کور / سياسي / افغانستان او سیمه ایز بحران – لومړۍ برخه

افغانستان او سیمه ایز بحران – لومړۍ برخه

قريب الرحمن سعيد د هیواد او سیمی د سیاسی چارو کارپوه او شنونکی :


لمړۍ برخه :


سږکال د سپتمبر میاشت یوځل بیا د ۲۰۰۱کال د سپتمبر دمیاشتی په څیر د ډیرو زیاتو بحرانو ډکه وه . په هغه وخت کی دسپتمبر په یولسمه دامریکا ستر ستر تجارتي برجونه د حملو لاندی راغلل ، دا چی دا حملی چا وکړی ، او څنګه تر سره شوی ، ریکارډ به یی امریکایان ۳۰ کاله وروسته راباسي، خو زور یی د افغانستان مظلوم هیواد ته راغی . بی له څیړنی او تحقیقه د افغانستان خاوره تر بمباریو لاندی و نیول شوه . خپلو او پردو په کی یوڅیر د خپل ولس د تباهیو له پاره برخه واخسته . او د ۲۵۰۰ امریکایانو د وژل کیدو په بدل کی ټول افغانستان د امریکایی زبر ځواک د نظامی برچی لاندی خفه کړل شو . په زرګونو افغانانو هسی په هسی دبل په تور کی خپل ژوند له لاسه ورکړ . بی کوره او مهاجرشول او ټول هیواد د امریکایی ځواکونو له اړخه د افغانستان دخپلو اوسیدونکو له پاره دنړۍ د تاریخ بدترین زندان وګرزید .


دهمدی میاشتی په ۹مه د نظاردډلګۍ قومندان ، د ۱۹۸۲کال د خپلو مجاهدینو د وژلو او له منځه وړلو له پاره دروسانو د نیواکګروځواکونو سره د همکارۍ اوبسپنی لاسلیک کونکی ، احمدشاه مسعود په مرموزه توګه ووژل شو . دا چی چا وواژه ، څنګه ووژل شو ، لا تراوسه یی حقایق څرګند شوی نه دي ، څوک یی په خپل منځی اختلاف او څوکی یی په اوسنیو پروفیسورانو او څوک یی په عربو ژورنالستانو ور اړوی ، خو دهغی د غچ اخستلو له پاره هم زمونږ ولس دادی د اور په سکروټو اوړی را اوړي ، دشمال دټلوالی د قاتلیونو زړونه لا زمونږ د ولس د وینو په تویلو نه دي یخ شوی ، غټ غټ بمونه واچول شول . هغه کلی زمونږ او دغه کلی د بل دی ، تر اور لاندی راغلل . امریکایانو اوناټو ته د پښتون ولس د له منځه تللو مشوره ورکړل شوه . هزاره ګانو ان تر دی پوری په بربنډه توګه اعلان کړه چی تر څو چی دا پښتانه ژوندی وی ، هیواد کی امن نه شی راتلای ، دامریکایانو یی وغوښتل تر څو ددی ولس د پوره له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي . امریکا او ناتو هم د همدی فارمولونو دعملی کولو اوپه همدی مشورو د قدم اخستلو له پاره کار پیل کړ . دپښتنو ټولی سیمی هم د عسکری اړخه او هم د نورو جاسوسي کړیو له اړخه تر بمباریو لاندی راغلی ، دا لړۍ د افغانستان د پولو څخه ووتله او ان تر شمالی او جنوبي وزیرستان پوری و غځیده ، او د ټولو پښتنو هټۍ او څپرګي د ترور او وحشت قربانی شول .


د ۲۰۰۱کال د سپتمبر او د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر تر منځ لس کاله اوږده موده تیره شوه . امریکایانو او ناټو ۱۴۱ زره نظامی ځواکونه ، نوی او نا تجربه شوي هوایی الوتکی ، د ډیپلیټډ یورانیمو بمونه ، راکټ، میزایل او څه نه و، چی هغه یی دخپلو اغراضو د تر لاسه کولو تر نامه لاندی افغانستان ته را نه وستل . افغانستان یی ،کټ مټ لکه د روسانو په څیر ، د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر ذخیره ځای وګرځاوه ، ددوو سووزرو زیات امنیتی ځواکونه یی له ځانه سره راړول او په افغانستان کی یی هم دملی اردو او ملی پولیسو تر نامه لاندی د دری سوو زرو څخه زیات ځواکونه و روزل . تر څو په افغانستان کی امنیت خوندی کړی او دخپلو ځواکونو له پاره په دغی جنت ډوله زمکی کی د تل پاته کیدو له پاره زمینه برابره کړی . او د افغانستان د زمکنی سلامتیا ، او دګاونډیو د تجاوز او تیری څخه د مخنیو له پاره مستحکم قدم واخلی . خو حالات بلمنګه وختل ، چی ټول یی شاهدان یو .ځکه پخپله د هیواد نیواکګران دخپلو ناکامیو څخه هره ورځ پرده پورته کوی ، دی ته اړتیا نه لیدل کیږی چی څوک ورپسی تبلیغاتی مبارزه پیل کړی . پخپله دهغوی کړنی دهغوی له پاره بس دی .


د سږکال سپتمبر یو ځل بیا دامریکا په سلامیتا باندی د یرغل شاهد و . د سپتمبر په اتمه د وردګو په ولایت کی دامریکا ستره فوځي څرخي الوتکه وویشتل شوه چی په کی د هغو۳۱ امریکایایی کماندویانو چی د القاعدی د مشر اسامه بن لادن په وژلو کی یی برخه اخستی وه په ګډون نژدی ۳۸ کسان د مرګ کومی ته ورښکته شول، خو د سپتمبر ۱۳مه چی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمی د پیښی د لمانځغونډی څخه یی یواځی دوه ورځی واټن درلود د کابل په ښارکې د امریکا په سفارت ، چی دهغه هیواد ملکیت ګڼل کیږی ، برید وشو ، دغه برید چی د پنځو کسو وسلوالو له اړخه تر سره شوی و نژدی شل ساعته دوام وکړ . چی په کی ، دراپورنو په مطابق ، ګڼ شمیر امریکایی او ناټو ځواکونه زخمیان شوی ، ودانیو ته یی زیان رسیدلی ، خو ددی هر څه تر څنګ یی د امریکا هغه غرور چی دکابل داسیمه یی د شنی سیمی یا (Green zone) تر نامه لاندی یادوله ، ورمات کړ.


امریکایانو ددی برید پړه د مولوی جلال الدین حقانی په شبکی باندی واچوله ، امریکایانو ددی نه مخته دکابل په کانټننټل هوټل باندی د یرغل پړه هم د حقاني په شبکی اچولی وه اوهلته یی د حقانی دشبکی دمشر مولوی سراج الدین حقانی او د حمله کونکو تر منځه تیلفونی خبری ثبت کړی وې . هغه اودهغی وروسته بیا په قندهار کی دامریکایی ځواکونو په تمځای باندی برید او په همدی لړ کی په کابل کی دامریکا په سفارت باندی برید ټول هر څه په حقانی شبکی باندی ور واوختل . څرنګه چی دحقانی شبکه د پاکستان د نظامی استخباراتی کړیو سره اړیکی لري نو امریکا په پاکستان فشار راوست تر څو ددغی شبکی د تصفیی له پاره قدم پورته کړی .


پاکستانیان هم ددی شبکی سره داړیکو څخه انکار نه کوی ، ځکه د پاکستان د نظامی ځواکونو ویاند اطهر عباس په خپلی مرکه کی دا خبره منلی. د بله اړخه دپاکستان فوځ او نظامي کړۍ نه غواړی داسی یو قدم پورته کړی چی په هغی کی دپاکستان ګټو ته زیان ور رسیږي . پاکستان په ښکاره توګه د هندوستان مخالف دی او په افغانستان کی دهندوانو دفعال حضور نه دمخنیوي په خاطر د ټولو لارو څخه کار اخلی .


دا چی دا مسئله اوس دپاکستان اوامریکا تر منځ په یوه کړکیچ را غبرګه شوی ، او پاکستان امریکایانو ته سورخط کش کړی تر څو دهغی څخه دتیریدو هڅه و نه کړي خو امریکایان چی دپاکستان د خپلمنځی ټولو جنجالونو څخه په ښه توګه خبر دی او همدا اوس هم دامریکا د نظامی استخباراتو یو لښکر په پاکستان کی میشت دی کولی شي په اسانۍ سره پاکستان ښکیل کړي .


دپاکستان فوځ چی د امریکایانو په خدمت کی دی او دهمدوی د لاس روزل شوی فوځ دی ، د امریکایانو تر څنګ د همغه ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د اوومی څخه چی امریکا په افغانستان باندی یرغل وکړ ، څنګ په څنګ ولاړ دی . دهغه وخت فوځی جنرال مشرف په ټوله بی همتۍ سره امریکایانو ته اجازه ورکړه تر څو دخاوري څخه یی دافغانستان مظلوم ولس بمباري شی . په همغه وخت کی د حزب اسلامی مشر انجنیر حکمتیار په یوه لیک کی جنرال مشرف ته ولیکل چی : پاكستان له امريكا سره د افغانانو په ضد جگړي كي ملگرى شو، امريكايانو ته ئې نظامي اډې وركړې، له دغو اډو نه امريكائي طيارو په افغانانو باندي د بمباريو لپاره 78000 الوتنې وكړې، هري طيارې خپل بمونه او راكټي په افغانانو وورولې، د پاكستان له فضا نه په استفادې سره په سلهاوو كروز ميزايلونه د افغانستان په لوري وتوغول شول، د امريكا د كماندوئي ځواكونو په سلهاوو ټولگي له پاكستان نه د عملياتو لپاره افغانستان ته ننوتل، د افغانى شخصيتونو د وژلو لپاره ئې په كليو او ښارونو كي كماندوئي عمليات ترسره كړل، د امريكايانو د بريدونو په ترڅ كي تر 25000 نه زيات افغانان ژوبل او وژل شوي، امريكائي ځواكونو د طالبانو هغه حكومت چي پاكستان قانوني حكومت گڼلو او هغه ئې په رسميت پېژندلو، نسكور كړ او په ځاى ئې داسي حكومت جوړ كړ چي روسانو او ملگرو ئې غوښتو او په تېرو كلونو كي د زياتو مصارفو په كولو د هغه په راوستو نه وو موفق شوي، امريكايانو د كابل واگې هغو ډلو ته وسپارلې چي د پاكستان په رقيبانو( روسيې، هند او ايران) پورې تړلې دي.


پاكستان نه يوازي په افغانستان باندي د امريكايانو د وحشيانه او ناجائز بريد ملاتړ وكړ او په دې راضي شو چي د ده يو مسلمان گاونډى هېواد د كفري ځواكونو په لاس اشغال شي، بلكي د طالبانو د حكومت په نسكورولو او د دوى په وژلو، نيولو او لاس تړلي دښمن ته په سپارلو كي ئې داسي له شرم او پېغور نه ډك خدمت كړى چي په انساني تاريخ كي د هغه مثال نشو موندلى!! په تاريخ كي داسي خو ډېر ځله ليدل شوي چي بې همته واكدارانو د گواښونو په وجه خپل خارجي سياست بدل كړى، د خپلو وقتي گټو او مصالحو لپاره ئې له خپلو زړو دوستانو نه لاس اخستى، د يوې ډلي په ځاى ئې بله ډله غوره كړې، له مخكنۍ ډلي سره ئې خپلي كړې ژمنې هېرې كړې او له خپلو تعهداتو په شا شوى، خو د داسي شرمناك عمل مثال نه شو موندلى چي يو حكومت دې د پرديو د گټو لپاره هم خپلي ملي گټې قرباني كړي او هم دې خپل ملگري د نورو په پښو كي ذبح كړي!! او دې ته دې تيار شي چي د خپلو ملگرو په وژلو، نيولو، سپكولو او له هېواد نه په شړلو كي د دوى د دښمن ملگرتيا وكړي او هغوى دې لاس تړلي دښمن ته وسپاري!! او حتى دې ته دې تيار شي چي په خپل هېواد كي د دغه اشغالگر ځواك استخباراتي شبكو ته دا اختيار وركړي چي هرڅوك په هر وخت او هر ځاى كي نيولى او خپلو محبسونو ته لېږدولى شي او د مخالفينو په نيولو كي په هومره خلاص لاس عمل كولى شي چي په خپل هېواد كي ئې نه شي كولى، هلته د قانون په مراعات مكلف وي خو دلته هيڅ قانون او هيڅ اداره نه د هغه مخه ډپ كولى شي او نه له هغه نه د تپوس جرأت كولى شي، سى آى اې او اف بى آى د شپى په تياره كي په كورونو بريد وكړي، خپل مخالفين ونيسي، د خپلي خوښي پټو ځايونو ته ئې انتقال كړي، خو نه داخله وزير خبر وي، نه وزير اعلى او نه د سيمي نورې اړوند ادارې!!


پاكستاني چارواكي وايي چي موږ د افغانستان په خلاف جگړي كي له امريكا سره د ملگرتيا په نتيجه كي اته سوه مليونه ډالره ترلاسه كړل!! د دې معنى خو دا ده چي گواكي پاكستاني چارواكو پاكستان او افغانستان په اته سوه مليونه ډالره خرڅ كړل!! او دا خو په حقيقت كي د ممپليو په بيه د دوو هېوادونو د خپلواكۍ، استقلال، عزت او تاريخ خرڅول دي!! په داسي شرمناكي خبري خو هر باعزته انسان د شرم احساس كوي، هيڅ باضميره انسان به د دې جرأت ونه كړي چي په داسي كركجنې خبري خپله خوله ناولې كړي، د څو ډالرو لپاره د گاونډي دوست ملك په ضد په ناروا جگړي كي داخلېدل او د بې گناه افغانانو په بې رحمانه وژنو كي شركت، او دښمن ته د خپلو پرونيو دوستانو لاس تړلي سپارل، د يوه خپلواك حكومت د چارواكو له شان نه خو پرېږده له اجرتي قاتلانو نه هم بعيده برېښي!! تركيې چي له كلونو كلونو د امريكا فوځي اډه وه، د شپږ مليارده ډالرو په مقابل كي هم د داسي كار له كولو ډډه وكړه. «دامریکا په ضد اسلامی جهاد ، مهم اسناد، دحکمتیارلیکنه»


ددی برید نه مخته په کابل کی دانګلیس سیاسی دفتر د مخالفینو تر برید لاندی راغی . خودا چی په دی برید کی څه وشول ، د هغی سره سرو کار نه لرو ، خو ددی بریدونو هغه اړخ باید وکتل شي چی ددی هیوادونو په سیاسی او نظامی وړتیاو باندی اغیز شیندي .


په کابل کی دامریکا په سفارت او دناټو په فوځی بارکونو باندی دپیښی د زخم ټپونه لا همغسی په وینو کی پټ و چی یواځی څو ورځی وروسته یی د جمعیت اسلامی د ګوند مشر استاد ربانی هم دخپلو څو کسو ملګر و سره له منځه یوړ . استاد ربانی ، دخپل مقتول قومندان احمدشاه مسعود په څیر ، نه یواځې د امریکایانو نزدی ملګری او دوست و بلکه هغه د روسانو ، هندوانو، ایرانیانو او ان د اسرائیلو سره ډیری نژدی او ښی اړیکی درلودی . په دی ډاډمن و چی امنیت یی خوندی او د هر ډول زیان نه مصئون او مأمون دي.


خو د استاد ربانی وژلو دا بربنډه کړه چی په هیواد کی هیڅوک هم مصئون او مامون نه شی پاته کیدی .د استاد ربانی په وژلو کی ، که څه هم د نظار ډله او د شمال د ټلوالی مشران د طالبانو شورا مسؤله ګڼی خو یو شمیر کړۍ د هغه وژل د پاکستان په استخباراتي کړیو پوری را نغاړی اما یو شمیر نور یی د امریکایانو او سي ای ای کړچار ګڼی . اما طالبان ددی وژلو مسؤلیت نه مني. خو یوشمیر نوری کړۍ بیا دا کار د استاد ربانی او د نظار د ډلګۍ د ځواکمنو غړو تر منځ د اختلاف پایلی ګڼی .


خو دا به وخت ډاګیزه کړی چی د استاد رباني په وژلو او ترور کی د چا او کوم لوری لاس دې ،ستانکزی او واحدیار چی د استاد ربانی ځانګړی یاران وو او په دی لیدنه کی یی غوښتل ښه کریدت تر لاسه کړي ، ژوندی دی ، هغوی باید ددی راز نه پرده پورته کړی . که څه هم رحمت الله واحدیار وایی چی د استاد ربانی د ژولو طراح ، حمیدالله ، یی نیولی او دهغه څخه په دی اړه معلومات تر لاسه کیږی .حمیدالله هغه څوک دی چی د عصمت الله په نوم کس یی د استاد ربانی د وژلو له پاره د ټول پلان سره یو ځای را استولی و . خو پوښتنه داده چی هغه کس چی ددی هیئت غړی و او ژوندی پاته شوی او دهغه د نیولو په اړه په همغه لمړۍ ورځ خبر ورکړل شو ، هغه څه ویلي او یا هغه دکومو رازونو څخه برغولی پورته کړی ، په دی اړه خبره ګونګه ده .


خو حزب اسلامی افغانستان بیا دا وژنه دامریکایی ایجنسیوکار ګڼی او وایی :« ، چې د دې ډول وژنو تر شا د امريکا په مشرۍ بهرنۍ استخباراتي کړۍ لاس لري. تر څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت وي، جګړې او وژنې به دوام لري.»
حزب اسلامی وایی « چې دوى د استاد رباني په وژل کېدو خواشيني شوي او د دې ترڅنګ د حزب اسلامي مشرتابه يې د هر افغان پر وژنه خواشيني کېږي.په ډېر تاسف سره ځيني جهادي څېرې له امريکايانو سره په خوا کې درېدلې، چې په ړندو بمباريو او خپلسرو عملياتو کې د ولس او په دې ډول ناڅرګندو وژنو کې د دوى ژوند تر ګواښ لاندې دى»



داستاد ربانی د شخصیت په اړه مختلفو لیکوالانو خپلی څیړنی کړی او دهغه د شخصیت ډیری خواوی یی رابربنډی کړی دی . یو شمیر څیړونکو هغه په ریښتیا هم د سولی له پاره یوه ښه کار پوه ګاڼه خو یو لړ نورو بیا هغه د سولی درا وستلو په لاره کی ستر خنډه ګاڼه ، یو شمیر لیکوالانو او څیړونکو دا انګیرنه ډاګیزه کړی ده چی دهغه د مړینی سره د سولی بهیر هم په قبر کی کیښوول شو ، خو یو شمیر نورو بیا دهغه مړینه د سولی دپرمختګ له پاره ستر ګام ګڼلی دی . د حزب سرچینی هېواد ته د سولې په راتګ کې د استاد رباني رول بې اغېزې بولی او وایی چی «د استاد رباني تنظيم په دولت کې پراخه ونډه لري او ده د سولې په راوستو کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده. دوی وایی چی : استاد رباني په دې وروستيو کې د خپلو څرګندونو پر مهال له امريکايانو شکايت کړى و، چې ولې نېغ په نېغه له طالبانو سره خبرې کوي.»


اما د طالبانو غورزنګ د استاد ربانی د سولی وړاندیز ته عملی ځواب ورکړ اوهغه ځواب د استاد په لمنځه تللو منتج شو .


دهند دبهرنیو پالیسیو داړیکو مسؤل (V.P Vaidik ) وایی چی 🙁 پروفیسور رباني د اسلام ځلانده څیره وه او دهند ډیر مخلص دوست و، او زما سره یی د ۴۲ کالو راهیسی نژدی ملګرتوب درلود. (Prof. Rabbani was a noble face of Islam and a sincere friend of India. Prof. Rabbani and Dr. Vaidik have been friends for the last 42 years.)


یوافغان شنونکی وسیم سجاد بیا وایی چی (رباني له ظاهر خان، پخواني پادشاه وروسته هغه کس وو چی اوږده دوره حکومت یی ترسره کړیدی. مجاهدینو په پیښور کی توافق کړی وو چی مجددی به د (۲) میاشتو لپاره ولسمشر وي بیا به وروسته ربانی مرحوم!!! د انتقالی دوری مشر وي او په پای کی به ټاکنی کیږي. خو ربانی بیا د اهل حل و العقد شوری منځ ته راوړه او خپله دوره یی نوره هم وغځوله. نور مجاهدین په دی کار را وتوریدل او جګړی پیل شوی. د جګړو بهیر کلونه، کلونه دوام وکړ او طالب جان وزیږید. ربانی طالب جان ته د همکاری ټټر وغرباوه او د حکمتیار خلاف یی د هر ډول مرستی وعدی وکړی.


بس د ربانی ټول حکومت فیض اباد بدخشان ته منتقل شوی وو. وزارتونه په خیمو بدل شوي وو. په بیلابیلو خیمو لیکل شوي وو: (خیمه وزارت معارف، خیمه وزارت معادن، خیمه وزارت دفاع…) وروسته د کارمل غوندی دده حکومت هم له کولابه او تاجکستانه غږیده. په ملګرو ملتونو کی یی هم چوکی په پوره ډول نیولی وه. فرهاد چی تخلص یی رانه هیر دی دده د حکومت نماینده ګي کوله. بس په ټول افغانستان یی ۱۰٪ کنترول درلود خو د ټول افغانستان په نماینده ګی یی خبری کولی. ربانی معتدل جهادي رهبر وو او د کابل حکومت له نیولو سره سم یی له روسانو سره ډیل وکړ؛ د کرزي تر راتګه پوری ښاغلی مرحوم ولسمشر وو او حکومت هم له ده کرزي ته انتقال شو. )


شنونکی مخته ځی او دغه ډول مرګونی ګذارونه دامریکایانو له اړخه ګڼی او لیکی چی : (کوم څه چی له دوی لاس ته راتلل ترلاسه شول او بل دا چی امریکا له ښه بلانس سره مخکی ځي: یو پښتون یو پاړسک وژني. د هزاره برادری هیڅ درک په دی لیست کی نشته. د هزاره برادری تراوسه دوه کسه په دا ډول پیښو کی له منځه تللي دي:


یو د بامیانو د ولایتي شوری مشر ضحاک او بل د غزنی معاون والي او نور نو په دی ډول دي:


-په کندز کی یی سیدخیلی مړ کړ په کندهار کی یی خان محمد مجاهد لړه کړ


-په تخار کی یی داوود داوود له منځه ویوړ او په کندهار کی یی ولی کرزی او په کابل کی جان محمد


-په تخار کی یی مولانا شاه جهان له منځه ویوړ او په کونړ کی یی ملک زرین


-په کابل کی یی هغه دی ربانی صیب مرحوم کړ او وار د سیاف صیب دی: ښه یی غواړو


-بیا به نو همداسی اسماعیل خان وي؛ عطا استاد به وي او نور…..)«روهی بریښنا پاڼه »)


یوبل لیکوال او شنونکی، ډاکتراندړ، بیا په استاد ربانی باندی سخته نیوکه کوي او په اړه یی لیکی چی 🙁 يو وخت دده په مشرۍ په لسګونو زره مسلمانانو د روسانو د يرغل په مقابل کې خپل سرونه قربان کړل، خو کله چې د همدغو قربانيو په پايله کې دى قدرت ته ورسيدلو، د همدې قدرت د ساتلو لپاره يې بيرته هماغه د سلګونوزره افغانانو قاتلانو روسانو ته د دوستۍ لاس اوږد کړ، او داسې ستر جنايات يې تر سره کړل چې تاريخ به يې هيڅکله هير نکړي، د افغانانو په وړاندې يې داسې نه هيرويدونکې کانې وکړې چې هيڅکله به د بادرده او با احساسه خلکو هيرې نشي.)«همداپورته سرچینه وړاندی لیکی چی : (استادرباني د خپل واک د بقا په لار کې د روسانو د ملاټر د راجلبولو په تمه يې د تاجکستان د مجاهدينو په سرنوشت له روسانو سره داسې يوه شرموونکې معامله وکړه چې تل به د افغانانو په سپين تندي يو تور داغ وي، دهمدې معاملې له کبله په تاجکستان کې جهاد بلکل په ټپه ودريدلو، له هماغه وخت څخه تر اوسه پورې ورځ تر بلې په اسلام او مسلمانانو باندې کړۍ تنګيږي، کله په رسمي دوايرو کې په بسم الله ويلو بنديز لګيږي، او کله د ښځو په حجاب…. او داده اوس مسجدونو کې په لمانځه د پوره بنديز لګولو په درشل کې مسجد ته د نابالغه هلکانو په تللو بنديز ولګيدلو!» (پښتو بریښنا پاڼی )


داستاد ربانی د وژلو په توطئه کی بیا یو شمیر کړۍ د سعودی عربستان حکومت هم نه بښي ، او وایی چی په کابل دسپتمبر ددریارلسمی د یرغل سره سم عربستان خپل سفارت وتاړه او دکابله یی خپله ټوله عمله ور وغوښته او په دی توګه یی د ښاغلي رباني په ترور کی دامریکا او انګلیس سر ه یوځای خپله ونډه واخسته .


درجانیوز د وینا په اساس ، دربانی د ترور څخه یوازی څو ورځی د مخه د سعودی عربستان د سفارت تړل او سعودی ته په بیړنۍ توګه د سفارت دغړو بیرته ستنیدل په همدی خاطر تر سره شوی چی د استاد ربانی د ترور وروسته د مجاهدینو د قهر او غضب څخه ځان خوندي کړي .


دامان ورځپاڼه لیکی چی د سعودی دغه بیړنۍ تیښته او د سفارت د ټولو اسنادو سوځول ددی معنی لری چی سعودیان په دی ویریدل چی هسی نه چی د طالبانو سره یی نژدی اړیکی را بربنډ نه شي . همدغه سرچینه وایی چی ربانی د تهران څخه د ستنیدو وروسته شارجه ته د خپلی کورنۍ سره دکتلو له پاره تللی و خو دامریکا او اسرائیلو د اصرار له مخی کرزي را وباله ترڅو د طالبانو سره کتنه وکړی . ورځپاڼه وایی چی د انفجار نه څو لحظی مخته د امریکا په سفارت کی ، چی د ښاغلی ربانی د کوره ډیر لږ واټن لری ،دخطر زنګ و غږید، ددی نه ډاګیزیږی چی دامریکا سفارت ددی پیښی څخه په ښه توګه خبر درلود او کولی یی شول چی ددی پیښی مخه و نیسي. د انفجار په صحنه کی دوه تنه نیول شوی چی یو یی امریکایی تبعه دی .


ورځپاڼه لیکی چی ربانی هلته په تهران کی دکنفرانس یوه ګډونکونکی ته ویلی وو چی عربستان ورسره تماس نیولی او تهدید کړی یی دی چی په دی کنفرانس کی ګډون به ورته ګټور ثابت نه شي .(رسنۍ)


یو شمیر شنونکی بیا د ربانی ترور د طالبانو په لاندی دری ډلو کی په یوی پوری اړوند بولي : لمړۍ د هغه تندرویه طالبانو له اړخه چی دسولی پر خلاف دي ، په ځانګړی توګه هغه عرب او پاکستانی ډلی چی د القاعدی سره اړیکی لري . بله هغه ډله ده چی پخپله د ملاعمر سره تړلی او د لا زیاتو امتیازاتو د اخستلو له پاره یی دغه ډول قدم اخستی وی . او دریمه هغه ډله ده چی نیغ په نیغه د پاکستان د ای اس اې سره اړیکی لري او هڅه کوي د افغانستان راتلونکی لړزانده و ساتی.)


یو شمیر نور شنونکی بیا په دی آند دی او وایی چی : «دا مهال چې رباني وژل شوی طالبانو يې پړه په غاړه نده اخستې که چيرې درباني پړه مجاهدين پرغاړه وانه اخلي بې له شکه چې دده وژل به دکابل په اداره کې دخپلمنځي شخړوسبب شي. شايد شمالي ټلواله هم دده په مرګ کې پوره ياڅه ناڅه رول اداکړی وي.
 ځکه چې دافغاني استخباراتوپخواني رئيس امرالله (صالح) په کراتومراتوويلي چې له مجاهدينو سره بايدصلحه ونه شي اونه به هغه حکومت ومنو چې مخالفينوته پکي ځاى ورکړل شوي وي،که د امرالله صالح خبروته ژورپام وکړو نود استاذ رباني وژل هم څه تصادفي کارنه ښکاري اوس څه نشوويلاى خوکه چيرې طالبانو پړه پرغاړه وانه اخسته بې له شکه دابه دکابل حکومت داخلي ستونزې نورې هم زياتې کړي او شايد ځينې نورطرفونه هم پکې شريک وي چې وروسته به سم معلومات رابرسيره شي»(دشهادت لیکنه )


همدا رازښاغلی ګوهر په خپله لیکنه کی نیغ په نیغه د شمال ټلواله ګرم بولی او لیکي چی : خو اصلي حقیقت دادی ، چې په دې وروستیو وختونو کې د شمالي ټلوالې خاصتاً ډاکټرعبدالله عبدالله ، امرالله صالح ، محمدیونس قانوني، عطامحمد او نورو پلویانو یې استاد رباني ته په دې خاطر سخت غاښونه چیچل،چې څنګه یې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر د دولت طرحه ومنله او په همدې نیت د جوړې شوي شورا مشرتوب ته یې غاړه کېښوده .ځکه شمالي ټلوالې نه غوښتل، چې دافغانستان هغه ناخوالې د سولې او تفاهم له لارې حل شي، چې له امله یې هره ورځ د افغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې هر کور ته په سرو وینو ککړې جنازې درومي .خو د دوی دغه فکر نیمګړی ځکه دی ، چې دښمن یوازې په پښتون یا تاجک پسې نه ځي، بلکې غواړي له ټولو افغانانو د سر سړي واخلي او همېش یې په هرڅه کې خپل ځانته اختیاج کړي .


خو د شمالي ټلوالې د څو تنو سیاسي سوداګرو موخې او اهداف ډېر روښانه دي .دوی فکر کوي ،که چېرې په هېواد کې ملي پخلاینه صورت ونیسي ، طبیعي ده، چې شته ناخوالې له منځه ځي او ورو، ورو به یې په دولت کې وسلوالې جنایتکارې ډلې څنګ ته کیږي او ځای به یې اهل کار کسان نیسي .)


 دخبری رسنیو د لیکنو په اساس د شمال ټلواله او یا هم د نظار د ډلګۍ بدمعاشان او لنډه غر به په طبیعی توګه اوسنی ولسمشر کرزی د ربانی د ترور په اړه و نه بښی ، ځکه چی پخپله کرزی وایی چی شخصا یی استاد ربانی ته د طالبانو ددغه هیئت سره دکتلو له پاره ویلی وو او هغه ته یی لارښوونه کړی وه چی د ایران څخه سمدلاسه راستون شی او کابل کی د طالبانو د هیئت سره ووینی . کرزی غوښتل نیویارک ته دسفر په وخت کی دربانی او طالبانو د لیدنو کتنو کریدت د امریکایانو او بین المللی ټولنی څخه تر لاسه کړی خو قضیه بلمنګه وخته .  دربانی د جنازی په مراسمو کی چی کومه بدرنګي او وولګردی د شمال د ټلوالی د میراثخورو له خوا تر سره شوه او ترڅنګ یی د ولسمشر ماڼۍ ته د امرالله صالح د ساتونکو د ډلی په زور ننوتل او د ولسمشر ګواښل ددی معنی ورکوي چی ولسمشر کرزی به هم لکه د عبدالرحمن او حاجی قدیر په څیر د ټلوالی د ترور موخه ګرځی . او شونی ده چی په دی اړه به ورسره بین المللی سازشي کړۍ هم ملتیا ولري .


 یو شمیر نور څیړونکي په دی آند دی چی استاد ربانی د اسلامی نهضت هغه لمړۍ شخصیت و چی نهضت یی د خپل ژبنی عصبیت او دخپل ځان د علویت په خاطر په دوو برخو او بیا یی د خپل رقیب اړخ د پوره له منځه وړلو په خاطر د هر ډول دسیسو کار واخست او ان تر اخري ورځی پوری یی هم خپل رقیب حزب اسلامی اوددی ډلی مشر ګلب الدین حکمتیار ونه باښه ، د واکمني په خاطر یی د روسی ولسمشر پوتین لاسونه ګرم کړل ، دامریکا نوم ورکي سپاهی ته یی وړاندی ګور وکړ ، دهندوانو بامبړانو ته یی دخپل نژدی او صمیمی دوستۍ لاس ورکړ ، د اسراییلو سره یی پټ قرار دادونه لاسلیک کړل ، په هیواد کی یی د بدنامو کمونستانو ملاتړ او لاس نیوی وکړ او د مرګ تر ورځی پوری یی هغوی په لوړو پوړونو له ځانه سره وساتل . دپاکستان د جماعت اسلامی ګوند پخواني مشر قاضی حسین احمد چی د استاد ربانی پخوانی نزدی ملګری دی وایی چی په ۱۹۷۰ کلونو کی دهغه سره اشنا شوی و اوبیا پاکستان ته د لیږد په وخت کی یی هغه د شپږو میاشتو له پاره ځانګړی میلمه و . قاضی حسین احمد دا هم ډاګیزه کړی چی استاد ربانی دپيپلز (د سوسیالیست کمونست ګوند ) دبانی او مشر او دهغه وخت د پاکستان د صدراعظم ذوالفقار علی بوټو نزدی ملګری و اودهغه په وینا یی یوشمیر کارونه تر سره کول . ریښتیا هم چی همدا قاضی صیب حسین احمد او تر څنګ یی د جماعت دهغه وخت د دارالعروبی مشر … و چی استاد ربانی ته یی د عالمی اسلامی رابطی غړیتوب تر لاسه کړ او بیا یی ورته سفری اسناد تهیه کول او دبیرونی هیوادونو په سفرونو یی لیږه . ان تر ډیری مودی پوری یی داسلامی نهضت دهغو غړو په اوږو سپور ساته چی د استاد ربانی دپالیسیو څخه یی کرکه کوله .


د استاد ربانی په مړینه باندی ټولو نړیوالو سیاسی ادارو خپله غمرازي ښکاره کړی خو د یادونی وړ یی د روسی درسمی خبری اژانس هغه خبرپاڼه ده چی په کی یی ویلی دی « چې برهان الدين رباني د مسکو نژدې ملگرى دى او(دی اژانس ) شک ښوولى و چې څرنگه په افغانستان کې د دوى نژدې ملگري وژل کيږي .»


اوس نو که روسان ، هغوی چی زمونږ هیواد یی د ۱۹۷۸زکال څخه تر ۱۹۹۰ کاله پوری ، د خپل عسکري زبرځواک د بوټانو لاندی و مروړه ، تر یونیم میلیون زیات یی شهیدان ، په میلیونو یی معیوب ، او په میلیونو نور یی دخپل کور او ټاټوبی څخه لیږ د ته و ّهڅول ، او بیا یی دخپلی تیښتی وروسته په افغانستان کی د شمال د ټلوالی دملاتړ له پاره داسی را ودانګل چی افغان ولس یی په تلپاتی غمیزه کی را ښکیل کړ ،داستاد ربانی د ډیري نژدی دوستۍ دعوا کوی نو افغان ولس دی په دی دوستۍ نور هم وژاړي .


دسپتمبر په ۲۵مه په کابل کی په پخوانی اریانا هوټل چی اوس د سي اې ای مرکز دی د افغان امریکایی جاسوس حملی چی یو کس امریکایی یی وواژه او بل یی سخت ټپی کړ ، دا ډاګیزه کړه چی دشمال ټلواله دا کار د سي اې ای د لاس کار ګڼی او غواړي په دی توګه ددوی څخه خپل غچ واخلي. (پرلپسی لري )
 
 
 



قریب الرحمن سعید


د هیواد او سیمی د سیاسی چارو کارپوه او شنونکی :


افغانستان او سیمه ایز بحران


(دویمه او اخري برخه )


که د ۲۰۰۱ کال د سپتمبرپیښو امریکا په قهر کړه اود افغانستان په ګډون یی ټول اسلامی امت تر خپلی استبدادي ولکی لاندی راوست ، نړیواله ټولنه یی ټوله دخپل مظلومیت په ښوولو تر خپل شا و دروله ، د نړۍ ټولی طبیعی زیرمی یی په خپل واک کی واخستی او د یوه قطبی نړیوال زبرځواک په څیر یی تر ټولی نړۍ غیږ را چاپیره کړه ، نو د ۲۰۱۱ کال دسپتمبر پیښو یو ځل بیا دادی دغه نړیوال یو قطبی ځواک را قهرولی خو دا ځل یی دخپل پخوانی دوست او فداکار په خلاف .


پاکستان د امریکایانانو تر څنګ ولاړ هیواد دی ، ددی هیواد سیاسی نظام تل د سیکولر او غیرمذهبی خلکو په لاسو کی اوړي را اوړی . ددی هیواد اردو د امریکایانو په لاسو روزل کیږی . دی هیواد په ۱۹۴۷کال د هند څخه خپله خپلواکی تر لاسه کړه ، اوپه همغه کال انګلیسانو او امریکایانو د خپلو وچو مټو په زور یهودانو ته په فلسطین کی ځای ورکړ ، اودهغوی موجودیت یی د یهودو د ریاست په څیر په رسمیت وپيژاند. په هغه وخت کی همدغه دوه هیوادونه ، پاکستان او اسرايیل، د مذهبی هیوادونو په بڼه را څرګند شول. خو یهودان په خپل مذهب ولاړ پاته شول او د پاکستان مزي د دی هیواد د جوړونکی محمد علی جناح څخه نیولی تر ننه پوری د سیکولر کسانو په لاسو کی لویدلي او په نزدی راتلونکی کی هم ددی هیله نه شته چی کوم اسلامی ګوند دی پری حاکم شي . پاکستان څو ځله دهند سره جګړه کړی ، هندوستان دامریکایانو اوروسانو په مټ توانیدلی دا هیواد سره و شیندی ، بنګال تری جدا کړی ، کشمیر تری خپل کړی او اوس یی دادی د ایم کیوام او نورو لنډغرو ګوندونو په واسطه ددی هیواد د سیاسی کمزوری نظام څخه په ګټی اخستو دتجزیه کولو هڅې رواني کړي دي .


که څه هم د پاکستان د جوړښت نه مخته دپښتنو هغه سیمی چی دافغانستان څخه د انګلیسانو د توطئو په واسطه د لوی هند سره یو ځای شوې وې باید بیرته افغانانو ته ورکړل شوی وی خو له یوه اړخه هلته دپښتنو هندوپاله نا اهله قیادت او د بله اړخه د انګلیسانو د خپل انګلیسیت نه د ګټی په اخستو سره دا موضوع هیره او د پښتنو جدا کړل شوی سیمی یی د پاکستان برخه وګرځولی او په بین المللی توګه یی د افغانستان سره د ډیورنډ کرغیړنه پوله په رسمیت و پيژندله .


پاکستان دخپل جوړښت دهمغی لمړۍ ورځی څخه راپدیخوا د عیسوی صلیبیت په سترګو داغزي په څیر راڅرګند شوی ، هندوانو د اسلامی ریاست په څیر په رسمیت نه دی پيزندلی ، او یهودانو د اسلام په نامه ددی هیواد د بنسټونو دراپرځولو له پاره ملا تړلې ده . روسانو که څه هم دپخوا څخه د هندوانو په ملګرتیا ددی هیواد د له منځه وړلو له پاره هر ډول هڅی کړی خو د ۱۹۷۸ کلیزو را هیسی ، یعنی هغه وخت چی افغانانو دپاکستان د خاوری څخه د خپلی ازادۍ او استقلال له پاره ، دروسي سرو لښکرو په خلاف ، فعالیتونه پیل کړل ، او په پای کی د روسانو د له منځه تللو سبب ګرزیدلی ، ددی هیواد سره خپله دښمنی له یاده نه ده ویستلی .


که څه هم پاکستان او هلته حاکم کمزوري ، په اداري فساد کی ککړ نظام دخپل جوړښت دهمغه لمړیو ورځو څخه د امریکایانو تر څنګ ولاړ دی ، او دا ملاتړ یی ان تر ننه پوری په داسی حال کی دوام لري چی د پاکستان خپله خاوره د امریکایی بی پیلوټه الوتکو د حملو مرکز ، د امریکایی نظامی ځواکونو او جاسوسي شبکو د فعالیتونو له پاره بی پوښتنی میدان ګرزیدلی دی ، خو هغه څه چی امریکایانو غوښتل په افغانستان کی ددی هیواد او ایران په ملاتړ تر لاسه کړي ، تر اوسه یی تر لاسه نه شو کړای . امریکایان په خپل دغه لس کلن جنګ کی چی اوس هم روان دی او دا معلومه نه ده چی تر کومه به روان وي ، په دی و نه توانیدل چی دخپلو عسکرو له پاره مصئون تمځایونه برابر کړی . د طالبانو رژیم یی له منځه یوړ خو دهغه بدتر رژیم یی د افغان ولس په اوږو سپور کړ . یو شمیر کچه او مدهوشه عناصرو ته یی د هیواد واګی په لاس کی ورکړی چی طبیعی غبرګون یی د همدوي په خلاف په پاڅون باندی منتج شو . د سعودی د جاسوسۍ د شبکی دمشر ترکی الفیصل وینا ده چی په افغانستان کی اوس جنګ د یوی طبقی نه بلکه یو ملی پاڅون دی او امریکایان باید د دی هیواده د باعزته وتلو په فکر کی شي .


طبیعی ده چی دا ملی پاڅون به د دی زبرځواک د ماتولو له پاره دګاونډیو له اړخه ملاتړ کیږی . دادی ایران دافغانستان په مسائلو کی د امریکایانو ا و ناټو تر سترګو لاندی بربنډه مداخله کوی . له یوه اړخه دولسمشر کرزي دفتر ته په تورو خلطو کی په میلیونو ډالر را روان دی ، تر څنګ یی دپارلمان ګڼ شمیر غړي معاش خواره دی ، د هزاره ګانو سره نیغ په نیغه بسپنه او کومک کوی ، غواړي په افغا نستان کی د لبنان د حزب الله په څیر د شیعه هزارګانو یو ځواکمن نظامی خوزښت تیار کړی ، د بهرنیو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه یی د یو شمیر نورو وزارتونو په ګډون تر ولکی لاندی دی ، خپل پوهنتونه لري او ځانګړی خلک په کی د ځانګړی عقیدی اوګروهی له پاره روزی ، شهرکونه جوړوی او شیعه اوهزاره لږکیو ته یی ورسپاري ، په هیواد کی د اوبو د بندونو د جوړولو څخه ممانعت کوی او د هیواد رژیم یی حکم په پټو سترګو منی او ….او … ددی هر څه ترڅنګ په بربنډه او ښکاره توګه د طالبانو څو ډلی په وسلو اوپیسو سنبالوي ، د مولوی منصور نیټ ورک یی نیغ په نیغه په لاسو کی دی ،هغوی ته دنده ورکوی چی د شیعه او هزاره سیمو سره به غرض نه کوي ، سنیان چی څومره وژلی شي هغومره ووژنئ ..او دا طالبان هم بیا د خپل وحشت نه په کار اخستو سره هغه کانی کوی چی د انسانی تاریخ د قرون اولی پاڼی یی هم دشرم نه سرښکته کوی . تاسی غزنی کی ووینۍ چی په سني میشته ولسوالۍ کی مکتبونه ، کلینکونه او …. له منځه ځی خو تر څنګ یی دهزاره میشتو ولسوالیو لسګونه ښځینه او نارینه مکتبونه هرڅه نه یواځی فعال دی بلکه د امنیت له اړخه خوندي هم دی . دا خبره د خوښۍ وړ ده چی هلته ښوونځي شته خوکه دی ښاغلو په نورو ولسوالیو کی هم د تعلیم او تعلم سره ، د کلینک او شفاخانی سره خپله جاهلانه دښمنی پریښودی وای نو زموږ راتلونکی نسل به د علم او تعلم څخه بی بهری شوی نه واي .


د ایران ددی بربنډي مداخلی په اړه نه یواځی د افغانستان دغربی ولایاتونو مسؤلین ، بلکه پخپله امریکایان او انګلیسان هم خبر دی او په دی اړه کله نا کله څرګندونی هم کوی .خو زور یی نه رسي .


پاکستان لا دپخوا څخه د طالبانو د غورزنګ ملاتړی هیواد دی ، دا خبره د امریکایانو او ناټو د غړو هیوادو څخه ځکه پټه نه ده چی د طالبانو د غورزنګ په جوړښت کی دوی سره ګډ لاس درلود. خو اوس چی طالبانو په افغانستان کی د جنګ تاکتیک ته بدلون ورکړی او دامریکایی زبرځواک په مقابل کی یی ګوریلا جنګ ته لاس اچولی ، د امریکایانو او ناټو د غړو هیوادونو څخه یی هم لاره غلطه کړی . په دی اساس په پاکستان زور راوړي چی د طالبانو اوپه ځانګړی توګه د حقاني د شبکی په خلاف نظامی عملیات پیل کړی . خو پاکستان نژدی لس کاله کیږی چی په پښتون میشته سیمه کی دغه ډول عملیات کوی ، امریکایانو هم دخپلی نوی تکنالوژۍ په استعمالولو سره دی کار ته دوام ورکړی او د رسمی شمیرو له مخی تر اوسه پوری دپاکستان تر ولکی لاندی پښتون میشته سیمو کی نژدی ۳۵ زره مظلوم او معصوم پښتانه دامریکایانو دعلویت او کبر د لوړ ساتلو په خاطر وژل شوی .


امریکا غواړی د خپلی ماتی له پاره یوه بله قرباني ولټوي او هغه قربانی به په طبیعی توګه د پاکستان کمزوری رژیم وی . دوی پاکستان ګواښی چی د حقانی د شبکي د له منځه وړلو له پاره جدی قدمونه واخلی ،


په ځانګړی توګه په دی وروستیو کی د پاکستان او امریکا تر منځ په کابل کی د امریکا په سفارت د طالبانو دبرید وروسته اړیکی ډیر خراب شوی دي .


خو درسنیو له مخی د پاكستان پوځي جنرالانو د لوى درستيز اشفاق كياني په مشرۍ په همدا تیره ورځ ،د سپتمبر په ۲۵مه ، په خپلی غونډه كې ډاګیزه کړه ، (چې د امريكا له دباو سره سره به په شمالي وزيرستان كې د حقاني شبكې پرضد عمليات ونه كړي. دوى زياته كړه، چې د امريكا د غوښتنې په وړاندې به دريږي او همدارنګه يې پر وزيرستان د امريكا د ممكنه بريد په اړه هم خبرې وكړې. )


خو امريكايي چارواكي وايي، چې د پاكستان په وړاندې هر ډول لار كارولى شي. د امريكا په مشرانو جرګه كې د جمهوري غوښتونكي ګوند غړى لينډي سي ګراهم وايي، چې امريكا له خپل پوځ نه د دفاع په ګډون ټولې لارې كارولى شي:(موږ ته پکار ده چې پاکستان ته خبرداری ورکړو، که دوی د خپلې ملي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکوي، موږ ته پکار ده چې د خپلو پوځیانو د دفاع په شمول پر ټولو انتخابونو غور وکړو.»


د امریکا په سفارت او د ناټو په مرکزونود برید پړه امريكايي چارواكو د حقاني په شبكی ور واچوله او اوس وايي، دا شبكه د اى اېس اى مټ ده او د دې څارګرې ادارې په مرسته يې د كابل بريد كړى دى.


امريكايي چارواكي دا هم وايي، چې په كابل د بريدڅخه مخكې وسلوالو داسې ټليفوني اړيكه نيولې، چې فكر كيږي د اى اېس اى سره به وي، خو پاكستان دا ډول تورونه ردوي.


خو پرون د پاكستان د پوځ وياند تورنجنرال اطهر عباس له رسنيو سره په خبرو كې منلې ده، چې دغه څارګره اداره اى اېس اى له حقاني شبكې سره اړيكي لري او دا اړيكي د همكارۍ په معنا نه دي.


نوموړي له سي اېن اېن تلوېزون سره په مركه كې زياته كړې، د دوى معلومات ښيي، چې حقاني شبكه پر اى اېس اى سربېره له نورو ادارو سره هم اړيكي لري.


د نوموړي دا خبرې په داسې حال كې دي، چې نيويارك ټايمز ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه كې ليكلي، چې حقاني شبكې د كلونو كلونو لپاره د امريكا متحده ايالتونو له سي اى اې او د سعودي عربستان له څارګرو ادارو سره اړيكي لرل.


نيويارك ټايمز ته د سي اى اې پخواني چارواكي چې د افغان- شوروي جګړې پر مهال يې له حقاني شبكې سره كار كاوه ويلي، چې امريكا ته اوس پخوانى ملګرى په بد دشمن اوښتى او زياتوي دا حيرانوونكې نه ده، چې پرونى دوست په ننني ترټولو بد دښمن بدل شوى دى.


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیری هملته په امریکا کی د ملګرو ملتونو د غونډي په تالار کی وویل چی « دا پخپله امریکا ده چی د حقاني شبکه یی منځته راوړی ده . هغه وایی چی د امریکا د سي ای اې جاسوسي سازمان د نړۍ دزیاتو تروریستي شبکو سره اړیکی لري او دحقانی شبکه هم دهمدی تنظیم په واسطه ملاتړ کیده او دهمدی تنظیم په لاسو جوړه شوی ده .هغی امریکا ته ګوتڅنډنه وکړه چی دپاکستان صبر دی نه ازمایی .او کنه پاکستان حق لري دخپل ځان څخه ددفاع په خاطر خپل عکس العمل ښکاره کړي ، که چیری امریکا دپاکستان په مقابل کی خپلی روش کی بدلون را نه وړی نو مونږ به دخپل ځان څخه په دفاع کولو مجبور اوسو»


دپاکستان د کورنیو چارو وزیر هم په خپل غبرګون کی ویلی چی نه خو د حقانی شبکه دوی جوړه کړی او نه ددوی د لاس محصول دی بلکه دغه شبکه په ۱۹۸۰ومو کلونو کی د امریکا د جاسوسی شبکو له اړخه د پخوانی شوروی اتحاد دسرو لښکرو سره دمقابلی په خاطر جوړه شوی او ملاتړ یی په خپله امریکایانو کاوه او کسان یی هم همدوی روزل .


خو دامریکا دفوځونو لوی درستیز مایک مولن وایی چی دحقانی شبکه د پاکستان د نظامی استخباراتو ځواکمن مټ دی او دهمدی شبکی له لاری پاکستان په افغانستان کی خپل اهداف په نښه کوی. مولن وایی چی دامریکا په سفارت او دناټو په نظامی مرکز باندی د ۱۳م د سپتمبرطالبانی یرغل د پاکستان د نظامی استخباراتی کړیو دمرستی پرته شونی نه و . تیره اونۍ په اسلامی اباد کی دامریکا سفیر دا ډاګیزه کړه چی امریکا سره داسی لاسوندونه شته چی هغه ډاګیزه کوي چی په کابل کی دامریکا په سفارت او د ناټو په نظامی دفترونو باندی د القاعدی او حقانی دشبکی په یرغل کی دپاکستان لاس و و . کامرون وایی چی دحقانی د شبکی او د پاکستان د نظامی کړیو تر منځ اړیکی دلمر په څیر روښانه دی او په دی تیرو وختو کی دحقانی دډلی کسان په وزیرستان کی تر سترګو شوی دی . په دی اساس پاکستان باید سمدلاسه دحقانی دشبکی سره خپل اړیکی پری کړی .(رسنۍ)


امریکا چی دپاکستان څخه کومه غوښتنه کوی پاکستان دهغی غوښتنی منلو ته تیار نه دی ، د پاکستان فوځی جنرالان د پخوا پرخلاف دامریکانانو سره سترګی په سترګی دی . څه موده مخکی د پاکستان د فوځ جنرال ، جنرال کیاني د امریکایانو څخه و غوښتل چی په شمالی وزیرستان کی د خپلو الوتکو عملیات و ځنډوي ، دغو امریکایانو ته د فوځی دیکتاتور جنرال مشرف له اړخه دهر ډول عملیاتو د کولو له پاره اجازه ورکړل شوی وه . خو دپاکستان جنرالانو هغه وخت د امریکایانو سره خوا بده کړه چی امریکایانو د مۍ په میاشت کی د ایبټ اباد په سیمه کی د القاعدی دمشر ، اسامه بن لادن په کور ، دپاکستانیانو د پوهیدا پرته یرغل وروست او هغه یی هملته په خپل کور کی له منځه یووړ.


پاکستان د حقاني د شبکی په خلاف د فوځی عملیاتو د پیلامی غوښتنه په کلکه رد کړه . دډیره کو پاکستانو سیاست پوهانو آند دادی چی : پاکستان باید د نورو له پاره دخپلو افغانی انډیوالانو سره لاس و ګریوان نه شي . دوی د دیکتاتور مشرف په هغو کړنو او ژمنو هم پښیمانه دي چی امریکایانو ته یی په خلاص لاس د هرډول نظامی او استخباراتي عملیاتو اجازه ورکړی وه . دپاکستان نظامی واکمنان د ا مني چی دحقانی د نیټ ورک سره اړیکی لری او غواړی دا اړیکی د سولی دپایښت له پاره استعمال کړی . خو پاکستانیان په هر صورت داسی یو نیټ ورک ته اړتیا لري چی دهغوی د موخو له پاره کار وکړي . پاکستان نه غواړي افغانستان ورته یو بل هندوستان وګرځی . هغوی د شمال د ټلوالی سره د نژدی اړیکو دپیدا کولو هڅی وکړی ، په همدی خاطر په ۱۹۹۲ کال کی د وخت صدراعظم نواز شریف دپیښور په ګورنر هاسو کی هڅه وکړه د نظاردډلګۍ مشر مسعود دافغانستان ولسمشر و ټاکی خو دغونډی دبرخوالو له مخالفت سره مخ شو . بیا یی هڅه وکړه هغه د پروفیسور ربانی تر څنګ د تلپاتي وزیر دفاع په څیر و ټاکی او دا کار یی و کړ . خو د شمال ټلواله د هندوانو ، روسانو او ایرانیانو په ولکه کی وه او پاکستان و نه توانید دهغوی څخه د خپلو موخو له پاره کار واخلی ، بلکه مسئله ددواړو ترمنځ په سختو تربګنیو باندی بدله شوه . ترڅنګ یی په پاکستان کی وروستۍ بمبګذارئ هم ، درسنیو د شنونکو دویناو په اساس ، ویل کیږی چی د مسعود دپخوانی ساتونکي او د کرزی درژیم د امنیت د پخوانی مسؤل امرالله صالح له اړخه اودهمغه په امر تر سره کیدی ، او دا اوس هم امریکایانو او ناټو ته همدا د شمال ټلواله لارښوونه کوی تر څو دغسی کارونو ته بډی راووهي .


دپاکستان او امریکایانو تر منځ حالات تر دی پوری ور رسیدل چی دپاکستان صدراعظم خپله دبهرنیو چارو وزیره ، میرمن کهر، له نیویارکه په بیړنۍ توګه راوبلله . همدار از یی خپل یو لوړ پوړی چارواکی سعودی عربستان ته ولیږه . د پاکستان د فوځونو جنرال ، جنرال کیانی خپله د لندن دوره چی ټاکل شوی وه دسپتمبر په ۲۶مه تر سره شي ، او ددی هیواد د فوځی جنرالانو سره په کی خبری وکړی هم معطل کړه . همداراز د چین چی دپاکستان نزدی دوست هیواد ګڼل کیږی یو لوړ پوړی هیئت په ۲۵ او ۲۶ م په اسلام اباد کی و ، چی د یوی اعلامیی په طرز کی یی دپاکستان څخه د هر ډول ملاتړ اعلان وکړ .


دا چی پاکستان ولی د پخوا په خلاف اوس په داسی حال کی چی امریکایان یی په ګاونډ کی پوره فوځی شتون لري ، داسی سخت عکس العمل ښیئ داسی ډاګیزه کیږی چی نور نو هغوی له یوه اړخه دی پایلو ته رسیدلی چی امریکایان په افغانستان کی نور د بري تمه نه لري ، او دماتی په درشل کی دی ، د بله اړخه امریکایان غواړی خپله ټوله فوځی ماتی په پاکستان باندی را واچوي او په پایلو کی دوی ملامت کړی . خو تر هر څه ډیره مهمه به داوی چی پاکستانیان نور د امریکایانو د اوامرونه په تنګ راغلی . غواړي په یوه ترتیب سره ددی غلامانه ژوند څخه ځآن و کاږي . په هرصورت دا هر څه به وروستۍ پیښی را څرګند کړی . خو هغه څه چی باید یاد کړل شي هغه دا چی غربی نړۍ د هر هغه چا سره چی ددوي سره سترګی برابروي ، ویره او ترهه احساسوی . په عراق او افغانستان د امریکایانو یرغل همغه وخت صورت و نیوه چی په دی ډاډ من شول چی په دی یوه هیواد کی هم دهغوی سره دمقابلی وړ وسایل نه شته . خو کله چی د ایران نوبت راغی نو ډیرځله امریکایانو او یهودانو اعلان وکړ چی د ایران په اتومی بټیو باندی به یرغل کوی ، اما ایران ورته سر ټیټ نه کړ او د یوه متحد قوم په څیر ورته ګواښ وکړ چی په ایران به یرغل امریکایانو ته په سیمه کی ډیر دروند تمام شي . همدا علت دی چی ایرانیان اوس په سیمه کی د بدمعاشانو رول لوبوي ، همدا اوس څو ورځی مخته یی امریکایی جاسوسان و نیول ، بندیان یی کړل اوبیا یی تر ی دهریوه په مقابل کی نیم میلیون ډالر تاوان واخست او رخصت یی کړل . امریکا دخپل ټول ځواک سره ، چی هم د عراق او هم دافغانستان د پولو څخه ایران ګواښي ، و نه توانید خپل دغه دوه کسه بندیان ازاد کړي . تر څنګ یی په افغانستان کی دښکاره لاس وهنی سره سره بیاهم امریکایان ددی جرئت نه لري چی دهغوی په مقابل کی کوم قدم پورته کړی . ځکه امریکایان په دی پوهیږی چی دایران سره ښکر په ښکر کیدل به ورته په سیمه کی سور اور وګرځی . همدا راز شمالی کوریا چی دجنوبي کوریا په ګډون دامریکا او انګلیسانو د سخت ګواښ لاندی وه او څو ځلی اعلان وشو چی امریکایان غواړي د شمالی کوریا اتمی بټۍ تر بمباریو لاندی راوړي، ځینی وختونه به دا اعلانونه دومره جدي وو چی هر سهار به فکر کیده چی شمالی کوریا به اوس له منځه تللی وی خو شمالی کوریا هم خپلی پښی کلکی کړی او امریکایان یی و ګواښل . ځکه د هغوی سره لری واټن ویشتونکی داسی میزایل وو چی اتمی سرګلولی یی دامریکا د نظامی تمځایو پوری په اسانۍ سره ور رسولی ، دادی اوس یی څوک نوم هم نه اخلی . نو که چیری پاکستان چی یو معلوم او اعلان کړل شوی اتمی هیواد دی او د لری او نژدی واټن زیات شمیر میزایل هم له ځانه سره لری ، امریکایانو ته ډاګیزه کړی چی په دی هیواد باندی حمله او یرغل به ورته ډیر ګران تمام شي نو امریکایان بیا ددی جرئت نه لري په داسی یوه هوډمن هیواد باندی تیری وکړی . که څه هم دهغوی سره په دښمنۍ کی پروت وي .


په هرصورت که چیری امریکایان په افغانستان کی دخپلی ابرو او عزت د خوندي ساتلو په خاطر د خپل ډیر نزدی ملګری پاکستان په خلاف کوم نظامي اقدام وکړی ، نو طبیعی پایلی به یی د افغانانو له پاره ډیری خطرناکی وی . ځکه چی دا جنګ به هغوی د افغانستان څخه رهبری کوی او په طبیعی توګه به دا فغانستان د فوځ څخه هم په کی کار اخلی ، نو که پاکستان تر اخري مرحلی پوری ورسید او د اتمي سرګلولو د استعمال څخه یی دریغ و نه کړ نو ښکاره ده چی دا به هم په افغانستان کی د امریکایانو او ناټو په خلاف استعمالیږی چی پایلی یی زمونږ دخوارکي هیواد له پاره په هیڅ صورت د زغم وړ نه دی .


اما داسی انګیرل کیږی چی امریکایان د سیمی څخه سخت نا هیلی شوی او غواړی د خپلو وتلو او ځواکونو د ویستلو نه مخته دخپل غرور او تکبر د په ځای ساتلو په خاطر همداسی یوه معامله رامخته کړی تر څو ټوله سیمه نا ارامه او دوی په کی خپلی موخوی تر لاسه کړی . که چیری امریکایان دی حد ته ورسیږی چی دخپل پاکستانی ملګری په خلاف ټوپک را وڅرخوي نو ددی طبیعی پایلی به نه یواځی د پاکستان بلکه د ټولی سیمی په تجزیی باندی منتج کیږي . او دسیمی جغرافیه به یو نوی شکل او نوی بڼه خپلوی . په دی توګه به امریکایان د افغانستان د تجزیی په اړه هم خپل خوب تعبیروی او دشمال ټلواله به د یو ځانګړی نظام په جوړولو ډاډمنه کوی اوپه دی توګه به دهغوی د خدماتو بدله ورکوي . او دا ټول هغه څه دی چی د شمال ټلواله یی ارزو لري . په همدی خاطر هغوی غواړي دا اور په ټوله سیمه کی خپور شی ، دسولی او امن د راوستلو مخالفت کوی او د مخالفینو سره د سولی د پروسي د دریدو هڅی کوي . ځکه سوله او امن په هر صورت د مافیایی او مجرمو عناصرو له پاره ښی پایلی نه لري .


دعلامه اقبال څومره ښه ویلي : افغانستان یک پیکر اب وګل است ، ملت افغان دران پیکردل است


از فساد او فساد اسیا ، از کشاد او کشاد اسیا


هغه په رښتیا سره د افغانستان جغرافیه په ډیره ښه توګه انځور کړی ده . په دی اساس په افغانستان کی د بحران پیدا کیدل ټوله سیمه د بحرانو سره مخامخوي . او په طبیعی توګه دد ی خطی امن او سکون به ټولې سیمې ته امن او سکون راوړي .


امریکایان ، ددی په ځای چی سیمه په اور کی را ونغاړي دخپل څادر سره سم زمونږ دهیواده د بیرته ستنیدلو فکر وکړي ، ځکه په دی هیواد کی یی شپی را ته ګرانی معلومیږی .(پای)