طالبانو د امریکا ادعاګانی شدیدأ رد کړې

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 27th, 2011


طالبانو رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې چی په هغه کی یې د امریکایی چارواکو دا تورونه په کلکه رد کړل چی پر امریکایی مرکزونو یې وروستۍ حملې پاکستان ته منسوب کړی دي .
اعلامیه وایی چی امریکایی مسؤلینو خصوصأ جنرال پترس امریکایانو ته په درواغو سره ویلی وو چی موږ طالبان کمزوره او مات کړي دي ، خو اوس له شرمه نسي منلای چی دا وروستي خورا دقیق بریدونه د طالبانو وو .
اعلامیه وایی چی واشنګټن په نفاق افګنۍ سره مولوی جلال الدین حقانی یوه جلا ډله بولی خو هغه په تمامه معنا د طالبانو د تحریک یو کلک او وفادار غړی دی او د طالب مشرانو ټول هدایتونه منی .
اعلامیه په پای کی وایی چی موږ په عمل کی امریکایانو ته ثابتوو چی زموږ مقاومت کمزوره سوی نه بلکی پیاوړی سوی دی او واشنګټن به باالاخره دا تریخ حقیقت ومنی .
اعلامیه پاکستاني حکومت او ملت ته مشوره ورکوی چی امریکا به تر هغو له دوی نه خوشاله نسی چی تر څو یې د دوی ټولی مادی او معنوی شتمنۍ لوټ کړي نه وی .

Copyright Larawbar 2007-2024