ناټو ومنل چی امید خپلواک موږ ویشتلی و

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 8th, 2011


ناټو نن په خپله یوه اعلامیه کی اعتراف وکړ چی د جولای پر ۲۸ نېټه په ترین کوټ کی د بی بی سی محلی خبریال ( احمد امید خپلواک ) د دوی د مرمیو قرباني سوی دی . مخکی افغان حکومت او پلویانو یې هغه پر طالبانو تاواناوه . راپور وایی چی د ناټو پوځیانو پر امید خپلواک د ځانمرګی ګومان وکړ نو ځکه یې وویشت خو وروسته معلومه سوه چی اشتباه یې کړې ده .
البته د پیښی په هماغه ابتدا کی د مقتول ورور ( جاوید خپلواک ) او نورو عینی شاهدانو په ډاګه ویلی وو چی امید خپلواک امریکایی پوځیانو ویشتلی دی خو چا نه منله څو چی دا دی نن ناټو رسمأ اعتراف وکړ چی هو ، هغه موږ ویشتلی و او خبره یې د عادت سره سم د بخښنی په معمولی غوښتلو سره پای ته ورسوله .

Copyright Larawbar 2007-2024