كندهار:پرښاروال دبريدطراح ملي امنيت ونيو
ملي امنيت دكندهارپرښاروال دځانمرگي بريدطراح نيولى
نيول سوي كس په خپلوتحقيقاتوكې ويلي چې له چمن څخه يې ځانمرگى راوستى اوبياپرښاروال غلام حيدحميدي باندي دلنگوټې په وسېله ځان وژونكې حمله طرحه كړل .
نوموړى سيدمحمدنومېږي اووايې چې ځانمرگى بريدكونكى يې دډيورنډپولي هاخواله چمن څخه راوستۍ وو.
چارواكي وايې چې نوموړي په سره جامع كې داحمدولي خان كرزي دفاتحې په مراسموكې هم دځانمرگي بريدپلان چمتوكړى وو.
دغه رازيې ددې ولايت دحج اواوقافو د دوو ريسان محمدحسن تيموري اوحاجي عبدالله په گډون يې څونوري وژنې اودماين گڼي چاودني هم كړي .
دغه كس خبريالانوته وويل چې ټول پلانونه دډيورنډكرښي هاخوڅخه وركول كېده .
دغه رازملي امنيت ۳ تنه نورهم خبريالانوته وښودل چې هغوى دكندهارپه بيلابيلوبرخوكې دولتي مامورين اوولسي مشران وژلي .
دكندهاردملي امنيت ريس جنرال محمدنعم مومن خبريالانوته وويل چي پرښاروال غلام حيدحميدي باندي يې دځانمرگي بريددطراح په گډون ځيني نوردغلچكيوبريدونوترسره كوونكي اوتراحان دولسي وگړوپه مرسته نيوي
خونوموړي په عيني وخت كې پرولس باندي ږغ وكړې چې دمجريمينودخوشي كېدولپاره له دوى څخه هيڅ ډول توقع ونلري اودمجرم په محاكمه اونيول كېدوكې له دوى سره خپله همكاري نوره هم زياته كړي
جنرال مومن نيول سوي كسان دافغانستان دكلتوردښمنان هم يادكړل چې په وينايې دلنگى عظمت ته يې په سپكه كتلي .
په ورته وخت دملي امنيت ريس له جمهورريس كرزي څخه وغوښتل چې ددغه ډول مجريمينودمحاكمې لپاره دي يوه ځانگړې محكمه رامنځ ته كړي ترڅوهرمجرم دخپل عمل په سزاباندي ورسېږي .