دوه بهرني پوځیان مړه سول
ناټو خبر ورکړ چی نن د جلا جلا غیر جنګی پیښو په ترڅ کی دوه خارجی عسکر مړه سول . لومړنی د هېواد په ختیځ کی او دوهم په جنوب کی له منځه ولاړ خو دا یې و نه ویل چی هغه څنګه غیر جنګی فعالیتونه وو .
دغو پیښو د اګسټ په ۱۶ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۶۵ ته ورسول .