طالبان په سهارنۍ حمله کي د پراخي مرګ ژوبلي ادعا کوي

د لراوبر اداره | اگست 19th, 2011


نن سهار پنځه نيمي بجې د کابل د کارته پروان په سيمه کي يو شمېر ځانمرګو بريد کوونکو د برتانيا پر پخواني سفارت چي اوس د فرهنګي مرکز کار ترې اخلي ډله ايز بريد وکړ چي وروسته يې د طالبانو د ادعا له مخي شپږ ساعته له پوليسو سره جګړه وکړه ، ذبيح الله مجاهد چي ځان د طالبانو وياند بولي ، ادعا کوي چي بريد د يوه مزدا او کرولا موټر په وسله ترسره سو چي څلوېښتو برتانويانو او نورو بهرني او کورني امنيتي ساتونکو ته يې مرګ ژوبله واړوله .ذبيح الله مجاهد وايي د ولسي مرګ ژوبلي د مخنيوي په خاطر بريد سهار وختي پلان سوﺉ و .


د کورنيو چارو وزارت وايي په بريد کي ټولټال ۸ کسان وژل سوي او ۱۲ نور زخميان دي ، دوی وايي د بريد زياتره قربانيان پوليس دي خو دبهرنيانو او ملکي خلکو يادونه يې ونکړه ، د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چي يو شمېر بريد کوونکي د ښځو په کالو کي سيمي ته ننوتلي و.


ناټو په سهارني بريدونو کي دخپل يوه سرتيري وژل کيدل منلي دی ، دايساف لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ناټو وويل چي ددوی ځواکونو د افغان سرتيرو سره د ځانمرګو په له منځه وړلو کي همکاري کوله چي يو سرتيرﺉ يې مرګونی وويشتل سو .


د يادوني وړ ده چي ننني بریدونه دبرتانيا پر فرهنګي مرکز په داسي حال کي ترسره سوه چي ۹۲کاله مخکي دغه نن ورځ پاچا امان الله غازي په کابل کي د لويي برتانيې څخه د افغانستان ازادي ګټلې وه .

Copyright Larawbar 2007-2024