کور / تازه خبرونه / ملي امنيت ۲ ځانمرگي بريدكونكي نيولي

ملي امنيت ۲ ځانمرگي بريدكونكي نيولي

د کندهار د ملي امنیت دوه ځانمرګي بريد کوونکي نيولي چي  يو۸ كلن كوچنۍ اوبل ۱۸ كلن تنكى ځوان دى .
نيول شوي كسان په ملي امنيت كې خبريالانوته وښودل شول .
دوسله والوطالبانوله لوري ځانمرگي بريدته چمتوشوى ۸ كلن ماشوم وايې چي دى وسله والوله لويې ويالې څخه لمړى وتښتاوه اوبياوروسته يې ورپوري چاودېدونكې توكي وتړل .
دى نصيراحمدنومېږي اودلويې ويالې اوسېدونكى دى .
نوموړي خبريالانوته وويل چې دلويې ويالې په اوبوكې لمېدۍ چې برمته شوو.
دكندهاردملي امنيت ريس جنرال محمدنعم مومن وايې چې كوچني ته وسله والوطالبانوويلي چې خپل اصلي ځاى به دډيورنډكرښي هاخواچمن ښه يې .
دى زياته وي چې نږدې ۳ اونۍ يې په سپين بولدك كې دماشوم د دوستانودپيداكولوپه هڅه كې تيري كړې ،خوبيل اخره ورته معلومه شول چې دماشوم كورپه لويه وياله كې دى اووسله بيرولى وو چې خپل كوربه چاته نه ښه يې .
پرهمدې حال يوبل ۱۸ كلن تنكى ځوان وايې چې دى د ى دكوټي په يوه ديني مدرسه كې دځانمرگي بريدلپاره چمتوشوى .
دالمړى ځل ندى چې په ځانمرگوبريدوكوكې دماشومانودنيول كېدوقضيه راپورته كېږي . تردې مخكې دلته په كندهاركې يوبل ۱۰ كلن ماشوم هم دملي امنيت ونيو،چې هغه هم ځانمرگي بريدته چمتوى وو .