کور / تازه خبرونه / د سړک غاړي ماين چاودني ٣ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د سړک غاړي ماين چاودني ٣ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د زابل ولايت امنيتي مسئولين خبر ورکوي چي د دې ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کي د سړک غاړي ماين چاودني يو تن ولسي وګړى وواژه اودوه تنه نور يې ژوبل کړل .
د دې ولايت د والي وياند محمد جار رسوليار هم رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او زياتوي چي د ژوبلو کسانو حالت د اندېښنې وړ دئ .
د افغانستان په لوېديځ او ختيځ کي په ناارامو ولايتو کي دا ډول پېښي خورا ډېري سوي او تل پکښي ولسي وګړي د سر او مال زيان ويني .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .