په پكتيا كې اورښتونو اوسيلابونو تاوانونه اړه ولي
عطاالله محمدي
دغو اوروښتونه له تېرې يوې اونۍ را پدې خو ا ددې ولايت په مختلفو سيمو كې كرنېزې ځمكې وړې ، دسخت اورښت او ګلۍ له امله شنې كروندې لوبيا جوار ،كچالو ، ريشكې او ګڼې ميوه لرونكې ونې خرابې كړې او ميوې له منځه وړې
دياد ولايت د احمدآبا او دسيدكرم په والسواليو كې يې د زراعتي ځمكو ترځنګ د زيات اورښت له امله ګڼ شمېر ودانيو ته هم زيان اوښتى ده
د احمد ابا والسوالې د غړك او رود دوه تنه اوسيدونكو ملك نبي جان او ډاكټر محمد عظيم پخپلو سيمو كې د زيات اورښت اوسيلابونه اوسختي ګلۍ له امله چې احمد ابا والسوالۍ ته راغلې وو، يادونه كوله چې دمچلغو، غړك، او رود په سيدخيلو اونورو سيمو كې يي دخوړ له غاړې، ونو او ترڅنګ يي كرنيزې ځمكې پټي په بشپړ ډول خراب شوې لوبيا ،جوار ،او ډېرې د مڼو ونې اومڼې غورځولي دي
دغه راز احمدآبا ته څېرمه دسيد كرم په والسوالۍ كې گڼ شمير خلكو ته داورښت او دسيلاب د راتلو زيانونه اوښتي دي
د سيد كرم والسوالي والسوال آغاګل وايي: ددې والسوالۍ په مختلفو كليو كې دسيلاب دراتلو او دزيات اورښت له امله كرنيزې ځمكې وړې، كاريزونو ، د كرنيزو ځمكو ويالې دسيلاب د راتلو په وخت ورانې او ويجاړې شوي
اغا ګل دپكتيا ولايت له مقام اود كليو پراختيا اوبيا رغونې له رياست څخه غوښتنه كوي ترڅو له زيانمنو خلكو سره وروسته كتنې مرسته وكړې
دې ته ورته د ګردېز اړوند دبالادې او تېرې په سيمه كې هم د ورښت ، سيلابونو اوسخت توپان په ترڅ كې گڼ شمير كروندګروته د ځمكو دوړو او د مڼو د تويدو تاوانونه اوښتي دي د سيمې اوسيدونكې له دولتي چارواكو څخه د مرستې غوښتنه كوي
د پكتيا ولايت د كليو پراختيا او بيا رغونې رياست مسول چارواكې وايي دوئ به وروسته له كتنې له هغو خلكو سره چې د ورښت له اوسيلابونه په ترڅ كې زيان من شوي وي ډېر زر د مرستې لاس و غځوي ،
پكتيا چې يو غرنى ولايت ده. هركال دا شپې د مسمې اورښتونه اوسيلابونو له امله ګڼ شمېر خلكوته مالي اوزياني زيانونه اوړي،
مسمي سيلابونه هغه وخت زيات زيانونه له ځانه سره لري، چې كومه سيمه كې ځنګلونو شتون ونلري ،
دكارپوهان په اند د سيلابونو د مخنيوي لپاره د ځنګلونو ساتنه اوكرنه ده ، تر څو د سيلاب د راتلو په وخت د خاورې د وړلو او كرنيزې د ځمكو دوړلو څخه مخنيوى و كړي