امکان لري تاج محل په راتلونکو ۵ کلونو کي ونړيږي
هندي چارواکو خبر ورکړئ دی چي د تاج محل تاريخي قصرچي په ۱۶۴۷ کال کي شاه جهان د خپلي ګراني مېرمني ممتاز محل د وصيت پر اساس جوړ کړئ و ځيني برخي يې د زړښت له امله د رالوېدلو په حال کي دي چي په راتلونکو پنځو کلونو کي د نړېدلو له خطر سره مخامخ کېدای سي .
تاج محل چي دا مهال د نړۍ د اوو عجايجو په ليست کي شامل دی د جوړېدو کار يې په ۱۶۳۲ کي پيل او ۱۶۴۷ زېږديز کال د اسلامي هيوادونو څخه د شلو زرو بنايانو او نقاشانو په زيار جوړ سو .
تاج محل ته هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د يومليون شاوخوا سيلانيان ورځي .