نا امنيو د خپلواکۍ د ورځي نمانځل بې خونده کړل

د لراوبر اداره | اگست 19th, 2011


انګريزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ ګټلو  ۹۲کاليزه نن د دفاع وزارت په انګړ کي د افغانستان د ريس جمهور حامد کرزي ، يو شمېر وزيرانو او بهرنيانو په ګډون په داسي حال کي ونمانځل سول چي په پروان مېنه کي د برتانيا پر کونسلګرۍ دسهارنيو خونړيو بريدونو د سيمي څخه دودونه پورته کېدل .


د خپلواکۍ د ورځي نمانځلو لپاره د تيرو لسو کلونو په نسبت جشني مراسم نه وو نيول سوي ، په ښار کي په دې اړه شعارونه او بيرغونه هم نه وو ځوړند سوي ، هغوی چي غوښتل نن د خپلواکۍ په مناسبت خوشالي وکړي د طالبانو لخوا د نورو بريدونو له بيري په ازاده پښه تګ راتګ نسوای کولای او هره شېبه د يوې بلي پېښي رامنځته کېدو اټکل کېدﺉ .


د افغانستان ريس جمهور حامد کرزي د خپلواکۍ په مناسبت جوړي سوي کوچنۍ غونډي ته تر خبرو وروسته د خبريالانو پوښتنو ته جوابونه وويل ، دده په وينا افغانستان په اوسني حالت کي تر هر څه ډېر سولي او امن ته اړتيا لري ، هغه وويل چي د افغانستان د پياوړتيا لپاره هڅي رواني دي .


زياتره افغانان غواړي د خپلواکۍ ورځ په شانداره ډول ونمانځي ، له دولت څخه هم دا تمه کيږي چي ددې ورځي لپاره په زړه پوري مراسم ترتيب کړي ، دکارپوهانو په وينا د خپلواکۍ د ورځي نمانځل او د خپلواکۍ د ارزښت په اړه تلويزيوني او راډيوي بحثونه او پروګرامونه د ولس او هيواد تر منځ مينه زياتوي او د هيوادونو د نېکمرغۍ سبب يې بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024