کور / تازه خبرونه / دولت وايي پر رباني دوهم بريدګر ژوندئ ونيول سو

دولت وايي پر رباني دوهم بريدګر ژوندئ ونيول سو

د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي او دجمهوري رياست ویاند حامد علمي وايي چي پر استاد رباني د دوو کسانو بريد کوونکو څخه يې يو کس ژوندئ نيولی دی .ددوی په وينا يوه له دغو دوو کسانو څخه چي د سولي د خبرو په موخه د استاد رباني کورته وغلي وه پر استاد رباني ځانمرګئ بريد وکړ . ددې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پرغاړه ندئ اخستئ .


ويل کيږي چي په نننۍ پېښه کي د برهان الدين رباني سکرټر حاجي نذير په ګډون د سولي شورا دوه نور غړي هم وژل سوي دي خو دا خبره په رسمي توګه تراوسه نده تائيد سوې . دسولي د عالي شورا د دارالانشا ريس ستانکزئ چي په لومړنيو خبرونو کي يې حالت اندېښمن ښوول سوَئ و اوس يې په اړه ويل کيږي سربېرن زخمي سوئ دی .


بله خوا ولسمشر حامدکرزئ چي په نيويارک کي د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کي د برخي اخستني او ولسمشر اوباما سره د خبرو اترو په موخه امريکې ته تللی و د ملګرو ملتونو غونډي تر شروع کېدو مخکي بيرته افغانستان ته ستون سوئ دی . نوموړي او ولسمشر اوباما د خبرو پر مهال څرګنده کړه چي په افغانستان کي به د سولي د پاره کار کوي .