کوترئ
دا کوترئ خو ما په ډيره مينه ساتلې وه او په چيچلو مې عادت کړی وه خو ده دَ چيچلو خوئ پريښودلو او دَ ځانه ئي دَ پيرنګيانو دَ سپو پشان يو امن پسند سپې جوړ کړی وه او دا خبره مې خوښه نه شوه ـ په کوڅه کښې مې را اونيولو او په وهلو شوم ـ ده ټونکار جوړ کړو ـ په دی کښې زما ګاونډې بشير خان را اووتو او ماته په وينا شو “ يا هلکه آدم خانه ، ولی دې دا کوچنی سپی راګير کړي دی ـ چيچلې ئي څه ؟ ”
ـ“ هؤ ځه ۍ چيچلې وم خو ما ورته څه او نه وی ځکه چې هغه وخت مې ده له د چيچلو ټريننګ ورکولو ـ بيا يوه ورځ ځما ځوې ئي او چيچلو نو مې ورته ځکه څه او نه وی چه ستا د ځوې په خطائي کښې ئي چيچلی وه ـ يوه ورځ ځما کره ميلمه راغلې وه ـ د هغه د پښی نه ئي د غوښی ټوټه خلی ته کړه ـ ما ورته هيڅ او نه وی چې ډير ئي ښه اوکړل د ميلمه نه ئي خلاص کړم کنې راته به ناست وه ـ ”
ـ“ نن ترې څه خطا اوشوه چې ستا د وهلو شو ؟ ”
ـ“ ګوره کنه ځما خوږه خواښې، د درخانئ مور، ځما کره د يوی مياشتې راسې پرته ده او د خوزيدو نوم نه اخلی ”
ـ“خواښې ستا ده ـ د دی غريب کوتری پکښې څه ګناه دی“
ـ“ دا د سپی ځوې د هغې نه چاپيره ګرځی لکه چې د ده مور وی ـ لکئ ورته څنډۍ او چک پرې نه لګوی ”
ـ“ لري که داسې سپې د څه ښيګړې چې په خواښې درله چک نه لګوی ـ چرته ئي بوزه او د کمر نه ئي ښکته اوغورزوه چې ترې خلاص شې ” ـ
ـ“ دغه کسب مې ورسره يو ځل کړی دی ـ د خوړ هغی اوچت کمر نه مې ښکته ډونګئ اوبو ته غورزولی وه ـ ما وی چې ډوب به شی خو دا د سپی ځوې د لامبو مړنې وه ـ ځما نه مخکښې کور ته رسيدلی وه او خواښی ته ئي لکئ څنډوله ”ـ
ـ“ آدم خانه دا کوتری به تا غرق کړی ”
ـ“ کوتری خو پريږده ـ ځما ښځه راته روز پيغور کوی چې ګوره مياشت اوشوه مور راغلی ده، ته نه چرګ راؤړې، نه غوښه ـ ځان دِ روغ کونړ کړی دی ” ـ
په زړه مې ورته اور بل دی او دا رانه چرګان او غوښی غواړی ـ دا ټول قصور هم د آدم بابا دی ـ که ځمونږ د مستقبل د پاره ئي لږ سوچ کړی وی نو نن به مونږ دا بده ورځ ولی ليدله ـ په قلاره به په جنت کښې ناست ؤه ـ مزی به مو کولی ـ دَ ميؤه د ونو په سوری، دَ پيؤ د نير په غاړه به ناست وۀ ـ تازه تازه ميوی به مو شوکولی او خوړلی، او دَ نير يخ يخ پئي به مو سکل ـ يخ يخ بادونه به وۀ، نه په ګرمی وه، نه به مچان وۀ، نه به دَ لوډ شډنګ يره وه ـ
خدای خبرچې آدم بابا د کوم بيلتون غم واخستلو چې خدای ته ئي فرياد اوکړو چي يوازی ستړی شوم ملګيرتيا له راله يوه درخانۍ را او ليږه ـ درخانئ راغله خو ورسره ابليس خبيث هم راغی ، دواړه ئي خطا کړل او د جنت نه ئي بې کوره کړل ـ او د درخانۍ اولاد چې لوی شول نو هغه خواښی شوه او اوس مونږ د دی خواښی نه د خلاسيدو د پاره کوتری ساتو ـ
په دی نالائيقه کوتری پسی مې چوکه را غستی وه دوه دری چوکی مې لا نه ؤ وهلی چې کورته ئي منډه کړه ماپسی هم منډه کړه ـ په چونکار دننه لاړ ـ نو خواښی مې راته غصه اوکړه چې ولی په دی معصوم پسی شوی ئي ـ او کوتری ته ئي دواړه لاس ور مخکښې کړل چې ځما نه بچ کولو د پاره په غيږ کښې واخلی ـ دَ کوتری خو ماته زړه سوی وۀ، ولی چي د خواښی لاس ورته نزدی شو نو سمدستی ئي پرې چک اولګوه او سم ئي پکښې غاښ خښ کړل او دی چغه کړله او لاسونه ئي څنډل خو کوتری په کښې غاښونه سم خښ کړی وۀ ـ او چي غاښونه ئي لږ سست کړل نو کوتری ښکته او غورزيد او په چونکار ئي باهر منډه کړه ـ ما وی کوتری کار برابر کړو ـ اوس ئي قلارول پکار دی ـ فرج مې کولاؤکړوـ د غوښی يو نرمه ټوټه پکښې پرته وۀ چې ځما درخانۍ مور له ايښې وه – هغی ته مې لاس کړو او په کوتری پسی باهر او وتلم ـ کوتری د ور نه باهر ولاړ وه ـ چې ځما لاس کښې ئي د چوکی په ځای د غوښی ټوټه اوليدله نو لکۍ ئي او څنډوله او په سترګو کښې رنړا راغله ـ ځما خوا له راغی، غيږ کښی مې اوچت کړو ـ ګاونډی مې لا هلته ولاړ وه ـ چي هغه دا بدله ننداره او ليدله نو غږ ئي کړوـ
ـ“ دا په دی لږ ساعت کښې څه چل اوشو ـ اوس دې وهلو، اوس دې ورته په لاس کښې غوښه نيولی ده ؟ ”
ـ“ کوتری هوښيار دی ـ کار ئي اوکړو ـ دَ خواښی په لاسو کښي ئي سم غاښونه خښ کړل – اوس په چغو ده ـ لور ته وائي کډه مې او تړه ـ نوره دلته نه پاتي کيږم خپل کور ته زم ” ـ
ـ“ رښتيا ؟ ”
ـ“ هؤ کنه ـ د نر بچی دی ”
ـ“ آدم خانه ! دا کوترې دی يو څو ورځو له ما ته راکه ـ ځما خواښی هم د ډيرو ورځوځما کره ناسته دۀ ” ـ
*******