کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ملي روغې جوړې د سیاست مبتکر ډاکتر نجیب الله

د ملي روغې جوړې د سیاست مبتکر ډاکتر نجیب الله

 د شهادت د پنځلسم تلین په مناسبت


زمونږ ګران هیواد افغانستان ډیر لرغونی تاریخ، میړني خلک آو په زړه پورې سنن آو عنعنات لري. افغانستان د  نهضتونو آو ملي ازادي بخښونکو  مبارزاتو ټاټوبی آو د سترو، نومورو آو له افتخاره ډکو شخصیتونو د روزنې  زانګو ده چه د وطن ټول تاریخ  د خاورې، خپلواکۍ، ملي ارزښتونو آو ملي نوامیسو په دفاع کې د هغو  له کارنامو نه ډک دی.


د دې مبارزاتو ادامه چه د مهاجمینو ، استیلا ګرانو آو استعمار ګرانو پر ضد د خلکو په دفاع آو آزادي بخښونکو جنګونو ، د مشروطه غوښتونکو په کارنامو، د روشنفکرانو په نهضت آو بالآخره د وطن د پر مختګ، د ملي یو والي آو دیموکراسۍ د تحکیم په لاره کې د مترقي احزابو آو سیاسی جریاناتو په مبارزو کې انعکاس مومي آو د وطن د ځلانده تاریخ پاڼې تزئینوي چه ښائي د هغو درنښت و شي آو تل افتخار پرې و کړو.


متأسفانه  د هیواد د وروستیو پنځه دیرشو  کلونو  د حقایقو آو انکشافاتو دقیقه ارزیابي دا واقعیت په ګوته کوي چه مختلف کورني آو د باندني عوامل چه عمدتاً په نړیواله کچه د ساړه جنګ له تسلط نه ناشي وه، په هیواد کې د وضعې د متشنجه کیدو، وسله والو نښتو آو جنګ لامل و ګرځیده. له بلې خوا د ځنې عینی عواملو له کبله لکه د ټولنې عمومي بیر ته پاته والی، د خلکو بیسوادي آو د روشنفکره قشر د سیاسي پخوالي ټیټه سطحه چه و ئې نه شو کولی د افغان ټولنې عیني- تاریخي واقعیتونه په نظر کې و نیسی آو یو ډیر موزون آو متناسب کورنی آو بهرنی سیاست غوره آو تعقیب کړي. همدا رنګه په دباندنیو استخباراتو باندې د هیواد د اسلامي تنظیمونو د ځنو مشرانو تړاو آو په خپل هیواد کې د دوی خصمانه فعالیتونه لمړی زمونږ په هیواد باندې د شوروي اتحاد د قوتونو آو وروسته بیا د ناتو د قوتونو د تیري سبب شو چه دې دواړو تیریو په هیواد کې د ننه آو د هغه د شاوخوا وضعه ډیره متشنجه کړه چه افراطي چپ آو افراطي ښي سیاستونه په هیواد کې د دوامداره جنګ، وروروژنې، وراني، په ټولنه کې د اقتصادي، ټولنیز آو فرهنګي نظم د ګډ وډۍ، ملي نفاق آو دښمنۍ، د زرګونو وطنوالو د قتل، بهر ته د سلګونو زرو افغانانو د جبري مهاجرت او آوارګۍ آو زمونږ د هیواد په کورنیو چارو کې د ګاونډیو هیوادونو د بیشرمانه لاس وهنو آوبالآخره د منځنیو پیړیو یوې ټولنې ته زمونږ د هیواد د شا ته تګ لامل شول.


کله چه په کال  ۱۹۷۳ کې محمد داؤد خان د یوې نظامي  کودتا په ترځ کې سیاسي واک تر لاسه کړ، ده چه د خپل صدارت په دوره کې د پښتونستان آو دیورند د موضوعګانو په اړه ډیر روښانه آو وطنپرستانه دریځ در لود آو حتی یو وار ئې د افغان د له لاسه تللو خاورو د بیر ته نیولو د پاره سفر بري هم اعلان کړې وه چه د وخت پاچا ظاهر شاه ئې مانع شو.


پاکستان چه د  داؤد خان واکمني د خپل ځان د  موجودیت د پاره لوی خطر و باله نو د هیواد اسلامي تنظیمونه چه اکثرو ئې د هغه هیواد له استخباراتو سره نږدې اړیکې در لودې آو د امریکا، غربي آو عربي هیوادونو د استخباراتو په څنګ کې د پاکستان استخباراتو هم د هغوی په تشکل کې لاس در لود، د داؤو خان پر ضد تحریک آو د هغه را نسکورولو ته ئې و هڅول چه اکثره منجمله برهان-الدین رباني آو احمد شاه مسعود پاکستان ته و تښتیدل چه د پاکستان د وخت د واکمن ذوالفقار علي بوتو له خوا ئې ډیر تود هر کلی و شو آو له هغه ځایه ئې د خپل هیواد پر ضد دسیسې آو توطئې، حتی د ښوونځیو د انجونو پر مخ د تیزابو پاشل آو مسلحانه فعالیتونه پیل کړل.


داؤد خان  چه په لُمړی سر کې ئې له شوروي اتحاد آو د افغانستان د خلک له دیموکراتیک ګوند (د ا. خ. د. ګ.) سره ډیرې ښې اړیکې در لودې، امریکا آو ایران ته له سفر وروسته دا اړیکې خرابه، ده له شوروي اتحاد نه مخ و ګرځاوه آو په هیواد کې د ننه ئې هم د ا. خ. په د. ګ. باندې ګوزارونه پیل کړل، د ګوند یو ډیر ستر شخصیت میر اکبر خیبر ئې په شهادت و رساوه آو نور رهبران ئې بندیان کړل چه دا موضوع د ګوند د وسله وال پاڅون سبب شو آو ګوند د یوې انقلابی کودتا په ترځ کې سیاسي واک تر لاسه  آو داؤد خان په شهادت ورسید.


لکه څرنګه  چه مخکې مو اشاره ور ته وکړه له یوې خوا د ا. خ. د. ګ. په نړیواله سطحه کې د یوه ډیر سخت ساړه جنګ په شرائطو کې واک تر لاسه کړ، له بلې خوا د ګوند د ځنو غړیو د سیاسي پخوالي نازله سطحه د دې باعث شوه چه ګوند و نه شوه کولی یو متوازن کورنی آو بهرنی سیاست غوره آو مخکې بوزي آو له ټولو مهمه دا چه نړیواله ارتجاع، عربي هیوادونه آو مخصوصاً دوه ګاونډي هیوادونه پاکستان آو ایران آو کورنۍ ارتجاع د اسلامي تنظیمونو په وجود کې ډیر ژر لاس په کار شوه آو د پاکستان له خاورې ئې په افغانستان وسله وال بریدونه پیل آو په هیواد کې د ننه ئې هم خپلې ځالې جوړې آو خپرې کړې. په داسې حالت کې شوروي اتحاد هم د ا. خ. د. ګ. د سیاسي واکمنۍ  د ژغورلو آو خپلو سرحداتو ته د خطر د لیرې کولو په هدف خپل وسله وال پوځونه افغانستان ته را و لیږل چه وضعه لا هم بد تره شوه آو د باندنۍ لاسوهنې په افغانستان کې ډیرې زیاتې


آو زمونږ  هیواد د ساړه جنګ د اور په محراق باندې تبدیل شو. ډیر زیات هیوادوال بهر مخصوصاً پاکستان ته کډوال شول، د کورني جنګ شدت زیات شو، ورور وژنه، د اقتصادي بنسټونو ورانیدل آو د ټولنیز نظم ګډوډیدل پیل شول.


په ملي  آو بین المللي کچه داسې سختو شرائطو کې په کال ۱۹۸۶ کې ډاکتر نجیب الله په هیواد کې واک تر لاسه کړ آو د ملي روغې جوړې پروګرام ئې مطرح کړ چه دا لاندې اساسي خطونه ئې در لودل:


– د جنګ آو ورور وژنې خاتمه؛


– د یو ګوندي  حاکمیت خاتمه آو د یو ګوندي  حکومت پر ځای د اپوزیسیون  په شمول د ملی یو والي  د حکومت ځای پر ځای کول؛


– مستقلانه  دفاع؛


– شپږ میاشتنی  یو طرفه اوربند؛


 – له بهر مخصوصاً ایران آو پاکستان نه د پنځو ملیونو افغان کډوالو بیر ته را ستنیدل؛


– د شوروی  اتحاد د قواؤو وتل؛


– عجالتاً  یوې ۱۵ نفري شورا ته چه  د غربی دموکراتانو د شورا  په نامه یادیدله د سیاسی  قدرت تسلیمول آو د یوه کال  په ترځ کې د ملګرو ملتونو  تر نظر لاندې آزاده آو دیموکراتیکه  انتخاباتو ته د زمینې مساعدول.


 


د ملی روغې جوړې د  پروګرام پر ضد د  هیواد آو خلکو د  دښمنانو کودتا:


د غربي دموکراتانو شورا ته د سیاسی قدرت سپارل، په هیواد کې د جنګ خاتمه آو وروسته بیا آزاد آو دیموکراتیک انتخابات آو د یوه قانوني دولت منځته راتګ هم په بهر کې د ځنو هیوادونو مخصوصاً شوروي اتحاد، ایران آو پاکستان په نفع نه وه آو هم په هیواد کې د ننه د اسلامي تنظیمونو په ضرر وه ځکه له یوې خوا دا تنظیمونه په خپله د سیاسي قدرت ډیر لیوال وه آو له بلې خوا د جنګ خاتمه د دوی د رنګ رنګ منافعو خاتمه هم وه. پر دې اساس یوه د نننۍ آو د باندنۍ ډیره لویه توطئه په کار شوه چه دا د ملی روغې جوړې پروګرام خنثی آو د ډاکتر نجیب الله آو وطن ګوند واکمنۍ ته خاتمه ور کړي. د کودتا د باندنیو اساسي مجریانو ایران آو روسیې فیصله و کړه چه سیاسی قدرت په تنظیمونو کې په دوی پورې تړلو د اسلامي جمعیت آو د اسلامی وحدت احزابو ته ور انتقال کړي چه په راتلونکې کې د دوی منافع خوندي وي. برهان الدین ربانی ئې مسکو ته ور و غوښت، هغه هلته خپل ځان ته د قدرت اخستلو په مقابل کې شوروي رهبرانو ته ټولې وعدې آو تضمینونه ورکړل آو د کودتا پلان جوړ شو ( امکان لري چه په دې لیدنه کې د ایران استازی هم موجود وه).


 رباني  لُمړی کس وه چه د سولې  پر ضد را پورته شو. ډیره د تعجب وړ خبره دا ده چه څرنګه ممکنه ده چه رباني د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس وه، ده هیڅکله صادقانه په افغانستان کې سوله نه غوښته، صرف د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه ئې ډیر زیات مادي آو معنوی امتیازات تر لاسه کول. ما په وار وار په خپلو لیکنو کې لیکلي چه له د باندې نه مخصوصاً د افغانستان دوه ګاونډيان ایران آو پاکستان آو په د ننه کې د تنظیمونو مشران په هیڅ صورت د افغانستان د جنګ په خاتمه کې علاقه مند نه دي. له یوې خوا ایران آو پاکستان ته د افغانستان جنګ ډیر زیات رنګ رنګ امتیازات ور په نصیب کړي، له بلې خوا دوی تل په جنګ کې ښکیل آو یو ضعیف افغانستان غواړي. د اسلامي تنظیمونو مشرانو د جنګ له طریقه آو د جنګ په ادامه کې ډیر زیات ثروتونه آو شهرت په لاس راوړي دي چه دوی په هیڅ صورت په افغانستان کې سوله، قانوني دولت آو دیموکراتیک د خلکو نظام نه غواړي ځکه دوی هغه څه ټول چه په جنګ کې ئې په لاس راوړي له لاسه ئې ور کوي. دا هم ډیره عجیبه ده چه ولې آو په کوم اساس رباني ته د سولې د شهید آو یا لا اقلاً د شهید لقب ور کول کیږي.


په هر صورت د کودتا د پلان د عملي کولو د پاره عملي کار پیل آو د وطن ګوند د غړو جلب آو جذب لا تشدید شه (ښکاره ده چه دا جلب آو جذب مخکې هم روان وه). د اسلامي جمعیت ګوند آو د هغه یوه فرکسیون (د نظار شورا) و کولی شو د ژبنیو، سمتي آو ملي تمایلاتو پر بنسټ د ګوندی رهبرۍ آو وسله وال پوځ ډیر لوی کادرونه لکه محمود بریالی، نجم الدین کاویاني، فرید مزدک، عبد الوکیل، کریم بها، نبی عظیمي، آصف دلاور، عبد الفتاح، سید اعظم سعید، بابه جان آو ډیر نور جذب کړي.


فیصله و شوه  چه د ملګرو ملتونو خاص استازی بینین  سیوان به ډاکتر نجیب الله له هیواده باسي مګر د کودتاچیانو له خوا د  کودتا د پاره د جوړو شویو ګوندی  آو نظامي قرارګاوو له خوا چه د  نظار د شورا کسان هم د هغوی په ترکیب کې وه د یوولسو الوتکو په ذریعه د ازبک جنرال دوستم قوتونه آو د نظار د شورا کسان کابل ته را و غوښتل شول چه یوه برخه ئې په چار آسیاب کې ځای په ځای شول چه د اسلامي ګوند له تقرب نه د کابل په لوري مخنیوی و کړي آو نور افراد ئې د کابل په هوائي ډګر آو نورو استراتیژیکو نقاطو کې ځای په ځای شول. بینین سیوان چه له ډاکتر نجیب الله سره د هوایي ډګر په لور روان وه د کودتاچیانو په ذریعه ئې له تګ نه  ممانعت و شو آو جمهور رئیس د بینین سیوان په مشوره د ملګرو ملتونو نمایندګۍ ته ولاړ.


 


د ډاکتر نجیب الله د  ملي روغې جوړې د  پلان د ناکامولو پایلې:


د دې پلان په ناکامولو سره سیاسی قدرت په هیواد  کې په ۱۹۹۲ کال کې اسلامي تنظیمونو آو عمدتاً د اسلامي جمعیت تنظیم لاس  ته ورغی ځکه همدغه حزب د هغو د باندنیو هیوادونو له استخباراتو سره چه په کودتا کې دخیل وه ډیرې نږدې اړیکې در لودې. په هیواد کې بیا د جنګ آو وروروژنې یوه نوې دوره د مختلفو تنظیمونو آو دوستم د قوتونو په شمول د دوی د ناپایداره اتحادونو تر منځ  پیل شوه چه د طالبانو د سیاسی قدرت تر پیل یعنی ۱۹۹۶ کال پورې ئې دوام و کړ آو د هغو په ترځ کې ډیر زیات هیوادوال مړه، کورونه، ودانۍ، عام المنفعه مؤسسات آو د هیواد اقتصادي بنسټونه لا هم خرابه شول، ملي وحدت متضرر شو، د وسله وال پوځ تشکیل لغوه، سلاح آو مهمات اکثراً په ګاونډیو هیوادونو و پلورل شول، د موزیمونو آو تاریخي آثارو، دولتی مؤسساتو، شخصی کورونو، مکاتبو، پوهنتونونو (دانشګاوو)، روغتونونو، کارخانو، فابریکو آود برښنا د انتقال د مزو آو توربینونو ډیر بې رحمانه چور اوچپاول وشو. ملي، مذهبي، ژبنیو آو سمتي مسایلو ته ډیره زیاته لمن ووهل شوه، زمونږ د هیواد په کورنیو چارو کې د پاکستان آو ایران د استخباراتو لاسوهنه ډیره زیاته شوه، رشوت، فساد، قاچاق، د دولتی ځمکو غصبول، بد اخلاقي آو زور ګویي هم ډیر زیات شول، د چا نه مال خوندي وه نه ناموس.


خلک د اسلامي جمعیت آو رباني د دولت له ادارې  نه ډیر زیات په عذاب شول تر څو په کال  ۱۹۹۶ کې سیاسي قدرت د امریکا په ابتکار جوړ شوي یوه بل بنیاد ګرا اسلامي ځواک (طالبانو) ته ورسید.


په دې ترځ کې د دښمنو هیوادونو مخصوصاً پاکستان استخباراتو ډیره هڅه و کړه چه افغانستان له یوه ډیر وطن پرسته، با تجربه او په ملی منافعو باندې مین شخصیت یعنی ډاکتر نجیب الله نه محروم کړي چه کولی ئې شوه د افغانستان په راتلونکې کې خپل مثبت آو وطنپرستانه رول و لوبوي. د سترو آو وطن پرستو شخصیتونو له بینه وړل د دښمنو هیوادونو د استخباراتي جنګ یوه ډیره مهمه برخه آو ډیر ستر هدف تشکیلوي.


څرنګه چه د (اسرار  مرګ داکتر نجیب الله) د کتاب لیکونکی  رزاق مامون لیکي چه ډاکتر نجیب الله د شهنواز تڼي د ګروپ د یوه  استول شي کس غرزي خواخوږي په ذریعه  په شهادت رسیدلی دی.


د افغانستان خلک د ډاکتر نجیب الله کارنامې د یوه ملي آو ستر واکمن په توګه چه واقعاً ئې هم په هیواد کې د ورور وژنې د جنګ خاتمه، سوله آو ملي پخلاینه، ملي یو والی، ترقي آو پر مختګ غوښته هیڅکله نه هیروي آو تل به د دوی په زړونو کې ځای و لري.


د افغاستان حق شناسه اولس به بالآخره یو وخت چه د تنظیمونو له ستم آو دیکتاتورۍ  نه خلاص آو د خپل برخه لیک چښتنان شي خپل ملي اتلان آو شخصیتونه تشخیص آو درناوی به ورته وکړي. د ملي تعصب پر بنست جوړ شوي د درواغو ملي اتلان آو د سولې شهیدان به په خپله لاره پسې ولاړ شي.