کور / هراړخیز / د ښوونکي غوره صفتونه

د ښوونکي غوره صفتونه

په دي باندي به خپلي خبري پیل کړم چي وايي « هر عالم ښوونکی نه شي کیدای ، خو هر ښوونکی عالم کیدای شي » ، ډيره په زړه پوري موضوع ده او زړه مي هم غواړي ډير ورباندي بحث وکړم خو څه وکړم وخت راسره یاري نه کوي او نه هم زه دومره وس او توان لرم چي د یوه دومره دروند شخصیت په ټولو خصوصیاتو ، صفتونو او ځانګړتیاوو وغږیږم او یا يي د کاغذ پر مخ ولیکم ، خو بیا هم هغه څه به ګرانو لوستونکو ته ولیکم چي زما په وس او توان پوره وي ، او هغو کسانو ته چي د ښوونکیتوب او یا هم ښوونکي له قدر او عزت څخه تر اوسه غافل پاتي دي ددې محترم او عزتمند شخص په اړه به دهغه ځيني صفتونه او ځانګړتیا بیان کړم ، خداي (ج) دې وکړي چي موږ ټول ددې قدرمن شخص له مقام څخه خبر شو ، ورباندي وپوهیږو او بیا ورته د عمل جامه ور واغوندو، ځکه دا خبره کوم چي موږ په خوله باندي ډېر څه وایو خو په ډېر تأسف سره ډېر کم پیښیږي چي هغه دي موږ پخپل ژوند کي عملي کړو . په روزنیزه اداره کي وايي « ښه مدیر هغه دی چي عملاً اقدام وکړي » نو موږ ته دي هم الله (ج) وس او توان راکړي تر څو هغه څه چي وایو او ورباندي خبري کوو ورته د عمل جامه ورواغوندو یاني هر څه چی وایو لومړی خو یي باید په خپل ځان عملي کړو او وروسته یي باید بل ته وروښیو .
د اسلام ګران او محبوب پیغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) فرمایلي دي « انما بعثت معلماً» ګران پیغمبر(ص) وايي ؛ زه ښوونکی رالیږل شوی یم . او همدارنګه په قرآنکریم کي د ښوونکي د مقام او منزلت په خبري شوي دي .
ښوونکی باید له داسي ځانګړتیاوو او صفتونو څخه برخمن وي تر څو هغه مسؤلیت چي دی يي د الله (ج) پر وړاندي ، د ټولني پر وړاندي او همدارنګه د هغو تنکیو ماشومانو او زده کوونکو پر وړاندي لري په سمه او ریښتني توګه يي تر سره کړي ، ښوونکی باید خپل زده کوونکي وپيژني ، د هغوی د درک او استعداد قوه معلومه کړي او دهغوي پر هغو مسایلو باندي چي لازمه ده خبر شي ځان وپوهوي او دهغوي د راتلوونکي ژوند په فکر کي واوسي ، ځکه همدا د نن ورځي تنکي ګلان دي چي سبا د یوې ټولني لپاره ، د یوه هیواد او په هیواد کي د الهي اوامرو د پلي کیدو لپاره د خدمت جوګه ګرځي ، الله (ج) په خپله وايي چي « آیا هغه کسان چي پوهیږي له هغو کسانو سره چي نه پوهیږي برابر دي ؟ بیرته پخپله وايي ؛ نه هیڅکله نه » .
نو خداي (ج) دي وکړي چي زموږ د ګران هیواد ښوونکي هم خپل مسؤلیت په سمه توګه سره تر سره کړي او داسي کسان وروزي چي ددې جنګ ځپلي هیواد د ځورول شویو خلکو د زخمونو او پرهرونو لپاره ملهم او پټۍ شي .                        په درنښت
۱۳۹۰/۰۳/۱۴
حسن خان درمل د کابل پوهنتون د ارواپوهني او روزنیزو علومو پوهنځي د ادارې او مدیریت څانګي د دریم ټولګي زده کوونکی.
(الف)
په قرآني زده کړو کي یو غوره ښوونکی


په هر ښوونځي کي د هماغه ښوونځي کي د ښووني او روزني موخو ته د رسیدو لپاره له ځانګړو لارو او طریقو څخه ګټه اخیستل کیږي . د اسلام په مبین دین کي هم (قرآنکریم) چي د ټولني لپاره پوره دستورونه لري د ښوونکي ارزښت ته یوه ځانګړي پاملرنه شوي ده ، یاني هغه لاري او طریقې چي د ښووني او روزني پاکو موخو ته د رسیدو لپاره پکاریږي چې دهغو موخو ستره موخه (( انسان جوړونه )) ده په ښکاره ډول بیان شوي.
په اسلام کي د روح ښوونه او روزنه د ژوند په ټولو لارو کي د فطرت پر بنسټ چي د انسانانو غوره لارښوود دی بیان شوي دی نو ښوونکي او روزونکي له دې زده کړو څخه په ګټه اخیستنه سره کولاي شي د خپلو ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره استواره او محکمه ښوونه او روزنه برابره کړي ځکه همدا ماشومان او نوي ځوانان دي چي د یوي ټولني راتلوونکی ټاکي . بشري ټولنو نن ورځ د علم ، صنعت ، اختراع او ټکنالوژي د پرمختګ سره هڅه کړي چي نوي کشفوني وکړي او له دي ټکنالوژي څخه د خپل ژوند د غوره والي لپاره ګټه اخلي خو ددې علمي او مادي پرمختګونو تر څنګ بیا له معنوي او اخلاقي اړخه په تدریج سره له سقوط سره مخامخ دي او نه شي کولای د بشر د بریالیتوب او نیکمرغي په لوري یو ښه لارښوود شي ، خو تاریخ شاهد دی چي اسلامي فرهنګ د بشر د لارښووني او اداري صلاحیت لري او آسماني مقدس کتاب دغه ستر مسؤلیت په خپله غاړه اخیستی دی.
قرآنکریم د عمل کتاب دی ، هماغه د سعادت او نیکمرغي کیلي ده چي د اوومي میلادي پیړۍ له لومړیو څخه د بشر په اختیار کي دی او له سلو کلونو څخه په لیږ وخت کي یې دری براعظمه (آسیا ، آفریقا ، او اروپا((اسپانیا)) ) تر خپل نفوذ لاندي راوستل او یوه نوي نړۍ یي جوړه کړه .
ډاکټرګوسټاولوبن فرانسوي وایي (( هر ډول نوی روزنیز سیسټم د بشر لپاره دری لازمي دورې لري تر څو په تدریج له هغو څخه ګټه واخلي او له هغه وروسته د دریم نسل لپاره ګټوریږي ، خو قرآنکریم دا ډول کتاب دی چي د روزني آثار یي په هماغه لومړني نسل کي ښکاره او په ډاګه کړل او د کمال حد ته یي ورسول ، داسي امت يي وروزه چي له یوې پیړۍ څخه په لیږ وخت کي یي د نړۍ په دریو وچو لکه آسیا ، آفریقا او اروپا(اسپانیا) باندي حکومت کړ.
په اوسني کړکیچن حالت کي چي پوهان او د نظر خاوندان هڅه کوي تر څو د خلاصون لاره پیدا کړي او بشریت له هغه لوی خطر څخه چی دی تهدیدوي ، خلاص کړي . د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) فرمایلي دي : « هر کله چي په یوه ټولنه توري پردې سیوری واچوي ، نو قرآنکریم ته مخ راواړوئ او د هغه له لارښووني څخه ګټه واخلئ». کولاي شي چي د انساني ټولني د خلاصون لامل شي او بشریت د نیکمرغي او خیر په لوري لارښوونه کړي . قرآنکریم د ښووني او روزني په آدابو او موخو کي ستر کتاب دی . قرآنکریم د انسان د ژوند روح او معنی ته ځلیدونکي ستوري ورکړي او د ملتونو په منځ کي د آزادي د حرکتونو برابرونکي دی. د قرآنکریم له نازیلیدو څخه موخه لارښوونه او رحمت دی ، هغه لاره او طریقه چي قرآنکریم یي د انسانانو لپاره رسموي نو د پيدایښت د قوانینو او د یوه ښکلي (احسن) نظام پر بنسټ رامنځته شوي دي او مخاطبان یي هم ټول هغه انسانان دي چي په هغه باندي ایمان او باور ولري .
له هغه ځایه چي ښوونه او روزنه یو نازک او سخت امر دی نو اړینه ده چي ښوونکی د یوه انسان ماهیت او حقیقت په سمه توګه وپیژني او د انسان داخلي استعدادونه ومومي او د انسان په روزنیزو موخو پوري تړلی واوسي . په حقیقت کي ښوونکي د یوي ټولني او د هغي د وګړو د تحول او پوره والي بنسټ جوړوي نو پرهمدي بنسټ ده چي ښوونکیتوب او د انسانانو لارښووني د کارونو اصلترین او شریفترین لقب ګټلی دی؛ ځکه چي د ښووني او روزني بنسټیزه موخه «انسان جوړونه» ده او ښوونکی او مربي د انسانانو د ښووني او روزني لپاره راغلی دی . بریالی ښوونکی باید خلاق وي او په عین وخت کي د داسي نویو لارو د پلټلو په لټه کي وي چي دده معلومات نور هم ډیر کړي . د ښوونکیتوب هنر په دي کي دی چي په روحیه سربیره په زده کوونکو کي په نفس اعتماد قوي کړي تر څو وکولای شي د ژوند د ستونزو پر وړاندي ودریږي او مقاومت وکړي او دا هنر په ایمان پوري تړلی دی . دلته ایمان په دې معني نه دی چي یواځي د یوه خاص مذهب او یا الهیاتو پيروي وکړي بلکه ایمان په دي معني چي په دي باوري واوسي چي د روزني په لاره کي تړلي دروازي او یا غیرممکنه اوضاع شتون نه لري.
په قرآنکریم زده کړو کي د یوه غوره ښوونکي ځانګړتیاوي:
له هغه ځایه چي ښوونکی ډیر کلونه له زده کوونکو سره یو ځای وي او د ژوند په حساسو کلونو کي چي هغه ماشومتوب او نوي ځواني ده چي په دې وخت کي د یوه زده کوونکي د شتون ونه شکل نیسي له هغه سره یو ځاي او ملګری وي ، نو قرآنکریم چي د انسان جوړوني کتاب دی د یوه  ښه ښوونکي لپاره یي صفات بیان کړي چي په لاندي ډول سره یي بیانوو.
تواضع (عاجزي ):
د یوه ښوونکي لومړنۍ ځانګړتیا یا صفت تواضع او عاجزي ده ، تر څو زده کوونکي خپلي درسي او غیر درسي ستونزي په راحتي سره ښوونکي ته بیان کړي چي له دي لاري هم علمي ګټه واخلي او هم د ژوند درس زده کړي . لکه چي رسول(ص) فرمایلي دي « الله (ج) ماته وحي وکړه تر څو عاجز واوسم». عاجزي په دي معني چي د حق پر وړاندي تسلیم وي ، خپلو همنوعو ته درناوی ولري ، او د خپلو او نورو د واقعي حقوقو د ځاي پیژندل چي دا ټول د روحي ثبات او رواني آرامتیا څخه سرچینه اخلي .
مهرباني :
له هغه ځایه چي زده کوونکي د خپلو ښوونکو خلقي تأثیرات او رفتار له خپله اختیاره پرته قبلوي او په هغه لوري ځي نو یو له هغو صفاتو څخه چي د یوه ښه ښوونکي لپاره لازم او ضروري ده د مهربانی له مخي له نورو سره چلند کول دي تر څو زده کوونکي هم د ښوونکي تر دې چلند لاندي وکولاي شي په راحتي سره خپلي ستونزي بیان کړي او همدارنګه د ښوونکي له لارښوونو څخه لازمه ګټه واخلي او هم په خپله زده کوونکي د ټولني او د ټولني د وګړو پر وړاندي ښه او نیکه رویه وکړي . اخلاقي تغییرات یواځي د پند او اندرز په توګه نه رامنځته کیږي بلکه هغه وخت د ا مهم امر تحقق پیدا کوي چي له انساني عمل او رفتار سره یو ځاي وي . هر وخت باید په یاد ولرو چي د هغي عاطفي رابطي بنسټ چي د ښوونکو او زده کوونکو تر منځ رامنځته کیږی دا د ښوونکي اخلاق او روحیات دي ، نه د هغه د تدریس طریقې.
نیک اخلاق:
 یو د ښوونکیتوب له بنسټیزو شرطونو څخه  په خبرو کي د هغه نرمي او نیک اخلاق دي ، په داسي ډول چي ټول زده کوونکي خپل ځان ته ور جذب کړي او د هغوی زړونه په لاس راوړي . لکه چي الله(ج) د طه سورت په ۴۴ آیت کي فرمایلي دي « فقولا له قولا لینا: هغه ته په نرمي سره خبري وکړئ» . د متکلم په خبرو کي نرمښت او لطافت ددې لامل کیږي چي مخاطب کسان ورجلب کړي او دا پخپله یو له هغو لاملونو څخه دي چي د متکلم درسونه ، نصیحتونه او پندونه پر مخاطبانو تأثیر واچوي .
امام باقر(ع) ددې آیت شریف « قولو اللناس حسنا» په تفسیر کي فرمايي « قولا للناس احسن ما تحبون ائن یقال لکم، د خلکو سره په هغه ډول چي تاسو یي په سمه توګه خوښوئ له تاسو سره خبري وشي ، تاسو هم ورسره خبري وکړئ». ښوونکي په هماغه ډول لکه چي الهي انبیاوو د خلکو د زړونو په جلبولو او جذبولو کي هڅه کوله تر څو وکولاي شي خلک په سمه او نیکه لاره لارښوونه کړي ، نو دوی (ښوونکي ) د زده کوونکو د زړونو په جذبولو کي هڅه وکړي تر څو وکولاي شي په سمه طریقه هغوی لارښوونه کړي او په ټولنه کي يي له شته ګردابونو او ستونزو څخه خبر کړي.
صبر:
 الله (ج) په قرآنکریم کي صابران ستايي او فرمايي « والله یحب الصبرین ؛ الله (ج) له صابرانو سره مینه لري » . دا خطاب چي د نړۍ ټول خلک په بر کي نیسي انسانانو ته د ستونزو او سختیو پر وړاندي د نرمښت(برده باري) او صبر درس ورکوي تر څو له دي لاري د الله (ج) د رضایت او محبت وړ وګرځي ، نو ښوونکی هم باید صابر او بردبار واوسي ، په ځانګړي ډول هغه ښوونکي چي په لومړنیو دورو کي له داسي ماشومانو سره مخامخ وي چي له یوې خوا په داسي سن یا عمر کي وي چي ډېر له حرکته ډک او ناآرام وي او له بلي خوا هم نوي له خپلي کورنۍ څخه جلا شوي وي او نوي ښوونځي ته ننوتي وي ، نو یو ښه ښوونکی باید د خپلو زده کوونکو د ناآرامیو پر وړاندي ، شیطانتونو او حتی د یوه مطلب یا موضوع په وخت سره د درک او فهم پر وړاندي صبور او بردبار وي او له هغوي سره په ډېره نرمي او ښه خلق سره خبري او رفتار وکړي ، ځکه چي په صبر سره کولای شي ډېرو مهمو کارونو ته لاسرسی ولري ، نو همدا پرتحریکه ، ناآرام او په وخت سره درک کوونکي زده کوونکي دي چي ډېره روښانه راتلوونکي به ولري چي په نژدې راتلوونکي کي به د ښوونکي د صبر او ښواخلاقو له وجی روښانه شي . امام علي (رض) میفرماید « په هر کار کي صبر د مرستي او کمک څخه ګڼل کیږي » .
تیرېدنه (ګذشت):
الله (ج) د حجر د مبارک سورت په (۸۵) آیت شریف کي رسول الله (ص) ته فرمايي « وما خلقناالسموات والارض و ما بینهم الا بالحق و ان الساعة لاتية فاصفح الصفح الجميل ؛ او ما نه دي پیدا کړې هغه څه چي په آسمانونو او ځمکه او هغه څه چي ددې دواړوتر منځ دي مګر یواځي او یواځي د صحیح مقصد او حکمت لپاره پیدا کړي او څه وخت چي قیامت راورسیده ، نو ای رسول الله (ص) له دي منکرانو څخه په نیکي سره تیر شه ». امام کاظم (ع) ددې آیت شریف په تفسیر کي فرمایي « صفح الجمیل  ؛ یاني د ګناه په مقابل کي ځورونه او عذاب نه ورکول » . حضرت موسی(ع) ته د حضرت خضر(ع) یو وړاندیز دا وو چي ؛ څوک باید د غلطي او خطا په مقابل کي ونه ځورول شي . نو پر همدي بنسټ ویلای شو چي یو د ښه ښوونکي له ځانګړتیاوو څخه هم د هغه تېرېدنه او سترګي پټېدنه ده چي د بشري تاریخ په اوږدو کي د انسانانو د ستر ښوونکي (رسول الله (ص)) رفتار او اعمال له ځانګړي وړتیا څخه برخمن وو.
په ډېرو ځایونو کي ښوونکی په خپلو زده کوونکو کي ځانګړی رفتار ویني او یا هم غیر منطقي کلمې او جملي ترینه اوري ، نو که چیرته یو ښوونکی د زده کوونکو دا رفتارونه او یا خبري هر ځل رد کړي او یا یي ددي کارونه په کولو سره وترټي نو نه یواځي دا چي هغه استعدادونه چي د زده کوونکو په دننه کي دي نه شي کشفولای او فعالیت کولو ته یي نه شي رسولاي بلکه ددې لامل کیږي چي زده کوونکي د ښوونکي پر وړاندي مأیوسه او هغه احترام چي باید یوه ښوونکي ته وشي له منځه ځي .یو نمونه یا ښه ښوونکی باید هر وخت په یاد ولري چي ډېر ځله د غلطیو په نظر کي نه نیول او یا هم تېرېدني له تنبیي څخه په سمه او ښه توګه کولای شي د زده کوونکو په روزنه کي ګټور واقع شي .
حضرت علي (رض) فرمایي « څوک چي کارونه په نرمي ، ښو اخلاقو او په ګټه رسوونکې توګه ترسره کړي نو بهترین د خلکو دي». نو یوه نمونه یا ښه ښوونکی د خپلو زده کوونکو خطاوي او غلطیوي په نظر کي ونه نیسي او د یوه منطقي او صحیح رفتار په نیولو سره هغوی خپلو غلطیو او خطاوو ته متوجه کړي او هغوی ته سمه او صحیح لاره ورښيي. خو که چیرته د سم او منطقي رفتار پر ځاي چي له زده کوونکو سره یاید وشي د زده کوونکو سره غلط او بد رفتار وشي یاني که داسي ووایو چی له هغوی سره منفي رفتار وشي نو دا ددې لامل کیږي چي زده کوونکي د خپل ښوونکي پر وړاندي مایوسه شي او په پایله کي ښوونکي نه شي کولای هغه اصلي موخه چي د ټولني د راتلوونکي نسل روزنه په سمه توګه سره تر سره کړي.
ریښتنولي:
 ریښتنولي او صداقت د انسان په فطرت کي ځاي شوي او شخص ذاتأ هغه ته میلان او تمایل لري . الله (ج) هم په قرآنکریم کي له خلکو څخه غواړي چي ریښتني او صادق واوسي . حضرت علي(رض) د پرهیزګارانو له غوره او ښو صفتونو څخه  په خبرو کي د هغوي ریښتنولي بیانوي . ریښتنولي او صداقت د خبرو روح او حقیقت دی . امام علي (رض) په یوه خطبه کي داسي فرمایلي دي « الله (ج) چي چاته د خلکو په منځ کي ریښتنولي عطا کړي نو دا یو له غوره میراثونو څخه ده چي یو څوک یي په میراث پریږدي ». د پوهانو یو له واقعي نښو څخه داده چي له ډيرو زده کړو څخه وروسته په دي وپوهیږي چي په څه نه پوهیږي او د نړۍ مجهولاتو احاطه کړی دی . نو یو ښوونکی هم باید دا تمه ونه لري چي په ټولو شیانو احاطه ولري او په ټولو شیانو په سمه توګه وپوهیږي ، ځکه د یوه انسان ارزښتمندکېدل یواځي په معلوماتو پوري اړه نه لري . یو بریالی ښوونکی باید خلاق وي او له هغه سره سره د داسي نویو لارو په لټه کي چي دده د معلوماتو د ډیروالي لامل شي . له هغه ځایه چي یو ښوونکی په مطالبو سم نه پوهیږي نو باید په خبرو کي ریښتنولي ولري او د دې پرځاي چي یو مطلب بیان او تشریح کړي په ډېره راحتي سره د خپلي پوهي په نشتوالي باندي اقرار وکړي ، دا اقرار او اعتراف نه یواځي دا چي ښوونکی خوار او ذلیل نه جوړوي بلکه د هغه په لویوالي باندي نور هم اضافه کوي . امام باقر(ع) فرمايي « په هغه څه باندي چي پوهیږۍ په ژبه یي راوړۍ او د هغه څه په باره کي چي نه پوهیږي ووایاست چي یواځي الله (ج) په هغه ښه پوهیږي او ورباندي خبر دی».
د زده کوونکو د شخصیت ساتل:
روزنه یو ډېر ستونزمن او سخت کار دی د نورو کارونو تر څنګ ښه ښوونکی باید د زده کوونکی شخصیت وساتي او د زده کوونکو عذر باید قبول کړي . الله (ج) د قرآنکریم په ډېرو آیتونو کي د انسان د تکریم او عزت په خبري کړي دي او په اسلامي روایتونو کي د نورو له ځورولو څخه په ټینګه سره منع شوي ده.
امام صادق(رض) په دي باره کي فرمایلي دي « هیڅوک مه ځوروۍ ځکه کیدای شي الله (ج) په هغه باندي رحم وکړي او تا په هغه څه باندي مبتلا کړي» . یو ښوونکی او مربي د زده کوونکو په خطاوو له غلطیو سره سره د هغه شخصیت وساتي تر څو هغه خپو غلطیو ته پام وکړي او د هغه د جبران په لټه کي شي ، ځکه چي شخصیت د زده کوونکو ستره معنوي پانګه ده نو که چیرته هغه په پام کي ونه نیول شي او هغه ته سپکاوی وشي نو په راتلوونکي کي د دې لامل کیږي چي هغه ډیري نوري غلطي و خطاوي وکړي . نو پر همدې بنسټ ښوونکی باید ډېره هڅه وکړي چي تل د زده کوونکو شخصیت وساتي او د زده کوونکو د آبرو او عزت په ساتلو سره هغوی ته روزنیز مسایل ور زده کړي او هغه د سرته رسیدو یا اجرا پړاو ته ورسوي . په قرآنکریم چي ټولو مؤمنانو ته یو خطاب شوی دی هغه دادی چي یو او بل ته له مسخره کولو څخه ډډه وکړۍ. الله (ج) فرمايي « یاایهاالذین آمنوا لا یسخر قوم من قوم عسی ان یکونوا خیرا منهم؛ ای هغه کسانو چي ایمان مو راوړی هیڅکله هم باید یو قوم بل قوم مسخره یا استهزا نه کړي ، کیدای شي دا قوم چي مسخره کیږي غوره مؤمنان وي ». د اسلام ګران پیغمبر(ص) هم په دې اړه فرمايي« هیڅ یو مسلمان ووړ مه ګڼۍ ځکه چي د هغوي ووړ د الله (ج) پر وړاندي لوی دی ». همدارنګه حضرت موسی (ع) هم مسخره یا تمسخر ناپوهي او جهالت ګڼلی دی . یو ښه یا نمونه ښوونکی هغه دی چي روحیات وپیژني او د هماغه روحیاتو پر بنسټ له خپلو زده کوونکو سره چلند وکړي او هیڅکله هم یو زده کوونکی ددې لپاره چي د هوښ له اړخه ضعیف دی نه مسخره کوي او دهغه عیب نه بیانوي . ښوونکی هغه وخت کولای شي له خپلو زده کوونکو سره په سمه او مؤفقه توګه چلند وکړي چي پخپله د زده کوونکو پر ځاي ځان وګڼي او له هغه سره سره خپل ماشومتوب او نوي ځواني په یاد ولري .
د یوه ښه ښوونکي خبري باید د هغه د کړنو مطابق وي:
 د ښوونکیتوب یو له بنسټیزو اصولو او شرطونو څخه د هغه د خبرو او کړنو مطابقت دی . ښوونکی باید په پام کي ولري چي د خبرو ، رفتار او کړنو تر منځ یي باید همغږي شتون ولري. لکه چي الله (ج) هغه خلک چي نورو ته خبري کوي او په خپله ورباندي عمل نه کوي ملامتوي يي . حضرت علي (رض) دا په دا ډول خلکو د الله (ج) لعنت وايي او فرمايي « هغه کسان چي امر په معروف کوي خو پخپله هغه پریږدي او نه يي کوي او په منکر څخه خلک منع کوي خو پخپله یي ترسره کوي ، لعنت کوي ». نو یو ښوونکی ددې لپاره چي خبري يي د نورو په زړونو کي ځاي ونیسي ، لومړی په هغه څه چي دی یي وايي پخپله عمل وکړي او بیا يي نورو ته بیان کړي.
د غوره ښوونکو ځانګرتیاوي:
 موخه ولري
 د ټولو زده کوونکو د بریالیتوب په هیله وي
 د ابهام تحمل ولري
 د زده کوونکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره تغییر او همغږیتوب ته میلان یا تمایل ولری
 که زده کوونکي ونه پوهیږي نو نه ناراحته کیږي
 پخپل کار باندي فکر کوي
 له خپل کار او زده کوونکو څخه لذت اخلي
 ښه ښوونکي موخه لري:


تاسو نه شۍ کولای چي په ټوله معني سره ښه او غوره واوسۍ ، بلکه په یوه شي یا کار کي ښه او غوره واوسۍ . د یوه ښوونکي په حیث تاسو باید وپوهیږۍ چي ستاسو زده کوونکي څه غوښتني لري او دې غوښتنو ته د رسیدو لپاره باید یو پلان ولرۍ ، تاسو هم د هغه څه په اړه چي په یوه ټولګي کي رامنځته کیږي د هغو موخو پر بنسټ چي تاسو غواړۍ ورته ورسیږۍ  غوښتنه لرۍ ، که چیرته وغواړۍ ماشومان د راتلوونکو دندو لپاره چمتو کړۍ نو له هغوی څخه د وخت پیژندنه او ښه پاملرنه وغواړۍ . که چیرته د کانکور په يوه ټولګي کي تدریس کوۍ نو د آزمویني د شکل په توضیح کولو او د زده کوونکو د مهارتونو په زیاتولو باندي وخت تیروۍ او که چیرته غواړۍ چي ستاسو زده کوونکي د کتاب په ویلو او زده کولو کي غوره شي نو باید په ټولګي کي د ویلو او د لازمو کتابونو د منابعو څخه په ګټه اخیستنه باندي وخت تیروۍ . غوره ښوونکي د خپلو زده کوونکو د بریالیتوب په انتظار وي . په ټولو سطحو کي په ځانګړي ډول د لویانو په ښوونه او زده کړه کي د زده کوونکو په ژوند کي ډیر لاملونه او فکټورونه شتون لري چي ښوونکی نه شي کولای د ټولو بریالیتوب تضمین کړي ، په عین وخت کي که چیرته موږ خپل زده کوونکي په جبري ډول سره یوه رفتار ته وهڅوو نو زده کوونکي او ماشومان به موږ په بي تعهده ډول حس کړي او ناهیلي کیږي ، خو موږ کولای شو په یوه ساده پوښتنه سره خپل چاپیریال سم کړو . آیا ما په دي ټولګي کي ، په همدي وخت کي ، د ټولو زده کوونکو غوښتنو ته د رسیدو لپاره ، خپل ټول بریالیتوب ته د رسیدو لپاره ټول هغه کارونه چي سرته مي باید رسولاي وای ، تر سره کړي مي دي ؟ نو تر یوه وخته کولای شۍ ووایي \”  هو\” تاسو یو ګټور او بریالی چاپیریال رامنځته کړی دی.
 ښه ښوونکي د ابهام تحمل لري:
د تدریس له  سترو چالشونو څخه یو هم د دقیق او فوري رسمي پوښتني  له نشتوالي څخه سرچینه اخلي ، زده کوونکي چي نن ورځ یواځي د سر په ښورولو او تر شونډو لاندي د درس په زمزمه کولو سره په ټولګي کي په زور او جبر سره درس لولي امکان لري چی سبا ووايي چي لوړ بالیتوب او مؤفقیت یي په ریاضي کي تر لاسه کړی او ستاسو د پرون ورځي له درس څخه مننه کوي . زموږ د کار د اوږدمهاله پایلو د وړاندویني لپاره به لاره شتون ونه لري خو په هغه صورت کي که چیرته موږ د خپلي موخي د محتوا او سټراټيژي په اړه سمه ټاکنه وکوو او د ټولو زده کوونکو د بریالیتوب لپاره هڅه وکوو نو ډېر لیږ به په غافلتوب کي راګیریږو او د هغه پر ځای به په هغو شیانو ډیر تمرکز کوو د کومو په کنټرول چي وس لرو او باور ورباندي لرو ، نو په دې صورت کي به د خپلو کارونو ښه پایله ولرو ، نه بده پایله.
 ښه ښوونکي د زده کوونکو او ماشومانو غوښتنو ته د رسیدو لپاره تغییر او میلان لري:
آیا واقعاً کولای شو دا دعوه وکړو چي په یوه جغرافیايي ټولګي کي مو درس ورکړی ، په داسي حال کي چي هیڅوک هم زموږ د درس په مفاهیمو باندي نه دي پوه شوي؟ که چیرته زموږ له زده کوونکو څخه هیڅ یو هم له ټولګي څخه بهر کتاب په لاس کي وانخلي نو آیا واقعاً هم موږ هغو ته ښه ویل یا لوستل ور زده کړي دي ؟ په غالب ډول موږ په دې اړخونو فکر نه کوو خو هغوی د ګټور تدریس په زړه کي ځاي لري . د یوه عالي درس طرح او یو عالي درس دوه بیلي موضوع ګاني دي ؛ که چیرته یوه له هغو څخه په بلي پسي واقع شي نو ډېره به ښه وي خو په دې باندي ټول پوهیږو چي دا اتفاق هره ورځ نه وي . موږ ماشومانو ته درس ورکوو تر څو هغوی زده کړه وکړي او هغه وخت چي څه نه زده کوي نو باید نوې سټراټیژي رامنځته کړو ، په نویو لارو باندي فکر وکړو او هر کار چي وکولای شو د هغوي د زده کړي د جریان د ژوندي کولو لپاره ترسره کړو . د ښې میټوډولوژي درلودل ، ډېره ښه ده ؛ خو دا هم اړینه ده چي موږ باید داسي ماشومان او زده کوونکي ولرو تر څو په ښه زده کړه کي ګډون وکړي.
 ښه ښوونکي متفکر وي:
دا ځانګړتیا کیداي شي یواځي او يواځي د ټولو ډاډه او مطلقو ښوونکو لپاره وي ، ځکه له دې څخه پرته هغه څه چي مو تر اوسه پوري وویل او بیان مو کړل هیڅ یو يي هم ودې او بلوغ ته ونه رسیږي . ښه ښوونکي په عادي ډول د خپلو ټولګیو ، خپلو زده کوونکو ، خپلو طریقو او د خپل د تدریس د طریقو او لارو په فکر کي وي ، هغوی دا پرتله کوي او په هغه صورت کي چي تضاد شتون ولري توپیرونه او ورته والي ترمیموي ، دروه کوي ، حذفوي يي او ذخیره کوي يي . هغه څه چي په یوه ټولګي کي رامنځته کیږي له هغو څخه نه لیدنه او کتنه موږ له تدریس او د زده کړي له جریان څخه لري کوي او تري جدا کوي نو؛ که چیرته موږ جلا او بیل واوسو څه ډول کولای شو اړیکي رامنځته کړو؟
 ښه ښوونکي د زده کوونکو له نه پوهیدو څخه نه ناراحته کیږي:
که چیرته موږ د هغه څه په اړه چي په ټولګي کي رامنځته کیږي په ریښتني ډول سره فکر وکړو نو داسي ستونزي او معماګاني به پیدا کړو چي نه شو کولای فوراً يي حل کړو او یا نه شو کولای پوښتنو ته ځواب ووایو . نو ډیره هڅه باید وشي چي پوښتنو ته ځواب او حل لاره ولټوو او یوه ورځ به البته (په هغه صورت کي چي موږ د هغو په لټه کي واوسو) راشي چې دې پوښتنو ته په سمه توګه سره ځواب ووایو ، نو پر همدي بنسټ زموږ تدریس هغه وخت ګټور دی چي وکولای شو په ډېره کوچنی پوښتنه سره ژوند وکړو ، فکر وکړو ، ويي ګورو او پریيږدو د پوښتني ځواب چي په یوه ځانګړي وضعیت کي یو ، پخپله وده کوي او ځواب ورته پیدا کیږي.
 ښه ښوونکي د خپل کار او زده کوونکو څخه خوند او لذت اخلي :
 دا ټکی که ډير څرګند او ښکاره دی خو په ډیره ساده ګي سره هم هیریږي . هغه ښوونکي چي د خپل کار او زده کوونکو څخه خوند اخلي ؛ انګیزه لرونکي ښوونکي دي ، انرژي لري او خلاق دي . د خوند یا لذت د ټکي پر وړاندي ، بې حوصلي کیدل شتون لري ؛ داسي وضعیت چي هیڅوک هم په هغه کي د ګړندیتوب یا چالاکي علاقه نه شي پیدا کولای . دي ته مو باید پام چي له کار څخه خوند اخیستل او له زده کوونکو څخه خوند او لذت اخیستل دوه بیلابیل شیان دي . په محتوا یا موضوع باندي ډیر تمرکز کول امکان لري ماشومانو ته د بې ارتباطي ، نه پوهیدو (سوء تفاهم) او پر ځاي د پاتي کېدو حس ورکړي . موضوع ته له پاملرني څخه پرته ، زده کوونکو ته له حده ډیره پاملرنه ددې لامل کیږي چي زده کوونکو ته ښه او مفهوم لرونکی حس ورکړي ، خو دا هم ممکنه ده چي زده کوونکو ته په چټکي سره د روزنیزو موخو په کسبولو کي مرسته ونه کړي . ددې دواړو ټکو په منځ کي د تعادل رامنځته کول وخت او پاملرني ته اړتیا لري او باید په ډير دقت سره وکتل شي ، په دقت سره وارزول شي او ستاسو په لاسته راوړنو باندي کار وکړۍ.
نو ښه ښوونکی هغه دی چي خپل فرصت له لاسه ورنکړي . ځیني داسي وایي چي زموږ زده کړه بي معنی ده ، زه یواځي د زده کولو لپاره دری شیان لرم ، نور کسان هغه لوړ خو بي معنی بولي ، دا دری شیان : ساده والی ، صبر او رحم  دي ، خو د هغو لپاره چې په خپل ګریوان کي یي کتلي په ډير ساده والي سره ورته په اعمالو او افکارو کي دا بي معنايي ، پوره معنی او مفهوم لري . نو ته د هر څه له شتون سره همغږی کیږې او د خپل ځان پر وړاندي په رحیم کیدو سره د هر هغه څه سره چي په نړۍ کي شتون لري سوله کوي.



د ښوونکي ځيني نور غوره صفتونه او ځانګړتیاوي:
 ښوونکي باید ښه خلق او عاجزي ولري او د ډيري مهرباني له مخي له خپلو زده کوونکو پر وړاندي رفتار وکړي.
 د ښوونکي رفتار او خبري باید یو له بل سره همغږي وي ، ځکه زده کوونکی یو غوره نمونه اخیستونکی دی او د خپل ښوونکي له اعمالو څخه نمونه اخلي.
 ښوونکی باید د حقو خبرو له ویلو څخه ونه ویریږي او خپل زده کوونکي په ښو او غوره نصیحتونو او پندونو د حق په لاره برابر کړي.
 ښوونکی باید په خپلو زده کوونکو کي له علم او پوهي سره شوق او علاقه را ویښه کړي او د هغوی په زړونو کي تحرک رامنځته کړي.
 ښوونکی باید د خپلو زده کوونکو پر وړاندي زړه سواند وي او له هغوی سره علاقه ولري
 ښوونکی باید په دي پوه شي چي د زده کوونکو په زده کړه او روزنه کي لطف او مینه ګټور لامل دی.
 ښوونکی باید د زده کوونکو د درک او استعداد قوه په پام کي ونیسي او په داسي ډول سره خبري وکړي چي د مطلب په پوهیدو کي هغوی(زده کوونکي) له کومي ستونزي سره مخ نه شي .
 ښوونکی باید د زده کوونکو نظریاتو ته درناوی ولري.
 ښوونکی باید د زده کوونکو تر منځ  د میني او محبت په څرګندلو کي توپیر ونه کړي.
 ښوونکی باید خپل عزت وساتي تر څو په ټولګي کي نظم او ترتیب رامنځته شي.
 د زده کوونکو په منځ کي د ښوونکي پام او کتنه باید په عدالت سره وي.
د یوه وړ ښوونکي صفتونه :
ښوونکیتوب یوه مقدسه او پاکه دنده او د یوه ښوونکي غوره صفتونه کولای شي د دې حرفي ارزښت نور هم لوړ کړي . یو غوره ښوونکی د زده کړي په لومړيو قدمونو کي هڅه کوي د ژوند هغه بنسټیز درسونه چي هماغه اسلامي لوړي پوهنه ده ، زده کوونکو ته ور زده کړي، او په پام کي ولري چي د زده کړي بنسټیزه ستنیي (پایه) د میني او محبت پر بنسټ ولاړه ده ؛ نو دده(ښوونکي) لومړی قدم باید په زده کړه کي له دې اصل سره یو ځاي وي چي : د زده کوونکو له غلطیو او خطاوو څخه تیریدنه یا ګذشت او پر هغو سترګي پټول د یوه غوره ښوونکي له غوره ځانګړتیاوو څخه دي .
د یوه ښوونکي له غوره ځانګړتیاوو څخه چي په زده کوونکو باندي د تأثیر او نفوذ لامل کیږي عبارت دي له :
 په الله (ج) ایمان او توکل ولري او په کارونو کي یي نظم موجود وي
 موخه ولري او په پاکو آرمانونو باندي باور ولري
 اخلاص او له بغض څخه لري وي
 سمه لارښوونه او د خبرو روښانتیا ولري
 مدیریت ولري
 صبر ، نرمي ، د کار په لټه او خونسرده وي
 ظاهري خوښي او سموالی ولري
 عدالت او انصاف ولري
 انتقاد قبلوونکی او واقعت لیدونکی وي
 د نفس عزت ولري.
د ښوونکو ځيني نور غوره صفتونه:
 له بدني روغتیا څخه برخمن وي : ښوونکی هم له رواني او هم له بدنی روغتیا څخه برخمن وي تر څو د خپلو مختلفو نقشونو په ترسره کولو قادر واوسي.
 د زده کوونکو د پيژندلو وس باید ولري او له هغوی سره صمیمي وي.
 د تصمیم نیوني په جریان کي د زده کوونکو د ګډون وس ولري : ښه ښوونکی هغه دی چي د مختلفو طریقو څخه په ګټه اخیستلو سره په مختلفو ځایونو کي زده کوونکي په فعالانه ډول سره د زده کړي د مسایلو لپاره چمتو کړي.
 د تدریس د مناسبو طریقو څخه د ګټي اخیستلو وس او توانايي ولري.
 زده کوونکو ته د مطالبو د وړاندي کولو په وخت کي د اصولو مراعت کول.
 له هغو وسایلو او امکاناتو څخه ګټه اخیستل چي د زده کړي په آسانولو کي مرسته کوي: په هغه صورت کي چي د زده کوونکو د ټولو حواسو څخه په زده کړه کي ګټه واخیستله شي نو ضروري ده چي زده کړه په ژوره توګه ترسره شي .
 د زده کوونکو دوامداره ارزونه : هغه ښوونکی بریالی او مؤفق دی چي په عین وخت کي د زده کوونکو د زده کړي جریان وارزوي  ، تر څو وکولای شي د هغوی په وړاندي خپلي طریقې او چلندونه اصلاح کړي.
 انعطاف پذیر وي .
 باثباته وي : د ښوونکي رفتار باید روښانه وي ، ځکه د یوه ښوونکي باوريتوب او متکي کیدل د هغه د رفتار په وړاندوینه پوري اړه لري.
 منطقي رفتار او خبري (ګفتار) ولري.
 د زده کوونکو خبرو ته د غوږ نیولو وس ولري.
 زده کوونکي باید ونه رټي او هغوی ته ناوړه لقبونه ورنکړي.
 ښوونکی باید له لفظي تنبیه څخه ډډه وکړي .
 ښوونکی باید د زده کوونکوله والدینو سره صمیمانه اړیکي ټینګي کړي.
 د زده کوونکو د ناکامي او له هغوی سره د بد رفتاري سطح ټیټه کړي
 د زده کړي مسؤلیتونو قبلولو او پلان جوړوني ته د زده کوونکو تشویقول .
 په ټولګي کي نظم او انضباط رامنځته کړي .