وركړي .
نوموړي دغه څرگندونې خبريالانوته دهغي شپږكسيزي وسله والي ډلي دښودلوپرمهال وكړې ،غوښتل يې په كندهاركې پرافغان اوبهرنيوځواكونوباندي بريدوكړي.
دملي امنيت ريس وايې چې دبريدونودغه پلانونه ترډيره له هيواده بهرطرحه كېږي .
دشپږكسيزي ډلي مشرقاري جلاد نومېږي اودمزارشريف د دولت آبادوالسوالۍ اوسېدونكى دى .
له نوموړي سره نيول شوي ملگري هم دكندوز، كندهاراومزارشريف اوسېدونكي دي .
قاري جلادخبريالانوته وويل چې دى دكابل په شهزاده سراى كې دصرافۍ دوكان لري اوپه پېښوركې دافغان دولت پرضدجگړې ته هڅول شوى .
نوموړي زياته كړل چې غوښتل يې په كوټه كې ديوه اوسېدونكي وسله وال طالب په ملگرتياميوندوالسوالۍ ته دجگړې لپاره ولاړشي .
نيول شوي كس زياته كړل چې تردې مخكې يې دژړۍ والسوالۍ په سنگسارسيمه كې هم دجگړې لپاره څواونۍ تېري كړي .
له نوموړي سره نيول شوي څوكسانوپه خپلوخبروكې وويل چې دوى دقاري جلادله لوري جگړې ته هڅول شوي
دكندهاردملي امنيت ريس جنرال محمدنعیم مومن وايې چې وسله وال طالبان هڅه كوي چې دروژې په مباركه مياشت كې هم خپلوبريدونوته دوام وركړي .
نوموړي زياته كړه چې دبريدونودغه پلانونه ترډيره له هيواده بهرطرحه كېږي .