هرات: سوځول شوي مړي موندل شوي

اسدالله زړه سواند | اکتوبر 18th, 2011


د هرات ولایت امنیتی چارواکي وایی، چی په یوه کور کې یی درې مړي موندلي، چې سوزول شوي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو د څانګي مسول،نورخان نیک زاد وایی، دغه کسان چي ګمان کیږي قصدا وژل شوي وی یوه ښځه یو ماشوم او یو سړی پکی شامل دی.
تر اوسه د پیښی په تړاو څوک ندی نیول شوي، خو پیښه تر څیړنی لاندی ده.‬

Copyright Larawbar 2007-2024