په قطرکي دطالبانو لپاره سیاسی دفتر به د سولی هڅي ګړندی کړې
د افغانستان د سولی عالی شورا د روان ميلادي کال تر پايه په قطر کې د طالبانو لپاره د يوه مرکزي سياسي دفتر د پرانستلو هرکلی وکړ.
د سولی د عالی شورا د بهرنیو اړیکود چارو مشاور محمد اسماعیل قاسم یار نن ازادی راډيو ته وویل، چی د وسله والو مخالفینو لپاره،د یو سیاسی دفتر پرانیستل به وکړاي، چی په هیواد کی د سولی هڅی پیاوړی کړي.
ژباړه((د هغوی لپاره د یو سیاسی دفتر موجودیت دا امکان برابروی،چی هغوی له یو نیولی فضا څخه ځانونه را وباسی، او په خپلې ارادي سره وکړای شی پریکړه وکړي.))
د امريکا متحدو ايالتونو د روان ميلادي کال تر پايه پوري په قطر کې د طالبانو لپاره د يوه مرکزي سياسي دفتر له پرانستلو سره سلا کړې ده.
د لندن ټايمز ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې لوېديځو ديپلوماتانو دې ورځپاڼې ته ويلي چې دا اقدام د دې لپاره کېږي څو لوېديځوال له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې پيل کړاي شي.
خپله وسلوالو طالبانو تراوسه ددغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.