فلم “انګار” کې په مختلف کردار کې راروانه يم، سبا کاظمي
هنري خبرونه :
د پښتو فلمونو او ټلويزيون سريالونو ممثيلې او ماډلې سبا کاظمي وويل چې د فلم ساز مظفر خان او
هدايتکار ارباز خان په نوي پښتو فلم “انګار” کې، په مختلف کردار کې راروانه يم، د کوم شمېر چې به زما په کاميابو فلمونو کې کېږي. د دې خيالاتو اظهار نوموړې د “انګار” په سيټ باندې رسنيو سره خبرو اترو کې وکړو. سبا کاظمي زياته کړه چې ما په خپل ژوند کې په ډېرو فلمونو کې مختلف کردارونه ترسره کړي، خو په “انګار” کې په يو نوي سټائل کې راروانه يم، کوم چې به زما خوښونکي دپاره يوه ډالۍ وي. نوموړې وويل چې د پښتو فلم “انګار” هدايتکار ارباز خان، فلم ساز مظفر خان، ليکوال سليم مراد، ډائيلاګ دروېش، عکاسي مزمل شاه، مرستيال فلم ساز ضياء خان او خالقو خان دي، په کاسټ کې زما نه علاوه ارباز خان، سونو لعل، جهانګير خان، سنبل، طارق جمال، زرداد بلبل، کرن علي، آصف خان، پرويز زرګر، سدره علي اور راحيله آغا شامل دي. د فلم ريکارډنګ شپه او ورځ روان دی، کوم چې به د لوې اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.