مرحوم محمدنادرایوبي کندهاري په حق ورسید

د لراوبر اداره | سپتمبر 25th, 2011


مرحوم محمدنادرایوبي  کندهاری د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر دمياشتي په دريمه اوونۍ کي دورپیښي سوي ناروغي له وجي دامریکي دویرجینیا په ولایت کي د ۸۰ کالو په عمر په حق ورسید ،روح دي ښاد اوفردوس جنت دي په نصیب وي .


مرحوم محمد نادرایوبي کندهاری دمرحوم محمد سرورخان ایوبي زوی دشهید محمدایوب خان ایوبي (دمشروطه خواهانو دنهضت فعال غړی ) لمسی او د مرحوم تاج محمدخان (دمیوند دمعرکي غازي) کړوسی او دیحیحی خان پوپلزي کوسی ؤ .


مرحوم په ۱۳۱۰ هجري شمسي کال دکندهار دښاردیحیی خان په کوڅه کي دنیا ته سترګي روڼي کړي،  مرحوم ابتدايي اومتوسط تحصیلات دکندز په خان اباد ولسوالي ،کندهارښار او کابل کي ترسره کړي وه ،اوبیا دتجارت دلیسي دبشپړولو وروسته د کابل پوهنتون ته شامل او په ۱۳۳۷ هجري شمسي کال دحقوقو اوسیاسي علومو د پوهنځی ددیپلوماسۍ دڅانګي څخه فارغ او په همهغه کال دبهرنیو چاروپه وزارت کي په دنده ګمارل سوی ؤ.


مرحوم محمدنادر ایوبي په ۱۳۴۲ کال د احتیاط دضابطانو دمکلفیت دوره پوره کړه او دبهرنیو چاروپه وزارت کي دارشیف ،فرهنګي ،اقتصادي ،وثایقو ،شفر اوقونسلګرۍ په مدیریتونو کي دندي اجرا کړی دي ، دمرحوم مورنۍ ژبه پښتو وه اوپه دري ،عربي ،اینګلیسی اواردوژبو پوره پوهیدی .


په کال ۱۳۴۲هجري شمسي کي په واشنګټن کي دافغانستان په سفارت کي داتشي په حیث وټاکل  سو او ددندي په اړخ کي يي دهارورډ  په پوهنتون کي دسیاسي علومو دمافوق لیسانس لوړي زده کړي ترسره کړي او همدارنګه دهارورډ دپوهنتون په غوښتنه يي دختیځ پیژندني دڅانګي لپاره دپښتو ژبي دزده کړي  اساس هم دلومړي ځل لپاره کیښود.


په کال ۱۳۴۹ هجري شمسي کي په قاهره کي دافغانستان دسفارت ددوهم سکرتر په حیث مقرر سؤ ، ده په هغه ځای کي درسمي دندي په څنګ کي دعربي ژبي او فقهي خصوصي زده کړي ترسره کړي . په کال۱۳۵۲ هجري شمسي کي په تهران کي دافغانستان دسفارت دلومړي سکرتر په حیث وتاکل سو هلته يي پنځه کاله دنده ترسره کړه .


کله چه په کال ۱۳۵۷هجري شمسي دکمونستي کودتا رژیم رامنځ ته سو نومرحوم محمدنادرایوبي هم درسمي  کاروڅخه استعفی وکړه او دامریکي متحده  ایالاتو ته مهاجرت وکړ اودشخصي کارونو په څنګ کي يي دافغانستان دمقدس جهاد دشروع څخه دمجاهد صوفي محمد نعیم ایوبي سره دکویټي په ښارکي دروغتون او طبي زده کړو په پروګرامونو کي همکاري شروع کړه . مرحوم دخپل ژوند ډیره برخه په مسافرتونو تیره کړي ده او دنړی دولسونو ،ادیانو،مذاهبو ،عرف اوعاداتو ، قوانینو او اجتماعي روابطو دپیژندني اومطالعي زیاته مینه اوعلاقه درلوده او دنړي دزیاتو هیوادونو څخه یی لیدني ترسره کړي دي. مرحوم په کال ۱۳۵۱ هجري شمسي کي يي دحج فریضه ترسره کړی ده او په همدي کال يی داسلامي هیوادونو په هغه کنفرانس کي چه داسلامي بین المللي بانک دتاسیس په هکله په قاهره کي جوړه سوي وه دافغانستان په نماینده ګي ګډون وکړ او په ۱۳۵۶ هجري شمسي کال کي يي په تهران کي  داسیايي هیوادونو دکاردوزیرانو په کنفرانس کي دهیواد نماینده ګي وکړه .


دمرحوم محمدنادرایوبي  لیکني اواثار په لاندي دول دي :


۱: سپین اومرغلره (پښتو داستان ) دکندهار دطلوع افغان په ورځپاڼه کي په مسلسل ډول نشرسویدی .


۲: سیاسي نظریات (دوه ټوکه) دکندهار دمطبعي چاپ.


۳: اقتصادي نظریات (دري ټوکه ) دکندهار اوهلمند دمطبعو چاپ .پاته دي نه وي چه دنوموړي کتاب څخه  داقتصاد دپوهنځیو محصلین ډیره پراخه  استفاده کوي . نوموړي دري ټوکه کتابونه وروسته تر څه اصلاحاتو ددوهم ځل لپاره په یوه ټوک کي چاپ سو


۴:اسلام چه پر پنځو کتابو (حقوق ،سیاست ،اقتصاد،تصوف اوفلسفي ) باندي مشتمل دی په کویټه کي چاپ سویدی .


۵: دوی څوک وه  ،په کویټه کي چاپ سویدي .


۶-عرفان په لاهورکي  چاپ سویدی


۷: دافریقا جغرافیايي ،تاریخي او اجتماعي مسايل (ناچاپ)


۸:دانسان ستونزي (ناچاپ)


۹:علم اوایمان (ناچاپ)


یادونه : کوم کتابونه  چه مرحوم محمد نادر ایوبي لیکلي  دي دهریو کتاب په اخر کي مفصل اخیست  ځای (ماخذ ) لري . دمرحوم اکثره کتابونه دمهاجرت په دوره کي  په بهرکي چاپ سویدي .


زه دمرحوم دعلمي  او اجتماعي مجالسو افتخار لرم او ورته دجنت فردوس غوښتنه دخدای ج څخه لرم .

Copyright Larawbar 2007-2024