نه تنه معترض کانديدان ولسي جرګې ته ور وپيژندل سول

د لراوبر اداره | اگست 21st, 2011


د انتخاباتو خپلواک کميسون نن د ناخوښو کانديدانو له منځه د ۹ کسانو نومونه اعلان کړل کي ولسي جرګې ته به د مستحقو وکيلانو په توګه ورسي او پر ځای به يې ۹ کسان په ولسي جرګه کي د خپلو خلکو استازيتوب چي ويل کيږي په درغليو يې ګټلی و ، بيرته له لاسه ورکړي .


د وکيل عبدالقدير پر ځاى محمود خان سليمان خېل
 په بدخشان کې د عبدالولي نيازي پر ځاى څارنوال عبدالروف
په بغلان کې محمدظاهر غني زاده پر ځاى حاجي عاشق الله وفا
په سمنګانو کې محمدطاهر زهير پر ځاى احمدخان سمنګاني
په فارياب کې د شاکر ګارګر پر ځاى ګل محمد پهلوان
په هرات کې د محمدرفيق شهير پر ځاى نثاراحمد غورياني
بيا هم په هرات کې د سمين بارکزى پر ځاى رحيمه جامي
په هلمند کې د مسعود خان نورزيي پر ځاى معلم ميرولي
و په زابل کې د عبدالحبيب انډيوال پر ځاى حميدالله توخى هغه کسان دي چي د ناخوښو کانديدانو له منځه د رايو شميرني پر بنسټ ولسي جرګې ته غوره سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024