کور / تازه خبرونه / طالبان : د تېري ورځي په جګړه کي ٦٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبان : د تېري ورځي په جګړه کي ٦٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي د تېري ورځي د بريدو په اړه يوه بشپړ راپور ليکلى چي پکښي راغلي چي ياد بريد يې د ١٥ تنو ځانمرګو په وسيله چي پر درو ګروپو وېشل شوي ول ترسره کړى .
راپور ليکي چي بريد شاوخوا ٢٠ ساعته دوام وکړ او د دوى له لوري هر بريد په بريا سره تر سره شو .
راپور زياتوي چي په دې بريد کي يې ٦٩ تنه بهرني او کورني عسکر وژلي.
د راپور په حواله چي دا لومړى ځل دئ چي د وسله والو له لوري پراخ عمليات کېږي او په هغو کي د لوړ وسلو څخه کار اخستل کېږي .