بحرین : د لاریون په ترڅ کي یو تن ووژل سو

مختار احمد احسان | سپتمبر 1st, 2011


په بحرین کي د کمپاین کوونکو په وینا ۱۴ – کلن “علي جاوید احمد” تر هغه وروسته خپل ژوند دلاسه ورکړ چي د امنیتي ځواکونو له خوا د اوښکي بهونکي ګاز استعمال سو.


د بحرین د بشري حقوقو د ځوانانو ټولني په وینا جاوید احمد د هغي وړوکې ډلي سره ملګری و چي د شپې د سیترا په کلي کي راټول سوي وه.
دغه ډله وايي چي امنیتي ځواکونه د خپل قوت څخه په ډېره تونده توګه ګټه اخلي .


د یادوني وړ ده چي په بحرین کي د روان کال د فبروري په میاشت کي د پيل سوو لاریونونو څخه تر اوس مهاله تر ۳۰ زیاتو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .

Copyright Larawbar 2007-2024