دافغانانو خواست خپل مشر ورور کندهاري ته !

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2011


   دټولوافغانانو پښتون،غلجي،کرړي،نورستانو،بلوڅو خواست خپل مشر  ورورکندهاري ته !



ايکاش : دا خلک اودکندهار ولس زمونږ اوازته پام وکړي او وايي وري که نه بيا به ډيره ګرانه پريوزي او دتاريخ بل دور به……


دګران هيواد  دپتمن اوغيرتي تاريخ لرونکي تاريخ  ساز ورورکندهاروعالمانو پوهانو مشرانو سياست پوهانو مجاهدينو امامانو ځوانانو  لويو وړو خويندو وروڼو مشرانو کشرانوزموږ دا مطلب په غور سره وګوري او وايې ورئ :


زموږميرويس نيکه  احمدخان ابدالي نازو انا ملالي رابعه او شرينواو نور ټول تاريخي غيرتي با ناموسه پښتانه وروڼه په قبرونو کي نسکوردي او سترګي نشي غړولي شرميږي اوجاري دخپلو خويندو ميندو وروڼواو لويو وړو نه خپلو خپلوانونه دغيرت شهامت شجاعت مردي نارينتوب افغانيت بهادري صداقت راستي او بلاخره هغه څه غواړي کوم چي ستاسي پدي موجوده جرلنډوکي نشته او داد مني په شان دبل لپاره بد نامه شوي ده او دبل مزدوري خپل فخر بولي دا يوه بازاري غير کندهارۍ څېره اونمونه ده نو موږ دټول افغان يعني له غلجي(احمدزو ،ستانکزو،عبدالرحيمزو ،سليمانخيلو… ) کرړي (ځدراڼ ،منګل ،ځاځي ،خوستي، تڼي ،خروټي ،ګربز….) ساپيانو ،شينوارو، مهمندو ،خوګياڼو اندړو ،وزيرو ،مسودو، پشه يانو ،تاجکو ،هزاره ،ازبکو، ترکمنو…… دخپل مشر ورور کندهاري څخه دا غواړوچي دا لوښئ دي پخپل درکي خوندي کړه او نور مو مه وژنئ او دا هوښيار او ليوني پخپله دروساتئ او که دا کار نشي کولاي نو ر بيا موږته ددي چل را ځي…….


دا ولس  دا خاوره دا ملک دا تاريخ دا دين  دا کلتور دا ملي او معنوي شتمني  دا ننګ او ناموس دا ملي نواميس او دا ټول پښتني ارزښت لرونکي برخي له موجوده ناګوارو بر بادونکو حالاتو بچ کړئ دتيرو پښتنواو دنيکونوپه شان دا احسان پدي مظلوم ملت باندي وکړي دا ستاسو فرض او حق جوړيږي که نه ددي قوم لپاره لدي هري ورځي مرګ نه ديوي ورځي شهاد ت بهتره دي او بيا به يي پخپله بند وبست وکړو…


ای کاش : دشرم مارکیټ موجود واي او دا متاع پکي وجود درلودلاي مابه لږ پيسي قرض کړي واي او وطن پلورونکوته به مي اخيستلاي واي خو څه وکړم نه پيسي شته اونه هم  دامارکيت اونه څوک دا متاع پلوري نوزه کندهار دځوانانو  سپين ږيرو سياست مدارانو عالمانو او طالبا نو څخه معافي غواړم دومره صبر وکړئ چي يو لږ ډيري پيسي دکندهار دجامع جومات په ګدايي کي را پيدا کړم بيا به درته لږ شانته شرم واخلم په سترګو يي پوري کي او دهندي کجلوپه شان به سترګي در توري شي ټکري ( پوړني )به په سرکړئ او بيا به دا ګيله در نه نه کوو….


ای کاش :  داکرزي دکندهار نه وای يا داد کندهار خلک دده قوم نه واي خبر خو نه يم چه ده اوکه نه ده خو داسي وايي چي کند هارئ ده ما خو دکندهار دخلکودکندهار دپايلوچانو دکندهار دبزرګانودکندهار دتورزنوغيرتيانواونورو نورو درنو خبري او اوازي اوريدلي وي او دا خو به تاريخ کي هم ليکلي وي چه دکندهار خلک وطن دوسته غيرتي  بهادر تاريخي او اصلي افغانان دي او ډير رښتيا ويونکي خلک دي بالکل دروغ نه وايي هر يو کار په توره ميړانه غيرت رښتيا او شهامت سره کوي خو دافسوس جای خو داده چي دا يو هم پدي لوښي کي نشته او داددط زمان جر لنډو ده او کند هار يي وشرماوه زه پري شرميږم چي دساساني په وړاندي دمجرمينو او دڅوپنجشيريانولپاره…….


ای کاش :  احمدشاه بابا دکندهار نه وای هغه نن په قبر کي شرميږي او وايي زما زوي به نه وي چه دبل يو داسي کس چا پلوسي تملق عذر ننواتي او زاري کوي چي …..او دهغه نه نن پناه غواړي او دهغه نه خپله برخه بيلول غواړي لعنت دي وي پدې او لاده او دې پښتو او …….


ای کاش : دکندهار يو پايلوچ بيسواد کليوال خوکند هارئ اودکندهار په کلتورعاداتو رسم او رواج غيرت او شهامت پوه خړ پړکندهارئ دابدالي دکوراو کلي  واکدار وائ اوددې ولس ،خلکو اوداحمدخان پرميراث خاوره دانوی بزنس يې نه وای کړئ او دا خاوره يي نه وای خرڅه کړې او ددې امانت ساتنه يي کړي واي دناکسانو اودافغانانو دقاتلانوتملق او چاپلوسي يي نه واي کړي او دپښتو او پښتنو په قدر پوهيدلی واي او دا چا نه ويلاي چي دا کندهارئ واک نلري اودخپل کور او کهول او هر يوشي واک يي دبل ده دا کندهاريان به زما په خبرو پوهيږي اوکه نه ………..


ای کاش : ددې وطن دين ولس ننګ ناموس غيرت کلتور دود دستور په قدر پوهيد لي او داسلام پښتنو ملي افغاني کلتور تباهي بر بادي لپاره دي هلي ځلي نه واي کړي او دعيسويت او بودايي لپاره د دا بي علمه او بي درکه خلک ولس نه واي پريښي دا قوم دا ولس دي ټول تباه کړه دبي ديني نه علاوه بداخلاقي بي شرمي بي عزتي او دپردو مزدوري جاسوسي او دشبکو او استخباراتي مراجعو دافزار اواله نه دي بل څه تري جوړ نه کړئ شو……….


ای کاش : دا موجوده بي حيايي په نوم ديموکراسي  دښځو منفي ازادي حقوق  او ددي حقوقو تر سيوري لاندي دا لويه رسوايي داد تر جمانانو ريکارډ دا کليساګاني او نور داد سوال ياري دي نه وای کړي……


ای کاش : تا دټلوالي( دافغانانود قاتلانوجاسوسانواو پيژندل شويوجنګي جناياتو سردارانو ) کريم خليلي قسيم فهيم  عبدالرشيد دوستم يونس قانوني  حاجي محمد محقق  ډبل عبدالله علاوه دنورو جناياتو ژبني سمتي  مذهبي دافغانستان تجزيه او دهري بهرني شبکي جاسوسي سلول غړو ملګرتيااو سازشونه ددي پښتون قوم مخالف نه واي کړي او دهغوي دباداري وسايل او اسباب دي نه واي برابر کړي دا چپړاسي توب اودا پيغور دي دې تاريخي قوم ته نه واي کړاي نوبيا خو په هرحال دا قوم دا ټول افغانان به په تا ولاړولو………


ای کاش  : تا ددې صلاحيت در لودلاي چه دکابل دوروستيو بريدونواو نا امنيو له امله مسولين  له دندو ګوښه کولاي شواي .


ای کاش : ته داسي پښتون وای ياد پښتو په مطلب پوهيدلئ نور به نه وايم چه زما او زما دپلار دوستان او خپلوان دکندهار دي او دتاريخ جنډه يي دهند تر کشميره  تر ډهلي او مشهد او نيشاپوره پوري لا رپيږي او نن يي هم خلک قدرلري خو ته ددې جوګه او قدر نلري او دوطن فروشانو يومشر يي خو دا دبن کنفرانس او دا مداري ګيري اودا تجزيي تجزيه دافغانستان به ددې ملک دتباهۍ قرباني او بر بادي اخري تاريخ وي او دا قرباني به يوازي د پښتون نه وي دا خاوره به دخپل او پردي په وينو ولامبي …….                                   


ای کاش : تا دادرک درلودلای چه افغانانو غلامي دبل واک  دبل تعرض  دبل اختيار دبل دين دبل اخلاق او خود غرضي  نه منلي او نه يي منلی شي او نه به چيري هم ستاسو په شان داقوم دا خاوره او دا ولس خرڅ کړاي شي او دا ستا شاوخوا مجهول الهويه څيري دتا سره ددي خاوري دفروش اقدام وکړي بيا به حالات نوروي .


اوس وخت ددي  رارسيدلي دي چه د هيواد عالمان روشنفکران په دننه اوبهرکي سره يوموټي او دکندهار خلک دنورو قومونو خواست ته درناوي او دوروري لاس ور کړي ترڅودا خاوره  له پردي ګمارلي او دريمي سقاوي څخه نجات  ورکړي پري نږدي چه نوري اوښکي او ويني وبهيږي .


دسمسور يو موټي اوبا ا منه افغانستان په هيله ۰

Copyright Larawbar 2007-2024