کندهار : مېدان ته څېرمه د تېلو پر زېرمو جګړه روانه ده

عطاالله محمدي | اگست 15th, 2011


د کندهار د نړيوال هوايي ډګر سره نژدې د تېلو پر زېرمو وسله والو بريد وکړ چي اوس هم دوام لري . بريد د دوو چاودنو په وسيله پېل سو او اوس د سپکو او درنو وسلو ږغونه اورېدل کېږي . په دې اړه تراوسه د کندهار امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي خو وسله وال طالبان بيا دا خپل کار بولي او وايي چي بريد د دوى ملګرو پيل کړى او اوس هم دوام لري .
د يادوني وړ ده چي د بريد شاوخوا دوه ساعته کېږي اواوس هم دوام لري .
په دې اړه د لراوبر سره اوسئ.

Copyright Larawbar 2007-2024