د ناټو لپاره ۱۹ ټانکرونه وسوځول سول
اې بی سی خبری شبکه راپور ورکوی چی پرون د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې د جنوب په ۲۵ کیلومترۍ کی څو وسلوالو موټر سایکل سپرو هغه نفتی قطار ته اور واچاوه چی په افغانستان کی یې د ناټو لپاره تیل رسول . په دې حمله کی ۱۹ ټانکرونه سوځېدلي چی ۱۳ یې باالکل تباه سوي خو ۶ یې معمولی زیانمن سوي دي او د کوم ډریور د وژلو خبر هم نه دی ورکول سوی .
راپور زیاتوی چی ناټو په افغانستان کی خپل ۹۰٪ اکمالات د پاکستان لخوا کوی .