نيمروز : ١ پوليس او ٨ وسله وال وژل سوي

عطاالله محمدي | اکتوبر 9th, 2011


د نيمروز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په چهاربرجک په ولسوالي کي د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته سوې چي په پايله کي يې يو پوليس او اته تنه وسله وال وژل سوي .
د دې ولايت والي عبدالجبار پردلي د بريد پخلى کوي او وايي چي په دې بريد د وسله والو يوشمېر وسلې د دوى لاس ته ورغلي دي .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024