کور / سياسي / امريکايان په پاکستان کي عمليات کوي

امريکايان په پاکستان کي عمليات کوي

کرزی وایي چي پاکستان پوهیږي چي شپږ میاشتي وروسته به امریکایي پوځیان په پاکستان کي عملیات کوي!


      له نن څخه تقریبا پوره لس میاشتي مخکي ولسمشر کرزي  د جهادي مشرانو سره د مشورې په خاطر یوه بېړنۍ غونډه راوبلل. د ولسمشر کرزي ټولي غونډي او ملاقاتونه له وخته مخکي برابریږي چي هغو کسانو ته چي په داسي غونډو کي ګډون کوي دده لیدنو او کتنو مهال وېش معلوم وي خو په دې ورځ هر څه ناڅاپي وه اوعموما په داسي غونډو کي ما د یاداښت (مینټ) اخیستلو وظیفه لرله.


      کله چي ګلخانې ماڼۍ ته ورسېدم راته وویل سوه چي له جهادي او قومي مشرانو سره غونډه ده. زه هم د غونډي په تالار کي پر خپل ځای منتظر کښېناستم. په ډلوـډلو او انفرادي توګه جهادي او قومي مشران او د دولت لوړ پوړي کسان د غونډي تالار ته راننوتل او کښیناستل. تقریبا پینځلس دقیقي وروسته ولسمشر کرزی هم د غونډي تالار ته راغئ. ښې خوا ته یې حضرت صاحب او کیڼ خوا ته یي محسني صاحب ناست وو او ور پسي نور.


      کرزي تر ښه راغلاست وروسته لومړی دوې کوچنۍ موضوعګاني یادي کړې او تر هغه وروسته یې اصلي موضوع چي د پاکستان له خوا شرقي افغانستان ته زرګونو وسلوالو رالیږل وو اشاره وکړه. ده وویل چي پاکستان پوهیږي چي شپږ میاشتي وروسته به یي امریکایي ځواکونه په خاوره کي عملیات کوي نو له همدې کبله دوي غواړي چي د افغانستان مشرقي سیمو ته په زرګونو وسلوال راواړوي تر څو د امریکایانو ددغه پلان خنډ سي او دوي په افغانستان کي ښکیل وساتي.


      کرزي زیاته کړه چي څو ځله مي پاکستانیانو ته ویلي دي چي که غواړي له امریکایانو له شره ځان خلاص کړي نو یواځنۍ لاره یې په افغانستان کي د یو قوي حکومت په رامنځ ته کولو کي د دوي مرسته ده که نه نو دا ټوله سیمه به په اور کي لولپه سي. له دې  سره یې ستونۍ ډک سو او په مجلس کي ټوله نور هم حیران سوه.


      کله چي به ما په داسي غونډو کي ګډون کاوه، نو همیشه به یوه نیمه داسي خبره پکي کېده، چي زه به یي فکر کولو ته اړ کولم خو دا ځل د ښه پوره فکر خبره وه. کله چي به په سیمه کي داسي یو حالت واقع کېده چي له پاکستان سره به یې تړاو درلود زما به د (ولسمشر کرزي) دغه خبره په غوږو کي ازانګه کېده. خو اوس چي سړی د پاکستان دننه حالاتو او د امریکا او پاکستان اړیکو ته ګوري نو د ولسمشر کرزي هغه خبره چي امریکا به شپږ میاشتي وروسته د پاکستان په خاوره کي عملیات کوي بیخي د رشتیا کېدو په درشکل کې ده.


      زما یو دوست چي د طالبانو د حکومت په وخت کي یې این، جي، او لرله راته وویل چي د کندهار او کابل د لوی لاري د جوړېدو لپاره یې د طالبانو د حکومت سره د ایران څخه د قیر د راوړلو قرارداد درلود او کله چي ۱۱/۹ پېښه وسوه زما د طالبانو پر حکومت پیسې باندي وې او د امریکا د حملي له بیري ټوله وزارتونه خالي ودرېدل خو یواځنی ځای چي پاته وو هغه د ملا عمر دفتر وو او ما د هغه د فتر ته د پیسو د ورکړي لپاره عرضه وکړه.


      دی وایې زه چي کله د ملا عمر د دفتر لوی دروازې ته ورسیدم طایب اغا د ( ای، ایس، ای) د یوه لوړ رتبه هیت سره د خدای پامانۍ لپاره راووتئ. کله چي بیرته دفتر ته تلئ، ما ته راوګرځېدئ او ما خپله عرضه ورته ورکړه او ځني ومي پوښتل چي د ( ای، ایس، ای) دې پلاوي څه وویل.


      دی وایي طایب اغا په جواب کي راته وویل چي پاکستانیانو ویل امریکایانو ته به شوه (کمه) نه راوړئ او دا غربیان دي دوی دونه زړه نه لري چي پر داسي هیواد حمله وکړي لکه افغانستان او که یې وه هم کړي نو ډېر ژر به ماته وخوري.


      فکر کوم لکه پاکستان چي د امریکا دا لویه لوبه خورا پر مسخره را اړولې وه او بله لا دا چي دوی د امریکا او په ځانګړې توګه د استعمارګرو ځواکونو له تاریخ څخه نه وه خبر او یا یې محاسبه بیخي غلطه کړې وه.


      پاکستان د نړۍ پر مخ یو د هغو هیوادونو څخه دئ چي د نړۍ پر مخ په غبن او ترهګري منځ ته راغلی دئ، نو دا ترهګر ملک د کږو کاڼو دېوال دئ چي هر څه یې سموې نه سمیږي. که په نړۍ کي یو ترهګر سازمان وي نو ریښه به یې په پاکستان کي وي. که کوم چا په تور بازار کي اټوم بم خرڅ کړی وي نو چي پل پسي ورواخلي سیده به یې د پاکستان د پوځ د مشر دروازې ته ودروې. له هند، افغانستان، چیچنیا، منځنۍ اسیا، اروپاافریقا، امریکا، اسټرالیا او نورو کي که کومه ترهګریزه پېښه کیږي نو پلان جوړونکی به یې خامخا یا په پنجاب یا کشمیر کي ناست وي.


      امریکا چي د نړۍ زبر ځواک دئ ټوله ترهګریزي او د اټومي وسلو د د خپراوي شخړي همدا پاکستان ورته پیښي کړې دي نو په داسي حال کي فکر نه کوم چي امریکا ته دي د پاکستان له لاسه خوب ورځي. تر اوسه چي په افغانستان کي د ۱۱/۹  تر پیښي وروسته کوم جریان منځ ته راغلی دئ که سړی په ځیر ورته متوجې سي نو په دې ټوله پروسه کي هر څه داسي پېښ سوي دي چي تر افغانستان یې پر پاکستان منفي اغیزه ډېره ده.


      په پاکستان کي د اسامه وژنه، د پاکستان په اړه د امریکا د لوی درستیز امیر البحر مایک مولن وینا، د پاکستان په اړه د امریکایي چارواکو توندي خبري، د جنرال کیاني د انګلستان د سفر لغوه کول، په پاکستان کي د پاکستان د ډیپلوماتانو او د پارلمان د غړو له خوا د ډیپلوماټیکو منډو پیلېدل دې سیمي ته ښه ځیری نه راوړي. داسي ښکاري لکه د عربي نړۍ د پاڅونو لمبې چي لا د وړاندي یې د لیبا، یمن، مصر، تونس، سریي، بحرین او نورو مشران او ولسونه سخت ځپلي په بل ډول د پاکستان تر لمني هم رسېدلي دي.


      که په پاکستان کي دغسي یو حالت رامنځ ته کیږي زموږ افغانانو لپاره هم ګټه لري او هم تاوان او دلته نو د افغانانو په ملي یوالي او سیاسي شعور پوري اړه لري چي دوی له دغي موقع څخه څومره په خپله ګټه استفاده کولای سي.



په درنښت
غلام ولي نوري -کاناډا
aracozia@yahoo.com