کندهار : د ۳ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | سپتمبر 5th, 2011


د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کي يې يو شمېر چاڼيز عمليات کړي ا و په پايله کي يې درې وسله وال نيولي .
چارواکي وايي چي نيول سوي کسان د ژړۍ او پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024