زابل : پر ولايت مقام او پي آر ټي باندي ډليز بريدونه سوي

عطاالله محمدي | اگست 29th, 2011


د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په مرکز کلات کي پر ولايت مقام او د ولايتي بيارغوني پر دفتر ډليز ځانمرګي بريدونه وسول چي په پايله کي يې ٥ تنه ژوبل کړي .
د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار وايي چي ژوبل سوي کسان نظامي او ولسي وګړي دي او بريد د څلور ځانمرګو په وسيله چي درو يې ځانو ته چاودنه ورکړې او يو يې ژوندى نيول سوى ترسره سوى .
نوموړى وايي چي نښته پاى ته رسېدلې او حالات د دوى په لاس کي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024