کور / تازه خبرونه / طالبان: په قطر کې د دفتر د پرانستلو له مسئلې څخه خبر نه يو.

طالبان: په قطر کې د دفتر د پرانستلو له مسئلې څخه خبر نه يو.

کابل: د افغان اسلامي اژانس د خبر له مخې طالبانو د هغه راپورونو په هکله چې ګوندې په قطر کې به دفتر پرانيزي په بشپړه توګه بې خبري وښوده، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ناوخته په دې اړه د افغان اسلامي اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (دا يواځې ديو شمېر مطبوعاتو راپورونه دي، مونږ له دې څخه هيڅ خبر نه يو، په دې اړه مونږ سره هيچا تماس نه دى نيولى او له دې زيات به په دې هکله عکس العمل هم سم نه وي.