صومالیا : د وچکالی له امله د عامو وګړو حالات ورځ تر بلي خرابیږي
ملګرو ملتونو اخطار ورکړئ چي که په صومالیا کي رامنځته سوې وچکالي، لوږه او قحطي دوام وکړي، تر دې بدتره سي نو کېدائ سي چي ۷۵۰۰۰۰ تنه خپل ژوند دلاسه ورکړي .
ملګري ملتونه زیاتوي چي د افریقا په ختیځ کي د سختي وچکالی له امله د له منځه تللو کسانو شمېر تر زرګونو رسېدلئ او ښيي چي دا ډول وچکالي د ۶۰ کالو راهیسي نه وه رامنځته سوې .
همدارز نوموړي لیکي چي شاوخوا ۱۲ میلیونه وګړي غذايي موادو ته اړتیا لري او باید مرسته ورسره وسي . د جزیاتو له مخي په صومالیا کي مجموعاً ۴ میلیونه تنه د ناورین سره مخ دي، چي که په راتلونکو څلور میاشتو کي پوره مرسته ونه سي، نو به د ۴ میلیونو څخه ۷۵۰۰۰۰ کسان د مرګ د خطر سره مخامخ سي.
د یادوني وړ ده چي تراوسه د له منځه تللو کسانو د ډلي شاوخوا نیمايي برخه ماشومان دي .