اختر د شرق سره

د لراوبر اداره | اگست 28th, 2011


د اختر په رارسېدو سره تليويزيونونه د اختر لپاره شوګانې او پروګرامونه ريکارډ کوي چې بيا يې د اختر په ورځ نشر کړي. په کې د پښتو تليويزيونونه هم له چا نه وروسته نه دي.


شرق تليويزيون چې د نن نه دوه کاله مخکې منځ ته راغلى دى خو هغه مهال لوکل وو او اوس په سټيلائټ باندې راغى.


شرق تليويزيون خپله اولنۍ ننداره تېره ورځ د پېښور په يو هوټل کې وکړه.


د انجينئر شفيق الله شايق له خوا دا ننداره د ذولفقار قرېشي په هدايت کې وشوه. د کوربنو چارې عابد ګمرياني او عينىٰ ترسره کړې.


د پېښور راډيو ډايريکټر ښاغلي لايق زاده لايق ټولو ته د اختر مبارکي ورکړه او د شرق تليويزيون په سټيلائټ کېدو يې خپله خوښي ښکاره کړه. ده وويل چې دا د ډېرې خوشحالۍ مقام دى چې د پښتو يو بل چېنل زيات شو، دې سره به ارټسټانو ته هم ښه کار او زيات کار پېدا شي.


ممثيل طارق جمال، سندرغاړي ګلزار عالم او عابد حسېن هم شرق تليويزيون ته مبارکي ورکړه او ډېره خوشحالي يې څرګنده کړه.


په دې موقع د شرق نېټورک نوي سيريال “د رڼا په لور” پرومو هم وښودل شوه چې هدايتکار يې ذولفقار قرېشي او کيسه ليکونکى يې سيد امرالله اميد دى.


امنا، معصومه خان، طارق حسېن باچا، سمېره اقبال، عروج مومند، ګلزار عالم، ماسټر علي حېدر، حشمت سحر، جواد حسېن، سلمى ناز، نور جهان، يمي خان، ارشد اپريدي، سېف خان، عمران خان، خوشحال حېدر او عدل محمد خټک په خپلو ښکلو اوازونو کې سندرې زمزمه کړې چې محفل ته يې ښکلا وبخښله.


ريما، منيبه، زردار بلبل، جهانګير عادل، عزېر شېرپاؤ، او سراج اکبر هم ښکلى پرفارمنس ورکړو او په خاکو يې راغلي مېلمانه ښه وخندول.


په اخر کې هدايتکار ذولفقار قرېشي د راغلو مېلمنو (ممثيلينو، سندرغاړو، خبريالانو) نه مننه وکړه.


د شرق ټلويزیون فريکونسۍ ډير ژر پرليکه کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024