کور / تازه خبرونه / شل فیصده امریکایی پوځیان دماغی ناروغۍ لری

شل فیصده امریکایی پوځیان دماغی ناروغۍ لری

امریکایی خپرونه ( مک کلیچی ) راپور ورکوی چی په افغانستان او عراق کی د جنګېدلو امریکایی پوځیانو څخه تقریبأ شل سلنه یې په دماغی او روحیاتی ناروغیو مبتلا دي .
راپور وایی چی په دغو دواړو جګړو کی ۷۱۲۰۰۰ امریکایی پوځیانو برخه اخیستې چی له دغو څخه نیمایی یې په دماغی او روحی تکلیفونو اخته سوي دي .
راپور زیاتوی چی تر ۲۰۱۳ پوری به د دغو ناروغانو شمیر یو ملیون ته ورسیږی او دا یو شوم خبر دی چی امریکایی ټولنه په هغسی ځوانانو سره ډکه کیږی چی دماغی ناروغۍ لری .
راپور په پای کی وایی چی د افغانستان او عراق په جګړو کی د ۱۰۹۰۰۰ امریکایی زخمیانو څخه ۶۲۰۰ یې وژل سوي دي چی په دغو کی ۲۹۸ کسانو په جبهو کی پخپله ځانونه وژلی دي حال دا چی د ۲۰۰۱ راهیسی د پوځیانو ټولی ځان وژنی ۲۳۰۰ ته رسیږی چی سارﺉ نلری .