شیطان پيژندنه ۴

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2011


ددې لړۍ تيره برخه له دې ځايه ولولی


شیطان په زرتشت کي :


زرتشتان دوه ګونې پرسته  دي، په دوو خدایانو یو د خیرخدای ( اهورامزدا ) او بل دشرخدای  « اهریمن» باور لري،د هغو په باور اهورامزدا نور دی ، دپاکي او ښو خالق دی او اهريمن د تیارې او بدي خالق دی،  چې بد او درواغجن دی.
زردتشتان باور لري چې په طبیعت کې دو متضاد واکونه  شته یو خیر(سپنتا مینو- د روښنا يي اثر) او بل  شر  (انګره مینو –  دتیاری اثر)  د ی چې د ا دواړه  تل په جګړه کې دي.
اهریمن یا اوستایي «اګره مینیو» هغه موجوددی چې د نیکیو  له منځ وړولو لپاره هڅه کوي  مګراخیر اهورامزدا پر هغه بریالی کیږي او اهریمن  له منځه ځي
 زردتشتان باور لري اهورامزا د ټولو انسانانو ،  امشاسپندانو ، نورا یزدانو ( ملایکو) او  نیکو موجوداتو  (مزدا) خالق  دی چې د دیوانو سره چې اهریمنی موجودات دي د بري لپاره په جګړه   کې دي .
 په پارسی کي «اهریمن» ته «اهرمن» وایي ، چې د شیطان  همتا دی
 د شیطان اصلي مانا  درواغ او ختاایستل ده ، چې دزرتشتانو په کتاب  «ګاته »کې« ۶۰۶ »واري رټل شوی دی او «انگره مينو» یاني د ټولو دښمنه روح یوازې یو وار په سترګو کیږي ،
 ددې دین په باور  انګره مينو او ډیر شیطانان وجود لري، چې  دخیر د ملایکو سره  په شخړه کې دي دهغوی   دا  شیطانان دا دی :  د وږې شیطان ، دتږې شیطان ، دخښم شیطان ، دکرکې شیطان ،د حسد شیطان ،د درواغو شیطان ، دوچکالی شیطان ، د ژمي شیطان اود بدکاره شیطان …
 د اوستا به ګاته ( پخواني ټکسټ کي ) په یو شعر کي د خدای د دښمن په اړه راغلي دي :
دلته اهورامزدا  د رښتیا خالق دی،  او اهریمن  درواغجن  او هرج اومرج  غوندی یوشی دی
 یانی شاعر شیطان د خدای دښمن نه بولي .
په کلاسیک زرتشت کي ښه خدای  ته « اهورامزدا» او شریر  همتا ته  يې« انګره مینو» او« زمان » یا (زوروان)  یې زامن بلل شوي دي . 
 دهندیا په پارس کې د( ۱۹ پيړۍ) په یوه   ژباړه  کې «انګرمینو» د  «اهورامزدا» ویجاړونکې تجلي بلل شوې ده، او مزدا (   پنځونکی تجلی) بلل شوې ده  او وايي  انګره مینو د سپینتا مینیو سره  په شخړه کي دي .


شیطان په بودیږم کي :


 بودایان شیطان ته « مارا» وایي او هغه  دآسماني شیطانانو رییس بولي  او دریاست قلمرویي د هوس حس دی.
بودایان باور لري، چې « سیدهارتا» چې بیا وروسته« بودا» وبلل شو د  د پیغامبری د دعوا تر مخې  د «مارا »لخوا وسوسه شو یانې مارا  بودا وسوسه کړ چې د هغې ښکلی لور ته  وګوري، مګر هغه یې دخپلې لاری ونه ښویوی .
«مارا»  د غوښتونو او بدو لارو سمبول دی  او وايي مارا د انسان  په معنوي او روحي ژوند بده اغیزه لري یاني انسان دمعنوي کارونو څخه باسي او پام يي دینی کړو  وړوته کوي ،او بد ښه ورته  مالوموي یا په بله مانا « مارا »د یو سړی غوښته ده  او دانسان په ذهن کی دی چې انسان نه پریږدی رښتیا وویني،نو «مارا »مستقل نه دی د انسان یوه برخه ده .
د بودا په ورځنی ژوند کې  د شیطان رول  «دیواداتا» ته  ورکول شوی دی ، چې دشیطان د اکا زوی ورته ویل شوی دی .
د بودايږم په آرت او لیکونو کي یو بل موجود د  «راهو» په نامه  شته چې  د ترور او وحشت د الهې په  نوم یادشوی دی.


شیطان په هندویزم کي :


 هندوان باور لري چې په دنیا کې بدي شته ، مګر هغوی  د شیطان غوندې کوم  مرکزی نهاد نه لري، هغوی په  « اسورا » یا بدو ارواحو باور لري مګر وایي بدی ارواح د تل لپاره بدي نه پاته کیږي . هغه د« نارکا» څخه بولي اوباور لري  کیدای شي  ښې او نیکي شي،
په هرحال بد( اسوراس) ځینی وختونه د خدای د غوښتونو ضد عمل  کوي او انسانان د ربړونو سره مخامخ وي  ، دهغه کرکتر شیطان ته نژدی دی او تر ټولو وتلی  « اسورا»  « راهو» بلل شوی دی
 په هندی افسانو کي« راهو» مار دی چې لمر او سپوږمۍ سر بسته تیروي او د ترندې( خسوف )سبب ګرځي
 دافسانو په اساس« راهو » له الهی شاتو ( دژوند عسل) څخه څه  څښي او مخکې له دې ، چې شات د هغه له ستوني تیر شي ،موهینی( دویشنو ښځه) د هغه سر پرې کوي نو د راهو سر ابدې  ژوندی پاته کیږي .
.دهندوانو په فلسفې کې «اسوراس» لکه  په ابراهیمي دینونو کې شیطان دومره واک نه لري
د هغه واک لږ دی ، هغه  لکه په مغز کی یو خیال  غوندې  دی، اسوراس په موقت ډول  بدنیته انسان هم کیدای شي.
 په«ویشنو پورانا »کې راغلي چې   «اسورس  »له خپلي ټوله بدي کورني سره د « ویشنو» منفی مظهر دی او مدام د نړۍ د ویجاړولو لامل ګرځي.
 په «اواویزی » کې د شیطان ورته انځور« کرونی » راغلی دی، هغه یو وږی دیب( دیو ) دډیرو اندامو لکه د غرونو په اندازه دی .چې د بدی تجلی بلل شوې ده ، او په ډول ډول شکلونو او عمرونو  لیدل کیږی لکه : « راونا» او«  دورادهانه» او داسی نور
 د هندوانو په کتاب «باګاواد ګیتا » کښې د «ارجون » او د شر او بد غوښتونکو سره د جنګونو  نکلونه راغلی  دی او هم شیطان هغه چا ته ویل کیده چې سوچ یې کوی ډیر واک لري . شر پيدا کوی او انسان وسوسه کوي .
 نو ویلی شو په هندویزم کی هم دوګونې  شته  یو ښه اوبل بد
په ډیر ګمان اسورا  راهو دی ،چې کړه وړه يې شیطان ته پاته کیږي او د هندوانو په بارو ویشنو پر هغه بریالی کیږي
دتبت  د» راهون» یا شیطان  انځور د یهودیت ،  عیسویت، اسلام او زرتشت دشیطان ضد دی.


نوربيا

Copyright Larawbar 2007-2024