کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (23) په اوبوسره روژه مات

روژه په اسلام اوساینس کی (23) په اوبوسره روژه مات

داوبوکیماوي تجزیه
Chemical Analysis of Water
په اصل کی لکه چي ذکرشوه چي اوبه دهایدروجن اواکسیجن ددووغازونویومحصول دی، یعنی (H2O) ده، چی په صفردرجه کی دحرارت یخی (منجمد) کیږي، اوپه 100 درجوکې دجوش نقطې ته رسیږی اوایشی ؛ یوه ځانګړتیا اوبه دا لری چی واوبوته چی په هراندازه سره حرارت ورکول شی تر100 درجونه اضافه کیږی اوکه چيری همدااوبه په بخاربدلې شی نوتوان ورڅخه پیداکیږی چي دابېله موضوع ده۔
دکیمیادعلم له پلوه اوبه په دې اړینې دې چی کیمیاوې زیاتې تجربې بې اوبوصورت نه نیسی اوبله ښکلې اودتعجب خبره خولاداده چي که هرڅه دااوبه ددووغازونواکسېجن اوهایدروجن څخه جوړشوی دی، که فرضااوبه دمځکې دکُرې څخه نیستی شی، اوکه یادیوه ښار، سیمې، هیواد څخه دااوبه نیستی شی؛ په نړۍ کی چی هرڅومره دنړۍ په کچه پرمختللې صنعتي هیوادونه چی په عصری تیکنالوجی هم برلاسی وي، په مصنوعی ډول سره نشی کولای چی داوبوکموالی پوره کړی، اونه ئې هم په مصنوعی ډول سره جوړولای شی چی دایوواقعیت دی حتی دیوه کوچنی لښتي اوبه نشی پوره کولای؛ چي داهم دیوه قادرجل جلاله په پوره ځواک اوالهی واک باندی دلالت کوي۔
داوبوکیمیاوي اجزاء
اوبه دنړۍ په ګوټ ګوټ کی لکه څرنګه چي ئې خوندونه مختلف دی په همدې ډول سره ئې کیمیاوې اجزاء ئې هم مختلف دی اویوه سیمه دبلې سیمې سره توپیرلری، یوځای اوبه خوږې وې، یوځای اوبه څه مالګینې وې بل ځای بیااوبه څه ترخې وې اوداسی نور۔۔۔
په عمومي ډول سره داوبواجزاء په لاندی ډول سره دي:
Calcium 25 (کلسیوم)
Magnesium 22(مګنیزیم)
Chlorides 28(کلورایدونه)
Nitrites 28(نایتریتونه)
Iron 0.2(اوسپنه)
Hardness 110
Carbohydrates 230(کاربوهایدریتونه)
Sulphates 38(سلفیت)
Fluorides(فلوراید)
Iodine(ایودین)
(طب نبوي اورجدید ساینس ټوک دوهم)
Water is the Basic Source of Life
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر