فلم:بازيګر د ډېرخوښوونکي مقام وګتئ

د لراوبر اداره | سپتمبر 14th, 2011


د اختر ډېر خوښونکى فلم “بازيګر”
ډېر خوښونکى اداکار “جهانګير خان”


(يادګيرنه: دا ووټونه د هغو خلکو دي چې زياترو به پکې دا فلمونه نه وي کتلي خو صرف د ټريلر په کتلو سره به يې دا ووټونه ورکړي وي.)


 په ورکوټي اختر کې درې پښتو فلمونه ريليز شوي دي، چې په پېښور ښار کې درېواړه او د پاکستان په نورو ښارونو کې چرته يو او چرته دوه نندارې ته وړاندې (ريليز) شو.


 په دې کې اولنى فلم د مشهور هدايتکار ارشد خان “ننګيالى” دى چې په کاسټ کې يې شاهد خان، عاصمه لتا، محمد حسېن سواتى، دعا قرېشي….. دي. دوېم فلم د هيرو او هدايتکار ارباز خان “بازيګر” دى چې د ارباز خان سره سره پکې صله حسېن، جهانګير خان، سونو لعل، ببرک شاه، محمد حسېن سواتى او اصف خان شامل دي.


 درېم فلم د هدايتکار نسيم خان “شغلى” دى چې په کاسټ کې يې ارباز خان، عجب ګل، سونو لعل، جهانګير خان، دعا قرېشي او نور شامل دي.


د يو رپورټ له مخې په پېښور کې “شغلى” په اول نمبر، “ننګيالى” دوېم او “بازيګر” په درېم نمبر دي.


د پښتو سينما (www.pashto-cinema.blogspot.com) د ووټونو په حساب د ارباز خان “بازيګر” د ټولو نه زيات ووټونه ١٤٢ واخستل او په اول نمبر راغى. په دوېم نمبر کې “ننګيالى” ١١١ ووټونه واخستل او “شغلى” د ٧١ ووټونو سره په درېم نمبر راغى.


د ورکوټي اختر ډېر خوښونکى اداکار جهانګير خان دى چې د ١٣١ ووټونو سره په اول نمبر دى او دوېم نمبر کې شاهد خان ٥٢ ووټونه واخستل. د نورو نومونه لاندې په نمبر سره ورکولى شي:


عاصمه لتا (٣٩)، ارباز خان (٣٤)، سونو لعل (٣٣)، دعا قرېشي (٣٢)، ببرک شاه (٢١)، محمد حسېن سواتى (١٥)، عجب ګل (١٢)، صله حسېن (٧).

Copyright Larawbar 2007-2024