کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پېټريوس د C پلان د لاسته راوړنو په تمه

پېټريوس د C پلان د لاسته راوړنو په تمه

يادنه: ښاغلي مستعان يو کال وړاندې ((د امريکا C پلان او د افغانستان د کورنۍ جګړه)) تر عنوان لاندې يوه ليکنه کړې وه چې په افغانستان کې يې د کورنۍ جګړه لپاره د پېټريوس پر پلان خبرې کړې وې او هغه مهال په سرنوشت ورځپاڼه کې خپره شوې وه او د کورنۍ جګړې لپاره يې د امريکا له پلان څخه پرده پورته کړه.


کله چې وروستنۍ روسى سرتېرى په افغانستان کې د روسي پوځيانو د مشر په توګه د آمو پله څخه بېرته د هغې وخت شوروي اتحاد خوا ته اوښته، نو خپل وروستنى نظر يې په دې توګه بيان کړ:(( په دې خاورې کې مو دومره وسله پرې اېښې ده، چې د راتلونکو څو لسيزو لپاره جګړه ګرمه ساتلى شي.)) پوهان وايي چې تاريخ بيا بيا تکرارېږي. هو هم په بدو کې او کله نا کله په ښو کې هم. دغه خبره بيا د بل ماتې خوړلي زوړ مشر جنرال پېټريوس له خوا په يوې ډېرې ډيپلوماټيکې ژبې وړاندې شوې ده.


ما لا له وړاندې څخه د افغانستان خلکو ته دا خبردارى ورکړى و او اوس يې بيا هم ورکوم چې له درانه خوبه راپاڅيږي او خپل حال ته دې لږ څه پام وکړي، چې له دوى سره څه لوبې ترسره کېږي او څرنګه دوى لکه د ماشومانو په وړو وړو څيزونو باندې غولوي او څرنګه دې بيا د خپل مقصد لپاره کاروي. هو دا ځکه وايم چې زما د خبرداري سره هم چا هېڅ څه ونه کړل، تر څو پرې د انسانيت ضد او اسلام ضد هغه اقدام څخه مخنيوى وکړي کوم چې جنرال پېټريوس په برياليتوب سره لومړى په عراق کې او اوس د ډيورنډ په دواړو خواوو کې د کليوالې جګړې په ډول پيل کړى او د هغې له لارې خپلو شومو موخو ته رسېدل غواړي.


د جولاى په لسمه نيويارک ټايمز د پېټريوس له قوله ليکلي دي چې که څه هم دى اوس له خپلې اوسنۍ دندې څخه ډېر ژر لرې کېدونکى دى او د يوه ملکي دنده ور  په غاړي کيږي، خو بيا هم د خپلو هغو پلانونو او سټراټيژيو د لاسته راوړنو په تمه دى چې پلې کړې يې دي. هغه وايي چې که څه هم لا وخت شته، خو موږ لکه د عراق په شان په افغانستان کې هم په برياليتوب سره په مخ ځو. کله چې د عراق د برياليتوب خبره رايادېږي، نو څه ګومان کوئ چې آيا په ټول هېواد کې آرامي راغله او ټولو وسله په ځمکه کېښوده او همدا لامل و چې نور په امريکايانو د هغو حملو لړۍ بنده شوه، چې شمېر يې په يوې اوونۍ کې د ۸۰۰ څخه ۱۰۰۰ پورې رسيده. څه ګومان کوئ چې عراق دومره آباده کړل شو چې خلکو نور امريکايان خپل دښمنان ؤنه بلل او يا هم څه ګومان کوئ چې امريکايان له دې هېواد څخه په پوره توګه بهر شول؟


نه! نه يوازې دا چې دوى په هغه ځاى کې سوله نه ده راوستلې، بلکې له هغه ځايه لا وتلي هم نه دي او جګړه لا تر دې دمه هم زوروره ده.


دوى په اصل کې نه يوازې دا چې د سني ډلو (چا چې په منظمه توګه او قوت سره دغه يرغلونه تر سره کول) پر وړاندې يې د شيعه اوباشو هغه ډلې رامنځ ته کړې چې د پيسو لپاره د هر چا پر وړاندې د هېڅ ډول ترحم څخه کار وانه خلي، بلکې سربېره پر دې يې خپله د سنيانو ترمنځ هم دا شان ډلې راپيدا کړې چې خپل منځي شخړو ته لمن ووهي. لکه څرنګه مې چې تېر ځل دا موضوع په وضاحت سره تشريح کړې، چې دوى دغه عمل د خپلو افريقايي او وېتنامي تجربو څخه زده کړى دى، چېرې چې دوى لومړى وزګارتيا ته په بې شانه توګه لمن وهي او بيا يې د هغې په نتيجې کې د تر ټولو زيات اغېزمن شوي چې پکې معتادين هم ګډ وي د قبيلوي هغو ځواکونو په ليکو کې راولي چې په افغانستان کې ورته د اربکي پوځونو او يا هم د ځايي پوليسو تر نامه لاندې ايجاد کړي وي.


اوس مهال چې دغه شخص (پېټريوس) دا ادعا لري چې زه د خپلې تګلارې او پلانونو لاسته راوړنو ته ډېر هيله من يم، د هغې څه بل مقصد نه دى، بلکې هغه دا وايي چې هغه اور چې د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو کې بل کړل شوى دى، هر کور او شخص به په خپلو لمبو کې وريت کړي او دا هغه څه دي چې اشغالګر او ښکېلاکګرو پوځيانو ته د مخالفينو د يرغلونو څخه خونديتوب ورؤبښي او همدارنګې ددې خونړۍ جګړې څخه د هغو امريکايي ګټو پورته کول جاري ساتي چې په لاندې توګه دي:


لومړى: د امريکې حکومت هر کال په افغانستان کې د توليد شوو مخدرو توکو څخه چې په خپلو الوتکو کې يې د مرکزي آسيا څخه رانيولې تر اروپا او امريکا پورې خپلو پوځي اډو ته په مستقيمه توګه انتقالوي، شاو خوا ۵۰۰ ميليارده ډالره لاس ته راوړي، حال دا چې د هغه څخه افغانان يوازې د لسو څخه تر پنځوسو ميليونو ډالرو پورې ګټه اخلي، خو په بدل کې د نړيوالې بدنامۍ او همدارنګه د فقر د لمنې غځول چې په دې توګه ورځ په ورځ زياتېږي، کوم چې بيا هم د امريکې په ګټه دى. او د فقر خپرېدل په دې ترسره کېږي چې هغه ځمکې چې په کار ده د خوراکي استقلاليت تضمين کوي، د کوکنارو په کروندو بدل شي او د امريکايي هغه پلان په مستقيمه توګه عملي کول دي چې دوى يې ((معادن کنټرول کړل، نو هېوادونه په کنټرول کې دي، خو که خواړه کنټرول کړې، نو ټول انسانيت دې په کنټرول کې دى)) په نامه يادوي.
دويم: د افغانستان هغه طبيعې زېرمې چې په مستقيمه توګه د امريکايي پوځيانو له خوا لوټول کيږي او افغانستان به هېڅ کله دې ته پرې نه ښوودل شي چې استخراج يې کړي. دا خپله دوى ته د کال شا او خوا د۲۰۰۰څخه تر ۳۰۰۰ ميلياردو ډالرو ګټه رسوي. د دغو زېرمو څخه تر ټولو مهمې زيرمې چې يو يې د يورانيمو کانونه دي د امريکايي ځواکونو له خوا د پوځي مرکزونو په شکل په مکمله توګه محاصره شوي دي او دغه ډول بې انتها ارزښتمن او ګران بيه توکي د امريکايي پوځي الوتګو له لارې په مستقيمه توګه امريکې ته انتقالېږي او هغه نور کوم معادن چې د افغانستان دولت يې غواړي د داوطلبۍ له لارې نور هېوادونو ته وسپاري چې لږ تر لږه څه خو يې لاس ته راشي، د هغه ولايت امنيت دومره خبرابوي چې د معدن د استخراج هر ډول کوښښ ناکامېږي.


درېيم: د مرکزي آسيا زېرمو ته رسېدنه او روسي منطقوي طاقت ننګونه چې يوازې د افغانستان له لارې ممکنه ده او همداراز د چين په دوو اړخونو کې پرې وتنه د امريکا لپاره ډېره اړينه ده.


څلورم او تر ټولو مهم: د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تر نامه لاندې امريکه چې د پانګوالۍ نظام درلودونکې ده، غوښتل يې چې خپل رقيبه مبدأ (ايډيولوژي) چې اسلام دى، په هماغه توګه له منځه يوسي لکه څرنګه يې چې کمونېزم له منځه وړى و او له دې کبله د هغو ټولو اساسي سټراټيژيکو ځايونو نيونه کوم چې د مسلمانانو د يو کېدلو لپاره اړين دي، د دوى په لومړيتوبونو کې راځي او همدا دليل و چې د افغانستان او عراق د نيولو لپاره يې په لومړي وار ودانګل او په مصر کې يې خپل پوځي اډې جوړې کړې. دغه جګړه چې په ښکاره د برېتانيوي هغه جنرال له خوا چې په افغانستان کې يې د ناټو مشري کوله، اعتراف شوې او اعلان شوې د اسلام ضد جګړه ده. هغه وايي چې که موږ دا ونه کړو، نو مسلمانان به بېرته يو خلافت ايجاد کړي او تر سيورې لاندې به يې نه يوازې دا چې د مغرب (مراکش) نه تر اندونيزيا به يې وغځوي، بلکې زموږ پر وړاندې به د يو لوى ځواک په توګه ودرېږي.


سربېره پر ټولو برنيو ټکو بايد په يادو ولرو چې افغانستان نه يوازې دا چې د طبيعي زيرمو او سټراټيژيک حيثيت له مخې ارزښتمن دى، بلکې دا يو د هغو خاورو څخه شمېرل کيږي چېرې چې په کې سرشوخه خلک ژوند کوي او په هر ممکن وخت کې کولى شي نورو (ښکيلاکګرو ته)ته (د يو قدرت د رابرسېره کېدلو په توګه) ستونزه جوړه کړي. نو له دې کبله د امريکايي ښکېلاک په ختمېدو سره به د هغې بل رقيب ددې منطقې نه د ګټې پورته کولو لپاره ورودانګي. د برنيو څلورو ټکو په پام کې نيولو سره، دا پتييلې شو چې د امريکايي ځواکونو د انخلا اعلان يوازې يوه اعلاميه ده او بس، خو ددې لپاره چې په شمېرو کې يې کمى راوستل شي او دوى دې نور په نظامي عملياتو کې ونډه وانه خلي، نو دوى ته دا اړينه ده چې په افغانستان کې دې د سوماليا، عراق، ويتنام او داسې نورو هېوادونو په شان دا شان خپل منځي جګړې واچوي، چې خلکو ته دې د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې مقابلې ته هېڅ وخت بيا نه موندل شي او دوى دې په خپل منځي دښمنيو کې تر څو چې کېږي مصروف پاتي شي.


دا هغه څه دي چې جنرال پېټريوس ورته هيله من دى او ترې تمه لري چې ګټور به ثابت شي. نو که چېرې افغانان خپل ځان مسلمانان بولي، نو دوى ته په کار ده چې د دې پر ځاى چې بيا بيا دې وغولول شي د دې ټولو مغرضو او مفسدو پلانونو څخه دې باخبر او د هغې د مخنيوي لپاره دې د هر راز هلوځلو څخه ځانونه نه سپموي. ګوندې پر دوى به هماغه وعيد لاهو شي کوم چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په لاندې توګه بيان کړې: يو مؤمن د يوې سوړې څخه دوه وارې نه چيچل کېږي.