وال سټريټ ژورنال : امريکا د جلال الدين حقاني له شبکې سره کتلي.
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
واشنگټن : د امريکا وال سټريټ ژورنال د امريکايي چارواکو له خولې خبر ورکړى دى، چې امريکايي چارواکو د جلال الدين حقاني د شبکې له مشرانو سره پټې خبرې کړي. امريکا يوه اوونۍ مخکې ويلي وو چې د پاکستان استخبارات د له حقاني ډلې سره د نږدې اړيکو له لامله پوره مرسته کوي، چې د پاکستان لخوا د امريکې دغه وينا د تېر په څېر رد شوې ده.