د کښتۍ د غرقېدو له امله ۱۸۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ
د تانزانییا د زنجبار نومي جزیرې سره دکښتۍ د غرقېدو له امله لږ تر لږه ۱۸۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ . د نورو لادرکه کسانو د ژغورلو لپاره حکومتي چارواکي د ستونزو سره مخ دي او د بهرنیو هیوادونو څخه یې د مرستي غوښتنه کړې ده .
د ویاند په وینا تراوسه ۶۲۰ تنه ژغور ل سوي دي .
د اسوشیېټیډ پریس د خبري آژانس راپور زیاتوي چي د ژغورل سوي سپاري عبدالله سعید په وینا په کښتۍ کي تر ټاکلي اندازې زیاتو کسانو سفر کاوه . عبدالله سعید وايي چي ځینو مسافرینو په کښتۍ کي د ډیرو سپاریانو له امله خپل سفر وځنډاوه .
په ډوبه سوې کښتۍ کي سپاریان تر رخصتۍ وروسته کورونو ته تلل .