دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۶مه برخه
ددې تاريخي ناول تېره برخه له دې ځايه ولولئ
هغې په زوره زوره ژړل . قاسم د هغې ترمخه ټیټ سر ولاړ و . بیایی دلمړي ځل له پاره سر راپورته کړ …. دهغه په سترګو کې هم د اوښکو لمدوالې و. اوپه ډیره حسرتناکه توګه یی بریټا ته وکتل او ورته یی وویل :
«بریټا خورې ! ماتا ته هیڅ ډول دوکه اوفریب نه دې درکړې . زه اوس هم ستا همغسې ورور یم ، ما د ډیمونان سره څه پخوانې حساب کتاب درلود . هغه نه یواځې زما دپلار او ورندار قاتل و بلکه هلته په « اورنه » کې دشلو کالو راهیسې د « ابوجعفر » په نامه اوسیده ….. هغه د سلګونو مظلومو مسلمانانو قاتل هم دې …. هغه د کلیسا پخوانۍ خدمتګاره مارتها بیګم په خپلو لاسو وژلې ده . اودهغې لور مارسي یی راتښتولې ده … خو که چیرې ماتاته دا خبرې پخوا کړې وې نوبیا خو به دا دومره رازونه نه راسپړیدل کیده . زما د کړچار په اساس مسلمانانو ته څه مه وایه … زه همغه مسلمان یم چې دبوسنیا په کوڅه کې مې ستا د اولاد د پیداکیدو چغې واوریدې اوستاکومک ته مې دروځغاستل….. هو زه همغه شخص یم …. اوزه تاته دا هم ویل غواړم چې ستا دهغه وخت سهیلۍ «ماریا» اوس زما د ورور ښځه ده ….اونوم یی مریم دې ….. اوستا بوسنیایی شهزادګۍ زما ښځه ده … اودهغې نوم حمیرا دې …. ستا بارټا کوزین اوس عباس ګرزیدلې دې …. ما خو ته همغه ورځ خپله خور ګرزولې وې ، په داسې حال کې چې تا ماته یواځې څو ورځې دمخه ورور ویلي دي . اوس ته راته ووایه … ایا ماتاته دوکه درکړې ده ….؟ »
په بریټا سکته راغلې وه … هغه حیرانه دریانه ولاړه وه ..خوله یی دحیرانتیا نه خلاصه پاته وه . کله چې قاسم د حمیرا، مریم او عباس په اړه خبرې وکړې نو بریټا د استعجاب په سمندر کې ور لاهوشوه. هغه مسلمان ځوان ته چې هغې د تیرو اوو کالو راهیسې په ناسته ، ولاړه ، ملاسته ، ویښه او خوب کې دعاوې کولې ، هغه همدلته دهغې تر مخه ولاړ و . که چیرې په هغې ورځ قاسم نه واې نو بریټا به هم نه واې او نه به یی دغه د ګل په شان کوچنې داسې سلامت اوروغ رمټ ګرزیداې . پخپله بریټا او رومیل دخپل زوې نوم هم دهمغې شپې دکومک په مناسبت سره ایښودې و، خو اوس یی هغه ته دسلطان مراد په ځاې سلټن ویلې. دا خو هم دسلطان خراب کړل شوې لفظ و . دبریټا سترګې تر اخري حده پورې پرانسې وې ، ان تر دې چې دبڼو رپول یی هم هیر شوې و . قاسم د تیرو څو ورځو راهیسې دهغې سره په کور کې وه خو هغې نه و پیژندلې او څنګه به یی پیژندلې وې ، د اولاد دپیدا کیدو په وخت کې خو هغې قاسم په سترګو هم نه و کتلې . هغه یواځې همدومره پوهیدله چې یو مسلمان ځوان په دومره ستونزمن وخت کې ورسره مرسته کړې وه …
دکمرې نه بیرون د ټکار اواز راغې . قاسم اوبریټا دواړه هغه لورې ته متوجه شول ….. دا به څوک وي ؟ … قاسم را وګرزید اوخپله توره یی دتیکې راوویسته . خوبریټا پوهیدلې وه ، قاسم دلوڅې تورې سره بیرون وتل غوښتل خوبریټا یی لمن و نیوله »
«وروره ! بیرون مه ځه ! داسې بریښې رومیل زمونږ خبرې اوریدلې وې ، توره دې بیرته په تیکې کې کیږده ، رومیل ستا دښمن نه دې .»
کله چې قاسم درومیل نوم واورید نواعصاب یی ارام شول ، بریټا ورته یو ځل بیا وویل :
« وروره ! ما وبښه . دا خبره به دې همغه لمړۍ ورځ راته کړې واې ، زه خو دتیرو اوو کلنو څخه په ناسته پاسته کې تا ته دعاوې کوم . خو ته ماته په داسې حالاتو کې تر لاسه شوې …. که نن مې دلاسه څه بد پیښ شوی و نو دحشر په ورځ به مې تا ته څنګه سترګې دراړولې …»
خو پخوا تر دې چې قاسم د هغې ځواب ورکړې ، رومیل د توپان اوباد په څیر کمرې ته راننوت ، په لاس کې یی لوڅه توره نیولې وه او مخ یی د غضب څخه تک سور شوې و . کمرې ته د راننوتلو سره سم یی په غرنده اواز سره وویل :
« فریب ورکونکې میلمه ! زه ستا د وژلو له پاره نه یم راغلې … زه تا ته یوآخې همدومره ویل غواړم چې سهار وختي د قسطنطنیی څخه بیرون ووځه ، مونږ چې تا ته ستا دا حسان کومه بدله درکوله ، دهغې نه موڅو ځله زیاته بدله درکړې ده . خوبیا هم زه دخپلې ښځې او زوې د صدقې له پاره ستا ژوند بښم …. هو که چیرې د لمر خاته نه وروسته مې په قسطنطنیی کې وکتلې نو دټول ښار پولیس به ستاپسې واچوم او تا ته به همغسې چې مناسب وی سزا درکړم.»
قاسم هم په خپلو لاسو کې لوڅه توره نیولې وه ، خو خپله توره یی د زمکې لورې ته کړې وه اوبریټا ته یی په حسرتناکه سترګو کتل . د بریټا مخ د غم او خفګان څخه بلمنګه شوې و . نن هغه دقدرت په واسطه د یوه دردناکه منظر یوه برخه ګرځولې وه . هغې ته په دواړو حالاتو کې غم او مصیبت ور په برخه کیده . رومیل غوښتل قاسم رسوا کړې او ویی کاږي .. خو بریټا ته په حقیقت کې خپل ورور همدا نن تر لاسه شوې و . بریټا دقاسم سره خپل ټول خفګان پاې ته رسولې و ، خو اوس به یی څه کولې ، ځکه یوې لورې ته یی خاوند و اوبلې لورې ته یی محسن . بريټا په ډیره عاجزانه توګه دخپل خاوند لورې ته وکتل اومنډه یی کړه دهغې په پښو کې کیناسته.
« رومیله ! دخداې له پاره قاسم ته هیڅ مه وایه . دا به ولاړ شي ، زه ژمنه کوم چې دا به ولاړشي ..»
خو پخوا تر دې چې هغه خبله خبره پوره کړې قاسم ورته وویل :
تاسې اندیښنه مه کوئ .. زه له دې ځایه ځم ، زه دسهار پورې هم نه پاته کیږم . زه همدا اوس له دې ځایه ځم خو دتلو تلو په وخت کې یوه خبره ضرور کوم اوهغه داچې « ماتاسې ته هیڅ ډول دوکه نه ده درکړې . زه ډیر ستر مقصد لرم او تاسې به یی ډیر ووینئ . زه به تاسې تل یادوم . او که چیرې مونږ قسطنطنیی ته دفاتح په څیر راغلو نو زه به تر ټولو لمړۍ له تاسې سره دکتلو له پاره راځم …»
اوس نو له دې ځایه دقاسم له پاره تلل مناسب و .ځکه چې اوس ورته رومیل د تللو اجازه ورکوله . خو کله چې سهار رومیل ته د ډیمونان اودهغې دراهبانو د وژلو خبر تر لاسه شي نو شوني ده چې هغه وخت به قاسم ته د بیرون تللو اجازه هم ور نه کړي .. خو قاسم ددې نه ډاډمن و چې که رومیل د ډیمونان د وژلو خبر واوري نوبیا به یی هم د افشا کولو څخه ډه ډه وکړي .. اوکه نه هغه به په خپله په کې راګیر شي.
شهنشاه به په ډاډمنه توګه هغه ووژنې ځکه چې هغه په خپل کور کې دسلطان یوه خطرناک جاسوس ته د ځآې د ورکولو دروند جرم کړې و . همغه و چې قاسم خپل سامان را پورته کړ او درومیل داصطبل نه یی خپل آس راپرانیست او دشپې په تیاره کې روان شو . بریټا اورومیل هغه په ډیرو دردناکو سترګو کوت ….. هاې … دا مذهب څومره ستر دیوال ګرزیدلې دې . د دواړو خواو انسانان یوبل غواړي خو مذهب لکه دسیسی د دیوال پهڅیر ددوې تر منځ حایل دې. بریټا دقاسم دجدایی منظر و نه شو کتلې ، سلګې یی وهلې اودخپلې کوټې په لور یی منډی کړې .. قاسم رومیل ته هم په اخري ځل وکتل او دهغوې دانګړ ددرواز ې څخه بیرون شو ….
بله ورځ سهار د ډیمونان اودهغه سره یو ځاې د راهبانو دوژلو خبر په ټول ښار کې له لکه د اور په څیر خپور شو . دهمدې سهاره خبرې او اوازې خپر ې شوې وې چې درومن کتولیک جاسوس د ایاصوفیاء ستر بطریق په ډیره وحشیانه توګه وژلې دې . ویل کیده چې ددې بطریق سره دوه راهبانې او یو کوچوان هم په ډیره بده توګه وژل شوي دي . د ښار کوچنیو کلیساو دخلکو په راپارولو کې لږ ځنډ هم و نه کړ او د ماسپښین پورې د یونانی کلیسا پنځه نوي سلمه پادریان دزرګونو خلکو سره یو ځاې دشاهي ماڼۍ تر مخې موجود وو. دشهنشاه ساتونکې ډلې دغه مظاهرین د شهنشاهي ماڼۍ څخه لرې ساتل . خلکو په ډیر جوش اوحذبې سره د کتیولیک چرچ په خلاف نارې وهلې او د روم پاپا ته یی ښکنځلې کولې. نن په قسطنطنیه کې درومن کتولیک چرچ ټول پادریان اوراهبان چې همدا اوس اوس د شهنشاه په بلنه را غلي و دخلکو د قهر اوغضب نه پټ پراته و . دروم دپاپ ځانګړې نماینده « کارډنیل اسیډور» په خپل د خپل ځان دخوندي ساتلو په خاطر د شهنشاه تر څنګ ناست و . دښار پولیسو د مظاهرینو دکنترولولو هڅې کولې . خو دخلکو د احساساتو توپان همدا سې را خوټیده . وزیراعظم شهنشاه ته مشوره ورکړه چې سمدلاسه دروم پادریان بیرته و استوی ، خو قسطنطین داسې کار نه غوښت چې تر سره شي . ځکه هغه غوښتل ددواړو کلیساو تر منځ سوله او مصالحت رامنځته شي . هغه غوښتل څو ورځې وروسته د ایا صوفیا په ستره کلیسا کې ددواړو مذهبونو دخلکو ترمنځ ستر غونډه جوړه کړي او د غونډی مشری یی هم « کارډینل سیډور» ته ورسپارلې و . خو داسې معلومیدل چې اوس نود شهنشاه په ټولو هڅو باندې سیلۍ راغلې وي . بلاخره شهنشاه مجبور شو چې پخپله د خلکو مخې ته ودریږي، هغه دخپلې ماڼۍ په بلخانه کې و دریده او په لوړ اواز یی وویل :
« د قسطنطنیی خلکو !
زما خبره په غور سره واورئ ! زه خو وایم چې دا هر څه چې شوي دې دعثمانیانو یو سازش دې …»
هغه په همدې توګه یوه اوږده وینا وکړه او په دې توګه یی خلک بیرته خپلو کورونو ته و لیږل . خو حقیقت دا و چې دشهنشاه د وینا څخه ډیر لږ خلک ډاډمن شوي و .
بریټا او رومیل د ډیمونان د وژلو دخبر د اوریدو سره سم بې هوشه شانته شول اوبیا دواړو یوه بل ته په ډیره بې وسۍ سره کتل . رومیل دمذهب سره هیڅ مینه نه درلوده . په دې خاطر هغه د ډیمونان وژنه دومره جدي وانه خسته . خو بریټا داسې وه لکه څوک چې په غشي لګیدلې وي .
هغې ته یوې لورې ته مذهب و اوبلې لورې ته احساسات و . درومیل په زړه کې هرو مرو دومره اندیښنه وه چې که چیرې د قتل د پلټنې مخ که دهغه د کور لور ې ته شو نو هغه به څه ځواب ورکوي ، ځکه چې دایا صوفیا سپنه بګۍ دهغوې دکور ترمخه نژدې نیم ساعت ولاړه وه …… خو دا به هسې یو اتفاق و چې د پلټنې مخه د هغې کورته را ونه ګرزیده ،په خپله د ایا صوفیاء بطریق اعظم ویلي و چې ډیمونان په اخری وختو کې دیوه پادری په بلنه دهغه ځاې ته ورغلې و . خو دا یی نه وویلې چې دکوم پادري په بلنه . دقاسم پلان همداسې و چې دډیمونان د قتل یوه معما پاته شی . دقسطنطنیی پولیسو خپلې ټولې لارې ګودرې و لټولې خو د قاتل په اړه یی هیڅ تر لاسه نه کړه . ان تر دې چې څو ورځې تیرې شوې اود کلیسا د غونډي ورځ سر ته را ورسیده .
د کلیساو د غونډې څخه یوازې درې ورځې مخته قاسم یو ځل بیا د ایا صوفیا تر مخه ودرید . په دې وخت کې هغه په یوه سراې کې اوسیده ، اوخپل کار یی لکه دپخوا په څیر دوام ورکړې و . هغه په همدې ورځو کې په قسطنطنیه کې د میشتو مسلمانو تاجرانو سره هم اړیکي غزولي و . څه پټ کارونه یی هم کړې و چې پایلې یی ډیرې ژر مخته راغلې . هغه خپل کالي هملته په سراې کې ایښودي و ، نن قاسم ایاصوفیا ته د ورننوتلو له پاره راغلې و ، اس یی هم له ځانه سره نه درلود ، په خپله غاړه یی یوځل بیا د پادریانو صلیب را ځړولې و ، خو دا ځل یی د رومن کتولیک د صلیب په ځاې د ایاصوفیا ء د یوناې کلیسا صلیب په غاړه کې ځړولې و . قاسم په ساده او پاک لباس کې و ، په سر یی شنه قیمتي خولۍ په سرکړې وه . دچرچ په ډیر ښکلي باغ کې تیریده او مرکزي دروازې ته ورسید . ددروازې دواړو خواو ته ډیر ارزښتناکه کاني نصب کړل شوي و ، تر څنګ یی درویشي لرونکې ساتونکي د اوږدو نیزو سره یوځاې ولاړ و . دا ساتونکې د زرو کالو راهیسې دهمدې تیږو تر څنګ ولاړ وي او پهره کوي .
قاسم په ډیره بې پرواهۍ سره ولاړ او رچر چ ته ورننوت ، مخې ته یی یو ډیر پراخه سالون راغې چې مربع شکله و.
د قاسم تر مخه ۱۷۰ ستنې د « ابوالهول » په څیر ولاړې وې . په سالون کې دعبادت کونکو له پاره ډیرې قیمتي چوکۍ ایښودې وې چې د ټولو مخونه د شرق لورې ته و و . ددې نه علاوه د ایاصوفیا عمارت تر ډیره پورې غځیدلې و . د سالون څلورو خواو ته دمرمر تیږې ایښول شوې و ې ، په لارو کې یی د راهبانو ، اوپادریانو له پاره پراخه دفترونه جوړ کړل شوي و ، ددې سالون په دویم منزل کې ستر ستر پادریان اوسیدل ، د دویم بطریق اعظم د اوسیدو خونه هم هملته وه . د چرچ د ټولو ښځو راهبانو داوسیدو خوني هم په دویم منزل کې وې ، دې راهبانو ته یی « نن » یا « سسټر » ویلې . هغوې به سپین کالی اغوستل او د کمیسونو غاړې به یی سور رنګه وې . هغه پیغلې به چې راهبانې ګرزیدلې نو هغوې به ددنیا د ټولو خوشحالیو څخه بې برخې ګرزیدلې . خو څوک پوهیدل چې په دې سپینو کالیو کې ملبوسې « نننې » ،د چرچ د تیاره کمرو په داخل کې خپل لباس په سور رنګ ککړوی .
قاسم ولاړ اوهلته په لمړیو څوکیو کې په یوې کیناست . تر مخه یی د سیدنا عیسې علیه السلام او سیدنا ابراهیم علیه السلام فرضی مجسمې نصب وې . په یوناني کلیساو کې دغسې فرضي مجسمې نصبیږی . قاسم په ډاګیزه توګه په خپل عباد ت کې مشغول و . هغه تر ډیره وخته پورې په همدې حالت کې ناست و ، سترګې یی پټې کړې وې او داسې یی ښکاره کوله چې مناجات لولي . خوپه حقیقت کې هغه دمارسی په اړه فکر کاوه . ځکه مارسي په همدې چرچ کې راهبه وه . دهغه وخته چې هغه دې چرچ ته ور ننوتې و نو د ویني دوران یی زیات شوې و …… هغه نه پوهیده چې څه وخت به یی مارسی مخې ته راځې . هغه تر یوه ساعته پورې ټیټ سر هملته ناست و . په دې وخت کې په ناڅاپې توګه چا په اوږه باندې و ټپاوه . دقاسم وجود باندې یخنې راغله . سترګې یی پرانستې ، ویی کتل چې دا د یوه زوړ فادر لاس و . دهغه په مخ باندې د شفقت او مهربانۍ نښې نښانې وې ، دا دایاصوفیا یو پخوانې زوړ پادري و . قاسم ته دهغه په کتلو سره خپل پلار هشام تر سترګو شو او په خپل زړه کې یی دې پادرې ته ډیر ښه احساسات را وپاریدل. قاسم په خندا شو ، نو زوړ پادري هم وخندل .
« ماته فادر بروس وایی . زما عمر اویا کاله دې ….. داسې بريښې چې ته دلته میلمه یی . دکومه ځایه راغلې یی .؟»
کله چې دې زوړ پادرې قاسم ته په ډیر شفقت سره داخبرې کولې نو قاسم ورته په ډیرې عاجزۍ سره وخندل او ورته یی وویل « درونده پلاره ! زه د تهریس د چرچ څخه راغلې یم دیسوع مسیح په خدمتګارانو کې شامل یم ، او د خپل مرکز دپایښت له پاره دعا کوم …»
« د تهریس چرچ …..هغه ……هغه چې بشپ یی لیمارک دې »
قاسم سمدلاسه ځواب ورکړ ، « هو! زه د عزتمند لیمارک په اجازه دلته قسطنطنیی ته راغلې یم . هغه ماته زما دراتلو په وخت کې د کلیسا بطریق اعظم له پاره یو لیک هم راکړې دې .»
د تهریس کلیسا دعثماني حکومت په واکمنۍ کې پرته وه ، هلته حکومت د عثمانیانو سره و خو د تهیریس ډیرکې خلک عیسویان و . قاسم په دې خاطر د تهریس نوم واخست چې هغه دهغې ځایه څخه پوره پوره خبر درلود. دتهریس دکلیسا د بشپ لیمارک سره ډیمونان نیغ په نیغه اړیکي درلودل . قاسم د لیمارک له اړخه لیک هم پخپله لیکلې و ، دقاسم دخبرو د اوریدو وروسته زوړ پادري ډیر خوشحاله شو .او قاسم ته یی د راپورته کیدو او دهغه سره د ورغاړی وتو له پاره غوښتنه وکړه . دلږ ځنډ وروسته قاسم د هغه زوړ پادري سره یو ځاې د بطریق اعظم د خونې په لور روان و ….
دبطریق اعظم د اوسیدو د ځاې په کتلوسره قاسم سخت حیران دریان پاته شو ، ځکه دا دکوم پادشاه دخوب دځاې څخه کمه نه وه . دپادري په دورازې باندې ساتونکې ولاړ و . د دې بطریق دغه خونه په حقیقت کې یو لوې سالون و ، چې په کې یوه ستره قالینه غځیدلې وه . کړکیو ته یی د اطلس او وریښمو پردې را ځړیدلې وې ، په چت کې یی قیمتي فانو س را ځوړند و چې د قیمتي تیږو یاقوتو څخه جوړ شوې و . دپردو نه مخته وروسته د بطریق اعظم ځانګړې خادمانې وې چې په خپلو خپلو کارونو کې مصروفه وې . یوه ډیره ښایسته خادمه چې د ننانو لباس یی اغوستې و، دغه زوړ بروس او قاسم دواړه له ځانه سره دبطریق اعظم د لیدلو کمرې ته یی یوړل . هغې دغه دواړه د بطریق د کمرې د ښایسته دروازې ترڅنګ پریښول اوبیرته راستنه شوه. بروس دروازه پرانسته اودننه ورننو ت .
دکمرې دغربي دیوال سره یو ډیر ستر تخت ایښوول شوې و چې دواړو خواو ته یی دبطریق اعظم ښایسته خادمانې ولاړې وې ، پخپله بطریق په دغه تخت باندې ناست و ، ډیر ساده لباس یی درلود، بطر یق قاسم اوبروس ته د کیناستو حکم وکړ ، هغوې هم هلته په هغو ارامو کرسیو کیناستل ،بیا نو بطریق د بروس څخه وپوښتل :
« بروسه څه خبره ده ؟ څنګه راغلی یاست ؟ اودا له تاسره راغلې میلمه څوک دې ؟ »
« اسماني پلاره ! دا ځوان بشپ د لیمارک د چرچه راغلې دې چې « فادر ایرون » نومیږي . او له ځانه سره یی د بشپ لیمارک له اړخه یو لیک تاسې ته هم راوړې دې .»
بطریق سخت متوجه شو او د قاسم په لور یی وکتل . اوبیا یی په سخته لهجه وویل .
« دبشپ لیمارک خط…..؟ چیرې دې هغه خط ؟ …..»
بطریق اعظم په دې پوهیده چې بشپ لیمارک یواځې د ډیمونان په نامه لیکونه لیکل . خو د بدقسمتۍ څخه چې بطریق اعظم د بشپ لیمارک د لیکونو سره بلدتیا نه درلوده . اونه یی کله دهغه لیک کتلې و. په اصل کې دغیر ملکې جاسوسانو سره یواځې ډیمونان اړیکي درلودل . که څه هم بطریق اعظم د اسلام په دښمنۍ کې د ډیمونان څخه څو قدمه مخته و خو دعثماني سلطنت تر کنترول لاندې ټولې کلیساوي ډیمونان کنترولولې . په دې خاطر د بشپ لیمارک د لیک په کتلوسره هغه لږ څه اندیښمن شانته شو . اوپه دې فکر کې شو چې اوس به د ټولو سیمو څخه لیکونه اوپیغامات دهغه لورې ته راځي ، ځکه ډیمونان له منځه تللې و . دبطریق اعظم له پاره دا کار ستونزمن و ،په هر صورت هغه د بشپ لیمارک لیک راواخست او ویی لوست . په لیک کې راغلی و :
« دعزتمند ، مقدس پلار ! د قسطنطنیی د کلیساګانو دمشر ، د ایا صوفیا د بطریق اعظم په نوم !
…… د یسوع مسیح ددین د خادم او د تهریس دشاوخوا دکلیساګانو دمسؤل بشپ لیمارک له اړخه :… هولي فادر ! دغه ځوان فادر ایرون ستاسې په خدمت کې حاضر دې د معزز ډیمونان د شهادت نه وروسته ما دډیر غور اوفکر نه وروسته پریکړه وکړه چې دې ځوان ایرون ته هلته په ایا صوفیا کې سخته اړتیا ده .
ایرون زما په لاسو کې را لوې شوې او ځوان شوې دې او زه دهغه له اړخه هر ډول مسؤلیت منلو ته تیار یم ، فادر ایرون د مختلفو وړتیاو نه ډک ځوان دې ، چې هیله ده چې ستاسې تر سیورې لاندې په پاته کیدو سره به د هولي چرچ له پاره ډیر زیات ګټور ثابت شي ….
په مناجاتو کې ددعاو دغوښتنې سره یو ځاې
فقط
د تهریس د کلیساو بشپ …..لیمارک »
د لیک دلوستلو سره د بطریق اعظم په مخ کې دلکیرو زیادښت را ته . هغه د لیک په اخر کې لګیدلی مهر ته په ډیر غور سره وکتل ، دا مهر څو ورځې مخته په قسطنطنیه کې یوه ساده شکلې زرګر ته د ډیرو پیسو په ورکولو سره جوړ کړ ې و …..د مهر دکتلو وروسته بطریق اعظم ته لږ څه ډاډ ور په برخه شو خوبیا یی پوره تسلي و نه شوه ، په خپلو کوچنیو کوچنیو سترګو یی قاسم ته وکتل اوبیا یی ترې وپوښتل :
« ګوره ځوانه ! نن سبا په قسطنطنیه کې پخوانیو پیژندګلوو کسانو ته هم د شک په سترګو لیدل کیږي ، مونږ یواځې د لیمارک د لیک په کتلوسره سره په تا نه شو ډاډمن کیدې . له تاسره بل څه داسې ثبوت شته چې هغه ثابته کړې چې ته د تهریس دکلیسا څخه راغلې یی .»
قاسم و درید او ددرنښت په خاطر مخکې لورې ته ورښکته شو اوبیا یی د بطریق اعظم تر مخه غرض وکړ: « مقدسه پلاره ! تا سهی خبره وکړه …. زما سره ددې خبرې حل دادې چې تاسې ما د ایاصوفیا په بندي خانې کې بندي کړئ اوپه همدې وخت کې خپل قاصد ولیږئ او د تهریس دچرچ نه یی تائید راوړئ ، زه به په دې اړه هیڅ ډول شکایت و نه کړم .»
بطریق اعظم قاسم ته په ستایونکو سترګو وکتل . خودهغه مکار د ډاډ له پاره لا تر اوسه هم د څه شک لرې کولو ته اړتیا وه . په دې خاطر هغه وویل :
« بلکل سهي ده …… همدا لاره چې تا وښووله سهی لاره ده …. مونږ د لیمارک څخه ستا په اړه د ځواب دترلاسه کولو پورې تا د ایا صوفیا په بندي خانه کې اچوو .»
هغه غوښتل دقاسم عکس العمل وویني .. خو قاسم داسې کوچني جاسوس نه و چې دبطریق اعظم په جال کې راو نښلي . قاسم خپل ځان همغسې وساته . بطریق اعظم تر دې پورې مخته ولاړ چې وسله وال دروازه چیان یی هم د قاسم د نیولو له پاره راو بلل. خوکله یی چې وکتل چې قاسم د ټس نه مس نه شو نوبیا بطریق اعظم و خندل او دروازه چیانو ته یی د بیرته تللو حکم وکړ اوبیا یی قاسم ته په ډیره نرمه ژبه وویل :
« نه مونږ تا نه نیسو . که چیرې ته لیمارک رالیږلې یی نویقینا چې دا به دقسطنطنیی له پاره ګټوره وي ….ښه شو چې ته راغلې…. په عثماني سلطنت کې زمونږ دسلګونو کلیساګانو مسؤل ډیمونان و . خو دډیمونان نه وروسته مونږ ته دا ستونزمنه ده چې مونږ د عثماني سلطنت دخورو ورو سلګونو کلیساګانو کار سنبال کړ و …..که څه هم ته لا تر اوسه پورې فادر یی . او د ډیمونان ځاې نه شې نیولې خو ته به نیغ په نیغه زمونږ تر لاسه لاندې دعثماني سلطنت دکلیساګانو دکارو په تر سره کولو کې زمونږ سره مرسته کوې . په دې اساس زه غواړم تا د خپل ځان له پاره دخارجي کلیساګانو د سلاکار په څیر و ټاکم . درې ورځې وروسته دلته دکلیساګانو تر منځ غونډه جوړیدونکې ده نوکه چیرې په دې وخت کې د شرقی کلیساګانو خبره منځته راغله نوبیا ماته ستا د مشورې اړتیا وې ، ایا ته ددې کار له پاره خپل ځان وړ ګڼی …؟»
قاسم په زړه کې د خوشحالۍ نه ګوړې ماتولې . هغه هیڅ هیله نه درلوده چې هغه به په دومره مهم کار باندې ماموریږي ، هغه خو غوښتل چې په یوه ډول ددواړو کلیساګانو تر منځه غونډه سبوتاژه کړی . په دې اساس یی سمدلاسه وویل :
« هو! مقدسه پلاره ! زه تاته همدا اوس ویلې شم چې ایډریانوپل ، تهریس ، سربیا ، بوسنیا، والیشیا ، او د البانیا نه علاوه د اناطولیه دساحل تر څنګ څنګ د « دي هولی ارتوډکس » څلور سوه کلیساګانې دې،او دا ټولې د ایاصوفیا په واسطه کنترولیږي . اوبیا دا ټوله سیمه یواځې د څلورو یوناني الاصل بشپانو له خوا سنبالیږي ….. زه غواړم یواځې د یوه چرچ په اړه تاسې ته ، ستا سې دمعلوماتو په خاطر تفصیل بیان کړم ، ددې نه علاوه دسلطان محمدخان او مسلمانانو په اړه زه هم ډیر معلومات لرم ….تر هغې چې دعیسوي ښوونو پورې اړه لري نو د خداې په کرم چې زه په هغې کې هم دهیچا څخه کم یا وروسته نه یم پاته شوې .»
قاسم په ډیر تفصیل سره بطریق اعظم ته ځواب ورکړ .او دلمړي ځل له پاره یی د بطریق اعظم په سترګو کې ډاډ او اطمینان وکوت . دا دقاسم خوش نصیبې وه چې د غونډې د پیلیدونه یواځې درې ورځې مخته هغه په دومره لوړ مقام باندې و ټاکل شو. اوس نو هغه ته په ډیر احتیاط سره په دغه منصب باندې کار کول ورپه غاړه و . خو هغه لا تر اوسه د یوې خبرې څخه ډیر زوریده اوهغه دا چې هغه وارخطا و چې مارسي به یی کله تر سترګو کیږي .
قاسم په خپلو خیالاتو کې ورک و چې په دې وخت کې پرې بطریق اعظم ور غږ کړ « سهي ده . ایرون زویه ! زه به دخپلې خونې سره څنګ کې ستا دخونې او د اوسیدو د ځاې له پاره هم حکم وکړم . ته به دهمدا نن څخه د ټولو پیغامونو د اخستو مسؤل یی . سمدلاسه خپل کار پیل کړه ترڅو مونږ د رومن کتولیک دخلکو تر مخه خپل ټول معلومات په پوره شان وشوکت سره وړاندې اوپه غونډه کې په پوره دبدبې سره کینو .»
زوړ بروس یو ناڅاپه د بطریق نه وپوښتل چې « مقدسه پلاره !….. ایا په دې غونډه کې به دقسطنطنیی پادشاه هم ګډون کوي ….؟»
« هو! شهنشاه به درې وروسته دلته ایا صوفیاته راځي ، خو ماته د رومی کارډینل سیډرو تر مشرۍ لاندې په دې غونډه کې کیناستل خپل سپکاوې ښکاري . په دې خاطر زه غواړم چې پخپله دشهنشاه د صدارت لاندې ددې غونډې د جوړیدو وړاندیز وکړم »
د قاسم په زړه کې د خوشحالۍ ډیوه رڼا شوه . هغه وکتل چې ددوې تر منځ د خپلمنځې نفرت زمکه لا د پخوا څخه تیاره شوې ده . قاسم ته یواځې دفصل کشت ته اړتیا وه. قاسم په ډیر افسوس سره وویل :
« اوهو ! مقدسه پلاره ! دا ته څه وایی ؟ ایا قسطنطین ددې غونډې مشري کارډینل اسیډرو ته ورسپارلې ده . اوس خو به د رومي کلیسا خلک دخوشحالۍ نه په کالیو کې نه ځایږي . مقدسه پلاره ! ته پوهیږې چې د فادر ډیمونان د وژلو مسؤلیت هم د همدې خلکو په غاړه دې . په داسې حالاتو کې به مونږ څنګه دا وزغمو چې کارډینل دې زمونږ ددې سترې غونډې مشري وکړي ، ته هرو مرو په دې اړه یو څه وکړه .»
په بطریق اعظم د قاسم خبرې ډیرې ښې ولګیدې . په حقیقت کې هغه پخپله ددې غونډې مشرۍ ته بډې وهلې وې . هغه د ایاصوفیا مشر و نو څنګه به یی دا زغملې وې چې درومی کلیسا یو معمولې کارډینل دې ددې په شتون کې دداسې یوې مهمې اوسترې غونډې مشري وکړي . هغه خو د رومي کلیسا پنځم پوپ جان نکلسن هم دخپله ځانه ښکته ګاڼه . نوبیا به دده ترمخه دیوه کارډینل څه حیثیت وي ؟ دقاسم دخبرو څخه هغه داسې احساس کړه چې د ډیمونان د وژلو وروسته د مشرۍ له پاره په شهنشاه باندې به لږ څه فشار راوړل د پخوا په نسبت اسانه وی . په همدې خاطر یی قاسم ته افرین ووایه .
« ایرونه زویه ! زما په زړه کې خو تاته ډیرې هیلې راپیدا شوې . خداې دې وکړې چې ته په هغوې هیلو باندې پوره پوره وخیژې . ته به داسې وکړې چې همدا نن شپه به زما د نماینده په څیر دقسطنطنیی د فوځونو دمشر سپه سالار « ګرانډ ډیوک نوټآراس » کورته ورشي اودهغه سره به ووینې . اوهغه به د ایا صوفیا د دریځ څخه خبر کړې . هغه ته ډاګیزه کړه چې د ایاصوفیا دبطریق اعظم په شتون کې کارډینل سیډرو ته د غونډې مشري ورکول د ایاصوفیا له پاره سپکاوې دې ، زه هیلمن یم چې سپه سالار به زمونږ ملاتړ وکړي ځکه چې نوټارس یو سخت مذهبی انسان دې او دیوناني کلیسا سخت پیرو دې .
قاسم ته داسې څرګنده شوه لکه لاټرې یی چې راوتلی وي ، هغه ته داسې وبریښیده لکه په ریښتیا چې دقسطنطنیی د خاتمې او دقیصر د هلاکیدو وخت رارسیدلې وي . هغه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مبارک حدیث په یاد راغې چې ویلي یی وو…..« اذا هلک قیصرا ، فلاقیصر بعده ….. کله چې قیصر هلاک شي نودهغه وروسته به بل قیصر نه راځی …» هغه په دې فکر کې و چې په هر قدم کې د خداې ملاتړ ورسره دې . هغه د بطریق اعظم حکم ته لبیک ووایه ، او سپه سالار نورټاس دکور په لور د روانیدو له پاره یی ځان تیار کړ . ددې وروسته بیا د بطریق اعظم اوقاسم تر منځ په ډیرو امورو باندې خبرې اترې وشوې ،نژدې یوساعت بطریق اعظم قاسم ته ک دخپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې اولار ښوونې کولې . اوبیا بطریق اعظم قاسم ته د تللو اجازه ورکړه .
دبیرته راستنیدو په وخت کې دقاسم سترګې د ایاصوفیا په دروازو او دیوالو باندې ګرزیدې . هغه به په هر موړ کې چې راګرزیده زړه به یی ټکان خوړ …….. فکر به یی کاوه چې په دغه بل قدم کې به مارسي ورسره مخ کیږی . ….خو مارسي ورته تر سترګو نه شوه . دبطریق خادمانو قاسم دخپلې کوټې په لور رهی کړ . قاسم ته یی یوه پراخه او هوا لرونکې خونه ور وښوده چې په کې د ژوندانه ټولې اسانتیاوې موجودې وې . دا د قاسم د اوسیدو ځاې و ، چې اوس د تهریس دپادري ایرون ترنامه لاندې راغلې و . او د بطریق اعظم وفاداره سلاکار ګرزیدلې و . لږ وخت لا نه و تیرشوې چې زوړ بروس له ځانه سره یوه خادمه او یو خادم دقاسم کوټې ته راوړل . او ورته یی وویل :
« بطریق اعظم دغه دواړه ستا د خدمت له پاره را استولې دي …..دوې به هر وخت ستا په خدمت کې حاضر وي .»
زوړ بروس ولاړ اوقاسم دهغوې دواړو خادمانو څخه دهغوې د نومونو په اړه وپوښتل ، د پیغلې نوم سونیا او د هلک نوم ډیوډ و . سونیا د والیشیا اوسیدونکې وه اودمور وپلار د مړه کیدو نه وروسته په نړۍ کې ځانته پاته شوې وه . بیا دزمانې دپیښو څخه د خوندي پاته کیدو په خاطر یی هوډ وکړ چې دکوم چرچ دخدمت له پاره به ځان وقف کوي . همغه و چې ایا صوفیا ته راغله . ډیوډ دجرمنی اوسیدونکې و چې په خپل تیر ژوند کې د یوه ظالم یهودې تر لاسو لاندې را پورته شوې و، کله چې د ایاصوفیا یو پادري جرمنی ته ولاړ نو هغه ډیوډ ته د مسیح ددین د منلو بلنه ورکړه ، ډیوډ چې دغلامۍ څخه نور تنګ ته راغلې و دغه بلنه سمدلاسه و منله . بشپ د غه ظالم یهودی ته د کلیسا پیسو نه رقم ورکړ او ډیوډ یی دهغه د غلامۍ څخه ازاد کړ او د ایاصوفیا په غلامۍ کې یی را ګیر کړ .
سونیا یوه ښکلې نجلۍ وه ، کله به یی چې خندل نو دمخکې ژاملې غاښونه به یی لکه د مرغلرو په څیر تک سپین ځلیدل ، قاسم دواړه خادمان په کمرې کې د اړتیا وړ شیانو په برابرولو مؤظف کړل ، اوپخپله هغوې ته د څه ویلو پرته د خپلې کمرې څخه بیرون ووت . هغه ولاړ تر څو د سراې څخه خپل ضرور ې سامانونه راټول اودلته یی راوړي …
تر ماښامه پورې قاسم په ایا صوفیا کې په ډیره ښه توګه میشت شوې و. یو یو کس یی وکوت خومارسي یی تر سترګو نه شوه .نوره یی نو دصبر پیمانه ډکه شوې وه . هغه دلته دتهریس دپادري په توګه راغلې و په دې خاطر یی د چا څخه د مارسی په اړه پوښتنه هم نه شوه کولاې . اوپه ځانګړې توګه خو یی په خپلو خادمانو باندې لږ څه باور هم نه شو کولاې . ځکه چې هغوې دواړو ددې دیوه یوه قدم خبر بطریق اعظم ته ور رساوه .په داسې حالت کې به یی څه کړې وې …… د ډیرې ناارامۍ په فضا کې راپورته شو اوپه خپله خونه کې ګرزیده را ګرزیده . هغه خو خپله دنده په ډیره ښه توګه مخته وړله . خو دخپل محبت قرض یی هم ورکول غوښتل . څومره یی چې ژر غوښتل خپله مارسی وویني نو همغومره یی دمارسي د لیدلو سره واټن پیدا کیده . خو دستر مقصد دترلاسه کولو له پاره قاسم یو ځل بیا د صبر او استقامت هوډ وکړ . هغه د ماښام دمناجاتو په بهانه دخپلې کمرې څخه ووت او دبل منزل هغه ګیلري ته ولاړ چې ډیرې قیمتي قالینې په کې خپرې شوې وې ، دغه ګیلري دچراغونو په رڼا و کې ځلیدله . ګیلری ډیره اوږده وه ، قاسم یی اخري برخې ته ورسید او بیا هلته را وګرزید او پښه نیولې شو. دلته یو ستر محراب جوړ کړل شوې و . په دې ګیلري کې چې دکومو کوټو تر مخ محرابونه موجود وو نوهغه کوټې دسترو سترو خلکو د اوسیدو ځایونه و . قاسم دلته په دې خاطر تم شو چې هغه وکتل د یوه ستر محراب په فرش باندې ګڼ شمیر ښځې را ټولې شوې دې . اوپه یوه خاص ډول عبادت کې مصروفه وې . دوې ټولو یو ډول خاورین لباس په تن کړې و . قاسم ددې ښځو تر شاولاړ و . دغه ښځې هملته دمحرابي برنډې په فرش باندې ناستې وې خو ددې محراب تر مخه دکوټې دروازه تړلې وه . قاسم فکر وکړ چې دا به دکوم عبادت کونکې راهب خونه وي چې ښځې مریدانې یی ترې بیر ون ناستې اودهغه انتظار کوي . قاسم تر لږه وخته پورې همدلته ولاړ و اوبیا په خپل فکر کې ډوب شو .
دمناجاتو نه دفراغت وروسته بیرته راستون شو ،نوبیا دهمغه لارې څخه را تیر شو . خودا ښځې اوس هم همغسې ناستې وې ، قاسم چې دعبادت کولو دا شکل وکوت نو ډیر حیران پاته شو ،کله چې خپلې خونې ته راغې نوسونیا په کمره کې موجوده وه . قاسم هسې په سرسري توګه د سونیا څخه وپوښتل :
« سونیا ! …. دغه بل لورې …..ګیلري په ښې لورې کونج کې ګڼ شمیر ښځې په یوې برنډې کې سره راټولې شوې دی او ټولنیز عبادت کوي . هسې پوښتنه مې کوله چې دا څوک دي ؟ ،،»
قاسم په لمړي ځل د سونیا نوم اخستې و . دهغې په مخ باندې دخوشحالۍ نښې را پیدا شوې ،بیا یی په ډیره معصومه توګه قاسم ته وکتل او ورته یی وویل :
« بلې ! هغوې !…هغه ښځې دې چې دسسټر میري مریدانې دي . هغوې د ایاصوفیا ننانې یا راهبانې نه دي بلکه د قسطنطنیی عزتمندې ښځې دي چې د سسټر میري په نوم ژوندۍ دې ……»
قاسم نور څه اوریدل نه غوښتل . ځکه هغه ته د سسټر میري نوم اخري لفظ ثابت شو ، دهغه په شریانو کې دویني ګردش نور هم تیز شو ، هغه د ډیمونان څخه اوریدلې و چې مارسي ته په ایاصوفیا کې ټول خلک سسټر میري وایی ، دقاسم په سترګو کې ځلا نوره هم زیاته شوه اودواړه لاسونه یی په اضطراري توګه په حرکت راغلل . هغه دخپلو لاسو ګوتې یو په بل کې سره ننویستلې اوبیرته ویستلې …. اوبیا دلږ ځنډ وروسته ، معلومه نه شوه ، چې ولې یی د سونیا له پاره غوړه مالي پیل کړه .
« سونیا ! ته خو دومره حسینه اوښایسته یی چې ته باید دکوم شرقي هیواد شهزداګۍ وې . ستا په سترګو کې د بدخشان د لعلو په څیر ځلا ده . اوپه شونډو دې دګلابو په څیر سوروالې . زه چې تا وینم نوحیران پاته کیږم چې خداوند به ستا په جوړښت کې څومره روشنایانې را ټولې کړې وي …..»
دا خبرې دیوه سړې له اړخه کلکه حربه شمیر ل کیږي … یعنې دکومې ښځې په دام کې د راګیر ولو له پاره دا اخری حربه ده . او دا ریښتیا هم اخري حربه وه. په نړۍ کې هیڅ داسې ښځه نه شته چې په خپلې ستاینې باندې خوشحاله نه شی . که څه هم دا ستاینه په درواغو ، ولاړه وه او یا غیر متوقع هم وي . په هر صورت دادښځو کمزورې ده . قاسم هم د سونیا د همدې کمزورتیا نه ګټه پورته کول غوښتل . دقاسم دخولې څخه دغسې ناڅاپې او پرته له هیلې ستاینه اوریدل سونیا د نشو په زانګو کې وروغورزوله . دهغې یو لاس ناڅاپه دهغې په زړه کیښوول شو او غوښتل یی په ژبه څه ووایی خوژبه یی د څه ویلو نه وتلې وه . هغې قاسم ته دا ویل غوښتل چې ….ته ولې خاموشه شوې …..وایه اوهمداسې زما ستاینه وکړه …. دقاسم په څیر دښه قامت او قوارې انسان د قسمت خاوندانوته تر لاسه کیږي . سونیا هم په خپل بخت باندې ونازیده ، کله چې قاسم دهغې هیجانې کیفیت وکوت نو پوه شو چې تیر یی په نښه لګیدلې دې . نوپه دې اساس یی ورته وویل :
« سونیا ته ډیره حسینه یی او ښایسته خلک درواغ نه وایی . ماته ریښتیا ریښتیا ووایه ،زما خدمت ته د رالیږلو نه مخته بطریق اعظم تاسو ته څه ډول هدایت کړی دي …»
اوس نو سونیا دموم په څیر ویلي شوې وه . هغه به دقاسم څخه څنګه خبره پټه کړې وې ،همغه و چې سمدلاسه یی ورته وویل چې بطریق اعظم هغوې ستا د جاسوسۍ له پاره ټاکلي دي . قاسم په زړه کې خپل ځانته شاباش وویل . اوس نوهغه غوښتل سونیا نوره هم په اعتماد کې واخلي اودخپلو خبرو په جال کې یی راګیره کړي .خو قاسم ددې یوې خبرې ډیر خیال ساته اوهغه دا چې هغه په خپلو ټولو خبرو کې دې لورې ته هیڅ اشاره ونه کړه چې هغه په سونیا باندې عاشق شوې دې . ځکه هغه نه غوښتل کوم درواغ خبره دخولې وکاږي .. لږه شیبه وروسته سوینا د زړه او ځان دواړو له مخې د قاسم په مریدۍ کې راپریوتې وه. او کله چې هغه بیرته تلله نو قاسم ترې هسې په سرسري توګه وپوښتل چې:
« او هو! ….. دا سسټر میري څوک ده …. ایا کومه راهبه ده …؟»
« هو ! هغه یوه البانوي راهبه ده ،خو دټولو راهباو څخه مختلفه ده . هغه چرچ ته دعبادت له پاره یوازې د یکشنبي په ورځ راځی ، پاته ټول وخت په بنده کمره کې ناسته وي . داسې بریښې چې دروحانیت کوم غټ پړاو ته رسیدلې وي، ځکه کله چې هغه لیکچر ورکوی نوټولې ښځې ورته ژاړي . د ښار ډیرې سترې سترې ښځې د سسټر میرې څخه برکت تر لاسه کوی . یقین وکړه چې په ایا صوفیا کې دهغه درنښت او قدر د « مادر سوزینا » څخه هم ډیر دې .»
قاسم په پوره دلچسپۍ سره د سونیا خبرې اوریدلې . هغه حیران و چې مارسی په دې څوکالو کې څومره بدله شوې ده . معلومه نه ده چې قاسم څه فکر کړې و چې یو ځل بیا یی وپوښتل :
« ایا دهغې په لیکچر کې یوآځې ښځې ګډون کوې نارینه په کې نه وی …؟»
« هو! بلکل نه ، هغه خو د نارینه و مخې ته بلکل راځی نه ، ډیر وخت په پرده کې اوسیږي . هو ! …..کله کله دمیلې یا کرسمس په وختونو کې په ټولنیزو عباداتو کې ګډون کوې ، نوکله چې د حجابه پرته محفل دهغې مخ وویني نو دسپوږمۍ په څیر روښانه مخ یی ټول محفل تر اغیز لاندې راوړي . سونیا دا اخری خبرې د شرارت له پاره په خندا خندا کې کولې .. ځکه هغې غوښتل د قاسم سره خپل ځان درسمیاتو څخه وکاږي . دقاسم سره هغه ښایسته ډیره و ځنډیده او غوښتل یی نوره هم هلته دهغه سره پاته شي . خو بیا هم په پوره نازړه توب سره ددروازې په لور ولاړه او دخوشحالۍ نه ډک زړه سره دهغه ځایه ووتله .
قاسم ته اوس دمارسي درک لږیدلې و . ددې خبرو په اوریدو سره دهغه په زړه کې نوې اندیښنې را وټوکیدې ،کله به یی فکر کاوه چې دا د البانوي کنیزې هغه لور نه ده چې د لاله شاهین په یادګار کې به یی ورسره کتلې . اوکله به یی فکر کاوه چې مارسی اوس یوه باعزت او باوقاره راهبه ګرزیدلې په دې خاطر به دسسټر میری څخه دهغې بیرته مارسی ته راوړل شوني نه وي . هغه دا فکر هم کاوه چې ایا مارسي بیرته داسلامه ګرزیدلې او عیسویت یی خپل کړې دې ، حال داچې هغه مسلمانه شوې وه او داسلام لمړنی ښوونې یی هم تر سره کړې وې . خو زړه یی ځواب ورکاوه چې نه . مارسي اسلام نه پریږدي .
دسونیا دتللو وروسته ، قاسم تر ډیره پورې په همدې خیالاتو کې ډوب و . هغه په همدې کشمکش کې و چې ډیوډ ورته د بطریق اعظم په لور د ورتللو پیغام راوړ . هملته قاسم ته دا هم په یاد راغلل چې هغه خو به نن د فوځ سپه سالار «نورټاس » سره دکتلو له پاره هم ورځي ، ټوپ یی کړ ، راپورته شو او د بطریق اعظم ځانګړې خونې ته ور روان شو .
*****
پرلپسی لري….