کور / راپور / امریکا : په بې رحمي سره د ماشومانو د وهلو او وژلو په اړه راپور

امریکا : په بې رحمي سره د ماشومانو د وهلو او وژلو په اړه راپور

د امریکا په متحده ایالاتو کي د غفلت یا ناسم چلند له امله په هرو پنځو ساعتونو کي یو ماشوم خپل ژوند دلاسه ورکوي . د حکومتي چارواکو له خوا اټکل سوئ چي په ۲۰۰۹ز کي د ناوړي رویې په نتیجه کي ۱۷۷۰ تنه ماشومان وژل سوي دي، حال دا چي د له منځه تللو ماشومانو شمېر د کانګرس د یوه تازه راپور له مخي تقریباً ۲۵۰۰ دئ .


په امریکا کي په تکراري ډول د ماشومانو د وژلو په اړه د بي بي سي انګلیسي پاڼي لپاره”ناتالي انتېلاوا” هر اړخیز راپور لیکلئ او څېړنه یې کړې . ددغه راپور له مخي په صنعتي هیوادونو کي هره اونۍ ۶۶ تنه تر ۱۵ کالو کم عمر لرونکي ماشومان له منځه ځي، چي د دې ډلي څخه یې ۲۷ کسان امریکایان دي .
په امریکا کي تر نورو ایالتو په تکساس کي زیات شمېر ماشومان د ناسم چلند سره مخ کیږي . په دغه ایالت کي ((د ډالاس د ماشومانو طبي مرکز)) د زیاتو رنځورو او غم ځپلو ماشومانو سره لاس او ګرېوان دئ او د دغه ستونزي د حلولو لپاره د خپل مرکز د پراخېدو پلان په نیت کي لري .


امریکا : په بې رحمي سره د ماشومانو د وهلو او وژلو په اړه راپور


•    د “اېما” کیسه :
“اېما تومپسن” د څلورو کالو عمر درلود چي په ۲۰۰۹ز کي د وهلو له امله ووژل سوه . په دې اړه ځانګړی راپور لیکي چي د اېما پوښتۍ ماتي سوي وې، شونډان یې په وینو رنګ وه، د بدن پر زیاتو برخو یې داغونه وه او ان ککرۍ یې هم ماته سوې وه . همداراز راپور زیاتوي چي پر نوموړي جنسي تېرۍ هم سوئ و .
په ضالمانه توګه یې د وژني له امله مور او د مور ملګري ته د زندان سزا ورکول سوې ده . د اېما پلار “بېن” د خپلي لور د کیسې کولو پر مهال سخت ژاړي، خواشیني ښيي، خو وايي چي د اېما په شاوخوا کي ټوله د دې د قاتلانو په ډلي کي شامل دي .


د اېما په څېر په سلګونو نور ماشومان د ورته ناوړه ستونزو سره مخ دي .


•     د موجودي ستونزي د حل په لوري :
ځیني دا هرڅه د مصروفو څېړونکو او نامنظمي ادارې ملامتیا بولي، خو یو شمېر نور بیا په دې عقیده دي چي فدرالي حکومت پر دې نه دئ بریالی سوئ چي د کورنۍ غړي دي یو ځای سره وساتي . همداډول په “تکساس” کي د ماشومانو د دفاع د ټولني په وینا ذکر سوي حالات ډېر مغلق دي، په ځانګړې توګه که د ماشوم والدین رښتیني نه وي، نو مسئله نوره هم سختیږي.
په واشنګټن کي سیاستمداران کوښښ کوي چي ذکر سوئ حالت  د”ملي ناورین” په نوم ونوموي . دغه راز د یادي ستونزي د له منځه وړلو لپاره یو ملي کمېسیون ته دنده سپارل سوې چي د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کي د ماشومانو سره د ناسم چلند مخنیوی وکړي .


امریکا : په بې رحمي سره د ماشومانو د وهلو او وژلو په اړه راپور


•      د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي د ماشومانو د وژلو علت : 
له یوه اړخه که په پرمختللو هیوادونو کي ماشومان د مور او پلار د زیاتي آزادۍ له امله د مرګ د خطر سره مخامخ کیږي، له بله اړخه په غریبو هیوادونو کي کم غذايي مواد او/يا د جګړې له امله ناوړه حالات د ماشومانو د روښاني راتلونکي په لاره کي لوی خنډ ګرځي او تنکي ځوانان یې د ستونزو سره مخ کړي دي .


د ((ماشومانو او جګړې = Children and war)) نومي موسسې د ويبپاڼي راپور لیکي چي په ۲۰۰۹ز کال کي د اټکل له مخي تر یو بیلیون زیات ماشومانو په ناآرامو سیمو کي ژوند کاوه او د شخړو او جګړو سره لاس او ګرېوان وه .


دغه راز ویل کیږي چي تقریباً دوه میلیونه د جګړو له امله له منځه تللي دي، ۱۸ میلیونه ماشومان مهاجر سوي، د ۵۰۰ میلیونو او ۱،۵ بیلیونو ترمنځ ماشومان د وحشت او ناسم چلند سره مخ دي او شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ تنه نور په جنګ ورګډ سوي او د عسکر په حیث دنده اجرأ کوي.




سرچینه : د بي بي سي انګلیسي پاڼه