کور / نوميالي / تاریخ ساز نومیالی شهید ملا امین الله (ملابورجان)

تاریخ ساز نومیالی شهید ملا امین الله (ملابورجان)

د قهرمان شهيد ملابورجان اخند د پنځلسم تلين په مناسبت


بسم الله الرحمن الرحیم


د شهید ملابورجان لنډه پېژندنه:


قومندان شهید ملا بورجان چې اصلي نوم یې امین الله و او په ملابورجان یې شهرت موندلی و، د الحاج محمد صادق زوی، د ملا موسی جان لمسی په (۱۹۵۴م)کال د (کندهار) ولایت د (پنجوایي) ولسوالۍ د(تلکان) په کلي کې  یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلى.


قهرمان شهيد ملا امين الله (ملابورجان اخند)پنځلسم تلينزده کړه:
د ملا بورجان نسبت یوې مشهورې دینداره اوعلمي کورنۍ ته کېږي، په وړوکوالي کې یې محترم پلار خپل زوي ته د پخوانیو علماوو په څېر یوه دیني او علمي تربیه ورکړه څو ددین، عقيدې او وطن د خدمت لپاره یو روڼ، ځلېدونکې او شغله دار ستوری شي.
شهید ملابورجان د خپل پلار له سیوري نه دده د ژوند په دوهمه لسیزه کې بې برخې شو له هغې وروسته يې د خپلې مشفقې مور په کفالت کې  ژوند شروع کړ.
شهید ملا بورجان که څه هم د پلار له وفاته وروسته د ډیرو اقتصادي مشکلاتواو ستونزو سره مخ شو، خو سر له دې یې هم درس پرېنه ښود، ابتدایه او متوسطه دوره یې په ډیر شوق سره ولوستله او په اعلی درجې سره یې پای ته ورسوله.


جهاد، سیاسي او نظامي هلې ځلې:


کله چې په ۱۹۷۹م کال کمونستان د نظامي کودتا له لارې د حکومت چارې ترلاسه او واک ته ورسېدل، په همدې کال شهید ملابورجان د متوسطې نه نوی فارغ شوی و. کمونستانو د علماو او د پوهنتونونومنسوبین او استادانو  او نورو اسلامي مفکرینو په شهیدولو، زانداني کولو او هر راز تعذیبونه او شکنجې ته په دې خاطر شروع وکړه چې د دوی له فکر او عقیدې سره مخالف وو.


له همدې امله شهید ملا بورجان خپل سبق پرېښود او د جهاد سپیڅلي ډګرته یې ودانګل، که څه هم  عمر یې کم و، خو اسلامي غیرت  او جذبه یې دومره زیاته څپانده وه چې د پاخه  عمرله خلکو يې میدان وړئ او ډېر وړاندې و.
شهید ملابورجان  په (۲۵) کلنۍ کې د کندهار ولایت د پنجوایۍ ولسوالۍ کې د (قومندان حاجي ملا محمد اخند) تر قوماندې لاندې جهاد شروع کړ. ده په خپلې زړورتیا سره په جهاد کې  بې ساری ستر رول ولوباوه او همدا یې د دې لامل شو چې په لږ وخت او کم عمر کې د یو پیاوړي قومندان لقب وګاټه.


دپنجوایۍ ولسوالۍ جنوب غربي ساحه له هغو ګرمو سنګرونو څخه وه، چې په روسي اشغالګرو او د هغوی په ګوډاګیانو(خلقیانو او پرچمیانو) باندې به هره ورځ بریدونه او حملې کېدلې، له(۱۹۸۰م)کاله تر (۱۹۸۹م)پوری یوه ورځ هم داسې نه ده پېښه شوې چې په دې ولسوالۍ کې به په روسانو او د هغوی په مزدورانو حمله نه وي شوې او د هغوی عسکربه په کې نه وي وژل شوي.
د کندهار ولایت جغرافيوي موقعیت له مخې د روسانو لپاره ډېرداهمیت وړ و، نو ځکه یې ډیره زیاته توجه او مخه کندهار ته وه، څو د مجاهدینو جهادي هلوځلو مخه ډب کړي. په همدې اساس روسانو ډیر زیات مجهز عسکر په پرمختللو وسلو سنبال کړې وو او ټول ښار یې محاصره کړی و، خومجاهدینو په نویو پلانونو جوړولو سره په کندهار کې او په ځانګړې ډول په مالجات او پاشمول کې په روسانو وخت په وخت حملې کولې او  زیاته اندازه مالي او ځاني زیانونه به يې ور اړول .


دغه مهال د مجاهدینو شمېر سلګونو ته رسیده او هر یو د یو جهادي تنظیم غړیتوب ترلاسه کړی وخو ټولو به په سنګرکې ددښمن په وړاندې په ګډه دشهید ملابورجان تر قیادت لاندې جهاد کاوه.
شهید ملابورجان که څه هم په تنظیمي لحاظ سره د افغانستان هغه اسلامي حزب ته منسوب و،چې مرحوم محمد يونس خالص بابا رحمه الله يې رهبري کوله، مګر ملابورجان په ټولو تنظیمونوکې یو ځانګړی مقام، محبوبیت او احترام درلود.
ډیر زیات شمېر قومندانانو دده په زړورتیا او عسکري مهارت او په جنګ کې د ځانګړې تجربې لرلو باندی اعتراف کاوه،چې له همدی امل يې په اتفاق سره د کندهارد ښار د  اول خط عمومي قومندان او مسؤول ټاکلی و.
د روسي اشغالګرو په ضد ملابورجان ته په چریکې حملو کې د لومړیتوب امتیازحاصل و، (مولاداد آکا)چې دده یو نږدې اعتمادي  ملګری و، د شهید ملابورجان په اړه وایي:


(شهید ملابورجان  د غیرت، فداکارۍ او زړورتیا یو نمونه او سمبول و، په چریکي حملو کې یې ځانګړی مهارت درلود، او دښمن ترې خورا زیات مرغوب او په تزلزل کې و، په کوم جنګ کې به چې دی په خپله  موجود و، نوټول مجاهدین به په دې یقیني وو چې انشاء الله  کامیابي به د مجاهدینوپه برخه وي.)
مولاداد آکا زیاتوي:یوه ورځ مجاهدینو د روسانو په مرکز د عملیاتو لپاره پلان جوړ کړ، د دې عملیاتو مشر شهید ملابورجان وټاکل شو، هغه د مجاهدینو له ډلې څو تنه زړور مجاهدین رابېل کړل، چې یوهم په دوی کې ملامحمدعمرمجاهد و، هغه مهال ملا صاحب د ملابورجان سره د یوه عادي مجاهد په څېر په جهاد بوخت و، ملابورجان چې کله د روسانو مرکز ته نيږدې شو د تپې په سر یولوړ ځای ته وخوت، څو له هغه ځایه د روسانو مرکز ښه ترصد کړي نو په دوربین کې یې وکتل ګوري چې روسان او د هغوی مزدوران په قطو (وه رکو) لګیا دي، سمدلاسه يې امر وکړ: هاوان او نوره وسله لوړه وخېجوئ او د همدې ځايه  یې په روسانو باندې حمله پېل او ترسختې جګړې وروسته یې هغوی ته  ډیر زیات ځاني او مالي زیانونه واړول او مجاهدین د خداي په فضل سره بې له کوم ځاني زیانه روغ رمټ خپلو مرکزونو ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د ارغنداو ولسوالۍ د روسانو لپاره یو مهمه ستراتیژیکي ولسوالۍ وه، ځکه دا د کندهار ولایت سره په پنځه کېلومترۍ کې پرته  او د دې ولسوالۍ سقوط د ټول ولایت سقوط و او ساتل يې د ټولو ولایت ساتل ګڼل کېده،  روسانو په (۱۹۸۸م) کال کې د ‌‌‌‌ډیرو پرمختللو وسلو سنبال عسکرو، ټانګونو او طیارو په واسطه د مشهور روسی جنرال (بوریس ګرموف) تر قوماندې لاندی حمله  وکړه، جنرال (بوریس ګورموف) په خپل کتاب (سرې لښکرې په افغانستان کې) د دې جګړې خورا تفصیلي بیان کړېدی.
کله چې روسانو (ملا نقیب الله) او د هغه ملګري تر یوې سختې محاصرې لاندی راوستل چې تر (۳۳) ورځو پورې یې محاصرې ته دوام ورکړ، نو په دغه وخت کې شهید ملابورجان مرکز هم چې په (پاشمول) کې و تر سختې محاصری لاندی راغلی و، خو سره له دې هم شهید ملابورجان د مجاهدینو وروڼو محاصره کېدل او د روسانو وحشي بمبارۍ ونشواي زغملې، هماغه و چې له (پاشمول)  یې زیات شمېر مجاهدین له ځانه سره کړل او د محصورو مجاهدو وروڼو په طرف رهي شو، په روسانو يې ناڅاپه د شا له خوا پرلپسې حملې وکړې، دې حملو روسان  ډیر په حیرت کې واچول او ویې نشوای کړای چې د مجاهدینو د حملو دفاع وکړي، بلکې د تېښتې لاره يې خپله کړه، هماغه و چې شهید ملابورجان د الله په نصرت او کومک سره وکولاي شول چې(۳۳) ورځنۍ محاصره ماته  او  مجاهد وروڼه له سختۍ را اوباسي.
کله چې شهید ملابورجان روسان په تېښته مجبور کړل نو روسانو  بیاپه ټول افغانستان کې د بشپړې او کاملې ماتې خوړلوورځې پورې ونشوکولای چې ارغنداو ولسوالي او د مجاهدینو مرکزونه محاصره کړي.


شیهد ملابورجان چې په جهاد کې د یوې ځانګړې تجربې او پوهی څښتن او دجنګي تکتیکونو خورا ځیرک قومندان و، نو هیڅکله يې دښمن ته دا موقع په لاس نه ورکوله چې په مجاهدینو باندی حمله وکړي، بلکې ده به هر وخت په هغوی حملې کولې او هر اړخیز زیانونه به یې ور اړول.
شهید ملابورجان دژوند زیاته برخه د روسانو په ضد جهاد کې تېره کړه اود افغانستان په جنوب غرب کې یې ډیرې سختې جګړې وکړې چې دوه ځله په کې ټپي هم شو:
اول ځل په (۱۹۸۶م) کال کې، کله چې دوی د روسانو له خوا په (باغ پول)کې محاصره شول، ملابورجان د محاصرې د ماتولو لپاره د مجاهدینو د مخکښ په توګه مخ په وړاندې لاړ هغه و چې د یو سخت انفجار ښکار وګرځېد او ډېر سخت ټپي شو.


دوهم ځل کله چې په (۱۹۸۷م) کال کې د مجاهدینو او روسانو تر منځ  په (ماله جات) کې خورا سخته جګړه ونښته شهید ملابورجان او زیات مجاهدین ملګري یې زخمي او یو زیات شمېرنور د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.


دا او دې ته ورته نورې زیاتی پېښې وې چې ملابورجان د جهاد په اوږدو کې ورسره مخ شوی خو د شهید ملابورجان قوي عزم او ټینګ ایمان په کې کمزوری نشو  اوتل يې د جهاد سنګرونه تاوده وساتل  بیا بیا سنګر ته لاړاو ددین او وطن د دښمانونو په ضد یې مقدس نه ستړې کېدونکي جهاد ته ادامه ورکړه.



د طالبانو د اسلامي تحریک په تاسیس کې د شهید ملابورجان نظامي رول:


د طالبانواسلامي تحریک په ۱۹۹۴ کال په کندهار کې هغه وخت شروع شو چې ټول هیواد په خپلمنځۍ جګړه کې اخته فساد، فحشا، بی عدالتي او بې امنیتي خپلو لوړو پوړیو ته داسې رسېدلي ووچې هیڅ انسان او افغان ته د زغملو وړ نه و،په هیواد کې یو داسي په نامه حکومت  و چې د یونیم میلیون  شهیدانو د وینو توقع خلاف هر هغه څه کول چې نه په افغاني او نه په شرعي او نه په بین المللي دود برابر و، نوهغه مجاهدینو ته چې په خپلو مالونو او ځانونو باندى  د روسانو او مرتدینو په خلاف کلونه کلونه جهاد کړی و او په دې لار کې یې په ملیونونو شهیدان ورکړي و، هر ډول قربانۍ یې زغملې وې، بی له اسلامي نظام د قایمولو یې بله هیڅ ارزو نه درلوده.  دغه  فاسد نظام او خرابه وضعه هیڅ د تحمل وړ نه وه ځکه د دوی جهاد یوازې او یوازې د یو اسلامي نظام د قایمولو لپاره و نو هیڅکله په دی نشو راضي کېداي او په کور کښېناستل هم ورته ښه او جایز نه ښکارېدل، ځکه دا ورته د یونیم میلیون  شهیدانو د وینو سره خیانت ښکارېده، هماغه و چې د طالبانواسلامی تحریک د څو مخلصو کسانو نه شروع او  د فاسد نظام په خلاف يې جهاد او د یو اسلامي نظام د قایمولو لپاره هلې ځلې شروع کړې، د دې ډلې یو هم د ډېر قوي عزم او پاک او سپیڅلي نیت خاوند قومندان  شهید (ملابورجان) و چې د (ملامحمد عمر مجاهد) تر څنګ ودرېد او د تحریک په قوي کولو او پیاوړتیاکې یې خورا پراخه ونډه واخیسته او د یادونې وړ قربانۍ یې ورکړې.


په (۱۹۹۴م) کال د جولای د میاشت څخه د(۱۹۹۶م) کال د ستمبر پوری یعنې د کابل د فتحې پورې چې هر څه د طالبانو اسلامي تحریک په نظامي میدان کې ترلاسه کړي ټول يې د الله په فضل او کومک سره او د ملابورجان د قربانیو اوقوي تدابیرو او نه ستړي کېدونکو هلوځلو نتیجه او ثمره وه.


په (۱۹۹۴م) کال د اکتوبر د میاشتی په (۵) چې کله طالبانو کندهار تر خپلې ولکې لاندې راوست او په کندهار کې يې عالي شوری تاسیس کړه، ملابورجان د دې شوری یو فعال غړی و او د دې تر څنګ يې نظامي فعالیتونوکې هم کوم کمی رانغی، بلکې په دې ډګر کې لاپسی غښتلی شو.


په اول کې ملا بورجان د کندهار امنیه قومندان وټاکل شو، خو وروسته چې طالبانو نوي پروګرامونه اوپلانونه د نورو ولایاتو د صفا کولو لپاره شروع کړل، ملابورجان يې د نظامي قطعاتود منظم کولو او د عملیاتو د پراخولو په  موخه د لومړي خط قومندان مسؤول په توګه نورو ولایاتو ته ولېږه، چې د دې مسؤوليت په سرته رسولو کې يې خورا لوی رول ولوباوه او دا ټول يې د (الحاج مرحوم ملا محمد رباني رح) او د طالبانو عمومي قومندان (ملامحمد اخوند) په کومک او ملګرتیا سره وکړل.
طالبانو په خپلو قوي نظامي تکتیکونو اوپلانونو سره ډېر زر او په لږ وخت کې وکولای شول چې له کندهاره تر کابله پوری او په ځانګړي ډول (چهارآسیاب) او (میدان ښار) پورې خپل عملیات وغځوي او ډېرې منطقې فتحه او تر خپلې ولکې لاندی راولي.
په (۱۹۹۵/۲/۱۴م) تاریخ ملابورجان د کابل په جنوب چهارآسیاب کې ډېر سخت زخمي شو چې بیا کندهار ته د علاج لپاره واستول شو، څو ورځو علاج او آرام څخه وروسته شهید ملابورجان بیا چهار آسیاب ته ولاړ څوهلته اول خط منظم او قوي کړي.
په (۱۹۹۵/۲/۲م) نېټې تر (۱۹۹۵م) اګست پورې طالبانو ډېرې زیاتې هڅې وکړې چې په کابل د خپلې ولکې لاندې راولي خو پرې بریالي نه شول، بالاخره شهید ملابورجان د طالبانو د اسلامي حرکت د مشرانو په مشوره د کابل د فتحی لپاره نوې پلان او پروګرام شروع کړ چې په (۱۹۹۶/۸/۱م) نېټه د کابل په شرق کې سپینه شګه،حصارک او ازره او همدارنګه د ننګرهار، کونړ اود لغمان ولایتونو حتی د کابل تر دروازې پورې چې په ماهیپر مشهور دی فتحه کړل.


نظامي امتیازات:
شهید ملابورجان نه کومه نظامي مدرسه او نه يې هم  کوم حربي پوهنځی او تخصص لوستی و خو ټول نظامي مهارتونه چې په یو سترباتعلیمه اوباتجربه جنرال کې هم نه و، الله تبارک وتعالی وربخښلي و، د شهید ملابورجان عسکري تکتیکونو د روسان حرکت په کندهار کې له منځه وړی و، ځکه هغوی پوهېدل چې شهید ملابورجان  په خپلو دقیقو تکتیکونواو پلانونوسره کولای شي چې د هغوی مرکزونه تر هدف لاندی راولي او وران او ویجاړ يې کړي،  او په دی هم پوهېدل کوم پلانونه چې شهید ملابورجان جوړوي هغې ته دی بیا خپل ځان رسوي نو له همدی امله هغوی له خپلو مرکزونه ډیر کم بهر راوتل او نقل او حرکت يې نشو کولی. همداسې  د طالبانو په دور کې چې په کومو عملیاتو کې به شهید ملابورجان په خپله موجود و په هغو عملیاتوکې  به د مجاهدینو مالي او ځاني زیان خورا کم و. د شهیدملابورجان عادت و چې له عملیاتو مخکې به يې دقیقه رأیه د عملیاتو د کامیابېدلو او ناکامېدلو او د هغې تر شا دعواملو لپاره ورکوله او مجاهدین به يې پری قانع کول.


د شهید ملابورجان یو نږدې ملګرى(ملابازمحمداخوند) د شهیدملابورجان په په اړه  داسی وایي:
یو ځل زه شهید ملابورجان سره په چهار آسیاب کې په لومړی خط کې په یوه مورچه کې ناست وم نو داسی يې راته وویل:
سره له دې چې د چهار آسیاب او میدان ښار د اور په لومړیو خطونو کې مو یو کال او اته میاشتې تېرې کړې او ډیر شمېر مجاهدین مو هم په کې شهیدان شول، ډېر زیانونه هم راواوښتل خو کابل مو فتحه نکړ، زما د تجربې په بناء موږ د چهارآسیاب او میدان ښار له لارې نه شو کولای چې کابل فتحه کړو که موږ خپل پروګرام د کابل د شرق څخه شروع کړو نو ډېر زر  به وکولای شو چې د خدای په مرسته کابل فتحه کړو.
ملاباز محمداخوند وايي چې بیا يې راته وویل:
د الله تعالی په فضل به ستا دا ورور ډېر زر وکولاي شي چې   پلازمېنه(کابل) به د شرق له پلوه  فتحه کړي او بیا به د شریعت په سیوري کې په کې ګرځو…..
ملابازمحمداخوند وايي: په همدی ورځو کې طالبانو د عملیاتو لوری بدل کړ او ټولو اتفاق وکړ چې عملیات  به د کابل د شرق له پلوه پېل کوو کومې ورځی چې شهیدملابورجان ددی عملیاتو لپاره محدودې کړې وې په هومره لږو ورځو کې مجاهدینو وکولای شول چې ټول کابل خپلې ولکې لاندې راولي، او زه به په کې  خوشحاله ګرځیدم.


اخلاق:
شهیدملابورجان سره له دې چې د خپل ژوند زیاته برخه يې په جنګي امورو کې تېره کړې وه خو، هغه د پېرزوینې، لورونې، مهربانۍ، حلم او د ښو اخلاقو یوه نمونه وه، هغه یو مهربان، په هرچا باندې رحم کوونکی او زړه سوانده انسان و، د جنګ په میدان کې هغه د خپلو ملګرو سره د دې آیت په مصداق چلند کولو: (اشدّاء علی الکفار رحماءُبینهم) (مومنان د کفارو په مقابل کې) خورا سخت دریځه، او پخپلو مینځو کې پریوبل مهربانه وي. د جنګ په میدان کې د هغه ټول کوښښ او هڅه دا وه چې بې ګناه خلکو ته څه زیان او تکلیف ونه رسیږي او د عملیاتوپه ترڅ کې يې تر وسې وسې هڅه کوله چې مخالفین ونه وژل شي اوهغوی ته به يې  موقع ورکوله چې تسلیم او یا د مقاومت څخه لاس واخلي.
کله چې طالبانو وکولای شول په (۱۹۹۶/۲/۱۰م) نېټه میدان ښاراو لوګرفتحه کړي د بي بي سي خبریال له هغه سره د طالبانو د پرمختګ په باره کې مرکه وکړه، هغه له شهید ملابورجان څخه وپوښتل چې:\”په دې کې ستاسو څه راز پروت دی چې د ورځی په ځای د شپی عملیات کوئ ؟
شهید ملابورجان په ځواب کې ورته وویل: موږ نه غواړو چې په خپلو مخالفینو باندې د ورځې په رڼا کې عملیات وکړو ځکه چې دښمن ښه ښکاره او ویشتل يې خورا آسان وي، هغوی که څه هم د تښتېدلو کوښښ وکړي خو بیا يې هم نېول او وژل کومه ګرانه خبر نه وي، نتیجه يې دا کېږي چې د ورځی په رڼا کې ډیر کسان وژل کېږي، موږ نه غواړو چې خپل مخالفین ووژنو، بلکې زموږ هدف صرف او صرف دهغوسیمو آزادول دي چې مخالفین په کې مېشت او شریعت يې تر پښو لاندې کړی، نه دا چې وینې په کې توی شي او د وینو بازار ګرم شي (العیاذ بالله).
د ملګرو سره د معاملې په باره کې یو مجاهد عتیق الرحمن داسې وایي:
یو ورځ شهید ملابورجان په یو څه سبب په هغو طالبانو ورونو باندی ډېر سخت غوصه شو چې بدخشان ته يې نسبت کېده او ډېرې سختې خبرې يې ورته وکړې، خو کله چې خپل ځای ته راستون شو نو په خپلوستوغو ویناو ډېر خپه او پښېمانه و، نو بېرته د عذر وړاندې کولو لپاره هغوی ته ورغی او هریو يې بېل بېل راضي او بښنه يې ترې وغوښته، کله يې چې له هر یو سره ښه کلک روغبړ او معانقه وکړه بېرته خپل ځای ته خوشحاله ستون او زړه يې آرام  شو.


 زهد او تقوی:


که له یوې خوا شهید ملابورجان د خپلو ملګرو په منځ کې په غیرت، جنګي پوهې او زړورتیا شهرت درلود،له بلې خوا يې زهد‏،تقوی اوعاجزۍ سارې په ډېرو کمو خلکو کې تر سترګو کېده،دی د تقوی او پرهېزګارۍ یو نمونه اوسمبول و.


شهید ملابورجان هېڅکله د بیت المال نه د خپلو شخصي ضروریاتو لپاره خرچه نه اخیسته همداسې يې خپلو ملګرو ته په ځلونو  توصیه کوله چې له خیانته ځانونه وژغوري، سره له دې چې شهید ملابورجان یو سترنظامي قومندان او ټول عسکري او مالي امکانات يې په  واک کې وو، خو بیا دده د کورنۍ اقتصادي وضعه  ډېره متواضع او ټیټه سطحه کې وه او خورا ساده ژوند يې درلود.
(مولاداد آکا) چې د شهید ملابورجان یو نږدې ملګری دی د هغه د اقتصادي وضعی په باره کې داسی وایي:
\”کله چې کمونستي نظام په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ سقوط وکړ شهید ملابورجان د تنظیمي جنګونو، قومي سمتي او عنصري اختلافونو څخه د ځان ساتلو له امله په خپل کور کښېناست\”.
\” شهید ملابورجان خپل ټول عمر په جهاد کې تېر کړ خو د شخصي ګټو لپاره يې هیڅ نه و کړي او هیڅکله يې د بیت المال نه غیر مشروعه فایده نه وه اخیستې،له  داسې سخت اقتصادي حالت سره مخ و،چې زیات وخت به يې د ورځني ضروریتونو پوره کولو لپاره له مانه قرض اخیسته.


شهادت:


بالآخره ځوان، زړور، مخلص، جنګ پوه او وفادار مجاهد (ملا امین الله بورجان) د مازدیګر د څلورو بجو په وخت د چهارشنبی په ورځ په (۱۹۹۶/۹/۲۷م) تاریخ وریښمین تنګي کې د مخالفینو په راکټ ولګېد، د سخت ټپي کېدو څخه ورسته د الله په لارکې يې خپله وعده پوره او دشهادت لوړ مقام ته ورسېد، د فاني دنیا څخه يې د تل لپاره سترګې پټې، او د الله جل جلاله لور ته ورغی.


(إنالله وإنااليه راجعون)
روح دې  ښاد
یاد دې تل ژوندی او فردوس يې ځای شه