افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې (7مه برخه)

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2011


ددې په زړه پوري تاريخي څېړني تېره برخه له دې ځايه ولولئ


(د شاه امان الله خان د دورې مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
لومړى څپركى:
ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid)
ژباړه: جاويد واك


د افغان _ انګرېز لومړۍ جګړه(1838 _ 1842م )
په افغانستان كې د انګرېزانو د جګړو بنسټ په ۱۸۲۰ زېږديزو كلونو كې كېښودل شو. دا هغه وخت وو، چې روسان د ايران لويديځ لورته د خپل قدرت د غځېدو په لټه كې وو.


روسانو د ايران باچا احمدشاه قاجار لمساوه، چې د دغه هيواد د شمال لوېديځو برخو د لاسه تللو په بدل كې دې هرات، چې د كامران (د تېمورشاه زوى وو) لخوا اداره كېده، تر خپلې ولكې لاندې راولي.


په ۱۸۳۷ زېدېز كال كې ايرانيانو د روسانو په ملاتړ پر هرات بريد وكړ او دغه ښار يې كلا بند كړ.


د هرات محاصره د دې سبب شوه، چې د ايرانيانو پر ضد عمومي قيام وشي. هما غه وو، چې له ټولو مخكې ديني رهبرانو د جهاد غږونه پورته كړل او د ايران پر ضد يې د جګړې تابيا ونيوله.


د هرات مشهور عالم مولوي عبدالحق د جهاد اعلان وكړ او بيان يې وركړ، چې د اشغالګرو شيعه ګانو پر ضد جهاد فرض دى.


نوموړي له خلكو وغوښتل، چې په دغې سپېڅلې جګړې كې ګډون وكړي.


د جهاد اعلان د كاغذي نسخو په واسطه په ټول ښار كې خپور شو. په خلكو كې د فوري غبرګون روحيه پياوړې شوه او په زرګونه ښاريان په داسې حال كې، چې كفنونه يې له سرونو تاو كړي وه، د ايراني اشغالګرو پر ضد د مجاهدينو له كتارونو سره يو ځاى شول.(۵۸)


فيرير ليكي:


(افغانانو په خپلو حملوسره، هره  ورځ ايراني محاصره چيانو ته سختې ضربې وركولې.ډېر ځله به يو شمېر اس سواره افغانان له ښاره ووتل او په ايراني ځواكونو به يې حمله وكړه. هر ځل به افغان مبارزين له ايراني اسيرانو يا د هغوى له وژلو پرته برته نه راستنېدل او كله به هم دغو زړورو مبارزينو د مرګ تر بريده جګړه كوله او خالي لاس به نه راستنېدل. )   (۵۹)


كله چې ايرانيان د هرات ښار په كلابندۍ بوخت وه، د شوروي اتحاد يو هيئت د (كاپيتان ويكويچ) په مشرۍ كابل ته ولاړ. دغه روسي هيئت له افغان باچا امير دوست محمد خان سره، چې په ۱۸۳۴ كال كې نوى واك ته رسېدلى وو، ليدنه كتنه و كړه او له افغان باچا سره د سوداګريزو مسايلو په اړه وغږېد.   (۶۰)


په هرات باندې  د ايراني ځواكونو بريد او كابل ته د روسي هيئت سفر انګرېزانو په هندوستان باندې د افغانستان له لارې د روسانو د تعروضونو پيلامه وگڼله. هماغه وو چې انګرېزانو د فارس په خليج كې د خاواك په جزېرې بريد وكړ او هغه يې تر خپل كنټرول لاندې راوستله، چې په دې ډول ايرانيان د هرات له تصرف څخه په شا شول.


انګرېزانو كوښښ كاوه، چې خپل ځواك شمال لورته وغځوي او د روسانو د احتمالي پرمختګ مخه ونيسي.


انګرېزانو ته په افغانستان كې د شوروي اتحاد د نفوذ د مخنيوي تر ټولو غوره لار دا وه، چې په دغه هيواد كې داسې حاكمان و ټاكي، چې له انګرېزي منافعو څخه ساتنه وكړي.


د همدې كار لپاره په هندوستان كې د انګرېزانو ګورنر جنرال لارد اكلند په ۱۸۳۸ زيږديز كال كې د سدوزيانو له مخلوع حكمران شاه شجاع سره، چې په هغه وخت كې يې په هندوستان كې په تبعيدي ډول ژوند كاوه، ليده كاته وكړل.


په همدې ډول انګرېز پلاوي د پنجاب د سكهانو حكمران مهاراجه رنجت سنګ هم، چې د هند په شمال كې د سدوزيانو د ځمكو په نيولو لګياوو، دې مذاكرې ته را وغوښت او هيله ترې وشوه، چې د امير دوست محمد خان د رژيم په را پرځولو كې به له انګرېزانو سره مرسته كوي.


پر دې اساس په ۱۸۳۸ زېږديز كال كې د درې واړو تر منځ يوه (درې اړخيزه) پرېكړه لاسليك شوه. د پرېكړې پر اساس شاه شجاع ته په كابل كې د انګرېزانو د دايمي پاتې كېدو له موافقې سره سم د راتلونكې پاچاهۍ وعده وركړل شوه.


همدا رانګه په دې درې اړخيزه ناسته كې رنجيت سنګ ته د افغانستان د يوې برخې واك هم وركړل شو، چې نور به د  هغه له خوا اداره كېده.


په ۱۸۳۹ زېږديز كال كې د (سپاه سند)په نوم ځواكونو پر كابل بريد وكړ او له لږ مقاومت وروسته يې د اګست په ۷مه شاه شجاع پاچاهۍ ته ورسوه او امير دوست محمد خان يې مجبوره كړ، چې وطن پرېږدي او بخارا ته لاړ شي.


په افغانستان باندې د انګرېزانو يرغل په پيل كې له مخالفتونو سره مخ نه شو. په لومړيو وختونو كې خلكو ګمان كاوه، چې د ا به هم د كورنۍ قدرت غوښتنې يوه برخه و ي او انګرېزانو به له مخلوع حكمران شاه شجاع سره يوازې پوځي مرسته كړي وي،خو د انګرېز  استازي ويليام مكانتن په راتګ سره هر څه بل ډول شول.


كله چې په ۱۸۴۱ زېږديز كال كې مكناتن كابل ته راغى، نو په ښكاره توګه يې په حكومتي چارو كې لاسوهنې كولې، هماغه وو چې خلكو شاه شجاع ته د يو ګوډاګي په سترګه وكتل او د (فريير) په وينا د مكناتن لاسوهنې باعث شوې، چې د افغانستان خلكو د بهرني يرغل پر وړاندې پاڅون وكړ.


فريير زياتوي د انګلسانو پر وړاندې د خلكو د غصې يو عمده دليل دا وو، چې انګرېزانو په فارسي ژبه  د انجليل د ژباړل شويو كتابونو خپرول پيل كړل او دهغوى تبليغي ګروپونو به په ښكاره توګه فعاليتونه كول.  (۶۱)


د انګليسي يرغلګرو پر وړاندې د مخالفتونو لړۍ له كابل څخه پيل شوه او ډېر ژر د جوماتونو له لارې په ټول هيواد كې خپره شوه. په همدې لړ كې د جوماتونو امامانو د شاه شجاع په نوم له خطبې ويلو څخه په دې دليل ډډه و كړه، چې هغه يې يو ګوډاګى مشر ګاڼه (۶۲)


په لومړي ځل په غزني كې يو سيمه ييز ديني عالم، سيد قاسم خلك د انګليسانو پر ضد مبارزې ته را وبلل او د همدې جګړې له امله د انګرېزانو مهم نظامي افسر كلونل هيرنګ ووژل شو. (۶۳)


له دې ورسته د شمالي كابل د كوهستان له سيمي څخه مير مسجدي خان د بهرنيو يرغلګرو پر ضد د جهاد بېرغ پورته كړ. مكناتن، چې د حالاتو نازكوالى درك  كړ، نو سمدستي يې څو تنه روحاني مشران زندان ته واچول، خو دې كار يې د حالاتو په كنټرول كې هېڅ ډول مرسته ونكړه.


باالاخره په ۱۸۴۱ زېږديز كال كې كله، چې د سهار مونځ كېده نو د كابل له پل خشتي جومات څخه حاجي معصوم د جهاد علني اعلان وكړ او خلك يې د انګرېزانو پر ضد مبارزې ته را وبلل. د جهاد اعلان پرته له كوم ځنډ څخه د كابل په نورو جوماتونو كې هم  وشو. د يادونې وړه ده،چې ديني او مذهبي ډلو د انګرېزانو پرضد په جګړو كې مهم رول درلوده. هغوى نه يوازې دا چې د جهاد اعلانونه يې كول، له خلكو سره يو ځاى به يې بېرغ په لاسونو كې نيولى وو او د جنګ په ډګر كې به له نورو عسكرو سره يو ځاى جنګېدل.


ځيني مذهبي مشران به كليو ته تلل او خلكو ته به يې توصيه كوله، چې انګلسانو باندې ډوډۍ او نور خوراكي مواد خرڅ نكړي. (۶۴)


د انګلسانو پر ضد قيام هغه وخت لا زور وموند چې د امير دوست محمد خان تبعيدي زوى سردار محمد اكبر خان  له بخارا څخه وطن ته راستون شو.هماغه وو، چې انګرېزانوشكست وخوړ او شاه شجاع هم، چې د خلكو له سختو مخالفتونوسره مخ وو، ووژل شو. په دغو جنګونو كې مكناتن  او الكساندر برنس هم ووژل شول او په كابل، غزني او كندهار كې يو په يو د انګلسانو قرار ګاوې كلابند شوې او له هندوستان سره يې اړيكې وشلېدې.


په دې وخت كې په ناڅاپي توګه انګليس استازي (ميجر پاتنجر)  له افغانسان څخه دوتلو پرېكړه لاسليك كړه.


د ۱۸۴۲ زېديز كال په جنوري مياشت كې څوارلس زره او پنځه سوه انګريزي ځواكونه له كابل څخه د جلال اباد پر لور وخوځېدل، خو په لاره كې د مبارزينو له سختو بريدونو سره مخ شول او يوازې ډاكټر ويليام برايدن وكولى شول، چې په ټپي حالت كې ځان ننګرهار ته ورسوي. په دې توګه نو پر افغانستان باندې د انګرېزانو لومړى يرغل په شرموونكي توګه له ماتې سره مخ شو.


په هندوستان كې د انګلستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير  تول بايس ويلر په ۱۸۶۹ زېږديز كال كې ليكلي، چې پر افغانستان تيرى او بيا زموږ ماتې خوړل به پرته د هند د ۱۸۵۷ م كال له پېښې څخه د برېتانيا په تاريخ كې يوه دردوونكې پېښه وي، چې ډېر احساسات يې را وپارول.   ۶۵
 



لمنليكونه


۵۸- فيض محمد كاتب، سراج التواريخ، لومړى ټوك،۱۳۵؛ غبار، ۲۰۴؛ پوپلزى، درت الزمان،۱۱۶.


59_ Ferrier, 235-236


۶۰_ په ۱۸۳۸ م كال د دراني شهزاده ګانو خپل منځي اختلافات د دې سبب شول، چې د دوى د باچاهۍ يوه زياته برخه لكه پنجاب، كشمير، او ملتان د سكهانو لاس ته ورشي او د افغانستان په شمال كې هم سيمه ييزو رهبرانو د خود مختارۍ اعلان وكړ _ (مولف).


۶۱_ فريير، ۳۳۴. دغه ادعا نورو سرچينو نه ده تاييد كړې.


۶۲_ فريير، ۳۳۲.


۶۳_ فريير، ۳۳۵.


۶۴_ په دې  وخت كې، مير حاجي معصوم، ميردرويش( دواړه د سيد احمد مشهور په مير واعظ كابلي اولادونه وو)، مير مسجدي، مير محبوب كابلي او ملا احمد ستر ديني شخصيتونه وو. غبار، ۵۵۰_ ۵۵۴.


65_ Wheeler, Memorandum on Afghanistan Affairs from A.D.1700,112.

Copyright Larawbar 2007-2024