په اورکزيو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو نښته.
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اورکزۍ ايجنسۍ: د مشرق د اردو ژبي ورځپاڼې د خبر له مخې د اورکزۍ ايجنسۍ د بوري د ارهنګ په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې نهه ويشت طالبان وژل شوي او دوه اويا ټپيان دي، په جگړه کې يو امنيتي عسکر هم وژل شوى او نهه ټپيان دي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې طالبانو په يو امنيتي پوستې بريد وکړ او دوه اړخيزه جگړه پيل شوه، په جگړه کې د هدايت الله په نوم امنيتي سرتيرى وژل شوى دى او نهه ټپيان دي بل خوا دپاکستان د طالبانووياندحافظ سعيد څرگنده کړې چې په نښته کې ١٥ امنتي سرتيري وژلي ٣٠ يې ټپيان کړي