کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان پارلمان پر اووه ويشتمه روژه

افغان پارلمان پر اووه ويشتمه روژه


دملت په انګړ کې يوځل بيا دماشومانو له خوا سوکان او څپېړې وارې شوې،په دې انګړکې دتېرپشان بيا هم دچرګانو غوندي جنګ وشو، داشخړه هغه وخت ګرمه شوه ،کله چې په ولسي جرګه کې دهرات ولايت استازې  سيمين بارکزی چې نوم يې د هغو نهو کسانوپه نوملړ کې شامل دى  چې له جرګې به وځي،يو تور ښځينه پړونى يې دکونړ ولايت په استازي مولوي شهزاده شاهد ور وغورځاوه چاچې په دې جرګه کې داصلاح غوښتونکي ائتلاف په استازيتوب خبرې کولې،سپکې خبرې يې ورته وکړې،ملي خاين ورته وويل شو،چې دد ې عمل په نتيجه کې له قانون څخه دملاتړ ائتلاف لخوا دسيمين بآرکزى په پلويتوب ميزونه وډبول شول ،اودهغې دکار يې په چکچکو بدرګه کړ،خو اصلاح غوښتونکيو د جرګې له نورو استازو وغوښتل چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون پرېکړه ومني چې د ولسي جرګې لپاره دانتخابآتو دمستقل کمېسيون له لوري بريالي اعلان شوي کانديدان دې دهغو نهوتنوپرځاى په خپلو څوکيوکښېني چې نابريالي اعلان شوي دي،خو له دې پرېکړې سره له قانون څخه دملاتړ ائتلاف سخت مخالفت وکړ،اونه يې غوښتل چې څوک داپرېکړه ومني،هغوى ويل چې داپرېکړه  هېڅ له قانون سره اړخ نه لګوي،اونه به يې څوک ومني،همداوه چې داصلاح غوښتونکي ائتلاف يو تن غړى يې له وهلو اوډبولولاندې ونيوه،اوورته يې وويل چې تاسوولې دانتخاباتو دکمېسيون وروستۍ اونهايي پرېکړه منئ،هغوى ويل چې دانتخاباتو مستقل کمېسيون او ددې کمېسيون مشر مولوي فضل احمد معنوي ټول خيانت کوي او هېڅ له قانون څخه خبرندي،نودوى څنګه دداسې بې کفايته او بې ظرفيته اشخاصو په کړنو باور وکړي ،چې څوځله يې ددې کمېسيون په چاروکې لاسوهنې څخه انکار کړى دى خوبياهم پخپله پرې له سره کار کوي،نو داپخپله ددې څرګندويه ده چې هېڅ په خپل کار بارو نلري، نو دوى به هېڅ کله هم داپرېکړه ونه مني.
دشخړې په پاى کې اصلاح غوښتونکى اړخ داعتراض په ډول له جرګې ووتل او دجرګې له رئيس سره يې هېڅ راز خبرې پرې ونکړې اونه يې هغه ته وخت ورکړ ترڅو پرې څه ووايي چې په پايله کې دولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي مجبور شو چې نننۍ غونډه په همدې ځاى ختمه اعلان کړي اودبلې اعلان له اختره څخه وروسته وکړي.
دالومړى ځل ندى چې دملت په دې لوى انګړ کې دداسې شخړو بويونه دخلکوترپوزواو بړاس يې ترغوږونو پرور رسېږي بلکې داپه کراتوکراتو تکرارېږي ،چې اوس ترې امريکايانو اوناټو لخوا دشپې عمليات دي چې په ملکي وګړيو يې کوي،اويايې هم هوايي بمباردکړي ،چې لس شل پکې ووژني بياپرې ژوره خواشيني ښکار ه کړي او يوه بخښنه وغواړي چې هرڅه په بخښنې سره پاى ته ورسوي،څه موده وړاندې په همدې انګړې کې يوې ښځينه پوځي وکيلې چې جنراله هم ځانته وايي دکوچيانو په استازې يې وارونه وکړل سپکې سپورې يې ورته وويلې، چې ددې انګړدنورو غړيو له لوري په ضد اونقيض ډول وغندله  شوه،خو کله چې پوځي جنرالې نظيفه ذکي وليدل چې که کوم اقدام ونکړي نو کېداى شي چې دتېرپارلمان ديوې بلې وکيلې ملالۍ جوياپه سرنوشت ککړه شي،نويې له يوه بل تاکتيک څخه کار واخست او دکوچيانو استازې حميدې احمدزۍ ته چې يوه ورځ مخکې يې په بوټونو او بوتلونووويشتله دلور خطاب وکړ،او داسې يې وويل چې په کور کې دلور اومور ترمنځ هم اواز پورته کېږي نو زه له خپلې لور حميدې نه بخښنه غواړم،خوحميدې احمدزۍ دهغې بخښنه ونه منله او له جرګې  څخه غوښتونکې شوه چې له هغې سره بايد قانوني چلند وشي(يعنې له پارلمان څخه دې ووېستله شي) ولې چې هغې دټول ملت کورته په سپکه سترګه وکتل، خووايي چې ابۍ مړه شوه تبه يې وشلېده، بيايې چا ورقه هم وانه ړوله، نظيفه ذکى اوس هم سرې سترګې ګرځي،له دې نه دمخه په تېر پارلمان کې دفراه ولايت يوه يوې بلې  ښځينه استازې ملالۍ جوياهم پارلمان ته د غوجلې نوم ورکړ،دهغې په اند چې په دې انګړ کې ټول انسانان نه بکلې حيوانات دي،چې دهغې په داسې خبرو ا ناندريو هغه له جرګې څخه ووېستل شوه، خو ملالۍ جويا بيايوه ويښه او تکړه ښځه وه هغې ته دخپلوهڅوپه نتيجه کې   په لندن کې د روسۍ ژورنالستې انا پوليتکو فسکايا په نوم د زړورتوب کلنۍ جايزه  هم د ١٣٨٧کال دتلې په پنځلسمې نېټه ورکړل شوه.
امکان لري چې جنرالې نظيفه ذکي به هم دافکر جنګولى وي چې کېداى شي داهم يوه بله ملالۍ جوياشي،خوداهغومره تکړه نده، وايي کارغه دزرکې تګ کاوه خپل يې هېرکړ،خوافسوس پکار دى زموږ په پارلمان او زموږپه استازيو، او افسوس پکار دې دملت په هغه رايه چې په يوه لويه هيله به په سل قسمه خطراتوکې درايودصندوقونو په لور تللي وي ،خپل ډېر مهم او ضرور کارونه به يې پرې اييښي يواځې په دې خاطر چې داسې يو استازى ځآنته وټاکي چې په راتلونکې کې ورته ديوه درد لپاره دواه شي،خو څه وشول،بېرته غير له دې چې پخپله رايه ورکونه پښېمانه شي،نورهېڅ لاره او لاسته راوړنه نلري،ورورسته له دې چې يوځل بيا دولسمشر کرزي لخوا دټاکنو مستقل کمېسيون ته لارښوونه وشوه اوپه دې يې مجبور کړ چې يوځل بيا ددريم ځل لپاره په دې اړه پلتڼې وکړي، نو نهه تنه يې ترې بريالي اعلان کړل،اونور يې ټول تخم کړل او په کرونده کې يې وشيندل،خوزه وايم چې نه معنوي صيب ته بايد خپل نوم بدل کړې ولې چې نه تاخپله  په خپله دنده کې سپېڅلتيا  ښودلى ونه شوه اونه هم ولسمشر کرزي خپل زعامت په پوره او ايمانداره ډول سرته ورسولى شو،داهرڅه چې وشول ديونما لخوا وشول،ولې چې په دې ټاکنوکې  دمخه هم د يونما لخوا دلاسوهنو خبرې اورېدل شوې وې اوتاسونه منله،خودادى نن په ډاګه شوه چې ستاسوله پرېکړې څو ورځې دمخه يونما د اوو کسانو داخلېدل ولسي جرګې ته غوښتي وو او هماغه شان وهم شول، نو داوه هغه ډول چې يونما وواهه اوتاسو ورته ښه وچورلېدئ،دلته خو مو خلکوته هر دورغ او درب وويل،په سترګوکې  مو رته خاور وشيندلې هلته به دخداى په ربار کې څه ځواب ووايئ ايا هلته مو هم دځواب ويولو لپاره کومه لار او فکر سنجولى دى؟
بل خوادې افرين وي په اختصاصي محکمې چې خپل کار يې ښه په ايماندارۍ اوصداقت سره ترسره کړ،هغه هم دملا معنوي پشان په سر کې چيغې وهلې خو اوس يې هوا ووته او پرځاى کرارکېناستل،دوى هم ويل چې ددوى په چاروکې څوک هم لاسوهنه نه شي کولى حتى رئيس جمهور هم خودادى څه وشول تاسوخوهم ٦٢وکيلانوپه سر خاورې اړولې وې کنه،دوى هم غوښتل چې دادوه شپېته تنه بېچاره ګان بې ټکټه واستوي خو متاسفانه چې ونه توانېدل.
هغه کانديدان چې ددې نهه کسانوپرځاى به له ولسي جرګې وځي هغوى بيا وايي چې دوى نه واسطه لري،نه په رئيس جمهور سره پېژني،نه سلاح لري اونه هم دپارلمان په خواکې کورونه نوځکه له جرګې څخه وېستل کېږي خو ،هغوى هم قسمونه کوي چې دا ارمان به دهيچاهم پوره نشي،اونه به څوک ددوى پرځاى هغونووروته وکيل صاحبان ووايي ،چې زماپه اند دولسمشر کرزي دا پنځه کلنه دوره به هم په همدې نادريواوخپلمنځي شخړوکې پاى ته ورسېږي  اوبلې ته دې بياخداى خير راپېښ کړي.