د نیما انستیتیوت څخه ۱۴۱۰کسان فارغ شول

د لراوبر اداره | سپتمبر 15th, 2011


نن د ۱۳۹۰کال د سنبلې په ۲۲مه نیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولسمشر او د پوهنې د وزارت د مشرتابه له لوري د ادارې او منجمنټ د ملي انستیتیوت ( نیما) ۱۴۱۰ تنو فارغانو ته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترځ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.


دغه انستیتیوت، د ۱۳۸۷کال د سنبلې په میاشت کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې رسما د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړې لارښوونې له مخې پرانستل شو. دا لومړۍ ځل دی چې دغه انستیتیوت د خپلې لومړی دورې فارغانو ته د فراغت سندونه ور کوي.
 
د نیما انستیتیوت محصلینو ته د کورنیو او بهرنیو استادانو له لوري د هیواد په ملي ژبو  او انګریزي د ادارې، معلوماتي ټکنالوجی او حسابداری په برخو کې با کیفیته زده کړې ورکول کیږي څو د هیواد په بیارغونه، اقتصادي پراختیا او استحکام کې جوته ونډه واخلي او فارغانو ته يې د فنلډ هیواد د یویسکالا پوهنتون له خوا دوه کلن دیپلوم هم په پام کې نیول شوی دی.


د نیما د لومړی دورې فارغینو له جملې ۲۱۸ تنه د معلوماتي ټکنالوجی ، ۶۷۷ تنه د محاسبې او ۶۱۵ تنه د ادارې یا منجمنټ د څانګې فارغان دي، چې۲۱٪ یې اناث تشکیلوي. د دې انستیتیوت د ادارې له لوري د لرو پرتو سیمو ۸۲۰ تنو محصلینو لپاره د لیلیې اسانتیاوې هم آماده کړې دي. 


د پوهنې وزارت رهبري په دې باور ده چې ټولنې ته د دغه شمیر مسلکي کادرونو په وړاندې کولو سره به تر ډیره حده د دولتي او نادولتي اداراتو د اړتیاوو سره سم د تخصص خلا ډکه او له ټولو اړوندو سکتورونو هیله لري چې له خپل افغاني کادر نه په خپلو اداراتو کې استفاده وکړي او د تقرر په برخه کې هغوی ته لومړیتوب ورکړي څو له یوه اړخه مو خپل نوي ځوانان له بې کارۍ ساتلي وي او له بله پلوه مو په بهرنیو ماهرینو اتکا راکمه شي. 
 

Copyright Larawbar 2007-2024