په ځانمرګي بريد کي يو زده کوونکی وژل سوی دی
د پوهني وزارت وايي نن سهار د فارياب ولايت په مرکز کي د یوه ځانمرګي بريد ترڅ کي د ښوونځی يو زده کوونکی وژل سوی او اته ملکي کسان زخميان سوي دي ، د وزارت په وينا وژل سوی شاګرد احمد فرها د د عبدالرحیم زوی د پشه خا نه د متوسطه د لومړی ټولګی زده کوونکی و .
وزارت د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي د وژل سوي زده کوونکي د کورنۍ سره غمشريکي کړې ده .
تر اوسه دا نه ده څرګنده چي د ځانمرګي اصلي هدف څه و او د پيښي نور قربانيان څوک دي .