سفما په کندهار کي د يوه خبريال پر کور بريد غندلی دی
پدی وروستیو کی کورنیو او بهرنیو قواوو په کندهارکی دشپی لخوا دخبریال انترنیتی نشریې دسیمییز خبریال او مسووول یما پشتون( ارغند) په کور برید کړی اوچاپه يی اچولی چی یادو عملیاتو څو ساعتونه دوام کړی . پدی عملیاتو کی بهرنیوځواکونو ته هیڅ لاس ته ندی ورغلی او یوازی دنوموړی خبريال دکار دوه کمپیوټرونه ییله ځانه سره وړی دی.
درسیدلیو رپوټونو په اساس بهرنیو ځواکونو ویلی چی عملیات یی ددی له پاره ترسره کړی چی دوی ته داسی رپوټ ورکړل شوی وو چی پدی کور کی گڼ شمیر وسلی او مهمات دیاو دبهرنیو او افغان ځواکونو پر خلاف کارول کیږی، له عملیات وروسته جوته شوه چیدغه راپور بی بنسټه او دروغ وو .
سفما افغانستان ددی تر څنگ چی دغه شان په درغجنو او بی اساسه رپوټونو ولاړعملیات په کلکه غندی او دافغانستان دنافذه قوانیونو پر خلاف عملی یی بولی،دخبریالی دمسلک پر وړاندی یی ستر گواښ هم گڼی چی کولای شی دخبریالانو په ډله کی یوډار او واهمه ایجاد کړی، نو دا داشان غیر قانونی عملیاتو هر څه ژر بندولو غوښتنه کوی او له اړونده ارگانونو څخه غوښتنه کوی تر څو هغه انگیزه تعقیب او پیدا کړی چیدداشان بی بنیاده راپورونو سبب شوی ده ورسره دی قانون په چوکاټ کی چلند وکړی.