کور / سياسي / د اسلام سياسي نظام – لومړی څپرکی

د اسلام سياسي نظام – لومړی څپرکی

د اسلام د سیاسې نظام لاسته راوړنې
الف) د سیاسې نظام تعریف : سیاسې نظام له دوو کلمو څخه چې یوه یې سیاسې او بله یې نظام دی ترکیب شوی دی چې هر یو یې تعریف او روښانه کوو ترڅو د دواړو مفهومونو ( سیاسې او نظام) تفسیر واضیح او روښانه شې ، خو لومړی د نظام تفسیر بیانوو :
د نظام تفسیر: نظام یو مصدر دی چې د نظم له کلمې څخه اخیستل شوی دی او نظم یوه عربې کلمه ده چې په تار کې د ملغلرو د پېیلو ، برابرولو ، د ونې د صفت او نورو ماناوو سره راغلی دی او همدارنګه د طریقې ، لارې او عادت په مانا هم بیان شوی دی چې په پښتو کې د ژوند لارې او په فارسې کې د لښکر او یا نظامې قوې په مانا سره استعمالیږې ، او غوره مانا یې لکه څرنګه چې یې له نوم څخه هم څرګندیږې ترتیبول او تنظیمول دې چې دا مانا په مختلفو ډګرونو کې روښانتیا پیدا کوې او مانا یې شفافه وې ، د بېلګې په توګه : کله چې د قوانینو په رڼا کې اقتصادې مسایل تنظیموو نو کولای شو دا ډول علم ته چې داسې دنده په غاړه اخلې اقتصادې نظام ووایو ، او که چیرته یې په ټولنه کې د خلکو د ژوند لاره او طریقه تنظیموله نو اخلاقې نظام دی او که چیرته یې کورنې مسایل ترتیبول نو هغه ته کورنی نظام ویل کیږې او که چیرته د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې سیاسې مسایل تنظیم کړو نو هغه نظام ته سیاسې نظام ویل کیږې نو د پورتنیو ماناوو په رڼا کې کولای شو چې نظام داسې تعریف کړو :
د کارونو یا امورو برابرول او په مختلفو ډګرونو کې په یوه واحد شکل سره د هغوی ترتیبول او تنظیمول د نظام په نوم یادیږې . لکه څرنګه چې په شعر کې الفاظ او مفاهیم د وزن په برابرولو او د قافیې په ټاکلو سره تنظیمیږې او بیا وروسته ورته د نظم کلام وایې په داسې حال کې چې که چیرته کلمات ترتیب او تنظیم نه شې نو هغه ته بیا نثري کلام وایې ، او څرنګه چې په اردو کې د لښکر ترتیب او تنظیم له بلې هرې برخې او ډګر څخه ډیر د لیدلو او لمس وړ دی یانې د یوه غونډ کسان په یوه واحد صف کې درول کیږې ، په یوه غږ سره حرکت کوې او په یوه غږ سره دریږې ، یانې د اردو کړنې د نظام مانا په ښه ډول سره روښانه کولای شې نو ځکه یې هغه ته نظام نوم ورکړی دی .
د سیاست تعریف :
سیاست یوه عربې کلمه ده او په ښه او سمه توګه د کار ترسره کولو ، ادارې او کنټرول ، تدبیر او نور … چې له هغو څخه  ریاست ، سیاست پوه ، کلیوالېتوب او په ښه ډول د کارونو ترسره کول – تعبیریږې ، لکه چې شپون ته یې هم سایس ویلې دې ، ځکه چې د رمې د کارونو برابرول یا تدبیر په غاړه لرې . په لنډ ډول سیاست په لغت کې ادارې او د کارونو برابرولو یا تدبیر ته وایې او په اصطلاح کې : د سیاست د علم پوهانو او عالمانو د سیاست د کلمې په اړه ډيرې خبرې کړې دې :
۱ – د پاریس د پوهنتون یوه ښوونکې سیاست داسې تعریف کړی دی :
سیاست له هغو اصولو او مقرراتو څخه عبارت دی چې د هغه په واسطه خلک ( رعیت ) اداره کیږي .
۲ – د پاریس د پوهنتون یوه بل ښوونکې سیاست داسې تعریف کړی دی چې وايې : د قدرت د هر ډول کړنو(اعمالو) او نفوذ ریښې په دقیق ډول پیژندل او د هغوی څیړلو ته سیاست وایې .
برټرانډراسل  د غرب یو سیاست پوه دی او د سیاست په اړه داسې وايې : سیاست قدرت ته نژدې دی او داسې یې تعریفوې (( د مطلوبو آثارو رامنځته کولو ته قدرت وایې )) .
ځینې بیا داسې وایې :  سیاست – د انسان خبریدل له خپل ځان ، چاپېریال ، ټولنې او د خپل ځان او ټولنې له هغه ګډ راتلوونکې ( سرنویشت) څخه چې دا انسان پکې ژوند کوې او له هغه سره اړیکه لرې .
ځینو نورو بیا داسې ویلې دې چې : د علم او حکمت په غوښتنه سره د ګډو کارونو ترسره کولو ته سیاست وایې یانې موخې ( هدف) او مطلب ته رسیدل په داسې حال کې چې له علم او حکمت څخه ګټه واخیستل شې او له هغه څخه بهر ونه وځې .
هغه ټولینز تعریف چې د فن د ټولو پوهانو په اتفاق سره بیان شوی دادی چې : سیاست له هغې ، طریقې ، اسلوب او باتدبیره لارې او حکمت څخه عبارت دی چې په خلکو او حکومت پورې اړوند کارونه په داسې ډول په ښه او مطلوبه توګه ترسره کوې چې د سوکالې ، نیکمرغې ، پرمختګ او د یوې ټولنې ، یوه ملت او یوه هیواد او د بشرې ټولنو او ګاونډیو په منځ کې د ګډ ژوند ضامن واوسې .
هر یوه پوه سیاست داسې تعریف کړی چې له خپله نظره یې مهم او له اهمیته ډک ګڼل کیده ، د بېلګې په توګه : په مختلفو شرایطو کې که چیرته یو څوک وغواړې په ښه ډول له ستونزو څخه ځان لرې کړې نو خلک وایې چې هغه سیاست پوه ( سیاستمدار) دی او سیاست داسې تعریفوې : په ټولنه کې د مختلفو پیښو او حوادثو په اړه تصمیم نیول د سیاست په نوم یادیږې ، خو اسلامې پوهانو او عالمانو سیاست دا ډول تعریف کړی دی چې :
سیاست په خلکو او حکومت پورې له اړوند کارونو او د اسلامې  شریعت د اصولو او قوانینو په رڼا کې له حکومت کولو ( پاچاهې ) څخه عبارت دی په داسې شکل چې د خلکو او ټولنې د دنیا او اخرت د خلاصون او بریالیتوب ضامن واوسې ، ګورو چې اسلامې پوهان د سیاست په تعریف کې دوه قیدونه زیاتوې :
۱ – د شریعت په چوکاټ کې د امورو تنظیمول : ځکه چې د انسان خالق د هغه له پیدا کولو سره یو ځای د هغه د ژوند قانون هم رالیږلی دی چې هغه هم قران کریم دی ، له قانون او یا له کتلاک څخه پرته د یوه شې استعمالول د هغه شې د خرابې او یا له منځه تلو لامل کیږې نو شرط دی چې د ژوندانه امور د اسلامې شریعت په چوکاټ کې ترسره شې .
۲ – دنیوې او اخروې نیکمرغې : یانې د مسلمانانو خلیفه د خلکو د امورو له تنظیم سره سره ددې لپاره چې د دنیوې نیکمرغې د تنظیم په لټه کې دی اخروې نیکمرغې هم په پام کې لرې او د مسلمانانو د خلیفه حساب ورکول او محاسبه له نورو څخه خورا درنده او لویه ده لکه چې حضرت علې (رض) د خپل خلافت په وخت کې تر هغه چې د بیت المال مال به یې خپلې مصرفې مرجع ته نه وو سپارلی نو تر هغه به یې خوب هم نه کاوه ، ددې له ویرې چې که د شپې وفات شې او بیت المال د هغه په حساب کې ضایع شې ، همدارنګه حضرت عبدالله بن عمر (رض) به ډيره هڅه او هاند کاوه ترڅو خپل پلار په خوب کې ووینې چې د مسلمانانو خلیفه په څه حال کې دی او څه ډول د پاک خدای (ج) له خوا ترېنه پوښتنه کیږې ، تر هغه چې یې په خوب کې ولیده او له خولو څخه ډک له کوټې راوزې ، نو پوښتنه ترې کوې چې اې پلاره الله (ج) له تاسره څه وکړل ؟ عمر (رض) وویل همدا اوس د حساب ورکولو له هماغه لقب څخه خلاص شوم ، زموږ دین د اسلام مقدس دین دی او اسلام د څلورو پوښتنو په ځواب سره مطرح کیږې چې دا څلور پوښتنې د هر شې په اړه مطرح کیږې . (۱ ) دا څه دې ؟ مثلاً : که د چای څښلو د ګیلاس په اړه وویل شې ، (۲) د څه لپاره دی ؟ ، (۳) له څه شې څخه جوړ شوی دی ؟ ، (۴) چا جوړ کړی دی ؟ . په ځواب کې ویل کیږې چې دا ګیلاس دی او د چای څښلو لپاره جوړ شوی دی ، له ښیښې څخه جوړ شوی دی او فلانۍ کمپنۍ جوړ کړی دی او هماغې کمپنۍ د دې ګیلاس د استعمال طریقه د یوه کتلاک په لیږلو سره بیان کړې ده چې د هغه اړوند باید عمل وشې او له هغه پرته به خراب شې . دا څلور پوښتنې که چیرته دانسان په اړه وپوښتل شې او په ځواب کې ویل کیږې چې ؛ دا انسان دی ، له خاورو څخه جوړ شوی دی چې علماوو ثابته کړې ده ، فطرتاً باید وویل شې چې هغه یوه خالق پیدا کړی دی ، ځکه څرنګه چې د یوه ګیلاس شتون له یوې کمپنۍ څخه پرته شونې نه دې نو انسان په لومړنۍ طریقه خپل خالق ته اړتیا لري او له الله (ج) څخه پرته انسان هیڅوک نه شې جوړولای ، ښکاره خبره ده چې انسان الله (ج) کړی او د څه لپاره یې جوړ کړی دی ؟ لکه چې الله (ج) د هغه د لارښوود په کتلاک او کتابچه کې ویلې دې چې انسان د عبادت لپاره پیدا شوی ځکه چې دهغه خالق د هغه په طبیعت پوهیږې ، لکه څرنګه چې د موټرو یوه کمپنۍ د خپلو جوړ شوېو موټرونو په خصوصیاتو باندې پوهیږې نو انسان هم الله (ج) پیدا کړی او د هغه په طبیعت باندې هم عالم دی او د هغه اړوند یې د لارښوونې کتاب رالیږلی چې قرانکریم دی او د انسان په اړه پنځمه پوښتنه رامنځته کیږې چې بالاخره څه کیږې او چیرته ځې؟ بیا هم د دې پوښتنې ځواب په کتلاک کې دی چې انسان له دې فانې نړۍ څخه د آخرت په لور انتقال کوې چې یواځې د همدې پنځمې پوښتنې ځواب ته تسلیمیدل له اسلام څخه عبارت دې . سربېره پر دې چې اسلام د انسانانو د ژوندانه کارونه تنظیموې او د انسانانو دین دی د حیواناتو دین هم دی او هغوی هم د الله (ج) د دین او قانون پیرو دې لکه چې رسول الله (ص) په یوه قوم باندې تېریده چې هوسۍ یې ښکار کړې وه او د خیمې په ستنه پورې یې تړلې وه نو هوسۍ غږ کړ چې اې رسول الله (ص) زه یې ښکار کړې یم په داسې حال کې چې خپل بچې ته مې شیدې نه دې ورکړې ، نو رسول الله (ص) پوښتنه وکړه چې د هوسۍ خاوند څوک دی ؟ یو چا وویل چې زه  یم ، رسول الله (ص) ورته وفرمایل : هوسۍ ته اجازه ورکړه تر څو خپل بچې ته شیدې ورکړې او بېرته به ستا خواته راشې ، د هوسۍ خاوند وویل هوسۍ دې ستا وې اې د الله (ج) رسوله ، رسول الله (ص) وفرمایل هوسۍ پریږدۍ نو هوسۍ دا کلمه وویله « اشهد ان لا اله الاالله و انک رسول الله » د رسول الله (ص) د بېړۍ له محمد ابن منکدر څخه روایت شوی دی چې وایې زه د یوې سیمې په لورې په کښتۍ کې سپور وم نو کښتۍ غرقه شوه او دریاب زه یوې غاړې ته وغورځولم چې ناڅاپه له یوه زمرې سره مخامخ شوم ، وویریدم او ومې ویل ؛ زه د رسول الله (ص) د کښتۍ له غلامانو څخه یم نو زمرې ماته لاره را وښوودله او وروسته یې غړمبا وکړه نو ما فکر وکړ چې وایې زما سلام رسول الله (ص) ته ورسوه . الله (ج) د العمران سورت په (۸۳) آیت شریف کې فرمایلې دي « افغیر دین الله یبغون وله اسلم من فی السماوات والارض طوعأ و کرهأ و الیه یرجعون » یانې «  له انسانانو او پېریانو پرته نور ټول موجودات له فرمانبرداې کولو پرته د بل څه اختیار نه لرې هغوی که چېرته عقل لرې نو باید په بله لاره لاړ نه شې »
ژباړه : آیا دا کفار د الله (ج) له دین څخه پرته بل څه غواړې او (         ) هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دې په خوښې یا نا خوښې د هغه پاک (ج) په لورې بېرته ورګرځې او همدارنګه اسلام یواځې د محمد(ص) د دین نوم نه دی بلکه د ټولو پیغمبرانو (رض) دین دی ، لکه چې د الله (ج) په اقوالو کې د پیغمبرانو په اړه داسې راغلې دې : « اذ قال له ربه اسلم قال اسلمت لرب العالمین » ( بقره سورته / ۱۳۲) او هغه وخت چې د هغه رب ورته وویل معتقید شه ، ویې ویل چې معتقید شوم د عالمیانو په رب باندې » ابراهیم (ع) ته خطاب دی او لوط (ع)  ته په حکایت کې فرمایې « فما وجدنا فیها غیر بیت من المسلمین » (الذاریات سورته /۳۶) ، «نو په هغه ځای کې مې د مسلمانانو له یوه کور څخه بل څه پیدا نه کړل » او د یونس په سورته کې یې  موسی (ع) ته په حکایت کې فرمایلې دې « وقال موسی یا قوم ان کنتم امنتم باالله فعلیه توکلوا ان کنتم مسلمین » « او موسی (ع) وویلې اې زما قومه که چیرته په الله (ج) ایمان لرۍ پر هغه توکل وکړۍ که چېرته مسلمانان یاست . په خپل حکایت کې د عیسی (ع)  ( ) ته فرمایې « و اذ اوحیت الی الحواربین ان آمنوا بې و برسولی قالوا آمنا واشهد بأنا مسلمون » .
ب : له سیاست یا دولت څخه د دین د بیلوالې د لاملونو ویره :
۱ – د اسلام د دښمنانو لومړنۍ لامل کینه ، قید او مکر دی  چې یوځای د اسلام له بدنومه کولو سره او په بې ځایه شیانو د اسلام د بې خبره اولادونو د ذهنونو مشغولول دې ترڅو اسلام د هغوی له اصلې روح څخه لرې کړې او د خپل پایښت زمینه برابره کړې .
۲ –  دوهم عامل : له تحریف شوې مسیحیت څخه د اسلام د مبارک دین د بېلوالې پرتله کول ، لکه چې د اوسطی په پېړیو کې په اروپا کې پاپانو ( پاپ ) له ډير تیرې او ظلم څخه کار اخیسته او حتی د ډیرو پیسو په مقابل کې به یې خلکو ته جنت ورکاوو چې د رنسانس د انقلاب د رامنځته کېدو لامل شو او په اروپا کې دین له سیاست څخه بېل شو ، په داسې حال کې چې دا پرتله منطقې نه ده ځکه چې د دواړو تر منځ ډير توپیر شتون لري .
الف : د مسیحیت دا دین نور منسوخ شوی او د کارولو وړ نه دی . (ب ): مسیحیت تحریف شوی وو او اصلې روح یې نه  وه پاتې او د اسلام مقدس دین د منسوخ او تحریف وړ نه دی ، نو له همدې وجې کولای شې د انسان هر ډول ذهنې ، مادې او معنوې اړتیاوې پوره کړې .
۳ –  دریم لامل : د اسلام د بچیانو ناپوهې او جهالت دی چې د خپل دین په اړه خورا کم پوهیږې او په ناخبرې او ناپوهې سره د اسلام د دښمنانو له خوا چل او دوکه خورې او د حق په سترګو څه نه شې لیدلای او د دین او دولت د بېلوالې وعده یې کړې ده چې له بده مرغه نن ورځ ډیری مسلمانان د نورو په چل او دوکه کې راګیر شوې او په همدې باور دې .
۴ – څلورم لامل : په مسلمانو هیوادونو باندې  په دوامداره توګه د دې نظامونو واکمنې ده او تل په همدې لاره کې په حرکت کې دې  او مسلمانان تهدیدوې .
۵ – پنځم لامل : په مسلمانو هیوادونو کې یوه ډله داسې خلک د واک ګدۍ ته رسیدلې چې مسلمانان نه دې او په سیسټماټیک ډول د اسلام د دین د بدنومه کولو په لټه کې دې .
۶ –  شپږم لامل : د سیاست د کلمې د مانا نه روښانه کیدل دې ، ډیری خلکو باور  درلوده او لرې یې چې سیاست د چل ، دوکې او غولونې په مانا ده ، نو څرنګه چې اسلام چل او غولونه نه لرې نو باید له سیاست څخه بېل وې لکه چې یې په اړه خبرې وشوې ، چې داسې فکر کول په پوره ډول غلط وو او غلط دی .
موږ وایو چې سیاست د دین یوه برخه ده او اسلام سیاست لرې او دا وییل زموږ له خېټې او ځانه نه دې بلکه دا وییل د قران کریم له زړه څخه سرچینه اخلې چې په دې اړه د بېلګې په توګه له قران کریم څخه څو نمونې په وار سره بیانوو تر څو مطلب په روښانه او واضیح ډول ښکاره شې ؛ دا بېلګې په لاندې ډول دې :
۱ – د آدم (ع) له پیدایښت څخه وروسته  ملایکو ته د الله (ج) لومړنی خطاب دا وو چې « و اذ قال ربک للملایکة انی جاعل فی الارض خلیفة » ( بقره / ۳۰) « په یاد یې کړه کله چې ستا الله (ج) ملایکو ته وویل چې په ځمکه کې داسې یوڅوک د خلیفه په توګه پیدا کوم » ترڅو زما دا خلیفه داسې یو نظام چې د انسان له خلقت سره برابروې د ځمکې پر مخ پلی کړې ، په دې ځاې کې وینو چې دین په ځمکه کې د انسان له پیدایښت څخه مخکې له خپل ځان سره د نظام د پلې کولو کړنلاره لرې چې د الله (ج) له خوا د فطرت مطابق انسان ته ورکړل شوې ده ؛ خلیفه له خلافت څخه اخیستل شوی ده او خلیفه یا ځای ناستی د الله (ج) نظام پلی کوې چې دې عملیې ته او یا د نظام تطبیق کولو ته سیاست ویل کیږې .
۲ – په قران کریم کې د تمکین کلمه راغلې او تمکین قدرت ته د رسیدلو په مانا ده او د سیاست یوه مانا هم د نفوذو اعمال او د قدرت څرنګوالی دی : لکه د الله (ج) قول : «  وکذالک مکنا لیوسف فی الارض یتبواُ منها حیث یشاء » ( یوسف ) او همدارنګه د ځمکې پر مخ مو یوسف (ع) ته قدرت ورکړ ترڅو له هغه څخه ګټه واخلې ، څرنګه چې وغواړې « ونمکن الهم فی الارض » او قدرت ورته ورکوو په ځمکه کې » .
۳ – د حکم کلمه په قران کریم کې د بېلابېلو مواردو لپاره یاده شوې ده چې دا کلمه د حکومت له کلمې سره ګډ اصل او مصدر لرې لکه د الله (ج) قول : « ان الحکم الا لله » « له الله (ج) څخه پرته هیڅوک د پاچاهې وړ نه دی » ، او الله (ج) خپل
پیغمبران د هغه څه په حکم کولو مأمور کړې چې ورته نازلیږې چې د حکومت او نظام مانا لرې  او ویې فرمایل « ومن لم یحکم بما انزل اللهُ فاُولیک هم الکافرون » « څوک چې په هغه څه حکم ونه کړې چې الله (ج) نازل کړې دې نو هغه کافر دی » .
۴ – بل دا چې انسانان د عدالت په پلې کولو مکلف دې لکه د الله (ج) قول « اعدلواّ‏  هو اقرب لتقوی » « عدالت کوۍ ځکه چې عدالت تقوا ته نژدې دی » ، او عدالت هغه څوک تطبیق کولای شې چې حاکم وې  ، نو له حکومت څخه پرته اسلام یو بې روح جسم دی .
۵ – بله موضوع دا ده چې الله (ج) د ځمکې او آسمانونو پاچا دی ، انسان یې پیدا کړی او سلیم عقل یې نه منې چې هغه دې له نظام څخه پرته خپل ژوند پریږدې ، واقعاً د هغه نظام وړاندوینه یې کړې ده چې هغه اسلام دی او اسلام خپل حکومت او سیاست لرې .
۶ – د ملک کلمه د قران کریم په متعددو آیتونو کې راغلې ده « تؤتې الملک من تشاء و تنزع الملک ممن تشاء » « الله (ج)هغه چا ته ملک ورکوې چې ویې غواړې او له هغه چا څخه ملک اخلې چې ویې غواړې » چې ملک پاچاهې ته وایې او پیغمبران د خپل وخت پاچاهان وو .
۷ –  بله موضوع دا ده چې د اسلام په دین کې د خلیفه ، امیر او په اولوالامر او مواصفاتو پورې د اړوندو مسایلو ټاکل له مهمو او اهمیت څخه ډوکو موضوعاتو څخه دې او اسلامې کتابونو له دې موضوعاتو څخه  ډک دې او د الله (ج) او حضرت محمد (ص) له پیروې څخه وروسته یې د اولوالامر په پیروې باندې مکلفوې ؛ انسانانو ته وایې کله چې دری نفره یو ځای سفر کوۍ نو له تاسو څخه یو د امیر په توګه وټاکۍ ، د اسلام دا هڅې او کوښښونه په سیاست او حکومت سره کیږې ، پاتې دې نه وې چې سیاست د دین یوه برخه ده .
۸ –  شورا په اسلام کې له ډیر تاریخې قدامت څخه برخمنه ده چې په نورو نظامونو کې نه شته او قران کریم په دې اړه داسې وایې « وشاورهم فی الامر فاذا عزمت فتوکل علی الله ان الله یحب المتوکلین » « او هغوی ته مشوره ورکړه نو کله چې دې تصمیم ونیوه په الله (ج) توکل وکړه ځکه چې الله (ج) له متوکلینو سره مینه لري » . اسلام په ډیره زیاته اندازه په شورا باندې ټینګار کوې ، حتی د رسول الله (ص) مبارکه جنازه د حضرت عایشې (رض) په کور کې تر هغه منتظره وه تر څو مسلمانان په ثقیفه بن ساعده کې د مسلمانانو دسیاسې  ژوندانه په حل او تنظیم باندې مصروف شول او شورا یې وکړه او شورا د سیاست یوه اساسې برخه ده ، ځکه چې په ټوله نړۍ کې  شورا د دولتونو یوه خپلواکه برخه ګڼل کیږې نو ځکه وایو چې اسلام سیاست لرې .
۹ – بل دا چې اسلام له خپله ځانه احکام او مقررات لرې که چیرته سیاست او حکومت ونه لرې نو له کومې لارې دا ټول حدود او احکام تطبیق کړې .
۱۰ –  په سیاست باندې د دین بله لویه سرچینه  او عمده دلیل په خپله د دین کلمه ده چې دین د الله (ج) په قول سره د پاچا په مانا راغلی دی  «  ما کان لیأخذُ اخاهُ فی دین الملک »  « یانې د مصر په نظام کې دا نه وو چې خپل ورور ونیسې نو دین د ملک ، پاچاهې او نظام په مانا سره ده .
۱۱ – بل دا چې الله (ج) فرمایلې دې « الیوم اکملتُ لکُم دینُکم و اتممتُ علیکُم نعمتی و رضیتُ لکُم الاسلام دینا » « نن ورځ مې ستا لپاره ستا دین بشپړ کړ او له اسلام څخه ستا د دین په عنوان راضې شوم » د نعمت اتمام ( پای ته رسول  » په هغه صورت کې ترسره کیږې چې پاچاهې او حکومت په  اسلام او مسلمانانو پورې اړه ولرې او دا د دین کمال دی چې د سیاسې نظام سرچینه لرې .
۱۲ – بل دا چې د اسلام تاریخ هم د رسول الله (ص) په وخت کې ،هم د خلفاوو په وخت کې او هم  له هغه څخه وروسته د هغه د سیاسې کیدلو ښکارندوی ده .
۱۳ –   دین را غلی تر څو حکومت وکړې او خلک د خلکو له بنده ګې څخه وباسې او د دین پيروې وکړې چې معیار یې د الله (ج) د بنده ګې وې او بل هیڅ معیار ارزښت ونه لرې او د خلکو له بنده ګې څخه د نورو خلکو ایستل له نظام او قلمرو څخه پرته ممکن نه دې چې په هغه نظام کې د الله (ج) نظام حاکم نه وې .
۱۴ –  بل دا چې د نړۍ په ټولو د اجرأ وړ قوانینو کې دوه ډوله سیاست چې یو یې داخلې او بل یې بهرنی دی شتون لري ، په قران کریم کې د دواړو ډولونو سیاست ( داخلې او بهرنی ) په اړه اصول شتون لرې چې د نړیوالو اړیکو د اصولو یا بهرنې سیاست په اړه داسې راغلې دې  «  واِن جنحُو أ لِلسَلمِ فَاجَنَحَُ لَهاَ وَ تَوَ کَل عَلی اللهِ اِنهُ هُوَ السمیعُ الْعَلِیمُ  » « یانې که چیرته (کفار) سولې ته میلان وکړې نو تاسو هم میلان ښکاره کړۍ . داخلې سیاست دمالې ، ښوونیز او روزنیز ، نظامې او کلتورې سیاستونو په برخو باندې ویشل کیږې  چې د دې نظامونو په هیڅ یوه برخه کې له اسلام څخه پرته بله کومه برخه وړاندې والی او معقولیت  نه لرې . له دې  ټولو روښانه او واضیح دلایلو سره سره هغه څوک چې دین له سیاست څخه بېلوې نو عقل نه لرې . بله موضوع دا چې ټول موجودات په یوه مسیر کې په حرکت کې دې نو د هغوی نظام هم باید د یوې برخې په لاس کې وې ترڅو په نظام ځنډ رانه شې ، « لَوْ کَانَ فِیهِمَا آلِهَةً اِلاٌ اللهُ لَفَسَدَتَا  » « که چیرته په ځمکه او آسمان کې له الله (ج) څخه پرته بل خدای وای نو د هغوی نظام به فاسد شوی وای . کله چې ثابته شوه چې اسلام سیاسې نظام لري او د اسلام په ګډون په ټولو سیاسې مکاتبو کې سیاست د دولتونو په چوکاټ کې بهرنی شتون پیدا کوې  نو را ځۍ چې دولت تعریف کړو :
ج) د دولت تعریف :  دولت یوه عربې کلمه ده او له لغوې پلوه له تداول  یا متوسط څخه اخیستل شوې ده چې تداول د لاس په لاس اخیستلو او یا لاس په لاس ګرځولو ته ویل کیږې ، مال او دنیا ته هم دولت وایې ، ځکه چې د چا په لاس یې سکون نه دی پیدا کړی او له یو چا څخه بل چا ته انتقالیږې ، قدرت او سلطې ته هم دولت وایې ، له همدې وجې ( د چا پر وړاندې د ثبات نشتوالی ) لکه چې الله (ج) هم فرمایلې دې « وّ تِلکّ الأیامُ نُدّا ولُها بّینَ النَاس  » (آلعمران /۱۴۰) ، « یانې همدا ورځې ( بریالیتوب او ناکامې یا قدرت او ضعف ) د خلکو په منځ کې ګرځوو یا یې ور ردوو  » .
د ) د دولت متشکله عناصر :  په عادې ډول دولتونه له دریو عناصرو څخه تشکیلیږې :
۱ – خلک ، ملت ، رعیت یا اتباع
۲ – خاوره ، اقلیم او جغرافیایې موقیعت
۳ – حاکمیت ، قدرت او واک ( سلطه)
یانې دولت د خلکو له یوې مجموعې څخه عبارت ده چې تر حاکمیت یا نظام لاندې د ځمکې په یوه خاصه او مشخصه محدوده کې ژوند کوې . دولت د انسانانو یوه طبعی اړتیا ده ځکه انسان یو ټولنیز موجود دی او په خپل منځ کې له همکارې او مرستې پرته ژوند نه شې کولای او یوه بل ته ډیره اړتیا لرې او ددې تعاملاتو د تنظیم لپاره نظام او قانون ته اړتیا لرې او ددې قوانینو تطبیق کوونکې مرجع دولت ده ،د انسانانو او په یوه ځنګل کې دحیواناتو د ژوندانه توپیر همدومره دی چې  انسانان قوانین او مقررات لرې ، او دا هم د پاک خدای (ج) قدرت دی چې میږیان هم نظام لرې ترڅو د مصیبتونو او بلاګانو په وخت کې یو بل په جریان کې واچوې ترڅو د هغوی له شر څخه په امن کې شې . د شاتو مچۍ هم یو ډیر حساس او نازک نظام لرې چې د یوه ټاکلې وخت لپاره د هغوی په رأس کې ملیکه یا پاچا ځای لري او د وخت په پوره کیدو سره د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له یوې ملیکې څخه بلې ملیکې ته ورانتقالوې .
همدارنګه په حدیث شریف کې راغلې : که چیرته په داسې ښار کې ښکته شوې چې پاچا یا امیر یې نه درلوده نو خپله بستره دې ټوله کړه . د آدم او هوأ ژوند په قوانینو ، نظام او د ژوندانه په هغو قوانینو پورې تړلی دی چې الله (ج) ورته رالیږلې دې . لکه څرنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه چې د ټولو پوهانو په یووالې سره د دولت لپاره دری عناصره اړین دې او څلورم عنصر ددې لپاره ورزیاتیږې ترڅو د نظامونه په منځ کې تفریق رامنځته شې چې دا عنصر د نظام له څرنګوالې یا واک ( سلطې ) څخه عبارت دی ، یانې  آیا د الله (ج) دین حاکمیت لرې چې هغه ته د اسلامې نظام وایې ، په هغه صورت کې چې مارکس اصول حاکم وې نو هغه ته کمونستې نظام وایې ، که چیرته د پانګې اچوونې له اصولو څخه پیروې وشې نو کپیټالیسټې نظام ورته وایې ، پر همدې بنسټ هر هغه سیسټم چې اصول یې د تعمیل وړ وې نو د هغه نظام په نوم نومول کیږې .
د اسلامې دولت عناصر : 
د اسلامې دولت عناصر څلور دې : ۱- خلک یا رعیت ، ۲ – اقلیم یا خاوره ، ۳ – قدرت یا واک ( سلطه ) ، ۴ – د الله (ج) د دین حاکمیت .
د اسلام د مقدس دین ټول شعارونه د احکامو درلودونکې دې ، د بېلګې په توګه : د لمانځه حکم فرض دی، زکوة فرض دی ، په ځمکه کې ددین د احکامو امامة  ( په پښو درول ) هم له خپل ځانه حکم لرې چې د ټولنې د غړو په هر غړې باندې لازم او واجب دې ،ځکه د فقه د علم په اصولو کې یوه قاعده لرو چې : (( کل مالایتم الواجب الا به فهو واجب )) یانې هر هغه څه چې واجب دې که چیرته پرته له اقامې ونه شې نو واجب دې ، او د اسلام په مقدس دین کې د قصاص د حدودو تطبیق ، د عدالت اقامة ، له ظالم څخه د مظلوم حق اخیستل ، د عدالت تأمینول او نور… د واجبو احکامو له ډلې څخه دې او د اسلامې دولت په چوکاټ کې د دې ټولو واجباتو تطبیقول د دین د احکامو په اقامة ( په پښو درول ) کې ممکن دې . 
دوهم څپرکی
د اسلامې دولت اساسې اصول
۱ –  د الله (ج) د دین فضیلت یا غوره والی او د هغه د شریعت حاکمیت
۲ – عدالت او مساوات
۳ –  اطاعت
۴ – آزادې
۵ – شورا
۱ –  لومړی اصل د الله (ج) د دین حاکمیت : دا اصل د دې مبارک آیت د روښانه حکم پر بنسټ باندې ولاړ دی «  اِن الًحُکْمُ اِلاً لِلهِ اِن َ لا تَعبُدُوا اِلا اِیاهُ » ( یوسف / ۴۰) یانې حاکمیت یواځې او يواځې د الله (ج) لپاره دی ، لکه چې ومو ویل د اسلامې دولت خورا مهم رکن او اصل د دین حاکمیت دی ، په دې مانا چې د ژوند په ټولو لارو کې لکه : سیاسې ، قضایې ، اقتصادې او نور …  د الله (ج) د کلمې لوړوالی راشې ، لکه چې په حدیث شریف کې راغلې دې چې یو چا له رسول الله (ص) څخه وپوښتل چې یو څوک د شهرت او یو څوک د عصبیت لپاره جنګیږې نو د هغوی کوم یې غوره او په حق دی ؟ رسول الله (ص) وفرمایل « من قاتل لتکون کلمة الله هي العلیا فهو في سبیل الله » یانې څو ک چې د الله (ج) د کلمې د لوړوالې لپاره وجنګیږې  نو هغه د الله (ج) په لاره کې دی ، په دې مانا چې چتر به د اسلام وې او نور ادیان پیروان کولای شې تر دې چتر لاندې ژوند وکړې .
ټول تعاملات که هغه مالې وې ، اقتصادې وې ، جزایې ، حقوقې ، داخلې او بهرنی سیاست او نور … د الله (ج) د حکم پر بنسټ باندې باید صورت ونیسې ځکه هر هغه څه چې د الله (ج) د حکم پر بنسټ باندې نه وې نو له هوا او هوس څخه پیروې ده او په حدیث شریف کې راغلې دې چې ؛ څوک خورا ګمراه دی له هغو کسانو څخه چې د الله (ج) د رضاء پرته د خپلې هوا او هوس پیروې کوې ؟ طبعاً داسې یو انکارې استفهام دی چې له هغه کس څخه هیڅوک هم خورا ګمراه نه دی چې له اسلام څخه پرته کوم بل قانون جوړ کړې او له هغه څخه پیروې وکړې ، رسول الله (ص) فرمایلې دې چې « لایؤمنُ احدُکم حتی یکون هواه تبعًا لما جنت به » ژباړه : له تاسو څخه یو هم مؤمن نه دی تر هغه چې د هغه هوا د هغه څه تابع نه شې چې ما له ځان سره راوړې دې .
۲ – عدل او مساوات :
د اسلام د سیاسې نظام دوهم اصل هماغه عدل او مساوات دی او له عدل او مساوات څخه مقصد د الله (ج) د احکامو ، الهې قانون ، دولت ، ټولو حقوقو او وجایبو او د انسانې امتیازات پر وړاندې د خلکو برابرې ده ، نه دا چې ټول خلک په ټولو شیانو کې برابر وې ، په داسې حال کې چې مطلقه برابرې نه یواځې دا چې عدل نه ده بلکه کله کله ظلم هم واقع کیږې لکه چې د کوچنیانو او لویانو خواړه برابر وې . له اسلام څخه وړاندې ډیرې نابرابرې موجودې وې خو د اسلام مبارک دین په ټولو نابرابریو باندې د بطلان لیکه کش کړه او د مساواتو اعلان یې وکړ ، د روم په امپراتور ې کې خلک په دوو کټګوریو باندې ویشل شوې وو چې یو یې آزادګان او بل یې غیر آزادګان وو چې آزادګان هم په دوو کټګوریو باندې ویشل شوې وو چې یو اصلې او بل یې غیر اصلې وې ، همدارنګه غیر اصلې آزادګان په څلورو ډلو باندې ویشل شوې (( آزاد شوې ، نیمه آزادشوې ، غلامان او د ځمکې ضمیمه )) په دوې کې یواځې اصلې آزادګان چې رومې وو له انسانې امتیازاتو څخه برخمن وو او له نورو سره به حیوانې چلند او رفتار کېده ، اسلام په همداسې حالاتو او فضاءکې خپل غږ پورته کړی او د الله (ج) پیغام داسې دی « یَا اًیَهَاالنَّاسُ اِنَّا خَلَقناکُم مَن ذَکَرَ وَاُنثی وَجَعَلَناکُمْ شُعُوباً وَقَبایِلَ لِتَعَارَفُوا اٍنَّ اَکْرَمَکُمْ عِندَاللهِ اًتْقاکُمْ اِنَّ اللهَ عَلِیمٌ خَبیرٌ » ( حجرات / ۱۳) ، خو اسلام په یوه مخه نه شو کولای چې یو غلام باطل اعلان کړې ځکه چې په هغه ځاې کې د خلکو د مالونو مسأله مطرح وه ، خو داسې لاره یې وټاکله چې ورو ورو یې د غلامۍ ټغر ټول کړ ؛ د بېلګې په توګه : مکتبونه او مدبر کسان به یې د هغوی پریښوودلو ته هڅول ، له بلې خوا تر اوسه د جنګ احتمال شتون درلوده امکان یې درلوده چې کفار مسلمانان بندیان کړې او په غلامې یې ونیسې ، نو ددې لپاره چې اسلام عین همدا عمل ترسره کړې او خپل انتقام واخلې نو له یوې مخې یې د غلام د بخښلو حکم صادر نه کړ .
حکایت شوی دی چې : په حدیث شریف کې راغلې دې چې یوې مخزومې ښځې غلا کړې وه چې د قوم په مشرانو یې ډیره سخته تمامه شوه تر څو د دوی له قبېلې څخه یې د یو چا لاس پرې شې ، له حضرت اسامه ابن زید څخه وغوښتل شول تر څو یې شفاعت وکړې نو اسامه ابن زید موضوع له حضرت رسول الله (ص) سره بیان کړه تر څو هغه وبخښې ، پیغمبر(ص) وفرمایل ، ته د الله (ج) په حد کې شفاعت کوې ، قسم یادوم چې که چیرته زما لور فاطمه هم غلا وکړې نو حد به ورباندې تطبیق کړم .
بل حکایت : عباده بن صامت (رض) یو ډ‌نګر او تور پوستی انسان وو ، رسول الله (ص) هغه د یوه هیئت په رأس کې یو ځای ته ولیږه ، کوربه امارت له هغه سره له ملاقات څخه ډډه وکړه  ځکه هغه یو ښه څیره لرونکی کس نه وو او غوښتنه یې وکړه چې هغه ته یو ښه څیره لرونکی کس ورولیږې او ترڅو ملاقات ورسره وکړې ، صحابه کرامو دده له دې غوښتنې څخه سرغړونه وکړه او ویې ویل چې دا رسول الله (ص) زموږ د رئیس او امیر په توګه ټاکلی دی ، نو هغه مجبوره شو تر څو له هغه سره ملاقات وکړې ، له دې څخه دا په ډاګه کیږې چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې رنګ او څیره هیڅ ارزښت نه لرې .
بل حکایت : ملک غصانې مسلمان شو او د بیت الله شریفې زیارت ته راغی ، د مراسمو په لړ کې کوم صحابې د هغه پښه تر خپلې پښې لاندې کړه هغه دا صحابې په څپېړه وواهه ، صحابې حضرت عمرفاروق ( رض) ته عریضه وکړه ، حضرت عمر فاروق (رض) ملک غصانې را وغوښته او ورته ویې ویل چې یا هغه قانع کړه او یا سبا د هغه قصاص درڅخه اخلم ، هغه وویل زه نصرانې کیږم ، حضرت عمر (رض) ورته وویل : نو بیا دې غاړه پریکوم ځکه کله چې مرتد شوې نو واجب القتل یې  ، بالاخره یوه شپه یې وخت وغوښتهً تر څو د شپې له تیارې څخه ګټه واخلې او وتښتې ، هیره باید نه کړو کله چې حضرت عمر فاروق (رض) خلیفه وو عمرو ابن العاص د مصر والې وو نو  دعمر(رض) زوی شراب وڅښل او والې ورباندې حد تطبیق کړ خو دومره یې وکړل چې د خلکو په مخ کې یې دا کار  ونکړ  ، د عمرو ابن العاص (رض) دا کار د حضرت عمر(رض) د ناآرامې لامل شو او خپل زوی یې ور وغوښته ترڅو ورباندې دخلکو په مخ کې حدتطبیق کړې . همدارنګه د حضرت عمر (رض) په وخت کې په اسلام کې د عدالت د تطبیق بېلګه چې په خپله خطبه کې یې وفرمایل « اسمعوا واطیعوا » ، واورئ او پیروې وکړۍ ، له صحابوو څخه یوه وویل نه اورم او نه پیروې ( اطاعت ) کوم ، ځکه هغه تکه چې دې وویشله دومره کمه وه چې کمیس هم نه ترې جوړېده نو تا څه ډول له همدې تکې څخه کمیس جوړ کړ ؟ حضرت عمر(رض) خپل زوی ته وویل چې ځوا ورته ووایه : حضرت ابن عمر (رض) ورته وویل : ما ورته خپله برخه ورکړه تر څو د میلمنو د ښه راغلاست په وخت کې هغه کمیس واغوندې ، صحابې وویل (( الآن اسمع واطیع )) نو اوس هم اورم او هم پیروې کوم . د قرانکریم په ډیرو آیتونو کې په عدالت کولو امر شوی دی – د هغوی له ډلې « اِنَّ الله َ یَأمُرُکُمْ أن تُوّدَّوا الاَمَانَاتِ اِلّی أهْلِهَا وَ اِذْا حَکَمْتُمّ بَیّنَ النَّاسِ أن تَحّکُمُوأ بالّعَدْل » ( الله «ج» تاسو مأمور ګرځوې تر څو د مسؤلیت اهل ته مسؤلیت وسپارئ او کله چې مو حکم کاوو نو د خلکو په منځ کې په عدالت او برابرې سره حکم وکړئ ) .
د عدالت د فضیلت په اړه : حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) وفرمایل : « ان اقضي یوما بین الناس بالعدل خیر من عبادة سبعین سنة » که چیرته د خلکو په منځ کې یوه ورځ په عدالت سره حکم وکړۍ نو له اویا (۷۰) کاله عبادت څخه غوره ده .
کله چې حضرت عمر(رض) د وخت  د امیر له زوی څخه د یوه مظلوم ماشوم د څپېړې وهلوقصاص اخیسته نو ویې ویل « متی استعبدتم الناس ولقد ولد تهم امهاتهم احرارا » ( څه وخت دې انسانان غلامان کړل په داسې حال کې چې د هغوی میندو هغه آزاد زیږولې دې او همدرانګه ویې ویل : « الحکومة تبقي مع الفسق ولا تبقي مع الظلم » . حضرت ابوهریره (رض) له رسول الله (ص) څخه حدیث شریف روایت کوې چې : الله (ج) په هغه ورځ چې هیڅ سیوری به شتون نه لرې خو (۷) طایفو ته د خپل رحمت تر سیورې لاندې ځای ورکوې چې دا اووه طایفې عبارت دې له :
۱ – عادل پاچا.
۲ – هغه ځوان چې خپله ځوانې یې د الله (ج) په عبادت کې تیره کړې وې .
۳ – هغه څوک چې زړه یې له جومات سره تړلی وي.
۴ – هغه دوه کسان چې د الله (ج)د رضاء لپاره یو له بل سره دوستې کوې او یو له بل څخه بېلېږې .
۵ – هغه کس چې یوه مالداره او شتمنه ښځه یې خپلې غیږې ته ور وغواړې او داکس ووایې چې زه له الله (ج) څخه ویریږم.
۶ – هغه کس چې په پټه سره د الله (ج) عبادت کوې او له سترګو څخه یې اوښکې روانې وې .
۷ – هغه کس چې په خپل  ښې لاس صدقه ورکړې او چپ لاس یې ورباندې خبر نه شې .
په عربې کې دوه طرفه بار ته هم عدیل وایې ځکه که چیرته برابر نه وې نو بار او متاع منزل ته نه رسیږې ، دوو اوښیانو ته هم په عربې ژبه کې عدیل وایې ځکه چې دوه خویندې یې کړې وې او یو له بل سره بر ابر  وې ، د فسق بېلګه چې وړاندې حضرت علې (رض) ته په منسوب کې قول کې ذکر شو ، داسې چې په کچر باندې دوه کارټنه شراب که څه هم حرام دې بار کړو خو دا چې مساوې او برابر دې نو بار یې سقوط نه کوې ، د ظلم بېلګه دا چې په کچر باندې کتابونه بار کړو خو یوه خوا یې زیاته او بله خوا یې کمه  وې که څه هم ښه کار دی خو بیا هم سقوط کوې . په یوه کیسه یا حکایت کې راغلې چې د کوفې قاضې په خپل دفتر کې په یوه عریضه کې هغې ښځې ته تسلیم شو چې له والې څخه یې شکایت درلوده چې د هغې باغ یې غصب کړی دی نو قاضې والې را وغوښته خو والې سرغړونه وکړه او ورته رانغی ، او قوماندان یې ورته ورولیږه نو قاضې قوماندان بندې کړ، د والې د دفتر ریئس راغی هغه یې هم بندې کړ ، بالاخره سپینږې او د قاضې دوستان یې ورته ورولیږل – قاضې دا هم بندیان کړل ، کله چې شپه شوه نو والې د بند قلفونه مات کړل او ټول بندیان یې را خوشې کړل ، قاضې خپله دنده امیر ته د تللو لپاره پریښووده « یانې د وخت امیر ته ورغی » نو والې ورپسې ورغی تر څو هغه بیرته راوګرځوې ، قاضې ورته شرط کیښووده تر څو ټول بندیان بیرته بند ته راوړې ، نو بیرته به راوګرځې « یانې که چیرته یې شرایط مرعات نه کړل نو بیرته نه راګرځې »  همدا کار وشو قاضې والې محکمه کړ  او فیصله یې د ښځې په ګټه ترسره کړه ، وروسته له فیصلې یې وويل والي صاحبه راشه او زما پر چوکی باندې کښېنه ، والې وویل له ذلت څخه وروسته عزت څه په کار دی ؟ قاضې ورته وویل د الله (ج) د حکم لپاره چاته غزت نه شم ورکولای  ( یانې دا د الله « ج» حکم وو چې ته مې محاکمه کړې ) څرنګه چې عدالت وو او وروسته له فیصلې مې اخلاقاً تاته احترام وکړ  ، والې وویل « من عظم امر الله اذل الله له عظماء خلقه »  یانې څوک چې د الله (ج) امر لوی وګڼې نو الله (ج) ورته لویان ذلیله کوې ، دا موضوع تر اوسه پورې د یوه متل په څیر پاتې ده . حضرت عمر(رض) له حضرت علې (رض) څخه وپوښتل که چیرته داسې یو څوک ووینم چې زنا کوې نو کولای شم چې حد ورباندې تطبیق کړم ؟  حضرت علې (رض) وفرمایل ته له ټول امت سره برابر یې یانې که چیرته یې څلور شاهدان درلودل نو د قذف لوړ حد درباندې جارې کیږې ، دا وې د اسلام په مقدس دین کې د عدالت او مساوات کوچنۍ نمونې .
۳ – پیروې (( اطاعت )) :
د اسلام د اساسي اصولو څخه دریم اصل اطاعت دی لکه چې وړاندې مو وویل انسان یو ټولنیز موجود دی او تعاملاتو ته هم اړتیا لرې او تعاملات قانون او نظام ته اړتیا لري نو په همدې ځاې کې د اطاعت موضوع مطرح کیږې تر څو نظام پلی شې ، حضرت عمر فاروق (رض) فرمایلې دې چې « لا اسلام بلا جماعة ولا جماعة بلاامیر ولا امیر بلا اطاعة »؛ژ باړه :اسلام له جماعت پرته نه شته، جماعت پرته له امیره او امیر پرته له اطاعته  نه شته . الله (ج) د اطاعت په اړه فرمایلې دې « یَاأیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ أطیِعُواْ اللهَ وَ أطیِعُواْ الرَّسُولَ وَاُولِیِ لاَمّر مِنّکُمْ … آلآیه» (نساء / ۵۹ ) ؛ ژباړه : اې مؤمنانو د الله (ج) پیروې وکړئ او همدارنګه د رسول الله (ص) پیروې وکړئ او ستاسو د امیرانو پیروې وکړئ … د فقې په اصولو کې قاعده لرو چې « الامر للوجوب » یانې امر د وجوب لپاره دی نو اطاعت کول واجب دې ، او همدارنګه په حدیث شریف کې راغلې دې « اسمعوا واطیعوا ولواستعمل علیکم عبد حبشي کان رأسه زبیبة » ژباړه : واورئ او اطاعت وکړئ که څه هم غلام پر تاسو باندې مقرر شې او سر یې هم د ممیز په څیر وې . په دې حدیث شریف کې پیغمبر (ص) خپل امت اطاعت کولو ته هڅوې ، او په بل حدیث شریف کې راغلې دې چې « من اطاعنی فقد اطاع الله و من عصانی فقد عصی الله و من یطیع الامیر فقد اطاعنی و من یعصی الامیر فقد عصانی » ژباړه : نبې (ص) فرمایې چا چې زما اطاعت وکړ نو د الله (ج) اطاعت یې کړی دی او چا چې زما نافرمانې وکړه نو د الله (ج) نافرمانې یې کړې ده ، او چا چې د امیر اطاعت وکړ نو زما اطاعت یې کړی دی او څوک چې د امیر نافرمانې وکړې نو زما نافرمانې یې کړې ده . بیا هم پیغمبر (ص) خپل اُمت اطاعت ته هڅوې او هغه اطاعت چې په هغه باندې مسلیمین مکلف دې له هغه اطاعت سره چې په نړۍ کې مطرح دی – توپیر لري
۱ – په نړۍ کې له اسلام څخه پرته د قانون پابندې شتون لرې او وګړې له مجازاتو څخه ویریږې چې که چیرته کوم څوک تخلف وکړې نو مجازات کیږې او له هغه پرته د وجدان او ایمان له نظره د کوم مکلفیت احساس نه کوې ، خو د اسلام په مقدس دین کې سربیره پر دې چې قانون ته درناوی کیږې او په تخلف کوونکو باندې مجازات یا جزا تطبیق کیږې – یو ډول معنوې اطاعت هم شتون لرې او عبادت هم دی ، یانې اطاعت د جزا او عذاب له ویرې نه بلکه په هغه کې د ثواب تمه هم شته .
۲ – د اسلام په مقدس دین کې په نړۍ کې د معمول اطاعت په خلاف – مقید اطاعت دی ، په دې مانا چې که چیرته د امیر امر د شریعت په چوکاټ کې صادر شوی وو نو اطاعت یې واجب او که چیرته د اسلام د احکامو مخالف وو نو په هغه صورت کې نه یواځې دا چې اطاعت واجب نه دی بلکه د هغه پر وړاندې دریدنه هم لازمه ده . ځکه چې په مبارک آیت کې د الله (ج) د اطاعت لپاره « اطیعوا الله » وایې او د رسول الله (ص) په اطاعت کې بیا هم « واطیعوا الرسول » ویل شوې دې ، یانې په روښانه ډول پرته له کومه قیده ویل شوې دې چې د الله (ج) او د هغه د رسول (ص) اطاعت وکړئ ، او د امیر په اطاعت کې « واولی الامر منکم » ویل شوې دې ، یانې په عاطفه ( واو ) سره اکتفاء شوې ده نه دا چې ویل شوې وې چې « واطیعوا اولی الامر » ، دا په حقیقت کې دا مانا ورکوې چې که چیرته امیر د الله (ج) او د هغه د رسول (ص) اطاعت کاوو نو تاسو هم د هغه اطاعت وکړئ او که چیرته  یې د الله (ج) او د هغه د رسول (ص) اطاعت نه کاوو نو  اطاعت یې مه کوئ ، په دې اړه صحیح حدیث شریف شتون لري «  لا طاعة للمخلوق في معصیة الخالق » . حضرت عبدالله ابن عمرو ابن العاص (رض) که څه شپه او ورځ په حدیثو باندې مصروف وو خو بیا هم له خپل پلار سره جګړو ته تهء ، یو چا پوښتنه ترېنه وکړه ولې ځې ؟ ويې ویل په خدای (ج) قسم دی چې نه مې څوک وژلې او نه مې څوک آزار کړې دې خو له پیغمبر (ص) څخه مې اوریدلې دې  چې وییل به یې « اطع اباک » د خپل پلار اطاعت کوئ ، نو ځکه ورسره روان یم .
۴ – آزادې :
د اسلامې دولت څلورم اصل آزادې ده ، البته د اسلام مقدس دین د فکر له هر ډول طرز او د بشر په واسطه له هر ډول جوړ شویو ادیانو څخه آزادې ته ډیر درناوی او احترام کوي . د اسلام په مقدس دین کې په ټولو برخو کې حتی د عقیدې په برخه کې هم آزادې په پام کې نیول شوې ده او که چیرته پوښتنه پیدا شې چې د ارتداد حکم ولې قتل دی ؟ نو ځواب یې دا دی چې مرتد د خپل قبول کړې دین د پريښوودلو لپاره نه وژل کیږې بلکه د نظام د خرابوالې له کبله وژل کیږې ، لکه چې حضرت عمر(رض) نصرانې غلام درلوده او هغه یې اسلام ته رادعوت کړ تر څو له هغه څخه د مسلمانانو په کارونو کې ګټه واخلې ، نو هغه قبول نه کړ ، حضرت عمر(رض) مبارک آیت شریف ولوسته چې « لاَ اِکّرَاهَ فِي الّدِینِ قَدّ تَبَیّنَ الّرُشّد مِنَّ الّغَي » په دین کې جبر نه شته له ګمراهې څخه لارښوونه ( هدایت ) ښکاره دی ، او ستره آزادې چې د اسلام په واسطه د بشر لپاره د تحفې په ډول راوړل شوې ده د بندګانو له بندګې څخه د انسانانو آزادول دې تر څو يواځې او یواځې د یوه او لاشریک الله (ج) بنده واوسې او د الله (ج) د بندګې طوق په غاړه ځوړند کړې ، چې هغه ( الله « ج) انسان ته عزت ورکړی او نه یې سپکوې ، لکه چې الله (ج) فرمایلې دې : « هُوَالَّذِي یُنّزَلُ عَلّی عَبْدِهِ آیَاتٍ بَیَّنَاتٍ لِیُخْرجَکُم مَنَ الظُلُمَاتِ اٍلَّی النُّور » ( احدید/ ۹) ؛ ژباړه : هغه دی چې په خپل بنده باندې روښانه آیاتونه رالیږې تر څو تاسو له تیارو څخه د روښنایې لورې ته راوباسې ، په اسلام کې د بیان د آزادې په اړه ویل شوې دې چې د ظالم پاچا پر وړاندې ستر جهاد دحق ویل دې او د اسلام ټول جنګونه آزادې غوښتونکې وو چې له فتح څخه وروسته یې هیڅکله هم په خلکو باندې اسلام نه دی تحمیل کړی  او د مسلمانانو په سیورې کې نور آسمانې دینونه هم کولای شې ژوند وکړې ، لکه چې تاریخ د هغه شاهد دی چې د اسلام د امپراتورې په قلمرو کې ټولو مذهبونو او دینونو ژوند کړی خو بې کسه دینونه لکه بت ، غوا ، د لمر عبادت او … نور – اسلام نه قبلوې او د هغو له پیروانو څخه غواړې چې مسلمانان شې او که چیرته یې دعوت قبول کړ نو څومره به ښه وې چې هغوی خوشې کړې . شریعت او اسلامې قوانین د آزادې ډولونه ډلبندې کوې او له هغه پرته په ټولو شرایطو کې بې حده او منحصره آزادې ځنګل دی او الله (ج) هیڅکله نه غواړې چې انسانان د حیواناتو په څير په ځنګل کې ژوند وکړې .        ۵ – شورا :
د اسلامې شریعت له اساسې اصولو څخه پنځم اصل د امت  شورا ده ، خو څرنګه چې په راتلوونکې کې د اسلامې دولت داساسې ستنیو ( پایه ) په بحث کې په شورا باندې په تفصیل سره خبرې شوې نو دلته د وخت د ضایع کیدو څخه د مخنیوې لپاره په شورا باندې له بحث کولو څخه صرفنظر کوو.
دریم څپرکی
د اسلامې دولت ستنیې (( پایې ))
اسلامې د ولت د لاندنیو بنسټونو او او ستنیو درلودونکی دی چې په تفصیل سره به د هر یوه په اړه په شپږو بحثونو کې خبرې وکړو .
۱ – د دولت رئیس ؛ خلیفه ، امام یا امیرالمؤمنین
۲ – شورا ؛ پارلمان یا مقننه قوه
۳ – ادارې سیسټم ؛ اجرائیه قوه یا حکومت
۴ – فوځ ؛ لښکر یا دفاعې او جهادې قوه
۵ – قضائیه قوه
۶ – د امربالمعروف او نهی عن المنکر سیسټم یا ارګان
لومړی بحث : د دولت رئیس :
د اسلامې دولت خورا مهم عنصر او ستنیې ولسمشر ، خلیفه یا امیرالمؤمنین دی چې د هغه په اړه به په لاندنیو موضوعاتو بحث وکړو :
الف) د هغه چا نومونه یا لقبونه چې د دولت په رأس کې ځای لري
ب) د ولسمشر ، امام یا خلیفه د نصب حکم
ج) د ولسمشر ، امام یا خلیفه شرطونه او مواصفات
د) د ولسمشر ، امام یا خلیفه د نصب شرعې لارې
ه) بیعت
و) د ولسمشر یا خلیفه حقوق
ز) د امام یا خلیفه مکلفیتونه یا واجبات
ح) د امام ، خلیفه یا د دولت د رئیس عزل کول او د عزل کولو اسباب
الف) د دولت د رئیس او یا څوک چې د دولت په رأس کې ځای لري – لقبونه :
هغه لقبونه چې د رسول الله (ص) له وفات څخه وروسته یانې د حضرت ابوبکر (رض) له وخته تر نن ورځې د مسلمانانو د دولت د رئیس لپاره پکار وړل کیږې عبارت دې له :
۱ – خلیفه : د خلیفه لقب او د خلافت د کلمې مشتقات په قرانکریم کې څو څو ځایه ذکر شوې دې ، الله (ج) د آدم (ع) د پیدایښت په اړه وفرمایل : « اٍنَّی جَاعِلٌ فِي الأرْض خَلِیفَة » ؛ ژباړه : ما په ځمکه کې ځای ناستی پیدا کړ .
د انعام په سورة کې یې فرمایلې : « وَهُوَ الذي جَعَلَکُمْ خَلایْفَ الاَرض وَرَفعَ بَعّضُکُمْ فَوّقَ بَعّض دَرَجات » ( انعام / ۱۶۵) ؛ ژباړه : هغه هغه څوک دی چې تاسو یې په ځمکه کې پاچاهان جوړ کړئ او لوړې یې کړې د ځینو درجې په ځینو نورو باندي . خلیفه د ځای ناستې په مانا ده له همدې وجې څوک چې وروسته له ( حضرت ابوبکر« رض » ) د مسلمانانو د کارونو ترسره کوونکی (متولي ) شو نو د مسلمانانو له خوا ورته دا لقب ورکړل شو ، ابن خلدون وایې : کله چې له حضرت ابوبکر صدیق (رض) سره بیعت وشو نو مسلمانانو هغه په همدې لقب سره یاد کړ ، او حضرت ابوبکر صدیق (رض) د خلیفه الله په نوم سره د ده له یادولو څخه منع کړې وه او خپل ځان ته یې د رسول الله خلیفه وایه .
۲ – امیرالمؤمنین : د امیر کلمه له امر او امارت څخه اخیستل شوې ده او جمع یې امراء چې د ولایت په مانا ده او هغه چا ته ویل کیږې چې امر یې نافذ وې او د صیغې له لحاظه په امر کې مبالغه ده ، ځکه چې دا د فعل په وزن باندې دی او د صفت مبالغه فاعل کوې ، لکه چې د رحیم صیغه نسبت راحم ته په رحم کې مبالغه لرې ، او د امارت د کلمې له مشتقاتو څخه یې یوه په قرانکریم کې دا ډول راغلې ده : « یَاأیَّهَاالَّذِینَ آمَنُواْ أطِیعُوأ اللهَ وَ أطِیعُوأ الرَّسُولَ وَاوْلِی الأمْرَ مِنْکُمْ » ؛ ژباړه : اې مسلمانانو د الله (ج) او د هغه د رسول (ص) پیروې او اطاعت وکړئ او له خپله جنسه د امیرانو پیروې ، په حدیث شریف کې راغلې دې : « ان نبي (ص) قال ( لایحل لثلاثة یکونون بفلاة عن الارض الا امروا علیهم احدهم » ؛ ژباړه : پیغمبر(ص) وفرمایل : هغو دریو کسانو ته جایز نه ده چې په یوه بیابان کې په سفر کې وې خو دا چې یو له دوی څخه د خپل امیر په توګه و ټاکې (( یانې مطلب دا چې که چیرته دری نفره سره په سفر کې وې نو یو له دوی څخه دې د خپل امیر په توګه وټاکې ، درمل )) . د مسلمانانو لومړی پاچا یا مشر چې په دې لقب سره نومول شوی دی عمر ابن خطاب (رض) دی ، په دې لقب سره د ده د نومولو څرنګوالی په څو روایتونو کې راغلی دی : په یوه روایت کې راغلې دې چې له صحابه کرامو څخه یې کوم یوه حضرت عمر(رض) ته وویل : اې امیرالمؤمنینه ! دا لقب د اصحاب کرامو د خوښې وړ ګرځیدلی دی او له هغه  وروسته يې په دې لقب سره یادول او وييل کیږې چې : لومړنی صحابې چې دی يې په دې نوم سره یاد کړی حضرت عبدالله بن جحش وو . ځینې وایې چې مغیره ابن شعبة (رض) وو ، ځینې بیا په دې باور دې چې د فتح پیغام له یوې خوا مدینې ته راغی او سرچینې ( حامل ) یې پوښتنه وکړه : د مؤمنینو امیر څوک دی ؟ منظور یې حضرت عمر (رض) وو نو څرنګه چې اصحابو واوریده او د خوښې وړ یې وګرځیده او ویې ویل په ریښتیا هغه امیرالمؤمنین دی  او وروسته له هغه یې په همدې لقب سره یاد کړ. په بل روایت کې راغلې چې مغیره ابن شعبة (رض) حضرت عمر (رض) ته وویل : اې د الله (ج) خلیفه ! حضرت عمر(رض) ورته وویل : د الله (ج) خلیفه پیغمبر (ص) دی او وروسته یې بیا وویل :  اې د رسول الله (ص) خلیفه ، عمر(رض)  ورته وویل : هغه ستاسو پیژندل شوی یار حضرت ابوبکر صدیق (رض) دی  ،وروسته یې بیا ورته وویل : اې خلیفه د رسول الله (ص) خلیفه ، حضرت عمر (رض) ورته وویل دا نوم ډیر اوږد دی ، وروسته یې بیا ورته وویل : اې عمره! ، حضرت عمر (رض) ورته وویل زه ستاسو امیر یم او زما نوم کوچنی مه یادوئ ، بیا یې ورته وویل : اې امیرالمؤمنینه ، حضرت عمر (رض) دا نوم قبول کړ چې دا یې دایمې لقب وګرځیده .
۳ – امام : د امام کلمه له امامت څخه اخیستل شوې او د پیښوا ، مخکې کړل شوې ، مقتدې ، مقصود او رهبر په ماناسره راغلې  ده چې  قران کریم او د لښکر  مشر ته هم ویل شوی دی ، په همدې ترتیب په هر فن کې هر مخکې کړل شوې او مقتدا ته امام ویل کیږې ؛ لکه امام ابوحنیفه ، امام بخارې ، د جومات امام او نور … چې لومړی یې په فقه ، دوهم یې په حدیث او دریم يې په جومات کې مخکې کړل شوې او پيښوا دې ، او د دولت ریئس ته له دې وجې امام وایې چې خلک هغه د پيښوا په توګه ټاکې او لکه څرنګه چې په جومات کې مقتدیان په امام پسې اقتداء کوې نو رعیت هم په خپل امام پسې اقتداء کوې او له اوامرو یې اطاعت کوې ، یواځې دومره توپیر لرې چې له زعامت څخه پرته په نورو امامونو کې مطلق امامت نه ذکر کیږې ، د بېلګې په توګه : د فقې امام ، د حدیث امام او نور خو کله چې مطلق ذکر شې نو مقصد یې خلیفه او یا د مسلمانانو زعیم یا پاچا دی  . د امام لفظ په قرانکریم کې څو څو ځایه د زعیم ، پيښوا او لارښوود په مانا سره راغلی دی لکه چې الله (ج) د بقرې په سورة کې ابراهیم (ع) ته دا ډول خطاب کوې : « اٍنَّي جَاعِلُکَ لِلنَّاسِ اٍمَامَا » ( بقره/۱۲۴) ؛ ژباړه : په هر ډول تا د خلکو پيښوا ګرځوم . د اسراء په سورة کې فرمایې : « یَوّمَ نَدْعُوْ کُلَّ أنَّاسِ بَاٍمَامِهِمْ » ( اسراء / ۷۱) ؛ ژباړه : هغه ورځ چې وغواړو د هغوی هر پيښوا ، په حدیث شریف کې راغلې دې چې رسول الله (ص) وویل : « تلزم جماعة المسلمین و امامهم » ؛ ژباړه : د مسلیمینو جماعت او امام یې له خپل خلیفه یا امیرالمؤمنین سره  وو ، خو حقیقت دا دی چې سربیره پر دې چې هر یو یې خلیفه وو امام هم وو او همدارنګه رسول الله (ص) ته هم امام  ویل شوې دې او د امام المتقین په نوم یاد شوی دی .
۴ – ملک یا پاچا : د ملک کلمه په لغت کې له مُلک ، یملک ملکا او ملکا څخه اخیستل شوې ده او د احتواء او استعلاء ( لويې غوښتل ) په مانا سره راغلې ده او ملک د مُلک څېښتن ته وایې چې د الله (ج) له نومونو څخه یو نوم دی او همدارنګه د هغو کسانو لقب دی چې د واک او قدرت څېښتن وې چې دا د ملک یا مُلک کلمه په قرانکریم او نبوې احادیثو کې څو څو ځایه یاده شوې ده . د بقرې په سورة کې راغلې : « وَقَالَ لَهُمْ نَبیُهُمْ اٍنَّ اللهَ قَدْ بَعَثَ لّکُمْ طالُوتَ مَلَکَا » ( بقره/ ۲۴۷ ) ؛ ژباړه : او ورته ویې ویيل د هغوی پیغمبر هغوی ته چې الله (ج) ستاسو لپاره طالوت پاچا رالیږلی  ، « وَقَتَلَ دَاوُدَ جَالُوتَ وَ آتاهُ اللهُ الْمُلّکَ وَالّحِکْمَة » ؛ ژباړه : او داود جالوت وواژه او الله (ج) داود ته پاچاهې او حکمت ورکړ ، په حدیث شریف کې راغلې دې چې : اسرافیل (ع) له جبرائیل (ع) سره په داسې حال کې چې اسرافیل (ع) مخکې ځمکې ته نه وو راښکته شوی  رسول الله (ص) ته وویل : اې محمده ! موږ الله (ج) تاته راولیږلو چې آیا پاچا ، بنده او که  لیږوونکی دې جوړ کړم ؟ جبرائیل (ع) پيغمبر(ص) ته وویل : د الله (ج) دربار ته دې عاجزې وکړه اې محمده ! نو رسول الله (ص) ورته وفرمایل : نه ، پاچاهې نه غواړم  بلکه دا مې خوښیږې چې بنده یا رسول شم . داپه دې سره دلالت نه کوې چې ګویا هغهء د ملک او مزمت د کلمې استعمالول منع کړې دې ، ځکه دا منل شوې چې پیغمبر (ص) د الله (ج) بنده دی او دا هم منل شوې چې سیدالمرسلین دی او رسالت ته په ملک باندې ترجیح ورکوې ، دده (ص) د خبرو مانا دا نه ده چې هغهء مطلق ملک ته بد ویېلې دې ، ځکه په قرانکریم کې چې په رسول الله (ص) باندې نازل شوی دی د داود او سلیمان (ع) د پاچاهې او زعامت یادونه شوې ده خو د خلیفه یا امیرالمؤمنین کلمه یا لقب ته تر دې ترجیح ورکول کیږې ځکه چې د الله (ج) پیغمبر ویېلې دې چې خلافت له ما څخه دیرش کاله وروسته راځې او بل دا چې له تاریخې پلوه ملوکیت او پاچاهې ډیری يې خپل سرې او مستبدې وې که څه هم عدل یې درلوده خو د خلفاء راشدینو پلویان برابر نه دې . په هر حال هغه څه چې مهم دې د نظام محتوا ده چې په هغه کې د الله (ج) قانون حاکم وې خو القاب مهم نه دې خو د خلفاؤ د دوران القاب  غوره دې تر څو پخوانۍ ویره ( هیبت ) نوی ( احیاء ) کړي .
ب) د ولسمشر ، امام یا خلیفه د نصب حکم :
په مخکنیو بحثونو کې مو وویل چې د الله (ج) د دین اقامه په مسلمانانو باندې واجب ده یانې دا دین ددې لپاره راغلی تر څو د انسانانو په عملې ژوند کې پلی شې او د بشرې ژوند ځانګړې او ټولنیز اړخونه تنظیم کړې او له هغه ځایه چې د دین د احکامو تطبیق او د هغوی د مقرراتو او ښوونو پلې کول نظام ، دولت او سلطې ته اړتیا لرې په همدې دلیل چې انسانان د خپل ژوند د تأمین لپاره قانون ته اړ  دې او قانون د دولت په واسطه تطبیق کیږې چې د دولت په رأس کې ولسمشر یا د دولت رئیس ځای لرې . نو له همدې وجې د لسمشر ګمارل د شتون او د قوانینو د تطبیق سرچینه ده چې د ټولنې د سوکالې لامل کیږې . او بل دا چې په آیت شریف کې د اولی الامر په پیروې باندې امر شوی دی او هغه څوک چې ګمارل یې واجب نه وې نو پیروې به یې څنګه واجب وې ؟ ، په ډیری آیاتونو کې دا حکم شتون لرې : «  فَاحّکُمْ بَیّنَهُمْ بِمَا اَنّزَلَ اللهُ وَلا تَتَبِعُ أَهّوآنَهُمْ عَمّّا جَائَکَ مِنَّ الْحَقْ » ( مایده/ ۴۸) ؛ ژباړه : نو د هغوی په منځ کې حکم وکړه په هغه څه چې الله (ج) را استولې دې او د هغوی یانې مخ ګرځوونکو او نفرت کوونکو د غوښتنو ( خواهش ) پیروې مه کوه بلکه یواځې د هغه څه پیروې وکړه چې تاته د الله (ج) د حکم په څیر راغلې وې.
« وَ اِنَّ حَکَمْتَ فاحْکُمْ بَیّنَهُمْ بالْقِسْطِ اٍنْ اللهَ یُحَبُ الْمُقّسِطِینَ » ( مایده/۴۲)؛ ژباړه : او که چیرته دې حکم کاوه نو تر منځ یې په عدالت سره حکم کوه ځکه چې الله (ج) له عدالت کوونکو سره مینه لرې . « وَمَنْ لّمْ یَحّکُمْ بِمَا اَنّزَلَ اللهُ فَأولَیِکَ هُمُ الْکَافِرُونَ » ( مایده /۴۴ ) ؛ ژباړه : او څوک چې په هغه څه باندې چې الله (ج) نازل کړې دې حکم نه کوې نو هغوی کافران دې . او د حکم صدور له امام څخه پرته نه شې کیدای نو معلومیږې چې د امام د نصب حکم واجب دی.
وعن ابي سعید الخدري (رض) ان رسول الله (ص) قال : « اذاکان ثلاثة في سفر فلیؤمروا احدهم قال نافع قلنا لابې سلمة فانت امیرنا » ؛ له ابو سعید خدرې (رض) څخه روایت شوی چې رسول الله (ص) وفرمایل : که چیرته دری نفره سره په سفر کې وې نو له دوی څخه دې یو د امیر په توګه وټاکې ، نافع وویل نو سلمه ته وویل چې تهء زما امیر شه . نو که چیرته په دې حدیث شریف کې وګورو چې د امیر په ټاکلو باندې امر شوی دی او امر د فقهي د اصولو او قواعدو پر بنسټ د واجبیدو مفهوم وړاندې کوې ، په داسې حال کې چې د ګټې تناسب یا انډول شتون نه لرې او د سفر په شرایطو کې د امیر ټاکل هغه په دریو نفرو کې چې لازم او واجب وې نو د مسلمانانو په منځ کې په پخوانې او لومړنې ډول لازم او واجب ده ، په حدیث شریف کې راغلې دې : څوک چې نارینه وې خو په غاړه کې یې بیعت نه وې نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی ، نو معلومیږې چې د خلاصون او نجات لاره د امام نصبول او ټاکل دې تر څو وروسته بیعت رامنځته شې او همدارنګه پیغمبر (ص) امر کوې چې په هغه ښار کې چې امیر نه وې هستوګنه مه کوئ او په بیړه ترینه ووځئ . د امت اجماع هم په دې عقیده شوه چې د نصبولو لومړنئ ښوونه او نښه يې په سقیفه بن ساعده کې د حضرت ابوبکر صدیق (رض) نصبول وو چې حتی د رسول الله (ص) په  دفن کولو او تکفین کې ځنډ رامنځته شو او اصحاب کرامو دې کار ته پاملرنه وکړه نو که چیرته دا کار واجب نه وای د اشرف المخلوقات جنازه به ولې ځنډیدله . او له بلې خوا د مقتدا درلودل هم د بشر یوه طبعې اړتیا ده ، ځکه په هغو ټولنو کې چې خلک یې د کوم دین پیروان هم نه وې بیا هم د یوه مقتداء درلودل د بشریت یوه طبعې اړتیا ګڼله کیږې چې خلک صندقونو ته ورځې ، رایې ورکوې او خپل زغیم او مقتداء ټاکې .
ج) د امام یا خلیفه شرطونه او صفتونه :
هغه څوک چې د امارت او خلافت لپاره په پام کې نیول کیږې بایدله ځینو شرطونو او صفتونه څخه برخمن وې البته ځینې شرطونه اړین دې او امامت یا خلافت له هغو څخه پرته تحقق نه پیدا کوې او له دې صفتونو څخه یې ځینې ترجیحې دې چې د هغوی شتون باید په پام کې ونیول شې ، په ځانګړې ډول د نوماندو کسانو په منځ کې باید دغو شرطونو او صفتونو ته لومړیتوب او غوره والی ورکړل شې .
۱ – اسلام :
لومړنی او بنسټیز شرط چې د مسلمانانو د امیر لپاره ډیر اړین ګڼل کیږې اسلام دی ځکه چې د الله (ج) په قول کې « وَ اُولی اّلأمْرَ مِنّکُمْ » راغلې دې چې د (منکم ) یانې ( له تاسو ) کلمې څخه څرګندیږې چې امیر باید مؤمن وې ، دوهم دا چې الله (ج) مؤمنانو ته د کفارو د پیروې کولو امر نه کوې لکه چې وړاندې مو وویل چې د امام پيروې او اطاعت تر هغه وخته ضرورې دی چې د شریعت په چوکاټ کې برابر وې لکه چې د الله (ج) په قول کې راغلې دې :« وَلَنْ یَجّعَلَ الله ُ لَلکَافِریّنَ عَلَی الْمؤمِنِیِنَ سَبِیلا » ( نساء/ ۱۴۱) ؛ ژباړه : او هیڅ کله هم الله (ج) د کافرانو لپاره په مسلمانانو باندې لاره نه جوړوې »  یانې په مسلمانانو باندې د کفارو تسلط ناممکن دی او همدارنګه الله (ج) اجازه نه ده ورکړې ترڅو مسلمانانو له کافر سره دوستې وکړې یا کافر خپل ملګری کړي . «  لایَتَخِذِالْمؤمِنُونَ الّکَافِرینَ أوْلِیَاء مِن دُونِ الْمؤمِنِیِنَ وَمَنّ یَفْعَلْ ذَلِکَ فَلَیْسَ مِنَ اللهِ فِي شَیّءٍ » ( آل عمران/۲۸)؛ ژباړه : مؤمنین کافران له مؤمنینو پرته نه ملګري کوې او چا چې دا کار وکړ له الله (ج) برخه او حصه نه لري یانې ایمان نه لري . نو څرنګه چې وروسته ملګرتیا سمه نه ده نو حاکم ګرځول خو یې په هیڅ وجه صحیح نه دي . « وَالَذِینَ کَفَرُوا بَعّضُهُمْ أولِیَاء بَعّض » ؛ ژباړه : هغه چې کافران دې نو ځینې یې د ځینو نورو ملګرې او دوستان دې ، دا هم په دې امر باندې شاهد او ګواه دې ، او بل دا چې امیر یا امام باید د شریعت حدود او احکام تطبیق کړې ، دا د هغه ښاخ ( فرع ) ده چې لومړی یې باید په خپل ځان تطبیق کړې . بل دا چې امام باید په سیاسې  مسایلو سربیره د خلکو د لمانځه امام هم وې خو کافران د لمانځه د امامت دا صلاحیت نه لرې او که چیرته کوم کافر د کودتا یا توطيې له لارې قدرت ته هم ورسیږې نو په مسلمانانو باندې واجب ده ترڅو د هغه پر وړاندې جهاد وکړې او هغه له قدرت څخه وغورځوې .


۲ – بلوغ :
د امام ، خلیفه یا د ولسمشر دوهم شرط بلوغ دی ځکه چې بلوغ د تکلیف مدار دی او صغیر هیڅ ډول شرعې مکلفیت نه لرې ، پيغمبر (ص) فرمایلې چې ملایکې د دریو نفرو اعمال نه لیکې ؛ ماشوم تر څو بلوغ ته ورسیږې ، ویده کس تر څو چې راویښ شې او لیونی تر څو په خپل حال شې . او امامت او خلافت د بشر خورا ستر تکلیف دی په داسې حال کې چې صغیر په خپلو کارونو کې وکیل ته اړتیا لرې نو څنګه کولای شې چې د زعامت کارونه په غاړه واخلې؟ د الله (ج) په قول کې راغلې چې : « وَلاَ تُؤتُواْ السُفَهَاء أمْوَالَکُمُ الَّتِي جَعَلَ اللهُ لکُمْ قِیَاماً وَارزُقُوهُمْ فِیهَا وَاکْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَّهُمْ قَوْلاً مَّعروُفا » ؛ ژباړه : ورکوې بې عقلانو ته د دوی مالونه چې الله (ج) هغه ستاسو د معیشت د استقامت سبب کړې دې اوله هغو مالونو څخه یې  وخورئ او وڅښئ  او هغوی ته ښه خبره ووایاست . په دې آیت شریف کې په مالونو باندې د ماشوم  نه ولایت او نه تصرف په ډاګه کیږې نو څنګه به د مسلمینو خلافت وکړې.
۳ – عقل :
د امیر یا خلیفه دریم شرط یا صفت عقل دی ، هغه څوک چې عقل نه لرې خلیفه کیدلای نه شې او حتی هغه ته عادې کار سپارل هم  غلط دې ، ځکه عقل د تکلیف مدار دی لکه چې په مخکنې حدیث شریف کې وویل شول چې لیونی مرفوع القلم ( یانې لیونی له تکالیفو څخه معاف ) دی ، او کله چې ماشوم د بدنې او عقلې  ضعف له وجې ویده شوی وې نو د هغه د عقل د نه فعالیت له وجې یې ملایکه د اعمالو له  لیکلو څخه تېریږې ، لیونی چې عقل نه لرې نو په لومړنۍ طریقه امیر کیدلای هم نه شې ، نو مطلق له تکلیف څخه راوځې سربیره پر دې چې د خپل ژوند د کارونو د پرمخ وړلو لپاره بل کس ته اړتیا لرې تر څو هر وخت د هغه  احوالو او اړتیاوو ته رسیدنه وکړې. ابن حزم (رح) ویلې دې چې امام ددې لپاره ټاکل کیږې ترڅو خلکو ته لمونځ ورکړې ، زکات را یوځای کړې ، حدود جارې کړې او احکام صادر کړې او دا اړینه ده چې باید یو تیز هوښه ، ذکې او مدبر کس وې نو لیونی چې عقل نه لرې ددې سترو مسؤلیتونو له غاړې نه شې وتلای.
۴ – آزادې :
آزادې بل شرط دی چې خلافت له هغه څخه پرته نه تړل کیږې ځکه چې غلامان په خپل نفس کې ولایت نه لرې نو له همدې امله د ملت او امت په کارونو باندې به څه ډول تصرف وکړې؟ هیڅکله هم نه شې کولای چې تصرف وکړې ، بل دا چې غلامان هر وخت د خپل بادارانو په خدمت کې وې او د ملت او امت کارونو ته رسیدنه نه شې کولای ، او له بلې خوا آزاد خلک د هغوی په فرمانونو باندې عمل نه کوې او هغوی د آزادو خلکو تأثیر هم نه لرې او منطق هم دا نه قبلوې چې غلام د بادار حاکم او آمیر وې .
امام غزالې (رح) فرمایلې دې : « فلا تنعقد الامامة لرقیق فان منصب الامامة یستدعي استغراق الاوقات في مهمات الخلق فکیف ینتدب لها من هو کالمفقود في حق نفسه الموجود لمالک یتصرف تحت تدبیره و تسخیره کیف و في اشترط نسب قریشي مایتضمن هذا الشرط اذلا یتصور الرق قي نسب قریشي » ؛ ژباړه: نو امامت په غلام پورې نه تړل کیږې ځکه امامت دا ایجابوې چې ټول وخت د خلکو په خدمت کې وې نو څه ډول کیدای شې چې داسې یو څوک د هغه لپاره مخکې کړل شې چې د خپل نفس په حق کې د ورک حیثیت ولرې او د خپل بادار په شتون کې وې یا په خپل بادار پوري تړلی وې او د هغه (بادار) تر تدبیر او تسخیر( د امر تابع) لاندې تصرف کوې او په امیرکیدلو کې د قریشې د نسب شرط کیدل د آزادې د شرط ضمانت کوونکی دی ، ځکه چې قریشې غلام کیدلای نه شې ، ابن بطال د امت له اجماع څخه ددې موضوع لپاره چې آیا د غلام امامت صحیح دی – داسې رانقلوې : « واجمعت الامة علي ان الامامة لاتکون في العبد » ؛ ژباړه : د امت اجماع په دې باندې شوې چې امامت د غلام لپاره نه شته.
عز ابن عبدالسلام وویل ( ممالک ) هغوی چې غلامان دې هغه وخت چې  د مصر حاکمان وو نو باید آزاد کړل شې ځکه د غلام تصرف صحیح نه دی ، نو د بیه ( پلورل )کولو فیصله یې وکړه او پيسې یې باید بیت المال ته وسپارل شې نو ممالک په غوسه شول ، نجب الدین ایوب چې غلام وو د مصر حاکم وو عز ابن عبدالسلام  له غوسې خبر تر لاسه کړ او غوښتل یې چې له ښاره ووځې نو خلک ودریدل او نجم الدین ایوب بیرته مجبوره شو چې هغه راوګرځوې تر څو یې خپل ځان خرڅ کړ او وروسته یې  له هغه سره بیعت وکړ.
۵ – ذکورت :
بل صفت چې د مسلمانانو د خلیفه یا امام لپاره اړین بلل کیږې ذکورت دی . په استعدادونو او دندو کې په دې  اختلاف او توپیر باندې یواځې د انسانانو خالق او پیداکوونکی ښه پوهیږې او پوهیږې چې دې خلکو ته څه ډول دنده وسپارل شې تر څو یې په سمه توګه ترسره کړې ، الله (ج) د نارینو د قوامیت په اړه فرمایلې دې : «  اَلّرِجَالُ قَوَّامُونَ عَلَی الّنِّسَاءِ » ؛ ژباړه : سړي نسبت ښځو ته د کارکولو په تدبیر باندې مسلط دې . د روزې پیدا کول او د هغه تر څنګ په سلوګونو نور جنجالونه د سړیو په غاړه دې ، دا ویش د درناوې لپاره نه بلکه تکلیف دی او ښځو ته یې د کورنۍ او د اولاد د روزلو تدبیر سپارلی دی. د کار دا ویش د طبیعت له کارونو او جوړښت څخه دی رسول الله (ص) فرمایې : په اولاد باندې د مور حق د پلار دری برابر ه دی نو پلار په دې باندې کوم اعتراض نه لرې ځکه چې رسول الله (ص) پوهیږې چې مور ډير زحمت باسې ، نو همدا لامل دی چې زموږ د ملت کار هم د یوې کورنۍ په څير دی یانې د طبعې ویش پر بنسټ زموږ دندې دا ایجابوې چې د ملت په رأس کې باید نارینه ځای ولرې ځکه ښځې د هغو طبعې مغذرتونو پر بنسټ چې لرې یې نه شې کولای دا درندې دندې ترسره کړې ، رسول الله (ص) فرمایې : « عن ابی بکر (رض) قال لما بلغ رسول الله ان اهل فارس ملکو علیهم بنت کسری قال ( لن یفلح قوم ولوا امرهم امرأة ) »؛ له ابي بکر (رض) څخه روایت دی چې وایې : کله چې رسول الله (ص) ته خبر راورسیده چې د کسری لور د فارس ملکه ده نو ویې فرمایل : هیڅکله هم هغه قوم نا بریالی کیږې چې خپل کار ښځو ته وسپارې ، د رسول الله (ص) دا کار د ښځو د تحقیر او سپکوالې په مانا نه دی ښځو ته د دولت سپارل دا مانا لرې چې خیاط ته ووایې چې ستاسو لپاره یو تعمیر جوړ کړې نو طبعې خبره ده چې دا هیله نه عملې کیږې .
۶ – عدالت :
که څه هم د اسلامې دولت د اساسې اصولو په برخه کې عدل روښانه شو خو دلته په دې صفت سره د امام توصیفول دې تر څو د رعیت د برابرې او عدالت تر څنګ په خپله د عدالت په صفت باندې متصف وې ، په دې مانا چې له کبیره ګناه څخه پرهیز وکړې او حتی د هغو خبرو له تشبث څخه چې د سړې په ګټه وې باید ځان وساتې ، په صغیره ګناه باندې ټینګار ( اصرار ) ونه کړې پر همدې بنسټ عدالت له یوه اخلاقې صفت څخه عبارت دی چې تقوا ، پرهیزګارې ، اخلاص ، امانت ساتنه ، په ټولنیزو کارونو کې د ادب مراعاتول او د ټولو هغو شیانو مراعاتول چې اسلامې شریعت لازم ګڼلې دې یانې خلیفه باید نه فاسق وې او نه ظالم البته زموږ موخه یا مقصد د هغوی عصمت نه دی ځکه عصمت یواځې د پیغمبرانو لپاره ثابت شوی دی بلکه زموږ مقصد دادی چې فاسق او ظالم باید نه وې  حق په خپل ځای کیږدې او خپل حقدار ته یې وسپارې او همدارنګه د الله (ج) حکم پرته له کوم افراط او تفریط څخه پر ځای کړې نو که چیرته حق خپل حقدار ته ونه سپارل شې ظلم ورته ویل کیږې او که چیرته دالله (ج) تر څنګ کوم بل چا ته عبادت وشې نو څرنګه چې عبادت په خپل ځای نه دی شوی ځکه ورته شرک وایې او الله (ج) هم شرک ته ستر او عظیم ظلم ویلی دی لکه چې الله (ج) په خپله فرمایې : « اِنَّ الشّرکَ لَّظُلْمٌ عَظِیمٌ » ،  الله (ج) د ابراهیم (ع)  په کیسه کې فرمایې : « قَالَ اٍنّي جَاعِلُکَ لِلنَّاسِ اٍمَامًا قَالَ وَمَن ذُرِّیَتِي لآ یَنَالُ عَهدِي الظَّالِمِین » ؛ ژباړه : الله (ج) وفرمایل : زه تا د خلکو لارښوود یا پیښوا ګرځوم ، ابراهیم (ع) وویل نو زما له لادونو څخه هم پیښوایان پیدا کړه ، الله (ج) وفرمایل : زما د امامت عهدهیڅکله هم ستمکارانو ته نه رسیږې .
مجاهد وایې چې : د آیت په دې برخه کې د الله (ج) منظور دا دی چې ظالم ته امامت نه رسیږې یانې ظالم باید امام نه شې ، نور آیاتونه هم شتون لرې چې د فاسق د نه امامت په قبلیدو باندې دلالت کوې : « یَااَیُهاالَّذِینَ آمَنُوا اٍنَّ جَآءَکُمْ فَاسَقُ بِنَبَاءٍ فَتَبَیَّنُوا » ؛ ژباړه : اې مؤمنانو که چیرته تاسو ته کوم فاسق راغی نو په کومه خبره هغه تثبیت کړئ ( حجرات/۶ ) ، «  وَلا تُطِعُوا اَمّرالّمُسرِفِین » ؛ ژباړه : د اسراف کوونکو د کار پیروې مه کوئ ،(شعراء / ۱۵۱) .
۷ – علم :
علماؤ کرامو علم د مسلمانانو د خلیفه یا امام له شرایطو څخه ګڼلی دی او وایې چې امام باید عالم وې . د علم د سموالې په اړه چې د اجتهاد درجې ته رسیدلی وې یا نه وې رسیدلی  علماء په ددو ډلو ویشل کیږې : ځینې لکه ( ماوردې ، ابن خلدون ، عبدالقادر بغدادې ،ابویعلې الفراء ، حنبلې او قرطبې ) اجتهاد شرط بولې یانې امام باید مجتهد وې . خو ځینې نور یې بیا اجتهاد اړین نه بولې او وایې څرنګه چې د اسلام په لومړنیو پیړیو کې علم ته کمه پاملرنه شوې نو د اجتهاد درجې ته رسیدل ستونزمن کار دی او ددې له ویرې چې څوک مجتهد نه وې نو د خپل ځان په مجتهد کیدو باید ادعا ونه کړې او ویې ویېل اجتهاد بند دی او د امام لپاره اړینه ده چې په شرعې ، ثقافتې او د عمومې فرهنګ په علومو کې تر نورو ښه وپوهیږې او د نړۍ ، څلورو خواوو او خپل چاپیریال په اړه ښه وپوهیږې او له نړیوالو عنعناتو ، قوانینو او د راکړې ورکړې له تعامل سره پیژندګلوې ولرې او همدارنګه له تیر او معاصر تاریخ څخه د خپلې اړتیا په اندازه ګټه واخلې خو د ټولو علومو په رأس کې شرعې علوم ځای لرې ځکه امام د شرعې احکامو د نافذولو مسؤلیت لرې او که چیرته په دې علم ونه پوهیږې نو څه شئ به نافذ کړې . د امام د عالم کیدلو او له غیرعالم کیدلو څخه د عالم د ترجیح په اړه ډیری قرآنې آیاتونه دلالت کوې د طالوت په اړه چې د بنې اسرائیلو د ملک په حیث رالیږل شوی وو فرمایې : « قَالَ اِنَّ الله َ اصّطفَاهُ عَلَیْکُمْ وَ زَادَهُ بَسْطَة فِي الْعِلّمِ وَالْجِسّمِ وَاللهُ یُؤتِي مُلّکَهُ مَن یَّشَاء وَاللهُ وَاسِعٌ عَلِیمٌ » ؛ ژباړه : الله (ج) هغه ستاسو لپاره ټاکلی دی او هغه ته یې په پوهه کې پراخې ورکړې او زیات یې کړ د هغه د بدن ( قوت او  غښتلتوب ) او الله (ج) ورکوې پاچاهې هر هغه چاته چې غواړې یې او الله (ج) جواد او پوه دی. او د سلیمان (ع) په اړه یې وفرمایل : « وَشَدَدْنَا مُلّکَهُ وَآیَیّنَاهُ الْحِکْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ » ؛ ژباړه : محکومه مو کړه د هغه پاچاهې او ور مو کړ حکمت او روښانه خبرې . او د یوسف (ع) په حکایت کې د مصر عزیز ته په وړاندیز کې وایې : «  قَالَ اجْعَلَنِي عَلْی خَزَآیِنَ الْارْضِ اٍنَّي حَفِیظ عَلِیمٌ » ؛ ژباړه : او ویې ویل ما د مصر په خزانو باندې پوهه ساتونکی وګرځوه .  او  د علماؤ د فضیلت په اړه  داسې فرمایې : « هَلْ یَسْتَوي الَّذِینَ یَعْلَمُونَ وَالَّذِینَ لایَعْلَمُونَ »؛ ژباړه : آیا هغه کسان چې پوهیږې له هغه کسانو سره چې نه پوهیږې برابر دې ؟ نه هیڅکله برابر نه دې.
۸ – بدنې قوت او روغتیا:
د امامت ستر مسؤلیت د بدنې روغیتا غوښتنه هم کوې تر څو وکولای شې د دې ټولومسؤلیتونو ، د ملت د کارونو تدبیر ، دفاع ، د جنګ قوماندانې او ستونزو ته رسیدنه وکولای شې او له بلې خوا ناقص الجسم  د امامت ویره او ډار هم نه لرې لکه چې الله (ج) د طالوت په اړه فرمایلې دې : « وَزَادَهُ بَسْطَة فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْم »؛ ژباړه : او زیات  یې کړ هغه ته  په پوهه او بدن کې پراختیا او وسعت . لیدل کیږې چې له علم څخه وروسته بدنې قوت یاد شوی نو معلومیږې چې بدنې قوت او روغتیا له ډير اهمیت څخه برخمن دې.
۹ – د مسؤلیت احساس :
څرنګه چې امیر په لومړۍ درجه د ټولو کارونو  مسؤل دی نو که چیرته امام یا ولسمشر د مسؤلیت احساس ونه لرې او د قیامت په ورځ یې د الله (ج) د پوښتنې او د خلکو د ځواب ویلو فکر په سر کې نه وې نه یواځې دا چې کار نه کوې بلکه په هوا او هوس کې غرق وې او  عیاشې او لټې یا سُستې ته مخه کوې او طبعي خبره ده چې په خپل  رعیت یا ترلاس لاندې کسانو باندې کنټرول هم له لاسه ورکوې او نظام له سقوط سره مخامخ کیږې. او که چیرته ولسمشر د مسؤلیت احساس ولرې نو بې له شکه چې د ملت او امت د خدمت په فکر کې به وې او په پایله کې به سوکالې او نیکمرغې د ټولنې په برخه وې او هر څومره چې جمهور رئیس ایمانداره وې نو په هماغه اندازه په هغه کې د مسؤلیت احساس قوې او ژوندی وي ځکه چې د مسؤلیت احساس د هغه له ایماندارې څخه سرچینه اخلې لکه چې الله (ج) فرمایلې دې : « فَلَنَسْألَنَّ الْذِینَ اُرْسِلَ اِلَیّهِمْ وَلَنَسْألَنَّ الْمُرْسَلِینَ » ؛ ژباړه : نو پوښتنه به وکړم له هغو کسانو څخه چې د هغوی په لورې پیغمبر رالیږل شوی او البته له پیغمبرانو څخه به هم پوښتنه وکړم. رسول الله (ص) فرمایې : « الاکلکم راع وکلکم مسؤول عن رعیته والامیر راع » ؛ ژباړه: خبر واوسۍ تاسو ټول رعیت لرونکې ( شپانه ) یاست او له تاسو ټولو څخه د رعیت په اړه پوښتل کیږې . نو امام هم لکه شپون چې له هغه څخه د موږانو په اړه پوښتل کیږې – د رعیت په اړه ترې پوښتل کیږې . لکه چې له هر انسان څخه د هغه د مال ، عمر او کورنۍ په اړه پوښتل کیږې او له مزدور څخه د هغه د دند…